یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 546

عباس عراقچي نتنیاهو ته:ايران هر ډول بريد ته سمدستي غبرګون ښودلی شي

0

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هغه څرګندونو ته چې ویلي د ايران ټول اټومي تاسيسات دې له منځه يوړل شي، د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي غبرګون ښودلی.

عباس عراقچي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، که هر ډول بريد وشي، سمدستي ورته ورته ځواب ورکول کېږي.

هغه زياته کړې چې ايران د خپلو دفاعي وړتياوو په برخه کې بشپړ ډاډ لري او د بهرنیو دښمنانو هڅې به شنډې کړي.

اسماعیل بقایي:د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو خبرې به راتلونکې شنبه پیل شي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ څلورم پړاو خبرې به د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا د ځانګړي استازي ترمنځ پیل شي.

ټاکل شوې چې دا خبرې راتلونکې شنبې ورځ پیل شي.

تر دې وړاندې عمان ویلي وو، چې د دواړو لوریو ترمنځ به د لوړې کچې یوه غونډه هم ترسره شي.

اسماعیل بقايي ویلي، چې له دغو خبرو څخه د اروپايي هېوادونو لرې کېدل د هغوی خپل انتخاب وو.

رویټرز:د هند حکومت د کشمېر پېښې په تور دوه پاکستانيان نیولي

0

د هند حکومت په کشمیر کې د وروستۍ پېښې په تور دوه پاکستاني وګړي نیولي دي.

رویټرز خبري اژانس د هندي چارواکو له قوله لیکلي، چې درې شکمن وسله وال یې نیولي، چې دوه پکې پاکستاني وګړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هند ویلي، چې د دغو بې دلیله ډزو ځواب به پرېنږدي.

اوس مهال په کشمېر کې هند د پلټنې پراخ عملیات پیل کړي دي.

نتنياهو:د ايران اټومي پروګرام بايد له منځه يوړل شي

0

د امريکا او ايران ترمنځ د روانو خبرو په لړ کې، د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي چې د ايران ټول اټومي تاسيسات بايد له منځه يوړل شي.

د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې، نتنياهو يو ځل بيا ټينګار کړی چې د ايران اټومي پروګرام بايد بشپړ ودرول شي، په داسې حال کې چې واشنګټن او تهران د يوې نوې اټومي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره خبرو ته دوام ورکوي.

ويل شوي چې تر دې دمه د امريکا او ايران ترمنځ د عمان په منځګړيتوب درې پړاوه غيرمستقيمې خبرې ترسره شوي دي، خو لا هم دواړه لوري نهايي توافق ته نه دي رسېدلي.

نتنياهو پر ايران د فشار راوړلو غوښتنه کړې او ټينګار کړی چې اسرائيل به هېڅکله ايران ته اجازه ورنه کړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

نیویارک ټایمز:هند پر پاکستان د نظامي برید لپاره چمتووالی نیسي

0

نیویارک ټایمز خبر ورکړی، چې هند پر پاکستان د نظامي برید لپاره پر چمتووالي بوخت دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هند په کشمېر کې د وروستۍ پېښې په اړه سلګونه کسان نیولي دي.

راپور کې د یو شمېر سرچینو له قوله ویل شوي، چې هندي چارواکو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره جلسه کې د پاکستان له ملاتړه د هغو برخمنو ډلو په اړه تشریحات ورکړي، چې هند په نښه کوي.

ډونالډ ټرمپ:له روسیې مایوسه شوی یم

0

د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پر روسيې نيوکه کړې او ویلي چې له روسيې مايوسه شوی دی.

هغه ویلي، چې له ولاديمير پوتين غواړي جګړه بنده کړي او سولې ته ورسېږي.

د زيلنسکي د دريځ په اړه، ټرمپ ويلي: «زه فکر کوم چې زيلنسکي به تيار وي چې د کريميا له ټاپو وزرې څخه د روسيې په ګټه تېر شي.»

