شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 529

د هند او پاکستان نښته؛یو شمېر هندي هوايي شرکتونو خپلې الوتنې وځنډولې

د هند یو شمېر هوايي شرکتونو د فضايي حریم د سختو شرایطو له امله الوتنې د لنډې مودې لپاره لغوه کړې دي.

د هند اینديګو هوايي شرکت اعلان کړی چې، د سرینګر، جمو، امریڅر، له، چندیګړ او دهارمسالا ښارونو ته او له هغه ځایونو څخه پروازونه لغوه شوي دي.

په همدې حال کې بیا اسپایس‌جېټ او ایر ایندیا هوايي شرکتونو هم ویلي، د هند له یوې برخې بلې برخې ته پروازونه نشي کولای.

هندي شرکتونه دا اقدام د هند او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې تر پوځي جګړې وروسته کوي.

په ورته وخت کې د پاکستان د نړیوالو هوايي کرښو ویاند ویلي چې په هېواد کې د مسافر وړونکو الوتکو پروازونه ځنډول شوي دي.

مارکو روبیو؛ د هند او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو سره د روان کړکېچ په مخنیوي غږېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد وزیر مارکو روبیو د هند او پاکستان له ملي امنیتي سلاکارانو سره خبرې کړې دي.

نوموړي له دواړو هېوادونو غوښتنه کړې چې له یو بل سره اړیکې دوستانه وساتي او له هر ډول کړکېچ او تاوتریخوالي ډډه وکړي.

بل لورته ډونالد ټرمپ د هند له خوا پر پاکستان هوايي بریدونه د شرم‌وړ بللي دي.

هغه ویلي، چې د دا ډول خبرونو اورېدل ډېر د افسوس وړ دي.

امیرخان متقي؛راتلونکې اوونۍ ایران ته په رسمي سفر ځي

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به راتلونکی اوونۍ دغه هېواد ته سفر وکړي.

سرچینو د یاد سفر موخه، ایراني چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د کابل او تهران پر ګډو ګټو خبرې بللې دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې متقي څه موده وړاندې قطر ته هم په یو رسمي سفر تللی وو.

د متقي او ډار تازه خبرې؛دوه اړخیزې اړیکې او د متقي لخوا ډار ته کابل ته د تګ بلنه د بحث اصلي ټکي بلل شوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره ټیلفوني خبرې کړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لورویو پر دوو اړخیزو اړیکو او د سیمې پر سولې بحث کړی.

امیرخان متقي یو وار بیا اسحاق ډار ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کشمیر تر برید وروسته پاکستان غواړي د ځان لپاره سیمه کې دوستان زیات کړي.

سیف محمد الکتبي:کابل کې باید د عربي اماراتو سوداګرو او پانګه‌والو ته یو کنفرانس جوړ شي

د متحده عربي اماراتو راغلي ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي ویلي، چې کابل کې باید د یاد هېواد سوداګرو او پانګه‌والو ته یو کنفرانس جوړ شي.

سیف محمد الکتبي د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتنې کې ویلي، چې هېواد یې د اوسپنې پټلۍ او سړکونو برخه کې پانکونې ته لېواله دی.

بل لورته بیا ملا برادر ویلي، چې دوی له طبیعي سرچینو ډک هېواد لري او «اسلامي امارت» هڅه کوي چې په دې برخه کې پانګونه جذب کړي.

رویټرز:د کشمیر نیلم درې کې د جګړې له ویرې یو شمېر کورونه خرڅلاو ته وړاندې شوي

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د هند کشمېر کې تر برید وروسته؛ اوس نېلم درې کې کورونه او بېړۍ په اویا سلنه تخفیف خرڅلاو ته وړاندې شوي.

سرچینه زیاتوي، اوس مهال هلته د سیلانیانو ورتګ کم شوی او د ازاد کشمېر لوري ته د سیلانیانو یو مهم ځای تړل شوی.

