دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 549

معصوم ستانکزی:افغانان د ناسمو کورنیو او بهرنیو سیاستونو قربانیان دي

د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي پخواني مشر معصوم ستانکزي د پوځ د پخواني پیلوټ محمد امیر توسولي د ځان‌وژنې په غبرګون کې ویلي، چې افغانان د کورنیو او بهرنیو ناسمو سیاستونو قرباني شوي دي.

ښاغلي ستانکزي پر اېکس لیکلي، چې د محمد امیر توسولي دردناکه مړینه یوه تراژیدي ده، چې پر افغان ولس تپل شوې ده، او دا درد د ټولو ګډ دی.

محمد امیر توسولي، چې د تېر حکومت د هوايي ځواک پیلوټ و، د ایران په مشهد کې له دې وروسته ځان وژنه وکړه، چې د استوګنې د قانوني اسنادو د نشت له امله د اېستلو پاڼه ورکړل شوه.

پخواني نظامیان وایي، چې د ایران له خوا د استوګنې جوازونو تمدید ستونزمن دی، او دا مهال په زرګونه پخواني افغان سرتېري د شړلو له خطر سره مخ دي.

ندا محمد ندیم:اړتیا ده ځوانان تخصصي او دیني زده کړو ته وهڅول شي

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د بلخ پوهنتون استادانو ته په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې باید ټولنې ته ژمن، متخصص، دین‌داره او د اسلامي اخلاقو لرونکي کادرونه وروزل شي.

هغه پر ځوانانو هم غږ کړی، چې له اوسني فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي او خپل راتلونکی جوړ کړي.

همداراز، د طالبانو حکومت لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې ندیم د افغانستان شمال ولایتونو ته د سفر پر مهال د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ځینې پروژې هم پرانیستلې، که څه هم د دغو پروژو مشخص جزئیات نه دي ورکړل شوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې زرګونه مسلکي کسان له دندو لرې کړي او د پوهنتونونو نصاب کې پراخ بدلونونه راوستي، په ځانګړي ډول یې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي، چې پراخې کورنۍ او نړیوالې اندېښنې یې راپارولې دي.

حلیم فدایي: حامد کرزی د ملي اجماع د رامنځته کېدو په برخه کې ډېره مرسته کولای شي

افغان سیاستوال محمد حلیم فدایي په افغانستان کې د روانې کشالې د پای لپاره له پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتې چې د ملي اجماع لپاره لاس په کار شي.

ښاغلي فدایي په خپل ایکس پاڼې لیکلي:” کرزي په سیاسي ثبات کې او ولسمشر غني په اقتصادي او حکومتداري ثبات کې ډېر څه کولای شو، ښه به وای چې همکاري یې کړای وای”

حلیم فدايي لیکلي چې ښاغلی کرزی کولای شي اوس هم د سیاسي ثبات په رامنځته کیدو کې مرسته وکړي او ملي اجماع رامنځته کړي.

خو بل لورې د وروستي جمهوري نظام د عالي شوراګانو د چارو د انسجام رئیس شاه پور ژمن د ښاغلي فدايي دې وړاندیز ته په غبرګون کې په پخواني ولسمشر حامد کرزي نیوکه کړې او لیکلي:” له سیاسي ثُباته که تعریف دا وي چې دولتي واک او منابعې دې د څو تنظیمي جهادي ډلو ترمېنځ لیلام شي؛ بیا رېښتیا محترم کرزي دغه هُنر لاره.”

پدې وروستیو کې ګڼو سیاستوالو، فعالانو او د میرمنو استازو په پخواني ولسمشر حامد کرزي غږ کړی چې له خپل نفوذ څخه په استفادې په طالبانو فشار راوړي.

د هند او پاکستان کړکیچ؛ یو د بل پر وړاندې یې هوایي محدودیتونه یوه میاشت نور هم وځنډول

د هند او پاکستان ترمنځ له کړکیچ وروسته دواړو هیوادونو د یو بل پر وړاندې د هوایي الوتنو محدویتونه یوه میاشت نور هم وغځول.
دا پرېکړه داسې حال کې نیول کیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي حالت لاهم کړکیچن دی.

تمه وه چې دغه بندیزونه د غبرګولي تر دریمې نیټې دوام وکړي.

