چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 516

د طالبانو حکومت:د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره دې درې‌اړخیز کمیسیون جوړ شي

د طالبانو حکومت پلاوي د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد خرم آغا سره په لیدنه کې وړاندیز کړی، چې د افغان کډوالو د بشري ستونزو د حل لپاره دې منظمې او دوامدارې دوه‌اړخیزې خبرې پیل شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، پلاوي وړاندیز کړی چې باید یو درې‌اړخیز کمیسیون د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ جوړ شي، تر څو د کډوالو د رضاکارانه ستنېدو، د جبري ایستلو د مخنیوي او د دوی د مالونو د انتقال په برخه کې همکاري وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې هېواد یې له افغان کډوالو سره انساني چلند ته ژمن دی؛ خو ټینګار یې کړی چې هېڅ بهرنی وګړی باید پرته له قانوني اسنادو په پاکستان کې ژوند و نه کړي.

د اسراییلو دفاع وزیر:ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه نه ورکوو

0

د اسراییلو د دفاع وزیر اسرائیل کاتز وايي، هېواد یې ژمن دی چې ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړي.

نوموړي ټینګار کړی، دا نه یوازې امنیتي بلکې تاریخي مسؤلیت دی.

کاتز دغه راز ویلي، چې پوځ یې په ټولو جبهو کې د بریا لپاره هڅې کوي.

کاتز دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې نیویارک ټایمز راپور ورکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید اجازه نه ده ورکړې.

امریکا:که د روسیې او اوکراین د سولې خبرې ژر نتیجه ورنه کړي، له منځګړيتوبه به لاس واخلو

0

واشنګټن وایي، که د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې روانې خبرې اترې ژر پایله ورنه کړي؛ نو د امریکا متحده ایالات به له دې بهیر څخه شاته شي او نور به هڅې ونه کړي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې واشنګټن غواړي دا پروسه ژر تر ژره نتیجه ورکړي؛ خو که یو لوری د هر دلیل له امله شرایط ستونزمن کړي؛ نو امریکا به نور دا هڅې پرېږدي.

ټرمپ هیله څرګنده کړې چې داسې یوې پریکړې ته اړ نه شي.

په ورته مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي چې د سولې دواړو خواوو ته یوازې څو ورځې پاتې دي څو د پرمختګ کوم څرګنده نښه وړاندې کړي، که نه نو واشنګټن به له منځګړيتوبه لاس واخلي.

میدان وردګ؛د طالبانو د تخار امنیه قوماندانۍ ویاند ترافیکي پيښه کې ومړ

د طالبانو حکومت د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند له خپلو درېیو ملګرو سره په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي دي.

له سیمې څخه سرچینې حماسه میډیا ته وویل چې پیښه تیر ماښام د میدان وردګو ولایت سید آباد ولسوالۍ کې د یو لارۍ موټر سره د ټکر له امله رامنځته شوې.

سرچینې ویلې دغه طالب سیمه ایز چارواکي روغتون ته په لاره ساه ورکړه.

عباس عراقچي:له امریکا سره د خبرو اترو په لړ کې متضاد پیغامونه ترلاسه کوو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، له امریکا سره د خبرو پر مهال متضاد پیغامونه ترلاسه کوي؛ خو د تهران لپاره د مذاکرې رسمي محتوا ارزښت لري.

نوموړي ویلي، د خبرو کوربه عمان دی او روم یوازې د ناستې ځای دی.

عراقچي زیاته کړې، د خامنه‌اي لیک یې پوتین ته سپارلی او له هغه سره یې د ایران، امریکا، روسیې او سیمه‌ییزو مسایلو پر سر مفصلې خبرې کړې دي.

هغه وايي، روسیه، چین او نور متحدان یې د مذاکراتو ملاتړ ته چمتو دي.

