پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 503

د کاناډا، برېتانیا او فرانسې مشران:که اسرائیل پر غزې بریدونه بس نه کړي؛ نو بندیزونه پرې ولګوو

د کاناډا، برېتانیا او فرانسې مشرانو خبرداری ورکړی، چې که اسرائیل پر غزې بریدونه بند نه کړي؛ نو دوی به پر دغه هېواد بندیزونه ولګوي.

د رویټرز د خبر له مخې، د دغو هېوادونو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دوی به د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر وړاندې فشارونه زیات کړي.

دوی پر غزې د مرستو بندیز هم غیر انساني عمل بللی او ویلي یې دي، چې د دې چارې سخت مخالف دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل یو وار بیا پر غزې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

ټرمپ:ژر به روسیه له اوکراین سره د سولې خبرې پیل کړي

سره له دې، چې ټرمپ وايي، ژر به روسیه او اوکراین د سولې خبرې پیل کړي؛ خو کرملین وايي، له کیف سره د مسکو خبرې وخت نیوونکی بهیر دی.

کرملین زیاتوي، امریکا هم پر دوی له اروپا سره یو ځای نویو بندیزونو ته چمتو نه ده؛ خو اروپايي مشرانو ویلي، چې پر روسیې به د بندیزونو له لارې فشار زیات کړي.

د یادونې ده، چې د اوکراین اوربند په اړه ټرمپ دا څرګندونې له پوتین سره تر خبرو وروسته کړې دي.

پاکستان او هند؛د سرحدي ځواکونو د شاتګ پرېکړه کړې

د پاکستان او هند ترمنځ یو مهم تفاهم شوی، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه خپل پوځونه د مې تر ۳۰مې نېټې پورې د کنټرول کرښې او نړیوالې پولې پر اوږدو د سولې په حالت کې خپلو پخوانیو ځایونو ته ستانه شي.

سرچینې وايي، د دواړو هېوادونو د پوځونو د عملیاتو لوی رییسان (DGMO) د ځواکونو د تدریجي شاتګ بهیر همغږي کوي.

دا پرېکړه د امریکا او نورو هېوادونو په منځګړیتوب شوې او د روانې میاشتې له اوربند وروسته د باور جوړونې یوه بله هڅه بلل کېږي.

چارواکي دا چاره د سیمې د ثبات لپاره مثبت پرمختګ بولي؛ خو تر اوسه د دواړو هېوادونو له خوا رسمي څه نه دي ویل شوي.

جوبایډن امریکایانو ته:له ملاتړ او خواخوږۍ مو مننه کوم

د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن له ده سره د خلکو له خواخوږۍ مننه کړې.

وروسته تر هغې، چې د بایډن ناروغي تشخیص شوه، د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، کاملا هاریس، ګڼو نورو چارواکو او ډېرو امریکایي وګړو له هغه سره خواخوږي وښوده.

بایډن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې سرطان د ټولو ژوند ته رسېږي؛ خو دوی یې باید پر وړاندې پیاوړي و اوسي.

د یادونې ده، چې د بایډن دفتر ویلي، چې اوس دا ناروغي د هغه هډوکو ته رسېدلې.

شفقت علي خان:د هند هغه تورونه بې اساسه دي چې ګواکې موږ د جګړې پر مهال د شاهین توغندي کارولي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې پاکستان د “بنیان المرصوص” عملیاتو پر مهال د هستوي وړتیا لرونکی شاهین توغندی کارولی.

د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، چې دا تورونه بې‌اساسه او د درواغو کمپاین دی.

نوموړی وایي، دغه عملیات د هند د تېري په غبرګون کې ترسره شول چې پکې دقیق او متناسب بریدونه وشول.

هغه زیاته کړې، چې د عملیاتو پر مهال یوازې د فتح په نوم توغندي او دقیقې وسلې کارول شوي، نه شاهین.

