جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 519

عباس عراقچي:د امریکا ضد او نقیض دریځونه د خبرو اصلي ستونزه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا سره د خبرو اترو د څلورم پړاو لپاره عمان ته تر سفر وړاندې ویلي، چې امریکايي پلاوی په خبرو کې متضاد دریځونه لري او دا د مذاکراتو یوه جدي ستونزه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران د یورانیمو غني‌سازي پروګرام د هېواد له مهمو لاسته راوړنو څخه دی، چې پرې ډېر لګښت شوی، او نه د بحث وړ دی او نه د معاملې.

عراقچي همداراز ویلي، چې د امریکايي چارواکو رسنیزو څرګندونو د خبرو اترو پر بهیر منفي اغېز کړی دی.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې ایران به وتوانېږي د خپلو اصولي دریځونو په ساتلو سره، د خبرو په دې پړاو کې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

د طالبانو حکومت؛تر امرثاني پورې د شطرنج په لوبو بندیز ولګوو

د طالبانو تر واک لاندې د ورزش اداره وايي، د شطرنج فدراسیون د مشرتابه د ناسم مدیریت او د دې لوبې په اړه د شرعي اندېښنو له امله، شطرنج لوبه تر ناڅرګند وخت پورې ځنډول شوې ده.

نوموړي څرګنده کړې چې دا پرېکړه د شطرنج فدراسیون د اوسني وضعیت له مخې شوې ده.

د یادې ادارې ویاند اتل مشواڼي زیاته کړې چې د شطرنج لوبې د شرعي ارزونې لپاره یو پروسه روانه ده، او تر هغې چې دا ارزونه بشپړه نه شي، او د فدراسیون دننه موجودې ستونزې حل نه شي؛ نو د شطرنج لوبه به د افغانستان د ورزش ادارې له خوا ځنډول شوې وي.

ډونالډ ټرمپ:د هند او پاکستان ترمنځ له اوربند وروسته د کشمیر ستونزه حلوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند پرېکړه ستایلې او ویلي یې دي چې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمیر د اوږدې شخړې د حل لپاره همکار شي.

نوموړي ویلي، که څه هم لا یې په دې اړه له اسلام‌اباد او نوې ډیلي سره خبرې نه دي کړي؛ خو هیله لري چې له دواړو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې هم پراخې کړي.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تازه د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ پای ته رسېدلی او له یو بل سره یې اوربند کړی.

د چین ځانګړي استازي؛امیرخان متقي ته چین ته د سفر بلنه ورکړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل وايي، د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ، امیرخان متقي ته بلنه ورکړې، چې روانه میلادي میاشت چین ته سفر وکړي.

دغه بلنه د دواړو لورو ترمنځ د لیدنې پر مهال مطرح شوې چې پکې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د ضیاء احمد تکل په وینا، متقي او یوشیاو یونګ د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز تعامل په اړه مفصلې خبرې وکړې.

متقي له چین څخه د افغانستان په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل چې چین د یوه مهم سیمه‌ییز شریک په توګه رول لوبولی دی.

د چین ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې بیجینګ به د افغانستان نړیوال ملاتړ ته دوام ورکړي او د دې هېواد په اقتصادي پراختیا کې به فعاله ونډه واخلي.

اردن؛یو سړي خپله مېرمن له دې امله طلاقه کړې، چې د هنرمند راغب علامه هرکلي ته ورغلې وه

د اردن یوې ورځپاڼې “المرصد” راپور ورکړی چې یو اردني وروسته تر هغې خپله مېرمن طلاق کړې، چې هغه یې د لبنان د مشهور سندرغاړي راغب علامه د هرکلي په مراسمو کې ولیدله.

دغه کنسرت تازه په اردن کې ترسره شوی و، او ګڼ شمېر ښځې د دغه هنرمند هرکلي ته تللې وې.

یوې بلې ورځپاڼې “السوسنه” بیا راپور ورکړی، دا ښځه پرته له دې چې خپل مېړه خبر کړي یا اجازه ترې واخلي، د ملکه عالیه هوایي ډګر ته تللې وه ترڅو د راغب علامه هرکلی وکړي.

نوموړې خپل مېړه ته ویلي وو چې غواړي د خپلې کورنۍ لیدو ته ولاړه شي، خو اصلاً د هنرمند لیدو ته تللې وه.