د مېلیاردونو ډالرو قرضدار پاکستان سره د پخوانیو افغان سیاسي څېرو جوړجاړی بې‌ګټې دی

لیکوال: شاه محمود میاخیل
په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د ځینو مشرانو او د پاکستان د مهمو چارواکو څرګندونو ته که نظر واچول شي، د پاکستان او طالبانو تر منځ زرګري ناندرې روانې دي. د دوی تر منځ اړیکې کله ښې او کله خرابې ښکاري.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې ایا د طالبانو له ټولو خواوو سره د پاکستان اړیکې په ستراتیژيکه توګه په ریښتیا هم خرابې شوي او یا د دوی اختلاف تکتیکي بڼه لري؟
د دې ترڅنګ په تېرو دوو کلونو کې پاکستان د جهادي ډلو پخوانیو مشرانو او د دوی د دویم نسل لوبغاړو سره چې د طالبانو په ضد سیاسي،‌ مدني او یا مسلحانه فعالیت کوي، پخوانې اړیکې لا نورې هم تقویه کړي او د دې حلقو ځینې کسان یې پاکستان ته په پټه او ښکاره بللي دي. د پاکستان استخباراتو، د دوی سره په ترکیه او دوبۍ کې هم غونډې کړې دي. دلته پر دې بحث نه کوو چې همدې ډلو او افرادو به د جمهوریت په وخت کې چیغې وهلې چې طالبان پاکستانیان دي او اکثره پښتانه مشران یې له پاکستان سره د اړیکو پر لرلو تورنول، خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته دا په ډاګه شوه چې هماغه کسانو چې په افغانستان کې د پاکستان پر ضد ډېرې چیغې وهلې، هغوی د پاکستان اصلي پرزې وې چې د جمهوریت په داخل کې یې د دغه نظام پر ضد او د پاکستان په ګټه فعالیتونه کول.

د داود خان د جمهوریت له دورې نه راېدیخوا، پاکستان تل کوښښ کړی چې په افغانستان کې بېلابېلې ډلې تقویه کړي. همداراز، د دغو ډلو د کنټرول لپاره یې هرې ډلې ته بله متضاده ډله په دې خاطر تقویه کوله چې که یوه ډله د پاکستان د اهدافو او قومندې نه سرغړونه وکړي، نو بله ډله باید په خپل لاس کې ولري تر څو د هغوی د سرغړونې مخه ونیسي.‌ د بېلګې په توګه د مجاهدینو په منځ کې یې پاکستان ته نږدې او لرې ډلې او قوماندانان درلودل.

دطالبانو په منځ کې هم خپل کسان او ګروپونه لري. د طالبانو په مخالفو ډلو او ګروپونو کې هم خپل کسان لري. پاکستان بېلابېلو ډلو ته دانه په دې خاطر ورکوي چې دوی کنټرول او د اړتیا په صورت کې ترې کار واخلي. دا چې د همدې ډلو څومره مشران او وفاداره غړي پاکستان ووژل، بندیان او بې‌عزته یې کړل، خو بیا هم دا ډلې او د دوی مشران د تېر تاریخ نه د عبرت درس نه اخلي او اوس هم د پاکستان نوکرې ته په اډه کې ولاړ دي.

مهم پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان اوس هم د افغانستان په مسله کې د پخوا په شان پرېکنډه رول لری که نه؟
د سړې جګړې په دوران کې د امریکا متحده‌ایالاتو او پاکستان اړیکې په ستراتیژيکي توګه ښې وې ځکه لوېديځ غوښتل چې د شوروي اتحاد پر وړاندې یو کلک کمربند جوړ کړي تر څو د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ مخه په منځني ختیځ او سوېلي اسیا کې ونیسي. شوروي اتحاد په سوېل او سوېل لوېدیځ کې ترکیه، ایران، پاکستان اوعراق تر منځ د سینتو تړون جوړ کړ چې انګلستان د دغه ټړون غړی و، خو د امریکا متحده ایالات یې همکار غړی و. له چین سره هم هغه وخت د امریکا متحده‌ایالاتو اړیکې د پینګ پانګ ډېپلوماسۍ په ذریعه ښه شوې وې تر څو د شوروي اتحاد مخه ونیسي.

په افغانستان کې د شوروي اتحاد د یرغل او نفوذ پر وړاندې چې کله د مجاهدنیو ډلې تقویه شولې، چین، لویدېځو هېوادونو د امریکا د متحده‌ایالاتو په مشرښ او همداشان مهم عربي هېوادونه لکه سعودي عربستان او مصر، د مجاهدینو ډلو تر شا ودرېدل او د شوروي اتحاد پر وړاندې یې د ماشي عملیات(Operation Mosquito) پیل کړل. ماشی چې چیچل وکړي بیا یې ځای نه معلومېږي او الوځي، نو ځکه یې ګوریلایي جګړو ته د ماشي د عملیاتو نوم ورکړې و.

