یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 521

برېتانیا:د کډوالۍ سیستم کې نوي او سخت قوانین پلي کوو

د بریتانیا لومړي وزیر کیر ستارمر اعلان کړی، چې حکومت یې د مهاجرت په سیستم کې نوي سخت قوانین تطبیق کوي..

هغه ویلي، دغه اقدامات به د مهاجرت کچه راټیټه او جدي کنټرول رامنځته کړي.

داسې راپورونه ورکول شوي، چې دغه پرېکړې به د مهاجرتي قوانینو په برخه کې د نوي قانوني پلان سره یوځای رسمي شي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې یوت کوپر ویلي چې د کار ویزه یوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې پوهنتوني سند لري، او همدا راز هغه کسان چې د ویزې له لارې بریتانیا ته ځي، د ټولنیزو مرستو او حکومتي هستوګنې لپاره وړ نه دي.

د حماس او اسرائیل ترمنځ؛د یرغمل شویو د آزادېدو اوږد ځنډ وروسته، حماس ایدن الکساندر خوشې کوي

د حماس او اسرائیل ترمنځ د یرغمل شویو د آزادېدو د اوږدې مودې ځنډ وروسته، یو اسرائیلي-امریکايي یرغمل، ایدن الکساندر خوشې کېږي.

د حماس چارواکو د الکساندر د آزادېدو دقیق وخت نه دی ښودلی، خو ځینو سرچینو ویلي چې ښايي سبا (سه شنبه) خوشې شي.

د رويټرز په وینا، د قطر او مصر له لوري د الکساندر خوشې کېدل د اوربند خبرو ته د بېرته ستنېدو لپاره یوه مهمه ګام بلل شوی دی.

د دې ترڅنګ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د بندیانو چارو ځانګړي استازي د الکساندر د خوشې کېدو هرکلی کړی او له منځګړو هېوادونو یې مننه کړې ده.

ایدن الکساندر، چې ۲۱ کلن اسرائیلي عسکر دی او په نیوجرسي کې زېږېدلی، د حماس له خوا نیول شوی وروستی امریکایي یرغمل دی، چې د خوشې کېدو تمې یې زیاتې شوې دي.

زلنسکي:چمتو یم له پوتین سره په ترکیه کې وګورم

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوکراین وغوښتل چې د روسیې د ولسمشر د خبرو وړاندیز ومني، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي چې دی چمتو دی له ولادیمیر پوتین سره د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې وګوري.

زلنسکي هیله څرګنده کړې چې روسیه به دا ځل د خبرو د مخنیوي لپاره پلمې و نه لټوي.

لا تر اوسه څرګنده نه ده چې پوتین به شخصاً دې لیدنې ته حاضریږي که نه.

د یادونې ده چې زلنسکي او پوتین وروستی ځل په ۲۰۱۹ کال کې سره لیدلي وو.

عباس عراقچي؛له عمان مننه کړې چې امریکا سره یې د خبرو کوربه توب کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو څلورم پړاو لپاره عمان ته تللی، په مسقط کې د عمان له بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي سره لیدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عراقچي د خبرو د اسانتیا او کوربتوب له امله د عمان له رول څخه مننه کړې ده.

د یادونې ده چې د خبرو دا پړاو نن پای ته ورسېد.

رویټرز:د کشمیر اوسېدونکي د جګړې له وېرې لاهم خپلو کورونو ته نه ستنیږي

رویټرز راپور ورکړی، چې د کشمیر پولې ته د نږدو کلیو اوسېدونکي لا هم د اوربند په اړه شک لري او خپلو کورونو ته له ستنېدو وېره لري.

هندي او پاکستاني چارواکو خلکو ته ویلي چې لا دې خپلو کلیو ته نه ستنیږي، ځکه چې ناچاودي مهمات لا هم پاتې دي.

د یادونې ده چې تر اوربند وروسته هم بریدونه شوي، او هند بیا پاکستان په نقض تورن کړی.

پاکستان:له ټرمپ مننه کوو چې زموږ او د هند ترمنځ اوربند کې یې مهم رول ولوبوو

پاکستان له ټرمپ مننه کړې، چې له هند سره یې اوربند کې مهم رول لوبولی دی.

یاد حکومت ویلي، چې د سیمې د خوندیتوب لپاره دا یو مهم ګام دی.

د پاکستان حکومت دغه راز ویلي، چې د ټرمپ د هغو څرګندونو هرکلی هم کوي، چې غواړي د جمو او کشمیر شخړه هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ مازیګر د امریکا په منځګړیتوب د هند او پاکستان اوربند وشو؛ خو څو ساعته وروسته بیا د پاکستان له لوري مات شو.

سراج الدین حقاني:د سیمې ثبات لپاره متقابل درناوی او تعامل اړین دی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي، د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه‌ییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې تر لاسه کېدای شي.

نوموړي د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره لیدنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونو ترمنځ باید اړیکې پراخې شي.

په همدې حال کې د چین او پاکستان ځانګړو استازو افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او پر متقابل تعامل ولاړو اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه کړې.

دوی دغه راز ویلي، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته به کابل کې ترسره شي.

د سعودي پاچا او ولیعهد؛د پاپ لیو څوارلسم ټاکل کېدو له امله هغه ته مبارکي ورکړې

د سعودي عربستان پاچا او ولیعهد یې د واتیکان د نوي پاپ، لیو څوارلسم، د ټاکل کېدو په مناسبت هغه ته مبارکي ویلې ده.

دواړو مشرانو په خپل پیغام کې د پاپ د بریا هیله کړې او د بین‌الادیاني تفاهم او سولې د لا پیاوړتیا لپاره یې له هغه سره د همکارۍ ژمنه څرګنده کړې ده.

امیرخان متقي؛د ظاهر قدیر زوی ته ډاډ ورکړی چې د پلار د خلاصون هڅه یې کوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر له زوی او د کورنۍ له نورو غړو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې امیرخان متقي ډاډ ورکړی چې د ظاهر قدیر د خلاصون لپاره به جدي هڅې کوي.

د یادونې ده چې ظاهر قدیر د اپریل په ۱۴مه نایروبي کې نیول شوی او راتلونکې اونۍ محکمه کېږي.

پر نوموړي تور دی چې د نشه‌یي توکو او وسلو په قاچاق کې لاس لري.

ټلګراف ورځپاڼه:پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال مرګ قبلوي؛ خو افغانستان ته تلل نه غواړي

د برېتانیې ټلګراف ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان کې یو شمېر افغانان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته له ورستنېدو مرګ غوره ګڼي.

دغې ورځپانې د پخواني حکومت د یو شمېر سرتېرو او نورو افغانانو له قوله لیکلي، چې دوی نه غواړي اوسني افغانستان ته ور وګرځي.

یاد کسان وايي، چې تر سخت فشار لاندې دي او هیله لري، چې پاکستان کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې افغان کډوال له سخت بد وضعیت سره مخ دي.