دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 551

یوسف وفا:د ملایانو رول له ټولو دولتي ادارو پورته دی

د بلخ لپاره د طالبانو حکومت والي، یوسف وفا ویلي، د ملاهبت الله په شمول ټول ملایان د نظام مهم غړي دي.

هغه ویلي، د دوی مسوولیت له ټولو دولتي ادارو پورته دی.

نوموړي دا څرګندونې کې بلخ کې د علماوو شورا ته کړې دي.

وفا په خپلو خبرو کې ویلي، چې د نظام په تحکیم کې د علماوو ونډه زیاته ده او دوی کولای شي، چې د فرمانونو په پلي کولو کې اغېزناک واقع شي.

خواجه اصف:دا مو ستره تېروتنه وه چې درې لسیزې مو د غرب پر خوښه د ترهګرو ملاتړ وکړ

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وایي، تېرو درې لسیزو کې یې له ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی، چې دا یو تر ټولو کثیف کار دی.

نوموړي ویلي، چې دا کار یې د غرب په اشاره کړی.

هغه له سکای نیوز سره خبرو کې ویلي: «موږ درې لسیزې د امریکا او بریټانیا په ګډون د لویدیځو هېوادونو لپاره دا ناپاک کارونه کړي دي.»

اصف دغه چاره د پاکستان ستره “تېروتنه” بللې او په خبره یې له همدې امله یې ډېر زیان هم لیدلی دی.

اصف دا څرګندونې داسې مهال کوې، چې د هند کشمېر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته پاکستان د هند له سختو فشارونو سره مخ دی.

طلال چودري:د پي‌او‌آر کارت لرونکو مهاجرو ته د جون میاشتې تر پایه پورې وخت ورکوو

‏د دولت په چارو کې د ⁧‫پاکستان‬⁩ د کورنیو چارو وزیر طلال چودري، ویلي چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کارتونو (POR) لرونکو افغان کډوالو ته د جون میاشتې تر پایه پورې وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې تر دې وروسته به په جبري ډول د دغو کډوالو د اېستلو لړۍ پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرو ۱۳ ورځو کې له ایران او پاکستان څخه ۱۳۰ زره کډوال را اېستل شوي دي.

د A.P.Cکنفرانس:د مودي حکومت د هند امنیت کې ناکام دی

0

د هند په (A.P.C) کنفرانس کې د مودي پر حکومت نیوکې شوې، چې د هند امنیت نیولو کې پاتې راغلی.

یاد کنفرانس کې د مودي حکومت له امنیتي پلوه ناکام ښودل شوی او ویل شوي، چې په دې دوره کې امنیتي پرمختګ نه دی شوی.

دغه کنفرانس د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو د برید په اړه جوړ شوی و.

د سوریې او لبنان ترمنځ تاوتریخوالی؛د هاوان او ډرون بریدونو له امله اته کسان ټپیان شوي دي

0

د سوریې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د حزب‌الله جنګیالیو له لبنانه د حمص ولایت قصیر سیمې پر لور پنځه هاوان مرمۍ توغولي، چې د سوریې ځواکونو له خوا ځواب ورکړل شو.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې د لبنان د پوځ د غوښتنې له مخې، د سوریې د توپخانې ځواکونه هغو ځایونو ته چې له هغوی څخه مرمۍ توغول شوې وې، بریدونه یې درولي دي.

د سوریې دفاع وزارت ټینګار کړی، چې د هغو ډلو د فعالیتونو څارنه چې د قصیر پر لور یې مرمۍ توغولې، د لبنان د پوځ مسؤلیت دی او له همدې امله د سوریې توپخانه بنده شوې ده.

په ورته وخت کې د لبنان ملي خبري آژانس خبر ورکړی، چې د سوریې له پولې سره نږدې د «حوش السید علی» په سیمه کې یوه کرنیزه ځمکه باندې د یوه ډرون برید کې اته سوریایي کډوال ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د لبنان سره صلیب دا ټپیان روغتون ته لېږدولي دي.

سرګي شویګو:د هېواد ګټې مو له افغانستان او منځني ختیځ نیولې ان امریکا سره تر اړیکو پورې غځیږي

د روسیې د ملي امنیت سلاکار سرګي شویګو وایي، د هېواد ملي ګټې مو د افغانستان له ستونزو نېولې د منځني ختیځ، بیا تر افریقایي هېوادونو او امریکا سره تر اړیکو پورې عځېدلې دي.

نوموړي دا څرګندونې د روسیې ټاس خبري اژانش ته کړې دي.

شویګو ویلي، هېواد به یې د یوې نړیوالې امنیتي غونډې کوربه توب هم وکړي چې ۱۵۰ هېوادونو استازي به پکې برخه ولري.

ماریا زاخارووا:د ایران د اټومي پروګرام پر سر باید نظامي اقدام ونه شي

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې هېواد یې هڅه کوي د ایران د اټومي پروګرام پر سر د وضعیت له جدي خرابوالي څخه مخنیوی وکړي.

هغې ټینګار کړی چې دا موضوع باید د زور له لارې حل نه شي او ټولو هېوادونو ته یې د نظامي اقدام پر ضد خبرداری ورکړی.

زاخارووا ویلي چې ستونزې باید د متقابل تفاهم او مشروع حقوقو ته د درناوي له لارې حل شي، نه د جګړې له لارې، ځکه چې دا ډول اقدام به د سیمې ثبات ته جدي زیان ورسوي.

نیویارک ټایمز:ښایي هند پر پاکستان برید وکړي

0

نیویارک ټایمز وایي، راپور ورکړی، چې ښایي هند پر پاکستان برید وکړي.

نیویارک ټایمز بیا د پاکستاني پوځ د مشرانو له قوله ویلي، چې د پاکستان پوځ هم د تیارسۍ په حال کې دی.

د یادونې ده چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، چې د کشمیر برید عاملین به په درنې سزا ورسوي.

سارا ادم:د القاعده اوسنی مشر نړۍ ته یو بل سردرد جوړېدی شي

د سي ای اې پخوانۍ ماموره سارا ادم وایي، د القاعده اوسنی مشر حمزه بن لادن به نړۍ ته یو بل سر درد شي.

هغې د ملامحمد عمر د دولسم تلین په مناسبت لیکلي، چې عمر د حمزه د خسر په نوم مشهور دی او دی هم د خپل پلار او خسر په څېر پټېدو کې مهارت لري.

نوموړې حمزه بن لادن د درېیم نسل جهادي بللی دی.

پر کیف د روسیې برید ته د ټرمپ توند غبرګون؛«ولادیمیر بس کړه!»

0

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د روسیې له خوا د اوکراین پر پلازمېنه کیف وروستیو بریدونو ته توند غبرګون وښود.

هغه په خپله ټولنیزه شبکه “تروت‌سوشال” کې لیکلي چې دغه بریدونه غیر ضروري او په ناسم وخت کې ترسره شوي دي.

ټرمپ ویلي: «زه د روسیې له بریدونو څخه خوشحال نه یم. دا بریدونه غیر ضروري او په ډېر بد وخت کې ترسره شول. ولادیمیر، بس کړه! هره اوونۍ ۵ زره سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکوي. راځئ چې د سولې تړون ته وروستۍ بڼه ورکړو!»

هغه د جګړې د دوام او انساني تلفاتو پر وړاندې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.