شفقت علي خان په خپلو خبرو کې له هند وغوښتل چې له بې‌دلیله روایتونو ډډه وکړي او د سیمې ثبات ته ژمن پاتې شي.

ډونالډ ټرمپ؛نن له پوتین او زلېنسکي سره تلیفوني خبرې کوي

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن دوشنبه د امربکا پر وخت د سهار لس بجې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرې وکړي.

د دې اعلامیې له مخې، له پوتین سره تر تماس وروسته به ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره هم خبرې وکړي.

دغه تماسونه وروسته له هغه ترسره کېږي چې د روسیې او اوکراین استازو ترمنځ په استانبول کې مستقیمې خبرې وشوې، او دواړو لورو د ۱۰۰۰ بندیانو د تبادلې پر سر هوکړه وکړه.

د روسي سرچینو په وینا، په دې لیدنه کې د پوتین او زلنسکي د احتمالي ملاقات بحث هم شوی؛ خو کرملین د شنبې په ورځ وویل چې دا لیدنه یوازې «تر توافق وروسته» ممکنه ده.

د طالبانو حکومت؛د مخابراتو سرپرست وزیر ازبکستان ته لاړ

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حیات حقاني د ګډو ګټو هېوادونو د سیمه‌ییزې همکارۍ ۳۱مې غونډې کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر کړی دی.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه غونډه به د ای‌سي‌ټي (ICT) په برخه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا، د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړیوالو کنفرانسونو چمتووالي، د ټېلېکام سیسټمونو کې د درغلیو مخنیوي، او د سپوږمکۍ سیستمونو پرمختګ ته ځانګړې وي.

حیات حقاني تر سفر وړاندې په کابل کې د ازبکستان له سفیر اویبک عثمانوف سره هم لیدلي او د ټکنالوژۍ او همکارۍ پر پراختیا یې خبرې کړې دي.

روسیې؛د بخښنې نړۍوال سازمان ناقانونه اعلان کړ

اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې لویې څارنوالۍ نن د بخښنې نړیوال سازمان ناقانونه وباله.

په راپور کې ویل شوي، چې له دې پرېکړې سره به دغه سازمان نور په روسیه کې هیڅ فعالیت نشي کولای.

د روسیې چارواکو خبرداری ورکړی، هر څوک چې له یاد سازمان سره همکاري وکړي یا یې ملاتړ وکړي، له قانوني تعقیب سره به مخ شي.

د روسیې لویې څارنوالۍ په خپلې اعلامیه کې ادعا کړې، چې د بخښنې نړۍوال سازمان د “روسیې ضد پروژو” مشري کوي او داسې فعالیتونه ترسره کوي، چې د روسیې سیاسي او اقتصادي انزوا ته لار هواروي.

تر دې دمه، د بښنې نړۍوال سازمان د روسیې د دې پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

سرچینې:صلاح‌الدین رباني د سپاه پاسداران له چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته تللی

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند د یوې څانګې مشر صلاح‌الدین رباني نن تهران ته تللی دی.

ویل کېږي، رباني به په دې سفر کې د ایران د سپاه پاسداران له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم دا مهال په تهران کې دی، او د یکشنبې په ورځ یې د ایران له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.

تر دې وړاندې د مقاومت په نوم د جبهې مشر احمد مسعود هم ایران ته سفر کړی و، چې هلته یې د سپاه پاسداران او د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدلي.

اسماعیل بقایي:ښایي اسرائیل د ایران په وړاندې تخریبي کړنه ترسره کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي ویلي، چې امکان لري اسرائیل د دوی پر ضد د تورونو د لګولو په موخه، کوم تخریبي اقدام وکړي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسرائیل له جنجال‌زیږونکو او د سولې ضد کړنو سره احتیاط وکړي.

تر دې وړاندې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌یي ویلي وو، چې اسرائیل د سیمې امنیت ته ستر ګواښ دی.