دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 527

محمد اشرف غني:جمهوریت کې د تخریبي معلوماتو یوه پراخه شبکه فعاله وه، چې د ملي ځواکونو پر ضد لګیا وه

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د سقوط ترمخه د پرلپسې معلوماتي بریدونو لاندې و، چې ځینو رسنیو او شبکو په لوی لاس د نظام د بدنامۍ لپاره ناسم او تحریف شوي معلومات خپرول.

نوموړي دا څرګندونې په خپل تازه پودکاست کې کړې، چې مخابراتي موضوعاتو ته ځانګړی شوی.

هغه ویلي، دغو شبکو هڅه کوله د ملي ځواکونو روحیه زیانمنه کړي، خلک د نظام پر ضد راوپاروي او ولسي ذهنیت بدل کړي.

ښاغلي غني زیاته کړې د ناسم، فاسد او تخریبي معلوماتو یوه پراخه شبکه فعاله وه، چې په زرګونو پیغامونه یې د ملي ځواکونو پر ضد خپرول.

نوموړي همداراز ویلي، که څه هم په هېواد کې د بیان ازادي موجوده وه؛ خو ډېری رسنیو له مثبتې ازادۍ ناوړه استفاده کوله، د ملي یووالي پر ضد یې فعالیت کاوه، او د ولس او حکومت ترمنځ یې بې‌باوري زیاتوله.

کینیا؛د ظاهر قدیر محاکمه بلې اوونۍ ته ځنډېدلې

یو شمېر راپورونه وایي، چې په کینیا کې د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر محاکمه بلې اوونۍ ته ځنډېدلې ده.

قاضیانو ویلي، چې د هغه قضیه لا هم چمتو نه ده.

ظاهر قدیر د محاکمې بهیر ته نن حاضر شوی و او وکیل یې وايي، پرې لګیدلي تورونه سیاسي اړخ لري او په وینا یې تر هغه یې امریکا ته نه سپاري تر څو چې لګېدلي تورونه پرې ثابت شوي نه وي.

دی د اپرېل پر ۱۴مه نایروبي کې نیول شوی و.

پر نوموړي تور دی چې د نشه‌یي توکو او وسلو په قاچاق کې لاس لري.

د امنیتي اندېښنو له کبله؛د هند آی‌پي‌ایل نننۍ سیالي ځنډېدلې

د هند درمشاله لوبغالي کې د پنجاب او ډیلي ترمنځ لوبه د امنیتي اندېښنو له کبله وځنډول شوه.

هلته پر نږدې سیمو د پاکستان د برید خبرداری ورکړل شوی دی.

د هند او پاکستان کړکېچ؛پنجاب کې ټولې تعلیمي ادارې د دوه ورځو لپاره بندې شوي

پاکستان کې د خراب امنیتي وضعیت له امله د پنجاب حکومت اعلان کړی چې ټولې تعلیمي ادارې به د جمعې او شنبې ورځې لپاره بندې وي.

حکومتي مسولینو ویلي، چې دا پرېکړه د زده‌کوونکو او ښوونکو د امنیت لپاره شوې ده.

دوی زیاته کړې، چې دا بندیز موقتي دی او تدریسي فعالیتونه به د دوشنبې په ورځ بېرته پیل شي.

پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د هند بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر:له پاکستان سره د جګړې نیت نه‌لرو؛ خو هر ډول برید ته به قاطع ځواب ورکړو

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرمنیم جې شنکر وايي، هېواد یې له پاکستان سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو لېوالتیا نه لري؛ خو که هر ډول برید وشي، قاطع ځواب به ورکړل شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن په نوي ډهلي کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره د لیدنې پر مهال وکړې.

په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سلاکار د کړکېچ د کمولو لپاره هند ته تللي دي.

مارکو روبیو:د حماس ملاتړو ته نور په امریکا کې ځای نشته

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې حکومت د هغو کسانو د ویزو وضعیت څېړي چې د کولمبیا پوهنتون کتابتون ته ناقانونه ننوتي او تاوان یې ورته اړولی دی.

هغه زیاته کړې، چې د حماس پلوي نور زموږ په هېواد کې ځای نه لري.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د نیویارک پولیسو لسګونه هغه محصلین ونیول، چې د پوهنتون د کتابتون یوه برخه نیولې وه، طبلونه یې وهل او د فلسطین په ملاتړ شعارونه یې ورکول.

پولیسو ویلي، لږ تر لږه ۴۰ څخه تر ۵۰ محصلین یې له کتابتونه اېستلي دي.

ضمیر کابلوف:که مو طالبان له تور نوملړ نه وی اېستلي؛ نو قانوني تړونونه مو ورسره نشوی کولای

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د طالبانو نوم د بندیزونو له لیست څخه اېستل یو مهم ګام و؛ څو له طالبانو سره قانوني اړیکې ټینګې شي.

هغه زیاته کړهې، تر دې پرته روسیې له طالبانو سره قانوني تړونونه نشوای لاسلیکولی.

کابلوف ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي لپاره د طالبانو حکومت باید باثباته پاتې شي؛ خو دا ثبات یوازې له ځواک سره نه، بلکې د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت له ښه والي سره هم تړاو لري.

اسحاق ډار:د هند وروستي بریدونه شرموونکی جنایت دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق‌ډار، د هند وروستي بریدونه شرموونکی جنایت بللی او ویلي یې دي، چې دا کړنې دواړه اټومي ځواک لرونکي هېوادونه د لویې جګړې تر پولو رسولی شي.

ده ویلي، هند قصداً ملکي خلک، جوماتونه، او د برېښنا پروژه په نښه کړې او دا هر څه د نړیوالو کنوانسیونونو ښکاره نقض ګڼل کېږي.

هغه دغه راز ویلي، چې هند د کشمیر د پېښې په اړه د بې لورې څېړنې وړاندیز ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

له لاهور وروسته؛هندي ځانمرګې ډرون الوتکې اسلام اباد ته ورسېدې

هندي بې پیلوټه الوتکو دا ځل اسلام اباد په نښه کړی.

ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کېږي، چې د شاه فیصل جومات ته څېرمه بریدونه شوي.

تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي.

هندي رسنۍ:د هند ځانمرګو ډرون الوتکو د لاهور دفاعي سیستم له منځه وړی

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې هند د پاکستان د لاهور ښار دفاعي سیستم له منځه وړی.

د معلوماتو له مخې، هند دا مهم او تجارتي ښار بې دفاع کړی او اوس مهال یې څو ځایه د ځانمرګو ډرون بریدونه پرې کړي.

ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د راولپنډۍ لوبغالي ته نږدې هم برید شوی.