چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 517

عمر داودزی:ملت د طالبانو له لاسه جزا ګوري

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی وایي، د طالبانو لپاره د افغانستان ملت ته جزا ورکول کېږي.

هغه وایي، طالبان عاقل خلک دي او اوس دې پایلې ته رسېدلي چې د غلطو سیاستونو له کبله باید ملت ته سزا ورنکړل شي.

عمر داودزی:د جمهوري نظام ماهیت امریکا ټاکلی و

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی وایي، افغانان ریاستي نظام سره نه و بلد او پکار وه، چې بن کې شاهي نظام راغلی وی؛ خو د شاهي نظام نه هم پارلماني نظام بهتر وو.

د هغه په خبره، بن کې د نظام ماهیت امریکا وټاکه او افغان مشرانو هیڅ صلاحیت نه درلود.

عمر داودزی:بُن کې د افغانانو نظر او خوښې ته چا غوږ نه کېښود

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی وایي، بن کې د افغانانو غوښتنې ته غوږ ونه نیول شو.

نوموړی وایي، بن کې اکثرو افغانانو غوښتل چې دغه کنفرانس کې ګډون وکړي؛ خو د امریکا استازي ویل چې طالب او القاعده یو ډول دي؛ نو هیڅ باید دلته ګډون ونه کړي.

د هغه په خبره، د بن کنفرانس کې یوه بله ستونزه د نظام پر سره وه، چې اروپایانو شاهي دیموکراسي او امریکا بیا جمهوریت غوښت.

محمد عمر داودزی:جمهوریت د پردیو په مټ خلاصه شوې غوټه وه چې پایله یې ورنکړه

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی د حماسه میډیا په ایکس سپېس کې وایي، جمهوریت کې دوی له داسې غوټې سره مخ شوي، چې خلاصول یې د دوی له وسه بهر وو.

نوموړی وایي، جمهوریت د پردي په زور خلاصه شوې غوټه وه چې هیڅ پایله یې ورنکړه.

نوموړی وایي، چې د پردیو په خوښه نظام پایله نه ورکوي.

ایران:اسراییل ډېره هڅه وکړه چې واشنګټن سره زموږ په خبرو کې خنډ رامنځته کړي؛ خو بریالي نشول

0

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، د واشنګټن سره د ایران مذاکرات یوازې هستوي برنامو پورې تړاو لري او غیر له دې نور هیڅ هدف او پریکړه پکې نکېږي.

اغلې مهاجراني د الجزیرې خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، اسراییل تل هڅه کړې چې په دې مذاکراتو کې خنډ او خرابکاري رامنځته کړي؛ خو زموږ د دې هستوي مذاکراتو پر خبرو هیڅ اثر نشي غورځولی.

نوموړې زیاته کړې، چې واشنګټن د ایران هستوي برنامو سره موافقې ته رسېدلی او په وینا یې د ایران هڅه تل همدا ده چې د دغو برنامو په مقابل کې پر ایران لګول شوي بندیزونه به له منځه وړل کېږي.

د روسیې سفیر؛امیرخان متقي ته د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د وتلو پرېکړه رسمي وسپارله

په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي ته په رسمي ډول خبر ورکړی چې روسیې طالبان د ترهګرو ډلو له نوم‌لړ څخه لرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل وایي، دواړو لوریو د روسیې د سترې محکمې دا پرېکړه تاریخي بللې او ویلي یې دي چې دا ګام به د مسکو او کابل ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو په پراخېدو کې مهم رول ولوبوي.

د یادونې ده چې د روسیې سترې محکمې نن د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ غوښتنه ومنله او طالبان یې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه موقتاً وایستل.

د روسیې لویې څارنوالۍ ویلي، چې دا پرېکړه د هغو قانوني بدلونونو پر بنسټ شوې چې تېر کال د ترهګرۍ ضد او اداري قضايي قانون کې راوستل شوي دي.

روسیې؛د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له لیست څخه موقتاً وایست

د روسیې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ غوښتنه ومنله او طالبان یې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه موقتاً وایستل.

د روسیې لویې څارنوالۍ ویلي، دا پرېکړه د هغو قانوني بدلونونو پر بنسټ شوې چې تېر کال د ترهګرۍ ضد او اداري قضايي قانون کې راوستل شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مخکې ویلي و چې طالبان اوس د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې یو متحد دي، او په همدې اساس دا بدلون رامنځته شوی.

سره له دې چې روسیې له طالبانو سره خپل سیاسي او اقتصادي اړیکي پراخې کړي، لا هم یې دا ډله د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.

ټاکل شوې چې د محکمې دا پرېکړه به په پنځو ورځو کې د روسیې امنیتي ادارو ته وسپارل شي، تر څو د ترهګرو ډلو نوم‌لړ له مخې تازه شي.

یائیر لاپید:د ایران د تېلو پر فابریکو برید باید مخکې شوی وای؛ خو نتانیاهو وډار شو

0

د اسراییلو د اپوزیسیون مشر یائیر لاپید ویلي، هغه له اکتوبر میاشتې راهیسې وړاندیز کړی و چې پر ایران د نفتو پر تاسیساتو برید وشي، خو د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وډار شو او دا اقدام یې وځنډاوه.

لاپید دا څرګندونې د نیویارک ټایمز د هغه راپور په غبرګون کې کړې چې وایي ډونالد ټرمپ د اسراییلو له‌خوا د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد برید بند کړی.

هغه ټینګار کړی چې د ایران د نفتو د صنعت له منځه وړل به د دغه هېواد اقتصاد سقوط کړي او په پایله کې به رژیم هم ړنګ شي.

مولانا فضل‌الرحمان:افغان مهاجرین باید په زور ونه‌ ایستل شي

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان ویلي، د پاکستان حکومت باید له افغان مهاجرینو سره د انتقام په ډول چلند ونه‌کړي او د هغوی ایستل یې احساساتي پرېکړه وبلله.

هغه په یوه خبري ناسته کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې باید له افغان متخصصینو، سوداګرو او زده‌کوونکو سره ځانګړی چلند وشي او دوی باید له هېواده په زور ونه‌ویستل شي.

هغه خبرداری ورکړ چې د مهاجرینو ایستل به پاکستان ته اقتصادي او بشري تاوانونه ولري او دواړه هېوادونه باید د هغوی د بېرته ستنېدو لپاره ګډ حل ولټوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر؛عباس عراقچي مسکو ته سفر کړی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ مسکو ته سفر کړی او ټاکل شوې چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، عراقچي به په دې سفر کې له روسي چارواکو سره د دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو، او همداراز د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو غیرمستقیمو مذاکراتو په اړه خبرې اترې وکړي.

کارپوهان وايي، دا سفر د ایران او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراخېدو او د نړیوالو مسایلو په اړه د هماهنګۍ مهم فرصت ګڼل کېږي.