مجاهدینو ته په لومړي سر کې له مصر څخه روسي کلاشینکوفونه او راکټ لینچرې ورکول کېدلې ځکه لوېدیځ نه غوښتل چې خپله سلا په دې جګړه کې وکاروي او د کابل حکومت او شورویانو ته د افغانستان په جګړه کې د مداخلې ثبوت په لاس ورکړي. لوېدیځ‌والو داسې وانمود کوله چې مجاهدینو اکثره دا سلاوې په جګړه کې د کابل د حکومت او شوروي اتحاد د پوځیانو نه نیولې دي. د لوېدبځ میډیا به هم ویل چې مجاهدین د غنمیت په وسلو جګړه کوي.

د پاکستان حکومت یوه برخه له دې وسلو څخه د ځان لپاره بېلوله ترڅو خپل پولیس او پوځ پرې مسلح کړي او په بدل کې یې د هغوی زاړه ټوپکونه لکه سر پوښ (303) او امریکايي غیر اتومات ۱۰ ډزي ټوپکونه مجاهدینو ته ورکول. وروسته چین هم چینایي کلاشینکوفونه، اتومات لس ډزي او سکر بیست مزایل مجاهدینو ته ورکول. په اخره کې ستنګر او بلو پایپ مزایل هم مجاهدینو ته ورکړل شول. څومره چې شوروي اتحاد د پرمخ تللو سلاګانو لکه ګن شپیپ هلیکوپترونو،‌ سکاډ او لونا مزایلو،‌ کلاکوف او نوره پرمخ تللې وسله په تدریجي توګه زیاتوله، هماغسي مجاهدینو ته هم د پرمختللو وسلو اکمال ډېرېده تر څو په افغانستان کې د جګړې تعادل او دوام وساتي. لوېدیځ په دې پوهېده چې په اوږدمهال کې د افغانستان جګړه پخواني شوروي اتحاد ته په لوړه بیه تمامېږي‌ او ماتې خوري.

دا چې پاکستان همیشه دوه مخی سیاست لوبولی یا Double Game پالیسي مخې ته وړه، چې هم یې د لوېدیځ، چین او عربو مرستې تر لاسه کولې، خو له بله اړخه یې پاکستان افراطي ډلې هم تقویه کولې او بیا یې دا ډلې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره په سیمه او نړۍ کې کارولې تر څو له هرې خوا نه امتیاز واخلي. پاکستان بالاخره د نړۍ د ترهګرۍ په ځاله بدل شو او د بېلابېلو ملکونو د افراطي ډلو مرکزونه په پاکستان کې و. د پاکستان د دغه پالیسې له امله، د لوېدیځ په ګډون، عرب او چین هم پر خپل ځان بې بې‌باور کړل او د پاکستان له ستراتیژيکې ملګرتیا نه اکثره هېوادونه په شا شول.

کله چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت نسکور کړ، هغه وخت پاکستان بیا هم دوه مخې سیاست پيل کړ. له یوه اړخه یې د امریکا او ناټو سره ملګرتیا او همکاري کوله، خو له بله اړخه یې پاکستان بیا د طالبانو ملاتړ هم کاوه چې امریکایي لیکوال، Steve Coll په خپل کتاب، Directorate Sکې په دې اړه پوره معلومات ورکړي. پاکستان امریکا او ناټو قواوې ته هوایي هډې په خدمت کې ورکړې وې او هم یې د کراچۍ له لارې د ناټو د اکمالاتو لپاره زمینه مساعده کړې وه. په دې توګه، پاکستان په مېلیاردونو ډالره تر لاسه کړل.

د وخت په تېرېدو سره د امریکا اړیکې له پاکستان سره له ستراتیژيکې ملګرتیا څخه په راکړه ورکړه، Transaction Relationship بدل شو. د راکړې ورکړې اړیکې لکه مزدوري داسې ده چې د پيسو په بدل کې د امریکا لپاره یو کار تر سره کاوه او هغوی به ورته یو څه پیسې ورکولې. پاکستان لکه د پخوا په شان د امریکا ستراتیژيک پارټنر یا ملګری پاتې نه شو چې د افغانستان د جوړېدو او ورانېدو د هرې پروژې نه په مېلیاردونو ډالره تر لاسه کړي دي.