نوموړي دغه راز ويلي چې د ايران په اړه خبرې ډېرې ښې روانې دي او تمه لري چې ډېر ژر به له تهران سره يو توافق ته ورسېږي، پرته له دې چې د پوځي بريد اړتيا پېښه شي.

هغه زياته کړې چې هڅه کوي د ايران او د نړۍ د نورو ستونزو حل ته لاره هواره کړي، هغه ستونزې چې د هغه په وينا، څلور کاله وړاندې نه وې.

جيک ساليوان:د ټرمپ حکومت ښايي له ايران سره د اټومي تړون موافقې ته ورسېږي

0

د امريکا د ملي امنيت پخواني سلاکار، جيک ساليوان، ويلي چې باور لري د ټرمپ اداره به له ايران سره داسې يو اټومي توافق ته ورسېږي چې له برجام سره، چې ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې ترې ووت، ډېر توپير به ونه لري.

ساليوان له ای‌بي‌سي نیوز شبکې سره په خبرو کې وويل: «زما په اند دا احتمال شته چې دوی يوې موافقې ته ورسېږي.»

نوموړي زياته کړې چې دا نوې موافقه به د پخواني ولسمشر بارک اوباما د دورې له توافق سره، په اساسي برخو کې ډېر توپير ونه لري، خو دا موافقه ټرمپ وروسته لغوه کړه.

په همدې حال کې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ويلي چې له ايران سره خبرې ډېرې ښې روانې دي او داسې ښکاري چې توافق به وشي، پرته له دې چې د بمبارۍ اړتيا پېښه شي.

ایراني رسنۍ:د ایران او افغانستان ترمنځ د بنديانو تبادله وشوه

د بنديانو د لېږد د پروسې په دوام، نږدې ۲۰۰ تنه افغان بنديان چې په ايران کې زندانيان وو، د طالبانو حکومت ته وسپارل شول.

همداراز، دوه تنه ايراني بنديان د افغانستان له لوري د ايران حکومت ته سپارل شوي.

دواړو خواوو دا تبادله تېره ورځ د ميلک له سرحدي لارې ترسره کړه.

راپورونه ښيي چې ۱۹۹ تنه افغانان چې په تېرو وختونو کې د تهران، سيستان، بلوچستان، او اصفهان په زندانونو کې ساتل کېدل، د ميلک په پوله طالب چارواکو ته سپارل شوي دي.

دغې تبادلې ته د دواړو هېوادونو چارواکو هرکلی کړی او دا يې د لا ډېرې همکارۍ نښه بللې ده.

په تهران او بندر عباس کې پراخې اورلګېدنې؛ایراني چارواکي د علت معلومولو هڅې کوي

0

د ايران د کورنيو خبري آژانسونو د راپورونو له مخې، نن سهار د تهران د جنوب ترمينل ته نېږدې يوه پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

تر دې دمه د پېښې د مالي زيانونو او تلفاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

د اورلګېدنې د علت معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

له بلې خوا، د بندر عباس په رجايي بندر کې هم د اورلګېدنې پېښه دوام لري.

که څه هم له چاودنې دوه ورځې تېريږي؛ خو صداوسيما راپور ورکړی چې اور لا هم په درېيو بېلابېلو سيمو کې بل دی او د اور وژنې هڅې دوام لري.

امرالله صالح:پاکستان له یوې خوا د ترهګرۍ ملاتړ کوي، خو له بلې خوا یې غندنه کوي

د وروستي جمهوري حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ په ډېر سیستماتیک ډول کوي.

ښاغلي صالح په خپله ایکس پاڼه لیکلي، کله چې په جمهوري حکومت کې د نوموړي په دفتر برید وشو پاکستان په بیړني ډول دا برید وغانده؛ په داسې حال کې چې یاد برید په کوهاټ کې پلان او د ای ایس ای په ملاتړ ترسره شوی وو.