سرچینې دغه راز رویټرز ته ویلي، چې د دغه سیمې اقتصادي حالات پر ګرځندوی ولاړ دی؛ خو تر برید وروسته هلته هر څه پیکه شوي.

بل لورته پاکستاني لوري هم کورنیو، د بېړیو او هوټلونو څښتنانو ته د احتیاط سپارښتنه کړې.

پروان جبل السراج؛یو پخواني نظامي د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنه کړې

پروان کې یو پخواني نظامي د بد اقتصادي وضعیت له کبله ځان وژنه کړې.

یو شمېر سرچینو ویلي، چې دا سړی جبل السراج ولسوالۍ د صفي‌خېل ګلبهار اوسېدونکی وو.

د معلوماتو له مخې، د نوید په نوم دغه پخوانی سرتېري د نظام له پاشل کېدو وروسته ایران او ترکیې ته هم تللی وو.

د یادونې ده، چې اوس مهال په افغانستان کې بند پخواني نظامي کسان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

کرزی پاکستان ته:زمونږ د اشخاصو نومونه پر توغندیو نه؛ بلکې په علمي او فرهنګي مرکزونو کېږدئ

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، پاکستان باید د وسلو پر ځای پر علمي او فرهنګي مراکزو د افغاني شخصیتونو نومونه کېږدي.

نوموړي ویلي، پاکستان یو وار بیا د ابدالي په نوم یو بالیستیک توغندی ازمایلی او له بده بخته، چې تر دې وړاندې یې هم د غزنوي او غوري په نومونو توغندي ازمایلي؛ خو افغان کډوالو سره بیا ناوړه چلند کوي.

د کرزي په خبره، افغانان له پاکستان څخه د ښه ګاونډیتوب پر بنیاد د محترمانه اړیکو غوښتونکي دي.

د یادونې ده، چې پاکستان د ابدالي په نوم بالیستک توغندي څو ورځې وړاندې ازمایلی وو.

عبداللطیف منصور د چین سفیر ته:ارزګان او پکتیا کې د برېښنا پروژو په تطبیق کې راسره مرسته وکړئ

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور د چین له سفیر سره د لیدنې پر مهال له بیجینګ څخه غوښتي، چې په ارزګان او پکتیا کې د برېښنا پروژو په تطبیق کې مرسته وکړي.

دواړو لوریو همداراز د کاپیسا د باغ‌درې برېښنا بند او د بامیان د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې په اړه خبرې کړې.

په دې لیدنه کې د چین سفیر ژاو شینګ ژمنه کړې چې دغه پروژې به ژر پیل شي او چین به خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

د بلخ د طالبانو ولایت مقام:بې‌سنده وسلې، زغروال او تور ښیښه‌لرونکي موټرونه دې ژر تر ژره تسلیم شي

د بلخ ولایت د طالبانو ولایت مقام په یوه اعلامیه کې له ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د طالبانو له غړو او مسوولینو غوښتي چې خپلې بې‌سنده وسلې، زغروال وسایط او تور ښیښه‌لرونکي موټرونه د دې ولایت د پولیسو قومندانۍ د ډایاک مدیریت ته تسلیم کړي.

اعلامیه کې ویل شوي چې دا اقدام د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د حکم پر اساس ترسره کېږي.

همداراز یادونه شوې چې هغه طالب غړي چې تصفیه‌یې تایید شوې، کولای شي وسلې د ثبت لپاره د ډایاک ادارې ته راوړي.

د طالبانو چارواکو خبرداری ورکړی چې هغه وسایط او وسلې چې ثبت نه وي، په تلاشۍ‌نقطو کې به کس درول کېږي او وسله به یې ضبط کېږي.

همداراز، په موټرونو کې د غیر ضروري انتنونو، نظامي نښو او علایمو نصب منع اعلان شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې وسله والې غلاوې او چریکي بریدونه زیات شوي دي.