د مزدورۍ په ګټه پاکستان نه شي کولای خپل اقتصاد او پوځ د پخوا په شان تقویه او نور مصارف پرې کړي. همدا علت دی چې د پاکستان پورونه د ۲۰۲۴ز کال د جون په میاشت کې ۲۴۵ میلیارده ډالرو ته ورسیدل او د پاکستان ریزرف تقریبا درې میلیارده ډالرو ته راټیټ شو حال دا چې د پاکستان نفوس د افغانستان شپږ چنده دی خو د افغانستان ریزرف اوه میلیارده ډالره و. د پاکستان دا قرض هره میاشت زیاتېږي ځکه د دوی لګښتونه ډېرېږي او عاید کمېږي.

له همدې کبله پاکستان په اوسني وخت کې دسخت امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ دی او پاکستان د ډېرو کلونو راپدېخوا نور د هند سال هېواد نه دی او نه هند پاکستان ته د خپل سیال په سترګه ګوري، خو هند یوازې غواړي چې پاکستان له شر څخه ځان لرېياو پاکستان په افغانستان کې لګښتونه وساتي. پاکستان د پخوا په شان د افراطي ډلو د مخنیوي په نوم پروژې اوس په امریکا، چین او عربو باندې نه شي خرڅولای او دا لاندې دلایل لري.

افراطي ډلې اوس په پاکستان باندې د پخوا په شان متکي نه دي او خپلې اړیکې یې په سیمه کې جوړې کړې دي. د بېلګې په توګه د مجاهدینو او طالبانو د ملاتړ په دوره کې طالبانو او مجاهدینو د دنیا سره او دنیا هم د دوی سره اړیکې نه درلودې نو هر څه د پاکستان په واسطه تر سره کېدل. د جنرال ضیاالحق یو شرط امریکا ته همدا و چې مجاهدینو ته به د امریکا مرستې یوازې د پاکستان د لارې تر سره کېږي او مستقیمه مرسته به نه کوي ځکه دوی بیا کنټرول له لاسه ورکوي.

په ۲۰۰۱ کال کې هم د دنیا او سیمې هېوادونو له طالبانو سره د اړیکو یوازنۍ چینل د پاکستان له لارې و، خو کله چې د طالبانو سیاسي دفتر په قطر کې پرانیستل شو، امریکا، عربو او هم نورو هېوادونو لکه روسیې او چین هم له طالبانو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړې او اوس د طالبانو استخباراتي شبکه له ډېرو استخباراتي شبکو سره مسقتیمې اړیکې لري او د پاکستان نفوذ د دوی په منځ کې د پخوا نه ډېر کم شوی دی. دا په دې مانا نه ده چې پاکستان اوس هم د طالبانو په منځ کې خپل اشخاص او ګروپونه نه لري، خو پر طالبانو د پخوا په شان بشپړ کنټرول نه لري.

اوس پاکستان کوښښ کوي چې د طالبانو ځینو مخالفینو سره چې په ملي ارزښتونو باور نه لري، د ډیورند فرضي کرښه ورسره مني، او د لر پښتنو حمایت نه کوي، اړیکې نیسي او هغه تقویه کوي ترڅو پاکستان وکړې شي چې په راتلونکې کې هم د افغانستان په مسایلو کې دخیل او کنترول ولري.

البته د پاکستان دغه زړه پالیسي چې افغانان سره په قومونو، سمتونو او ژبنیو اړیکو وویشي او بیا خپل کنټرول وساتي، په لاندې دلایلو د ناکامې سره به مخامخ کیږي.
لومړی: پاکستان په دنیا او سیمه کې د پخوا په شان ستراتیژيک ملګري نه لري چې د پاکستان پروژې په لوړه بیه واخلي تر څو پاکستان وکړې شي چې خپل پوځ او اقتصاد پرې تقویه کړي.
دویم: د طالبانو په ګډون افراطي ګروپونه او ډلې یوازې د پاکستان د چینلونو له لارې خپل فعالیت نه کوي او د دوی اړیکې په نړۍ او سیمه کې پراخې شوې دي.

