پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 526

اسماعیل بقایي:د ایران او امریکا ترمنځ خبرې پیل شوې

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ “غیر مستقیمې خبرې” د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي په منځګړیتوب پیل شوې.

نوموړي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«دغه خبرې به د عماني کوربه‌وو له لوري په ټاکل شوي ځای کې ترسره شي، چیرې چې د ایران او د امریکا استازي به په جلا خونو کې کېني.»

آسلام آباد:فوزیه کوفي او حنا رباني په افغان کډوالو خبرې کړي

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې حنا رباني کهر سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړي دي.

آغلې کوفي ویلي چې په دې لیدنه کې د افغان ښځینه فعالانو، د پاکستان د پارلمان د نړیوالو اړیکو کمېټې، او د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي ګډون درلود.

د دې په وینا، افغان کډوالو خپلې ستونزې په یوه څلور ماده‌ییزه طرحه کې چمتو کړې وې او د پاکستان اړوندو چارواکو ته یې سپارلې ده.

په یاده طرح کې له پاکستان غوښتنه شوې چې د له ګواښ سره مخ کډوالو، لکه پخواني سرتېري، خبریالان او فعالان، جبري ایستل ودروي، د ویزو قانوني او اوږدمهاله تمدید ته زمینه برابره کړي او یوه مشخصه سیمه د دوی د لنډمهاله استوګنې لپاره ځانګړې کړي.

همداراز، غوښتل شوي چې پاکستان د ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو په همغږۍ له دغو کډوالو سره بیړني بشري او امنیتي مرستې وکړي، څو د یوې احتمالي فاجعې مخه ونیول شي.

ایران:یو افغان ځوان د خاش ښار څخه اختطاف شوی

د ایران د بشري حقونو سازمان حال‌وش ویلي چې ناڅرګندو وسله‌والو د جمعې په شپه یو ۱۶ کلن افغان ځوان، محمدافضل ملاخېل، د ایران د خاش ښار څخه برمته کړی دی.

راپورونه وایي، چې محمدافضل د شپې لس بجې له بازاره کور ته روان و، چې څلورو وسله‌والو پرې برید کړی، په زوره یې موټر ته پورته کړی او له سیمې وتلي.

تر اوسه د پېښې پړه کومې ډلې نه ده منلې او د ایران چارواکو هم غبرګون نه دی ښودلی.

د محمدافضل کورنۍ له ایراني پولیسو سره اړیکه نیولې، خو چارواکو ورته ویلي چې د رخصتۍ له ختمېدو وروسته دې مراجعه وکړي.

د یادونې ده چې له وړاندې هم په ایران کې د افغان وګړو د برمته کېدو پېښې ثبت شوې دي.

هرات؛د کارتن جوړونې فابریکه کې اورلګېدنې شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالره زیان اړولی

د هرات د صنايعو او کانونو د خونې رئیس حمیدالله خادم ویلي، چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د کارتن جوړونې یوې فابریکې کې پراخ اورلګیدنه شوې، چې تر دې دمه یې له ۱۰ میلیونه ډالرو زیات مالي زیان اړولی دی.

طالب چارواکي وایي، اور څو ساعته دوام وکړ او د اور وژنې ډلې د مهار هڅې وکړې.

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د اور وژنې ټیم ویلي، دا اور یې د څو ساعتونو هڅو وروسته کنټرول کړی دی.

دا اورلګیدنه د جمعې په ورځ له غرمې وروسته پیل شوې وه او تر شنبې سهاره پورې یې دوام درلود.

احمد الشرع؛له خپلې مېرمن سره یو ځای د انتالیا دیپلوماسي په څلورم کنفرانس کې ګډون کړی

0

د سوریې د لنډ مهالي حکومت مشر احمدالشرع له خپلې مېرمن سره یو ځای د انتالیا دیپلوماسي په څلورم کنفرانس کې ګډون کړی.

