سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 529

اسماعیل بقایي:د امریکا له لوري له ایران سره د مذاکراتو د ځای بدلون د بد نیت نښه ده

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو ځای له مسقط څخه روم ته احتمالي بدلون به د “نه‌جدي‌توب او بد نیت” نښه وګڼل شي.

نوموړي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «په فوټبال کې د ګول دروازې بدلول یوه مسلکي تېروتنه ده.او په دیپلوماتیکو خبرو کې ورته بدلونونه چې اکثر د افراطي کړیو تر فشار لاندې کېږي کولای شي چې هر ډول پرمختګ له خنډ سره مخ کړي.»

بقایي ټینګار کړی چې ایران لا هم د مذاکراتو په “ازمایښتي پړاو” کې دی او د دا ډول بدلونونو دوام به د خبرو اترو پایلو ته زیان ورسوي.

مسعود پزشکیان:د ایران داخلي چارې د مذاکراتو له پروسې سره نه دي تړلې

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د هېواد چارې په عادي ډول پرمخ روانې دي او د امریکا سره د روانو خبرو اترو له امله یې چارې نه دي اغېزمنې شوې.

پزشکیان د ایران د مشر علي خامنه‌اي د وروستیو څرګندونو یادونه وکړه او ویې ویل چې د مذاکراتو بهیر عادي دی او هېواد خپل طبیعي مسیر تعقیبوي.

هغه زیاته کړې، که یو توافق وشي، موږ به یې هرکلی وکړو؛ خو د هېواد د چارو پر روان بهیر اغېزه نه لري.

پزشکیان زیاته کړې، چې د علي خامنه‌اي له خوا ټینګار شوي موارد به جدي وڅېړل شي او د پلي کېدو لپاره به عملي اقدامات وشي.

علي خامنه‌اي د امریکا سره د خبرو د لومړۍ مرحلې په اړه ویلي وو: «نه باید له حده زیاته خوشبینه و اوسو، او نه هم له حده زیاته بدبینه.»

طالبان:یو شمیر کسانو ته به سبا ترینکوټ ښار کې تعزیري سزا ورکول کیږي

د ارزګان د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، یو شمېر کسان چې په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل پېژندل شوي، سبا پنجشنبه به د ترینکوټ ښار په ورزشي لوبغالي کې ورته تعزیري سزا ورکول شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دا ۱۵ کسان د عدلي او قضايي ارګانونو له‌خوا مجرم پېژندل شوي او سزا یې وروستۍ شوې ده.

دغه ریاست له خلکو غوښتنه کړې چې د دغو مراسمو د نندارې لپاره دې ورشي.

عباس عراقچي:د خامنه‌اي ځانګړی پیغام به پوتین ته وسپارم

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د خپل راتلونکي سفر پر مهال به د ایران د مشر، آیت‌الله علي خامنه‌اي ځانګړی پیغام د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وسپاري.

نوموړي د دغه پیغام د محتوا په اړه څه نه دي ویلي.

عراقچي ویلي، که له امریکا سره مذاکرات د متقابل درناوي او برابر دریځ پر بنسټ وي؛ نو پرمختګ ممکن دی؛ خو د فشار له لارې به نتیجه ورنه کړي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې ایران د یورانیمو د غني‌سازۍ د بندېدو چمتووالی نه لري؛ خو د باور رامنځته کولو لپاره د ځینو اندېښنو رفع کول امکان لري.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو ته تیاری نیول کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوناما ته:پر شرعي احکامو نیوکه کول مو نامسوولانه او د یوناما د ماموریت خلاف عمل دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) هغې نیوکې ته غبرګون ښودلی چې د قصاص د سزا په اړه یې کړې وه او ویلي وه چې دغه شرعي حکم د ژوند د حق پر ضد عمل دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې پر شرعي احکامو نیوکه کول نامسوولانه، د یوناما د ماموریت خلاف او د زغم وړ نه ده.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د قصاص پریکړه د درېیو محاکمو له هر اړخیزو څېړنو وروسته کیږي او مجرم ته د دفاع حق هم ورکول کېږي.

دغې وزارت یوناما ته سپارښتنه کړې چې باید خپل ماموریت ته ژمن پاتې شي او د افغانستان د ارزښتونو او شرعي قوانینو درناوی وکړي.

د جمعي امنیت تړون سازمان:د افغانستان د روان وضعیت په اړه ژورې اندېښنې لرو

د جمعي امنیت تړون سازمان (CSTO) ویاندې ناتالیا خاریتونوا، ویلي چې د دې سازمان غړي هېوادونه د افغانستان د روان وضعیت او له منځنۍ آسیا سره پر پوله د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي په اړه ژورې اندېښنې لري.