درېیم: پاکستان د داخلي امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ دی او فکر نه کوم چې امریکا او یا بل هېواد د پاکستان د بقا لپاره پانګونه وکړي ځکه پخوانۍ ستراتیژیکه همکاري له دوی سره نشته. د پاکستان امنیتي وضعیت په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې ورځ تر بلې خرابېږي او د پاکستان نه د بېلتون غوښتنې مبارزه پیاوړې کېږي. د امنیت او سیاسي بې ثباتې سره اقتصادي وضعیت د پاکستان ورځ تر بلې خرابیږي او پاکستان تولیدي اقتصاد فلجېږي. په سیاسي لحاظ، پاکستان د پخوا په شان قوي سیاسي مشران نه لري او د عمران خان او پي‌ټي‌اېم مشران بندي کول، د سیاسي بې ثباتې یوه مهمه نښه ده.

څلورم: د پاکستان پوځ د پخوا په شان یو مقدس ارګان په پاکستان کې نه دی. د پاکستان د پوځ مشران په غټه کچه فساد کې دخیل دي او جنرالان یې اوس لوی سرمایه داران دي. د پوځ ښکته طبقه د پاکستان د پوځ د مشرانو دا فساد ګوري او هغوي لکه د پخوا په شان خپلو جنرالانو هر امر چې څنګه لازم وي، نه عملي کوي او ښکته طبقه هم په فساد کې د مشرانو سره دخیله ده.

پنځم: د ټولنیزو رسنیو او د پاکستان د پوځ سره د سیاسي ډلو د مخالفت له امله د پاکستان ولس او سیاسیون اوس ټول پوهیږي چې د پاکستان پوځ د غلطو پالیسیو له امله، پاکستان د ژور کړکېچ او ناورین سره مخامخ دی. څومره چې اقتصاد ورځ تر بلې خرابیږي، هماغومره د پوځ نه د پاکستان د ولس کرکه زیاتېږي. همدا علت دی چې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر په تازه څرګندونو کې په دې خبره ډیر تاکید کړې چې د پاکستان د وجودي فلسقې په اساس باید د پاکستان نسلونو ته د پاکستان د موجودیت فلسفه وپېژندل شي که نه د پاکستان بقا له خطر سره مخامخ ده. لکه شرقي پاکستان، بنګله‌دېش چې د پاکستان نه د پوځ او سیاسیونو د ناسمو پالیسیو له امله جلا شو، همداسې د دې وېره هم شته چې بلوچستان او خېبرپښتنونخوا هم یوه ورځ نه یوه ورځ له پاکستان جلا شي. په همدې خاطر، پاکستان اوس د طالبانو په عوض د طالبانو له مخالفو سره چې د افغانستان د هویت او د افغانستان د تمامیت مخالف دي، اړیکې ټینګې کړیدي تر څو په افغانستان کې داسي قوي حکومت رامنځته نشي چې بیا د پاکستان د بقا لپاره خطر وي.
شپږم: د افغانانو هغه ډلو او ځینو په نامه سیاسي څېرو باندې چې پاکستان اوس پانګونه کوي، هغوی د پخوا په شان په افغانستان کې نفوذ نه لري او د دغه ډلو مشران اکثره چاق شوي او د جنګ قوه نه‌لري. د پاکستان دا هلې ځلې هم د اوبو د زګ په شان هلې ځلې دي. همدا علت دی چې کله د پاکستان خاص استازی کابل ته او کله ترکیې ته منډې وهي. کله ځینې مشهوره فاسدې څېرې اسلام‌اباد ته دعوت کوي او له هغوی سره عکسونه اخلي چې وښایي پاکستان د طالبانو مخالفان تقویه کوي. پاکستان د ځینو په نامه له له افغان سیاسیونو سره اړیکې پخوا په پټه ساتلې، خو اوس علني د دوی سره عکسونه اخلي خو دا عکسونه اخیستل کومه
ګټه نه‌لري.