د دغه کنفرانس په څنډه کې د احمد الشرع مېرمنې لطیفې الدروبي د ترکیې د ولسمشر له مېرمنې امینې اردوغان سره هم لیدلي دي.

امینې اردوغان لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې د نورو مسائیلو ترڅنګ سوریه کې د مېرمنو او ماشومانو د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي.

د انټالیا څلورم دیپلوماسي کنفرانس د جمعې په ورځ د سلګونو نړیوالو چارواکو او دیپلوماتانو په ګډون پیل شو.

عباس عراقچي:مذاکراتو کې په ټول جدیت ګډون کوو؛ مونږ د ښو پایلو تمه لرو

0

له امریکا سره د ایران د مذاکراتي ټیم مشر عباس عراقچي وايي، دوی په ټول جدیت سره په دغو مذاکراتو کې ګډون کړی او ایران نیت لري، چې یوې ښې پایلې ته ورسېږي.

نوموړی وايي، که مقابل لوری، د ستونزو د حل اراده ولري؛ نو پایلې به غوره وي.

هغه ویلي، ښايي په دې لیدنو کې ځینې لومړني مسائیل روښانه شي.

عراقچي یو وار بیا ټینګار کړی، چې دا مذاکرات غیر مستقیم دي.

د یادونې ده، چې نن عمان د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو کوربه دی.

پنټاګون:بګرام کې امریکايي الوتکې ناسته نه ده کړې

فرانسې خبري اژانس د پنټاګون د یو چارواکي په حواله ویلي، چې په بګرام هوايي اډې کې د امریکايي الوتکې د کېناستو راپورونه بې اساسه دي.

یاد اژانس د دغه چارواکي نوم نه دی ذکر کړی؛ خو د سرچینې له قوله یې ویلي، چې تر اوسه امریکا په دغه اډه کې هیڅ حضورنه لري.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې امریکايي الوتکې بګرام هوايي اډه کې ناسته کړې؛ خو د طالبانو حکومت هغه مهال هم دا راپورونه بې اساسه بللي وو.

له امریکا سره د خبرو لپاره؛عباس عراقچي د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته روان شو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یو پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د ایران د اټومي پروګرام پر سر د خبرو لپاره عمان ته روان شو.

ټاکل شوې، چې دا مذاکرات نن پیل شي.

امریکا وايي، له ایران سره یې خبرې مستقیمې؛ خو ایران بیا وايي، چې دا مذاکرات په غیر مستقیم ډول ترسره کېږي.

عمان؛نن د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو کوربه دی

0

ټاکل شوې، چې ایران او امریکا به نن د ایران د اټومي وسلو په اړه خبرې پیل کړي.

دا خبرې په لوړه کچه د عمان په منځګړیتوب پیلیږي، چې امریکا یې مستقیم مذاکرات ګڼي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ویلي وو، چې که مذاکرات ناکامیږي؛ نو پر ایران د نظامي اقدام طرحه هم د ده پر میز پرته ده.

بل لورته بیا ایران وايي، د ګواښ تر سیوري لاندې مذاکرات نه غواړي او له امریکا سره د مستقیمو خبرو میز ته د بندیزونو لرې کېدو په صورت کې کېني.

امریکایي رسنۍ:د ټرمپ حکومت د ۱۴ زره او ۶۰۰ افغانانو د لنډمهالي اوسېدنې اسناد لغوه کړي

امریکايي رسنیو د یاد هېواد د کورني امنیت وزارت د ویاند له قوله راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت د ۱۴ زره او ۶۰۰ افغانانو د اوسېدنې لنډمهالي اسناد لغوه کړي.

مک لافلین ویلي، چې یاد کسان اوس مهال له امریکا څخه د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ښايي دا کسان تر می میاشتې پورې له امریکا څخه وشړل شي.

بل لورته یاد وزارت اندېښنه څرګنده کړې، چې دوی په افغانستان کې هم له خطر سره مخ دي.