نوموړې له روسي ورځپاڼې “ایزوستیا” سره په یوه مرکه کې ویلي چې د افغانستان شمالي ولایتونه چې د منځنۍ آسیا امنیتي کمربند ته نږدې دي، له جدي ګواښونو سره مخ دي.

نوموړې زیاته کړې چې د دې ګواښونو پر وړاندې، د سازمان غړي د سیمه‌ییزې همغږۍ د پراخېدو غوښتونکي دي، څو د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې اغېزناکه مبارزه وشي.

خاریتونوا ویلي، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولو پیاوړتیا، د سیمې د امنیت لپاره یو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ذبیح الله مجاهد:کابل کې نن د افغانستان او پاکستان د ګډې همغږۍ کمېټې غونډه جوړیږي

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې همغږۍ کمېټې غونډه نن (چهارشنبه، ۲۷ حمل) په کابل کې جوړیږي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې په دې ناسته کې به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د حل لارې او د دواړو هیوادونو د سرحدي سیمو د اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه بحث وشي.

د نوموړي په وینا، د پاکستاني پلاوي مشري به د دغه هېواد د افغانستان لپاره ځانګړی استازی، محمد صادق خان، او د افغان پلاوي مشري به د ملي دفاع وزارت مرستیال، عبدالقیوم ذاکر، پر غاړه ولري.

اسراییلي رسنۍ:امریکايي پوځ پنځه ترانسپورتي الوتکې اسراییلو ته ولېږلې

0

د اسراییلي پوځ راډیو خبریال راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکایي پوځ پنځه ترانسپورتي الوتکې د اسراییلو په نواتیم هوايي اډه کې ښکته شوې دي.

د اسراییلي سرچینو د راپور له مخې، دغه الوتکې درنې وسلې او مهمات لېږدوي، چې موخه یې د غزې جګړې د احتمالي پراخېدو لپاره چمتووالی او همداراز پر ایران د احتمالي برید لپاره د اسراییلو ملاتړ ښيي.

امریکا، چې د اسراییلو نږدې متحد بلل کېږي، له څو اوونیو راهیسې د منځني ختیځ وضعیت ته جدي پام اړولی او له خپلو پوځي اډو څخه یې د تجهیزاتو او ځواک انتقال زیات کړی دی.

دا پرمختګونه په داسې حال کې کېږي چې د غزې جګړه لا هم روانه ده، او سیمه‌ییزې اندېښنې د یوه پراخېدوونکي جګړې له امله زیاتې شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر:پاکستان له هغې ترهګریزې شبکې سره ښکېل شو، چې خپله یې رامنځته کړې وه

0

د هند د بهرنیو چارو وزیر، سوبرامانیام جېشنکر، پاکستان د افغانستان په اړه په دوه‌مخۍ تورن کړی او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد هم‌مهاله د طالبانو او د هغوی د مخالفینو ملاتړ کاوه.

جېشنکر وايي، دا ډول سیاست نه یوازې د سیمې بې‌ثباتۍ ته لاره هواره کړه، بلکې بالاخره د ترهګرۍ د بېرته راګرځېدو لامل هم شو.

هغه ویلي:« پاکستان له هماغې ترهګریزې شبکې سره ښکېل شو، چې خپله یې رامنځته کړې وه. هغوی د طالبانو تر څنګ د هغوی له مخالفینو سره هم لاس یو کړی و، خو د امریکا له وتلو وروسته دا لوبه نوره دوام نه‌شو کولی.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر پاکستان د ترهګرۍ د صنعت معمار بللی او زیاته کړې چې پاکستان هڅه کوله څو له مختلفو ائتلافونو ګټه پورته کړي؛ خو همدا تګلاره د دې لامل شوه چې ترهګري بېرته د پاکستان خاورې ته راوګرځي.

هغه ویلي، چې هند بدلون موندلی؛ خو پاکستان لا هم د پخوانیو ناکامو سیاستونو دوام کوي او موږ نور باید خپل ارزښتناک وخت په پاکستان ضایع نه کړو.

نن سهار؛پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونه ۵.۶ درجې زلزلې لړزولي

نن سهار د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان یو شمېر برخې یوې زورورې زلزلې ولړزولې.

د امریکا د جیولوجي ادارې د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې و؛ خو د اروپا او مدیترانې د زلزلو مرکز دا شدت ۶.۴ ریښتر اعلان کړی او ویلي یې دي چې زلزله د ځمکې د ۱۲۱ کیلومترو په ژوروالي کې رامنځته شوې ده.

که څه هم د زلزلې دقیق مرکز لا تر اوسه نه دی معلوم شوی؛ خو راپورونه ښيي چې دا زلزله په کابل کې ډېره شدیده وه.

تر اوسه د پېښې د تلفات او مالي زیانونو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي، او د طالبانو حکومت هم تر دې دمه کوم څه نه نه دي ویلي.