د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملي قوماندې ادارې بېړنۍ ناسته رابللې ده.
دا ناسته د پاکستان پر مهمو ځایونو او یو اټومي مرکز تر برید وروسته رابلل کېږي.
ملي قوماندې اداره په پاکستان کې د اټومي وسلو واک له ځان سره لري.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملي قوماندې ادارې بېړنۍ ناسته رابللې ده.
دا ناسته د پاکستان پر مهمو ځایونو او یو اټومي مرکز تر برید وروسته رابلل کېږي.
ملي قوماندې اداره په پاکستان کې د اټومي وسلو واک له ځان سره لري.
د جمو او کشمیر اعلی وزیر عمر عبدالله د پیسو نړیوال صندوق (IMF) له لوري پاکستان ته د ورکړل شويو پورونو په اړه سختې نیوکې کړي دي.
نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا مالي مرستې د اقتصادي پرمختګ پر ځای، د هند پر ضد د اقداماتو لپاره کارول شوې دي.
عمر عبدالله ویلي، پاکستان له IMF څخه ترلاسه شوې پیسې د وسلو په اخیستو لګولي، چې هدف یې د هند ثبات له منځه وړل او تاوتریخوالی زیاتول دي.
هغه دا هم ویلي چې نړیوال مالي بنسټونه باید د پورونو د ورکړې پر مهال د استفادې څرنګوالی په دقیقه توګه وڅاري.
د جي ۷ هېوادونو له هند او پاکستان غوښتنه کړې چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او د مستقیمو خبرو له لارې یو سولهییز حل ته ورسېږي.
دوی دواړه هېوادونه هڅولي چې تر ټولو زیات زغم وښيي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال دواړه هېوادونه یوې نسبتا سختې جګړې ته دننه شوي.
د «ده هندو» ورځپانې د راپور له مخې، د هند د هوایي ډګرونو ادارې د دې هېواد په ۳۲ هوايي ډګرونو کې د موقتي تړل کیدو امر کړی دی.
دغه اقدامات په شمالي او لوېدیځ هند کې د هوايي خوندیتوب لپاره ترسره شوي دي.
د راپور له مخې، د تړل شویو ډګرونو د فعالیت بیا پیلولو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
دا ډګرونه داسې مهال تړل کېږي، چې پاکستان او هند پر یو بل بریدونو ته زور ورکړی.
پاکستان هم تر غرمې پورې د خپل هېواد هوايي حریم د هر ډول الوتنو پرمخ تړلی دی.
د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې اعلان کړی چې نن د سهار له ۳:۱۵ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۰۰ بجو پورې د هېواد هوايي حریم د ټولو الوتنو پرمخ تړل شوی دی.
دا اقدام د امنیتي اندېښنو له امله شوی دی.
پاکستان دا اقدام وروسته تر هغې اخلي، چې هند یې یو شمېر مهم ځایونه په نښه کړل.
پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې هند د افغانستان پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي.
د یاد پوځ ویاند احمد شریف چوهدري ویلي، چې هندي پوځ نه یوازې پاکستان؛ بلکې پر افغانستان هم بریدونه کړي او د دغه هېواد ارضي تمامیت یې هم ګواښلی.
طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو باور دا دی، چې پاکستان هڅه کوي دې جګړه کې افغانستان هم د ځان ملګری کړي.
د واشنګټن دوو باخبره سرچینو د “آکسیوس” ویبسایټ ته ویلي، چې د ایران او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو اترو څلورم پړاو د یکشنبې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره کېږي.
دا خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د راکمولو او احتمالي تفاهم په موخه کېږي، خو لا هم د ایران او امریکا چارواکو په رسمي ډول د دې ناستې پخلی نه دی کړی.
عمان مخکې هم د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو د منځګړي نقش لوبولی او تمه کېږي چې دا ناسته هم د تاوتریخوالي کمولو لپاره مرسته وکړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق نن کابل ته رسیدلی.
هغه ویلي، چې د دې سفر پر مهال به له طالب چارواکو سره مهمې لیدنې ولري.
تر دې وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د حمل میاشتې په ۳۰مه د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و.
تحریک طالبان پاکستان ډله وایي، چې د جنوبي وزیرستان شکئ سیمه کې یې پر یوه پوځي کمپ برید کې یې ۲۰ پاکستاني عسکر وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.
دغې ډلې ویلي، برید تېره شپه د ډانګېټ پر کمپ ترسره شوی او په کې یې د لیزري وسلو ترڅنګ درنې وسلې کارولې دي.
دوی زیاتوي چې پنځه ټوپکونه، یو راکټ لانچر او نور تجهیزات یې هم ترلاسه کړي.
د ټيټيپي په وینا، برید د هغو طالب وسلوالو د غچ اخیستنې لپاره شوی چې په شمالي وزیرستان کې د یو کمین پر مهال وژل شوي وو.
دوی دغه راز د دغې جګړې پر مهال د خپل یو وسلوال د وژل کېدو خبر هم ورکړی.
د هند حکومت د یوې رسمي اعلامیې له مخې، د هېواد د اردو لوی درستیز ته بشپړ صلاحیت ورکړی چې د اړتیا په صورت کې ټول افسران او ځمکني ځواکونه د پوځ د ملاتړ لپاره راوغواړي.
د دفاع وزارت په حکم کې راغلي چې د اردو ۱۴ قطعې به د هېواد په مهمو سیمو کې لکه سويل، ختيځ، لوېديځ، مرکز، شمال، اندامان او نیکوبار ټاپوګانو کې ځای پر ځای شي.
یاد حکم چې د مې په ۶مه صادر شوی، تر ۲۰۲۸ کال د فبرورۍ تر ۹مې پورې به نافذ وي.
دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د هند او پاکستان تر منځ پوځي تاوتریخوالی ورځ تر بلې ډېرېږي.