چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 525

حال‌وش:ایراني پولیسو له میرجاوه سیمې څخه ۱۵ تنه نامعلوم لوري ته وړي دي

0

حال‌وش راپور ورکړی، چې ایراني پولیسو د سیستان او بلوچستان له میرجاوه سیمې څخه ۱۵ تنه، چې هیڅ پېژندپاڼې یې نه لرلې وړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا کسان، چې د افغانستان د وګړو په نوم وړل شوي، څلور ښځې هم پکې شاملې وې.

راپور کې راغلي، چې نیول شوي کسان نامعلوم لوري ته وړل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې دا خلک له اوږدې مودې راهیسې په دغه سیمه کې اوسېدل.

ملاهبت الله:د شریعت له پلي کولو یو قدم هم نه شاته کېږم

د طالبانو حکومت مشر ملاهبت الله اخندزاده ویلي، چې غربي ټولنه مسلمانان د شریعت پلي کېدو ته هم نه پرېدي.

هغه د قصاص په اړه د غبرګونو دوام ته په اشارې ویلي، چې دوی به هیڅ وخت د شریعت له دې امر نه شاته نه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې که د ده سر هم لاړ شي؛ نو بیا به هم د شریعت حکم له پلي کولو یو ګام شاته نه شي.

د یادونې ده، چې بادغیس، نیمروز او فراه کې د قصاص د حکم پلي کېدو په غبرګون کې یوناما او یو شمېر نورو بنسټونو د دغه ډول اعدامونو د درېدو غوښتنه کړې وه.

د امریکایي ـ اسلامي اړیکو دفتر:د افغان او کامروني مهاجرو خوندیتوب باید پاتې شي

د امریکايي-اسلامي اړیکو دفتر د امریکا د حکومت هغه پرېکړه غندلې چې له مخې یې د افغانانو او د کامرون د وګړو لنډمهالی خوندیتوب پای ته رسېږي.

دغه دفتر دا اقدام “ظالمانه او ګواښوونکی” بللی او له کانګرس او محکمو یې غوښتي چې د دې پرېکړې مخه ونیسي.

تر دې مخکې د امریکا د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د مې په میاشت کې به د افغان مهاجرو او د جون په میاشت کې د کامروني وګړو د اوسېدو لنډ مهالی خوندیتوب پای ته ورسېږي.

ډونالډ ټرمپ؛له واک ته رسېدو وروسته له ۲۶ هېوادونو امریکایي بندیان ازاد کړې

واک ته د ټرمپ له بیا رسېدو راهیسې له بېلابېلو هېوادونو ۲۶ امریکایي بندیان ازاد شوي.

امریکایي رسنیو ویلي، چې دا بندیان له افغانستان، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو ازاد شوي او دغه راز ځینې یې بیا د حماس ډلې سره بندیان وو.

تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ ویلي وو، چې دوی به نړۍ کې د خپل وروستي امریکایي بندي د خلاصون لپاره هم چوپ پاتې نه شي.

ډونالډ ټرمپ:له ایران سره خبرې اترې ښه روانې دي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره خبرې اترې ښه روانې دي؛ خو ټینګار یې کړی چې تر بشپړې هوکړې وړاندې هیڅ‌شی مهم نه دی.

نوموړي دغه څرګندونې د ایرفورس وان الوتکې کې خبریالانو ته کړې.

له دې مخکې، سپینې ماڼۍ ویلي وو چې د امریکا استازي سټیو ویتکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ مستقیم تماس یو مثبت ګام و.

ایران بیا ویلي، دا خبرې اترې غیرمستقیمې وې او د درناوي فضا کې ترسره شوې.

ټاکل شوې چې د خبرو دوهم پړاو د حمل په ۳۰مه ترسره شي.

دغه خبرې د عمان په منځګړیتوب پیل شوې وې، او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې دوستانه او جوړښتیزې بللي دي.

یوازې متمرکز سیستم د جمهوریت د سقوط باعث نه و

لیکوال: شاه محمود میاخیل
په افغانستان کې د امریکا د شتون په هکله د امریکا د جنګ د ارزونې کمیسون نن په کانګریس کې استماعیه غونډه درلوده. د دغه غونډې یوه برخه ما واوریدله خو له بده مرغه بهرنیانو او هم قانوني صیب او داودزي صیب چې کوم نظر ورکړ چې د جمهوریت سقوط مهم لامل متمرکز سیستم و، سمه نه ده.

هر ډول نظام چې وي، د رهبرې او د حکومت د ټیم رول مهم دی چې حاکمیت د قانون او حکومتولې د ښه والي لپاره کار وکړي.