دواړو هیوادونو د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې په سیلانیانو تر برید وروسته یو د بل پر وړاندې هوایي حریم وتړل او د هیڅ هیواد الوتکې نشي کولای یو د بل حریم ته ننوځي.

رسول سیاف:د کبرجنو غاړې ماتې، د ظالمانو کونډې ناستې او له بخیلانو هرڅه پاتې شول

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف ویلي، چې د کبرجنو غاړې ماتې شوې، له بخیلانو هرڅه پاتي او د ظالمانو کونډې ناستې دي.

سیاف له اوږدې مودې راهیسې دا ډول کنایوي خبرې کوې او دلته یې هم ویلي، چې طالبانو د واک له نیولو وروسته نه یوازې دا، چې کبر را اخیستی، بلکې ظلم هم کوي او بخل هم.

سره له دې، چې تېره ورځ هم د ترک هېوادونو ناسته کې له طالبانو د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه شوې؛ خو دوی بیا دا مسئله کورنۍ بللې او په واک کې هیچاته ځای نه ورکوي.

صدیق الله اتل؛د لومړي ځل لپاره د هند په غوره لیګ سیالیو کې لوبه کوي

افغان لوبغاړي صدیق اتل ته په لومړي ځل د هند په سوداګریزو سیالیو کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی.

هغه نن د ډيلی کپیټلز لپاره د پنجاب خلاف لوبیږي.

که څه هم د هغه اړوند ډیلي لوبډله له مخکې تګ پاتې شوې؛ خو اتل به په کې د لومړي ځل لپاره ولوبیږي.

د یادونې ده، چې له پنجاب سره بیا عظمت الله عمرزی لوبیږي.

پر کییف د روسیې پراخ بریدونه؛اوکرایني چارواکي وايي، دغو بریدونو کې له سلګونه ډرون الوتکو او بالیسیتک توغندیو کار اخیستل شوی

روسیې د جمعې په شپه پر کی‌یف پراخ هوايي بریدونه کړي دي.

د اوکراین د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، روسیې په دې برید کې ۲۵۰ ډرونونه او ۱۴ بالستیک توغندي توغولي، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د پراخو اورونو سبب شوي دي.

دوی زیاتوي چې ۲۴۵ ډرونونه او شپږ توغندي یې شنډ کړي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په دغه بریدونو کې پنځلس تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا شپه د اوکراین لپاره یوه سخته شپه بللې او له نړیوالې ټولنې یې د نوو بندیزونو غوښتنه کړې.

اذربایجاني رسنۍ:پاکستان کې د داعش په تور څلور اذربایجاني وګړي نیول شوي

اذربایجاني رسنیو د دغه هېواد د امنیتي مسوولینو له قوله راپور ورکړی، چې له داعش سره د اړیکو په تور څلور اذربایجاني وګړي په پاکستان کې نیول شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد کسان بېرته دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

دا کسان د افغانستان لپاره د داعش له څانګې سره د یوځای کېدو لپاره پاکستان ته تللي وو او هلته د دواړو هېوادونو د پولو ترمنځ غرنیو سیمو کې اوسېدل.

اذربایجاني رسنۍ:پاکستان کې د داعش په تور څلور اذربایجاني وګړي نیول شوي

اذربایجاني رسنیو د دغه هېواد د امنیتي مسوولینو له قوله راپور ورکړی، چې له داعش سره د اړیکو په تور څلور اذربایجاني وګړي په پاکستان کې نیول شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد کسان بېرته دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

دا کسان د افغانستان لپاره د داعش له څانګې سره د یوځای کېدو لپاره پاکستان ته تللي وو او هلته د دواړو هېوادونو د پولو ترمنځ غرنیو سیمو کې اوسېدل.

هرات؛یو افغان سوداګر پکې د ماشومانو لپاره ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

‏باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې افغان سوداګر عبدالظاهر بشیر غواړي په هرات ښار کې د ماشومانو لپاره ۴۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي.

دا روغتون به د پنځه میلیون ډالرو په لګښت، په ۲۰ زره متره مربع ځمکه کې، په اته پوړو کې جوړ شي.

د روغتون مهمې برخې به د زړه ناروغیو درملنه، مجهز لابراتوار، د وینې بانک، د سلا مشورو مرکز او ځانګړو پاملرنو ته بېلې شوې وي.

د دې روغتون بنسټ د جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه کېښودل شو.