جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 505

رویټرز:منځني ختیځ ته د ټرمپ سفر اسرائیل څنډې ته کړ

رویټرز راپور ورکړی چې سعودي عربستان، قطر او اماراتو ته د ټرمپ وروستي سفر د منځني ختیځ یو نوی نظم ټینګ کړ، چې ایران او اسرائیل یې شاته تمبولي دي.

یاد اژانس وایي، واشنګټن د اسرائیل له لومړي وزیر نتانیاهو ځکه ناخوښه دی، چې هغه د غزې اوربند او له ایران سره د اټومي خبرو مخالفت کوي.

دغه سفر د امریکا له لوري پر نتانیاهو یو ښکاره بې‌اعتنايي بلل شوې.

رویټرز زیاتوي، امریکا غواړي نتانیاهو ته وښيي چې نور نشي کولای د واشنګټن له بې‌قید شرطه ملاتړ تمه ولري.

عباس عراقچي:د ایران د یورانیمو غني کول به دوام مومي

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال عباس عراقچي د امریکا د ځانګړي استازي استیو ویتکاف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د ایران د یورانیمو غني‌کول به دوام ومومي.

هغه زیاته کړه، که امریکا غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې ایران اټومي وسلې نه جوړوي، ایران ورته چمتو دی، خو که غوښتنې یې غیرواقعي وي، خبرې به بې پایلې وي.

تر دې وړاندې ویتکاف ویلي وو، چې ایران ته د یو فیصد یورانیمو غني کولو اجازه هم نه ورکوي.

چین؛د افغانستان د کرنې په برخه کې درې سړې خونې جوړوي

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال باز محمد فیضان په کابل کې د چین د سفارت له اقتصادي سلاکار ما چنګوانګ او اقتصادي سکرتر شو چنګ‌ژي سره کتلي دي.

په دې ناسته کې دواړو لورو د چین په مالي او تخنیکي همکارۍ د درې معیاري سړو خونو د جوړولو پر پروژې خبرې کړې دي.

د وزارت په وینا، د دغو سړو خونو طرحه بشپړه شوې او تمه ده چې له تخنیکي ارزونې او امکان‌سنجۍ وروسته، عملي کار هم ژر پیل شي.

د پزشکیان او متقي لیدنه؛د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې پر دوو اړخيزو اړيکو او ايران کې مېشتو افغان مهاجرينو په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه وایي، چې په دې لیدنه کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې په ټولو برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي.

پزشکیان دغه راز افغان کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو ډاډ هم ورکړی دی.

بل لورته بیا امیرخان متقي د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا سربېره ویلي، چې د کډوالو د ستنولو بهیر باید په تدریجي ډول ترسره شي، ترڅو د هغوی چارې او پانګه زیانمنه نه شي.

بلجیم کې د یو شمېر افغانانو ترمنځ ناسته؛د افغانستان د ستونزو حل په بشپړ ډول د دوحې تړون عملي کول دي

د افغانانو ترمنځ ګډې مشورتي کمېټې په بلجیم کې په بشپړ ډول د دوحې تړون د نه عملي کېدو، د افغانستان د ستونزو د سوله‌ییز حل او ملي پخلاینې لپاره د سیاسي اشخاصو او بېلابېلو مدني ټولنو ترمنځ ناسته کړې.

په دغه غونډه کې د اروپا د بیلابیلو هېوادونو بلجیم، جرمني، فرانسي، اتریش او هالنډ څخه ګڼو افغانانو برخه اخیستې وه.

د یادې غونډې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د افغانستان د ستونزو یوازینی حل په بشپړ ډول د دوحې تړون پلي کول دي، چې بین الافغاني مذاکرات یې تر ټولو مهمه برخه ده.

د ایران مشهد کې؛د طالبانو جنرال کونسل فیضان الله ناصري د زړه ناروغۍ له امله مړ شوی

د ایران مشهد کې د طالبانو حکومت جنرال کونسل فیضان الله ناصري مړ شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې نوموړي د زړه ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړي زیاته کړې، چې ناصري یو ژمن او مخلص شخص وو چې د دوی لپاره یې په سیاسي او فرهنګي ډګر کې ډېر خدمتونه کړي.

نوموړي تر دې وړاندې د طالبانو بهرنيو چارو وزارت کې د دويم سياسي رياست مشري هم کړې وه.

هغه د طالبانو د جګړې پر مهال د دوی د یو شمېر تبلیغاتي ویبپاڼو مسوولیت هم په غاړه درلود.

