یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 550

د ایران؛په عباس بندر کې څلور پرلپسې چاودنې رامنځته شوي

0

د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري آژانس د ایران په جنوب کې د بندر عباس د پېښې په اړه راپور ورکړی چې د بندر رجايي د سون توکو یوه زېرمتون کې د نامعلوم لامل له امله څلور چاودنې شوې دي.

د دغه آژانس په وینا، د پېښې وروسته د چټک غبرګون ډلې سمدلاسه سیمې ته استول شوې دي.

اوس مهال د بندر فعالیتونه درول شوي، څو وضعیت ژر تر ژره د امنیتي او ژغورنې ځواکونو تر کنټرول لاندې راشي.

شهباز شریف:د ترهګرۍ د فعالیتونو په صورت کې له کابل سره سوله‌ییزې اړیکې ناشونې دي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خیبر پښتونخوا په کاکل سیمه کې د یوې پوځي ناستې پر مهال ویلي، چې پاکستان هڅه کوي له افغانستان سره ښې او پایداره اړیکې وساتي.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت مشرتابه ته واضح پیغام استول شوی دی او ویل شوي چې اسلام‌آباد د سولې پر بنسټ د اړیکو غوښتونکی دی.

هغه ویلي، چې د دوستانه اړیکو هدف تر هغه نه شي ترلاسه کېدای، څو چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.

د طالبانو حکومت چارواکو هم تر دې وړاندې ویلي، چې غواړي له پاکستان سره ښې اړیکې ولري او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

بشرا ګوهر خواجه اصف ته:«ځواب راکه چې اسامه بن لادن چا پاکستان ته راوست او چا پناه ورکړه؟»

0

د ښځو د حقونو فعالې او د پاکستان استازو جرګې پخوانۍ غړې بشرا ګوهر د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په وروستیو څرګندونو تونده نیوکه کړې.

نوموړې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د اسامه بن لادن د حضور مسول وباله او ویلي یې دي، چې دفاع وزیر باید په دې اړه سپیناوی ورکړي، چې نوموړی چا دلته راوست او ولې پناه ورکړل شوه.

هغې دغه راز زیاته کړې، چې په سیمه کې د امریکا د ترهګرو قراردادونه چا لاسلیک کړل او ایا اوس به دولت د حقیقت موندلو لپاره یو کمېسیون جوړ کړي که نه؟

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ خواجه اصف ویلي وو چې دېرش کاله یې د امریکا او غرب لپاره د ترهګرو ملاتړ وکړ.

د امریکا د عدلیې وزارت:د طالبانو پخواني قومندان حاجي نجیب الله پر خپل جرم اعتراف وکړ

د امریکا عدلیې وزارت ویلي، چې د امریکا حکومت له لوري نیول شوي پخواني طالب قومندان حاجي نجیب الله پر خپلو جرمونو اعتراف کړی.

هغه، په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ میلادي کالونو کې امریکايي ورځپاڼې د خبریال او د دوه افغانو وګړو په تښتولو تورن وو.

یاد وزارت ویلي، چې نوموړي په افغانستان کې امریکايي پوځیان هم په نښه کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هغه پر خپل جرم اعتراف کړی او اوس به د خپل جرم سزا وویني.

رحمت الله نبیل خواجه اصف ته:د ترهګرۍ کوم زنځیر چې اوس په غاړه لرې؛ همدا ستا لپاره یو وخت مډال وو

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونو ته په ځواب کې لیکلي، چې د ترهګرۍ مډال دې یو وخت د ویاړ په توګه غاړه کې اچوو.

خواجه اصف لیکلي، چې اسامه بن لادن د روس او امریکا ترمنځ د جګړې لپاره پاکستان ته راوړل شوی وو او وروسته، چې معلومه شوه؛ نو پاکستان په سپین ډګر پرېښودل شو او اوس د ترهګرۍ قرباني دی.

تر دغه ټویټ لاندې ورته نبیل لیکلي، چې«ګران خواجه اصف نه قدرتونو ګټه درلوده، او نه د خدای فضل پاتې شو؛ اوس ستا په غاړه کې د ترهګرۍ هماغه زنځیر پاتې دی، کوم چې تا به یو وخت د مډال په توګه په غاړه کې اچولی وو.!»

د یادونې ده، چې اصف تېره ورځ هم ویلي و، چې درې لیسیزې یې د امریکا په خوښه ناپاک کارونه وکړل.