د جمهوریت متمرکز نظام، خو شل کاله دوام وکړ خو که غیر متمرکز نظام وې، شاید پنځه کاله یې هم دوام نه وې کړې ځکه افغانانو ولیدل چې وروسته د پارلمان د اکثره وکیلانو او لوړ رتبه مامورینو سرونه په یو ځای او پښې او لاسونه یې بل ځای په نورو هیوادونو کې و.
امریکا او متحدینو یې ولیدل چې د جمهوریت مشران او سیاسیون د دوی ستراتیژیک پارټنران نه دي نو د ۲۰۰۹ زکال نه یې علني د وتلو اعلان وکړ خو د جمهوریت مشرانو او سیاسیون تر اخره پورې دا خبره نه منله.
خو د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هیوادونه پوهیدل چې امریکا د افغانستان نه وځي نو ځکه یې طالبان تقویه او باالاخره د امریکا په شمول ټولو د طالبانو سره مخفي رابطې درلودې. همدې خوش باورې جمهوریت سقوط کړ.
له دې کبله، د جمهوریت سقوط اصلي لامل هغه کسان و چې په جمهوریت کې یې مهمې دندې درلودې خو په جمهوریت او جمهوري ارزښتونو یې باور نه درلود.
د حکومت مشرتابه، کرزي صیب او هم ډاکتر صیب اشرف غني او ورسره ټیم یې د ښې حکومتولې او قانون د تطبیق په عوض، معامله ګرې ته دوام ورکړ او جمهوریت لکه لنګه غوا هر چا لوشله، خو د غوا د صحت او تقوې پروا یې نه درلوده تر څو چې غوا مړه شوله.
دلته هدف د جمهوري نظام ثبات نه و بلکې د نظام د ثبات په عوض امتیاز ګیري وه چې نتیجه یې ورنه کړله.
که راتلونکې کې هم هر نظام جوړیږي او هدف یوازې امتیازګیري وي، بیا هم نتیجه نه ورکوي.
البته نړیوال او سیمه ایز اړخونه هم د جمهوریت سقوط لامل و خو هغه باید په جدا کانټیکسټ کې پرې بحث وشي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

د هبت الله پرځای حقاني ته د حکومتولۍ راپور ورکول؛مولوي کبیر د ملاهبت الله او ملا حسن پرځای سراج الدین حقاني ته د وزارت راپور ورکړ

د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې د خلیفه سراج الدین حقاني په یوه میلمستون کې نوموړي ته د خپل وزارت راپور وړاندې کړ.

د کډوالو چارو وزارت پر ایکس پاڼې لیکلي، چې په دې لیدنه کې مولوي کبیر حقاني سره په لیدنه کې د هېواد پر وروستیو تحولاتو او کډوالو ته د رسیدګۍ پر چمتووالي خبرې کړي.

د کډوالو چارو وزارت لیکلي:«په ټولو ولایاتو او بنادرو کې د کډوالو لپاره چمتوالی نیول شوی دی»

په دې لیدنه کې حقاني ته دوو نږدې څیرو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري او د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان هم ګډون درلود.

ایران او امریکا؛مسقط کې توافق وکړ چې د اټومي مذاکراتو نوي دور ته دوام ورکړي

0

د ایران او امریکا ترمنځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې د مقدماتي خبرو اترو وروسته، دواړو هېوادونو توافق کړی چې راتلونکې اونۍ د اټومي مذاکراتو نوي دور ته دوام ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې لومړۍ دوره د یو جوړوونکي او متقابل درناوي فضا کې ترسره شوې ده.

په دې غیرمستقیمو مذاکراتو کې، د ایران او امریکا لوړپوړو مذاکراتي استازو عباس عراقچي او سټیو ویتکاف د خپلو حکومتونو نظرونه د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي له لارې تبادله کړل.

د عمان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې تایید کړې چې دواړو خواوو موافقه کړې چې مذاکرات په راتلونکې اونۍ کې ادامه پیدا کړي.

عمان کې؛د ایران او امریکا ترمنځ خبرې پای ته ورسېدې

0

د ایران او امریکا د پلاویو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې چې نن د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوې، پای ته ورسېدې.

دغه خبرې څو ساعته وړاندې د ایران له لوري د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په مشرۍ او د امریکا له لوري د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف په ګډون پیل شوې وې.

د دغه خبرو په اړه تر اوسه کره جزیات نه دي ورکړل شوې.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ ویلي، که له ایران سره خبرې بې نتیجې وې؛ نو پوځي اقدام به وکړي.

د کابل ـ جلال پر لویه لار؛ترافیکي پېښې یوه مېرمن وژلې او ۷ تنه نور ټپیان دي

د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پیښې له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ځایي سرچینو ویلي، چې د مشالې کمر سیمه کې د رامنځته شوې ترافیکي پیښې له امله یوه میرمن وژل شوې او په موټر کې اووه تنه نور سپاره سخت ژوبل شوي دي.

ځایي طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.