زلمی خلیلزاد:که پاکستان خپلو کورنیو ستونزو ته پام ونه کړي؛ نو اوږدمهاله ثبات نه شي پیدا کولای

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې پاکستان باید خپلې داخلي پالیسي ته زیات پام وکړي.

نوموړي ویلي، پوځ ښايي له هند سره ترجګړې وروسته ځان ته د بري احساس ورکولو له کبله خوښ وي؛ خو دوی باید وپوهېږي، چې که داخلي ستونزې حل نه کړي؛ نو اوږد مهاله ثبات نشي پیدا کولای.

د خلیلزاد په خبره، پاکستان باید د خپلو داخلي ستونزو لپاره یو داسې حل لارې ته ورسیږي چې د ټولې سیاسي ټولنې، ډیموکراسۍ او هېواد تر منځ د یووالي او همغږۍ سره وي.

ترکي رسنۍ:د استانبول هوایي ډګر کې درې ښځې چې ۶ کیلو سره زر یې په جنسي غړو کې پټ کړې وه، نېول شوي

د ترکیې رسنیو ویلي، چې د استانبول نړیوال هوایي ډګر کې د امنیتي پلټنو پر مهال له درې قزاقستاني ښځو څخه ۱۲۰ د سرو زرو ټوټې، چې وزن یې ۶ کیلو او ۲۸ ګرامه و، کشف او نېول شوي دي.

رسنۍ وایي، دغه ښځې چې له قزاقستانه ترکیې ته راغلې وې، د ایکس‌ری اسکن پر مهال د بدن د ملا برخه کې یې غیرعادي تراکم درلود، چې له امله یې دوی د څارنوال په امر روغتون ته ولېږدول شوې.

دوی زیاته کړې، په روغتون کې معلومه شوه چې دوی دغه طلاوې په خپلو جنسي غړو کې پټې کړې وې.

رسنیو دغه راز ویلي، چې طلاوې د ښځینه پولیسو تر څار لاندې را ایستل شوې او د جرمونو ضد څانګې ته سپارل شوې.

د پولیسو په وینا، د دې حېرانونکي قاچاق قضیه لا هم تر څېړنې لاندې ده.

د وال سټریټ ژورنال موندنې؛حماس پر اسرائیل ځکه برید کړی و، چې د تل ابیب او ریاض د اړیکو د عادې کېدو مخه ونیسي

د اسرائیلي پوځ له خوا په غزه کې د یوه تونل څخه د ترلاسه شوو اسنادو پر بنسټ، د حماس مشرتابه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې برید د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د عادي‌سازۍ د خبرو د مخنیوي په موخه ترسره کړی و.

دا اسناد، چې د وال‌ستریت ژورنال ورځپاڼې له خوا څېړل شوي، ښيي چې د حماس مشر یحیی سنوار له برید څو ورځې وړاندې د ډلې نورو مشرانو ته ویلي و چې د فلسطین د قضیې د حاشیې ته تلو د مخنیوي لپاره فوق‌العاده اقدام اړین دی.

په اسنادو کې راغلي، سنوار ټینګار کړی و، چې د سعودي-اسرائیل د عادي‌سازۍ خبرې ډېرې مخته تللې او دا به نور عرب او اسلامي هېوادونه هم دې بهیر ته وهڅوي، چې دا د حماس لپاره د منلو وړ نه دي.

راپور زیاتوي چې د برید پلان له دوه کلونو راهیسې چمتو کېده، او هدف یې د سیمې په سیاسي توازن کې بدلون راوستل و.

همداراز، د اکتوبر په دویمه نېټه یوه بله غونډه په بیروت کې د حماس او د ایران د امنیتي چارواکو ترمنځ ترسره شوې وه، چې پکې د برید جزئیات شریک شوي وو.

د راپور له مخې، ایران د برید له اصل پرېکړې سره موافق و؛ خو نه یې غوښتل مستقیم جګړه پیل کړي.

غزه؛د اسرائیلو تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ فلسطینیان وژل شوي

د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د شنبې شپې راهیسې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

دا بریدونه پر داسې مهال شوي چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند د نوې دورې خبرې د مصر او قطر په منځګړیتوب پیل شوې دي.

راپورونه وایي چې اسرائیلو یو پلان تصویب کړی چې له مخې یې ښايي غزه بشپړه تر خپل کنټرول لاندې راولي او د بشري مرستو وېش به هم مستقیم کنټرولوي.

په ورته وخت کې، له مارچ میاشتې راهیسې اسرائیلي پوځ د غزې لپاره د خوراکي توکو، درملو او سون‌توکو د داخلېدو مخه نیولې ده.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، له تېر اکتوبر راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۵۳ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.