د راپور له مخې، د ښځې مېړه هغه په یو ویډیو کې لیدلې وه چې د راغب علامه د هرکلي پر مهال خپره شوې او په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدله.

عمان؛امریکا او ایران د اټومي پروګرام په اړه ځنډول شوې خبرې نن پیلوي

نن د عمان په مسقط کې امریکا او ایران د اټومي پروګرام په اړه ځنډول شوې خبرې پیلوي.

‏رویټرز خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له قوله لیکلي چې د اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره د غیر مستقیمو خبرو اترو څلورم پړاو به نن عمان کې ترسره کیږي.

ایران وایي، له امریکا سره یې خبرې ښې روانې دي.

‏امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار، وار ایران ته خبرداری ورکړی که تهران موافقه ونه کړي نو ددې هیواد هستوي تاسیسات به بمبارد کړي.

‏پدې خبرو اترو کې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیو ویټکاف هم د خبرو اترو پدې پړاو کې د ګډون لپاره د عمان پلازمینې ته ولاړ شي.

‏دغه خبرې اترې چې باید د مۍ په ۳مه روم کې ترسره شوای د یو شمیر دلایلو له امله ځنډلي وو

د هند او پاکستان د کړکېچ کمېدو وروسته؛پاکستان خپل فضایي حریم د هر ډول الوتنو پرمخ بیا پرانیست

د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا تر کمېدو وروسته، د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې اعلان کړی چې د شنبې په ماښام یې فضایي حریم یو ځل بیا په بشپړ ډول د ټولو الوتنو لپاره پرانیست.

د دې ادارې ویاند ویلي، ټول هوايي ډګرونه د عادي پروازونو لپاره خلاص دي او له مسافرو یې غوښتي چې د خپلو الوتنو د مهال‌ویش لپاره له هوايي شرکتونو سره تماس ونیسي.

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) هم خپل ځنډېدلي پروازونه له سره پیل کړي.

چارواکي وايي، د امنیتي دلیلونو له امله ځینې الوتنې مخکې ځنډول شوې وې.

ولسمشر پوتین د اکراین او روسیې ترمنځ د مخامخ خبرو وړاندیز کړی

‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اکراین د جګړې په اړه ددغه هېواد سره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی.

ښاغلي پوتین چې کرملین ماڼۍ کې خبرې کولې وړاندیز کړی چې دغه خبرې اترې دې د روانې میاشتې په ۱۵مه په استانبول کې ترسره شي.

د روسیې ولسمشر ویلي، دا خبرې اترې باید د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو او د جګړې د اصلي لاملونو د له منځه وړلو په موخه ترسره شي.

په ورته وخت کې، د څلورو لویو اروپايي هیوادونو مشرانو خبرداری ورکړی که ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ په اوکراین کې وړاندې شوی غیر مشروط ۳۰ ورځنی اوربند ونه مني؛ نو دوی به پر روسیې فشار زیات کړي.

یوې افغانې مور؛د سږني حج لومړنی ماشوم وزېږوو

‏د سږ کال حج مراسمو ته له افغانستان څخه تلونکې یوې افغانې میرمنې (د حج زیارت کوونکې) د سعودي مدینې منورې ته له رسیدو وروسته یوه ماشومه نجلۍ وزېږوله.

دغه افغانه حاجۍ وایي، چې په لور یې «مدینه» نوم ایښی.

په داسې حال کې چې په سعودي عربستان کې روغتیايي خدمات خورا لوړ او قیمته دي؛ خو حکومت اعلان کړی چې ټولو حاجیانو ته به وړیا روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

اروپايي مشران:که پوتین اوربند ونه مني، فشار به پرې زیات شي

‏د فرانسې، بریتانیا، آلمان او پولنډ مشرانو خبرداری ورکړی که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین لپاره وړاندیز شوی ۳۰ ورځنی غیر مشروط اوربند ونه مني، نړیوال فشارونه به پرې زیات شي.

دوی دا اوربند د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ملاتړه برخمن بللی.

په ورته وخت کې د کرملین ویاند، دیمتري پسکوف، سي‌ان‌ان ته ویلي، چې مسکو باید دا وړاندیز وڅېړي.

نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي وو چې روسیه د اوکراین سره د سولې خبرو ته «بې له کوم شرط» چمتو ده، او کییف یې خبرو کې په خنډ جوړولو تورن کړ.

اروپايي مشران وايي، اوربند باید پرته له کوم شرط پیل شي.