شفقت علي:کابل له اسلام اباد سره د یو ښه دوست په توګه پخوانۍ اړیکې لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي وايي، کابل له اسلام اباد سره پخوانۍ اړیکې لري او د یو ښه دوست په توګه غواړي، چې د دواړو لوریو اړیکې بهترې وي.

هغه ویلي، کابل ته د اسحق ډار د سفر پر مهال د یاد هېواد له بهرنیو چارو وزارت سره په بېلابېلو برخو کې هوکړې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، د کډوالو ستونزو ته له رسېدنې، بیا د سیاسي او سوداګریزو اړیکو تر پراختیا پورې؛ ټول مسائل په دغه سفر کې بحث شوي دي.

ټرمپ او مېرمن یې؛د پاپ فرانسيس د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایټالیا ته رسېدلي

0

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپلې مېرمنې ميلانيا ټرمپ سره يو ځای د پاپ فرانسيس د جنازې د مراسمو د ګډون لپاره د ایټالیا پلازمېنې روم ته رسېدلی دی.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، لسګونه نړیوال مشران به په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زلنسکي، د بريتانيا لومړی وزير کيير ستارمر او د فرانسې ولسمشر ايمانوئل ماکرون د هغو مهمو مشرانو له ډلې دي چې د ګډون لپاره روم ته روان شوي دي.

پاپ فرانسيس، چې د نړۍ د کاتوليکانو معنوي مشر و، د ثور پر لومړۍ نېټه، د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو.

له بلې خوا، راپورونه ښيي چې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين به په دغو مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د پاپ فرانسيس جسد د چهارشنبې له ورځې راهیسې د درې ورځو لپاره د واتیکان په سنت پیتر کلیسا کې د خلکو د ليدو لپاره ايښودل شوی دی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر:اوسنۍ سوریه د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه ده

0

د سوريې د انتقالي حکومت د بهرنيو چارو وزير اسعد حسن الشیباني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په خپل لومړي ګډون کې ځان د سوريې نوی استازی معرفي کړ.

الشيباني ټينګار کړی چې د بشار اسد د رژيم کړنو د سیمې بې‌ثباتۍ ته لاره هواره کړې وه او اوسنۍ سوریه د هېڅ هېواد، حتی د اسراییلو لپاره هم ګواښ نه دی.

نوموړي همداراز ویلي، چې د شيميایي وسلو د مخنيوي له سازمان سره د نوې سوريې همکاري مثبته ده.

د یادونې ده چې له دې وینا وړاندې، د احمد الشرع حکومت نوی ملي بيرغ هم د ملګرو ملتونو په مقر (نيويارک) کې ورپول شو.

د طالبانو حکومت:د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو ترهګریز برید غندو

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي د هند تر واک لاندې د کشمير په پهلګام سيمه کې وروستی وسله‌وال بريد چې له امله يې ۲۶ ملکي وګړي ووژل شول، غندلی.

بلخي ویلي، چې دا ډول بريدونه کولای شي د سيمې ثبات او امنيت له خطر سره مخ کړي.

نوموړي لیکلي: «د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د پهلګام په سيمه کې پر سيلانيانو وروستی بريد په کلکه غندي.»

د طالبانو حکومت داسې مهال دا څرکندونې کوي، چې تر دې وړاندې دوی پخپله د ورته بريدونو مسؤلين پاتې شوي دي.

هندي رسنۍ:کشمير کې د دوو شکمنو کسانو کورونه د چاودېدونکو موادو په وسیله ویجاړ شول

0

هندي رسنيو راپور ورکړی چې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر پت پلوامه او اننتناګ سیمو کې د دوو شکمنو کسانو کورونه د چاودېدونکو موادو په وسیله ويجاړ شوي دي.

دا کسان، چې نومونه یې عادل تاکر او آصف شيخ یاد شوي، په دې تورن دي چې د لشکر طيبه وسله‌والې ډلې غړي دي او په دې وروستيو کې د پهلګام په سيلانيزه سيمه کې د خونړي بريد سره تړاو لري.

که څه هم د هند حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دغې پېښې په اړه څه نه‌دي ويلي؛ خو هندي رسنيو راپور ورکړی چې «د لشکر طيبه د هغو دوو ترهګرو کورونه چې د پهلګام بريد کې شکمن بلل کېږي، په پلوامه او اننتناګ کې ويجاړ کړل شول.»

دغه اقدامات داسې مهال ترسره کېږي چې د اپرېل په ۲۲مه د پهلګام په سيمه کې يو خونړی بريد وشو، چې له امله يې ۲۶ تنه هندي وګړي، ووژل شول.