د پورته دلایلو په اساس، پاکستان د افغانستان په مسایلو کې د پخوا په څیر رغنده او مهم رول نه لري. دا ښه خبره ده چې د افغانانو ځینو په نامه سیاسي څېرې چې د پاکستان نه دانه خوري، ورځ تر بلې رسوا کیږي او د هغوي خپل نفوذ د افغانانو په منځ کې له لاسه ورکوي. په افغانستان کې هر مثبت او یا منفي بدلون چې راځي، د پاکستان نقش او نفوذ به د پخوا په پرتله ډیر کمرنګې وي. البته دا مهمه ده چې هغه افغانان چې ملي روحیه لري، سره متحد شي او خپله مبارزه په داخل او بهر کې منسجمه کړي. د عکس‌العملي سیاست نه تېر شي او په ستراتیژیکه توګه د یو بل سره کار او یو بل حمایه کړي. که انسجام نه وي، په پراګنده توګه مبارزه به د افغانستان وضعیت نور هم د خرابې خوا ته یوسي.
یوازنۍ لار چې په کراتو کراتو مو تکرار کړې، هغه د اساسي قانون په چوکاټ کې د یو بل منل او د قانوني، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته کېدل دي.‌ دا نظام که هر څومره ژر رامنځته شي، دا د افغانستان او د ټولو افغانانو په خیر ده. د افغانستان د انزوا حالت چې دنیا یې په رسمیت نه پېژني، بانکي سیستم فلج وي او هره ورځ په سلګونو افغانان له هېواد نه وځي، دا حالت د افغانستان او افغانانو په ګټه نه دی. د نفې او انحصار سیاست نه پخوا کار کړی او نه اوس ګټه لري. کله چې ولس ته مراجعه وشي، ولس پخپله ښه پرېکړه کولای شي او هغه کسان چې د ملي ارزښتونو په ضد دي، هغوي پخپله له صحنې څخه لرې کېږي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

ذبیح‌الله مجاهد:د روسیې له لوري د ترهګرو له نوملړ څخه د طالبانو ایستل د اړیکو د پراختیا مهم ګام دی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د روسیې له خوا د ترهګرو له نوملړ څخه د طالبانو ویستل یو مهم او مثبت ګام دی او دا ښيي چې ولادیمیر پوتین د طالبانو پر وړاندې سمه تګلاره غوره کړې ده.

نوموړي له ټاس خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او روسیې ترمنځ به اقتصادي او سیاسي اړیکې لا پراخې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د روسيې سترې محکمې طالبان د ترهګرو له لیست څخه په موقت ډول و ایستل.

د یادونې ده، چې روسیه لا هم طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه پېژني او وايي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیزونه به پر ځای وي.

حماس:د اسراییلو له لوري لنډمهالی اوربند نه منو

0

د حماس د سیاسي دفتر غړی خلیل الحیا وایي، غورځنګ د اسراییل له لوري وړاندیز شوی لنډمهالی اوربند نه مني.

نوموړي ویلي، چې دا ډول وړاندیزونه د جګړې دوام ته لاره هواروي.

د رویټرز د راپور له مخې، حماس ټینګار کړی چې د تلپاتې اوربند، د ټولو بندیانو د تبادلې او د غزې د بشپړې بیارغونې غوښتنه لري.

اسراییل تر دې وړاندې ویلي و، چې ۴۵ ورځنی اوربند غواړي، چې پر مهال یې حماس باید وسلې هم پر ځمکه کېږدي؛ خو حماس دا شرطونه نه دي منلي.

د امریکا مرکزي قومنداني:د یمن د حوثیانو تر کنترول لاندې عیسی نفتي بندر کې مو ۲۰ تنه وژلي

0

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنتکام ویلي چې په عیسی نفتي بندر یې برید کړی.

رویټرز د یادې قومنداني د چارواکو له قوله ویلي، چې په دغه برید کې ۲۰ نفره وژل شوي او ۵۰نور ټپیان دي.

دغه بندر د یمن حوثیانو په کنټرول کې دی.

روسیه:د طالبانو نوم مو د ترهګرو له لیست وویست؛ خو د ملګرو ملتونو بندیزونه به مراعاتوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، سره له دې چې د دوی سترې محکمې طالبان د ترهګرو له لیست څخه ایستلي؛ خو دا اقدام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا پر طالب چارواکو لګول شوي بندیزونه نه لغوه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې لیکلي، د سترې محکمې پرېکړه د مسکو نړیوالو ژمنو ته تغیير نه ورکوي او هېواد به یې لا هم د ملګرو ملتونو بندیزونه رعایتوي.

په اعلامیه کې دا پرېکړه له کابل سره د پراخو سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو لپاره مهم ګام بلل شوی.

روسیې ویلي، له طالبانو سره د نشه‌يي توکو، ترهګرۍ ضد مبارزې، پانګونې، سوداګرۍ او د انرژۍ په برخو کې د همکارۍ نیت لري.

همداراز، مسکو د داعش خراسان څانګې پر ضد د طالبانو اقداماتو مثبت ګام بللی او ټینګار یې کړی چې افغانستان د ستراتیژیک موقعیت له امله کولای شي د لویو سیمه‌ییزو پروژو برخه شي.