جمعه, جولای 3, 2026
Home Blog Page 499

ندا محمد ندیم:د افغانستان د لوړو زده‌کړو نصاب مو اسلامي کړی او د ډاروین نظریه مو ترې وویسته

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، د چارلز ډاروین نظریه یې له نصاب ایستلې او د افغانستان د تحصیلاتو نظام یې «اسلامي» کړی.

ندیم په هرات کې د ارزونې او پیاوړتیا نړیوال کنفرانس کې ویلي، چې پخوا د پوهنتونونو په درسونو کې د «اخلاقي فساد» ترڅنګ داسې نظریات هم ترویج کېدل چې د اسلام پر ضد وو.

بل خوا د پوهنتون استادان خبرداری ورکوي چې د طالبانو حکومت د معاصرو علومو په حذف سره غواړي د پوهنتونونو دروازې په تکتیکي ډول پر نویو روښانفکره محصلینو وتړي او د زده‌کوونکو ذهنیتونه افراطي کړي.

د هغوی په وینا، دا کار د افغانستان د علمي راتلونکي د ړنګېدو معنا لري او د طالبانو حکومت کوښښ کوي چې د زده کوونکو د مغزو وینځلو په هڅه نوي ځوانان د خپلو سیاسي او ایډیولوژیکي ګټو لپاره وکاروي.

طلوع‌نیوز؛د طالبانو حکومت له ګواښ وروسته خپور شوی خبر له خپلو پاڼو حذف کړ

طلوع‌نیوز، چې د افغانستان له مهمو خصوصي رسنیو څخه شمېرل کېږي، هغه راپور بېرته له خپلو ټولنیزو شبکو لرې کړ چې په کې د «انتحاري» کلمه کارول شوې وه.

دا ګام وروسته له هغه پورته شو چې د طالبانو حکومت د امنیتي ادارې یوه لوړپوړي چارواکي د دغه راپور په اړه خبرداری ورکړ.

طلوع‌نیوز د شنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو د مرستیال تاج‌میر جواد څرګندونې خپرې کړې وې.

نوموړي ویلي وو چې دی اماده دی د هغو کسانو پر وړاندې انتحاري بریدونه ترسره کړي چې د طالبانو د نظام د کمزوري کولو هڅې کوي.

جواد، چې د طالبانو د لومړنیو انتحاري ډلو له بنسټ‌اېښودونکو ګڼل کېږي، په خپله وینا کې ټینګار کړی و چې لکه د نظام د جوړېدو پر مهال، اوس هم د دې نظام د ساتنې لپاره ځان قربانولو ته تیار دی.

وروسته د استخباراتو بل چارواکي، جواد څارګر، چې د خبریالانو د ځورولو تور پرې دی، پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي وو چې طلوع‌نیوز د «شهیدانو په اړه سپکاوی» کړی او د «کفر او الحاد ژبه» یې کارولې ده.

هغه زیاته کړې چې طالبان د «انتحاري» اصطلاح له رسنیو ایستلې او نه غواړي دغه ډول ژبه بیا خپره شي.

په پایله کې، طلوع‌نیوز اړ شو چې خپور شوی راپور حذف کړي.

احمد ضیا مسعود:د طالبانو دوامداره واکمني بې‌ثباتي، فقر او نړیواله انزوا زیږوي

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال او د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شورا غړي احمد ضیا مسعود په یوه تازه لیکنه کې ویلي، چې افغانستان له تېرو سلو کلونو راهیسې د ملت او ماډرن دولت د جوړولو هڅې کړې، خو تل له ناکامۍ سره مخ شوی.

هغه د ناکامیو اصلي لامل قومي او قبیلوي سیاست بللی او ویلي یې دي چې د ملي ارادې نشتون، هېواد له بنسټیز بدلونه پاتې کړی دی.

مسعود ټینګار کړی، چې د شاه امان‌الله د اصلاحاتو، د ظاهر شاه د نسبي ثبات او د ۲۰۰۱ کال وروسته د جمهوریت ټولې تجربې ښيي، چې یوازې فردي اصلاحات او بهرنی ملاتړ بسنه نه کوي، بلکې د اساسي قانون او د وګړو پر مساوي حقونو ولاړ ملي دولت ته اړتیا ده.

هغه طالبان د قومي سیاست او سخت‌دریځه ایډیالوژۍ استازي بللي او ویلي یې دي، چې د دوی دوامداره واکمني، بې‌ثباتي، فقر او نړیواله انزوا زیږوي.

پاکستاني جټ الوتکو؛پښتونخوا کې د عامو خلکو پر کورونو بمبار کړی

0

د خیبر پښتونخوا سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې د پاکستان جنګي الوتکو تېر ماښام د خیبر ولسوالۍ تیراه سیمه بمبار کړې ده، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، الوتکو د ولسي خلکو کورونه په نښه کړي دي.

د ځایي اوسېدونکو په وینا، لا هم د ژغورنې ډلې د مړو د جسدونو د را ایستلو هڅې کوي او ګڼ کسان لا هم تر خاورو لاندې دي.

پاکستاني چارواکو او پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سعودي عربستان:د استرالیا، کاناډا، پرتګال او بریتانیا پرېکړه د سولې پر لور مهم ګام دی

0

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د استرالیا، کاناډا، پرتګال او بریتانیا له لوري د فلسطین د خپلواک دولت د رسمیت پېژندلو هرکلی کړی دی.

ریاض دغه پرېکړه د «ملګرو هېوادونو» د ملاتړ څرګندونه او د دوه دولتونو د ستونزو د حل لپاره مهم ګام بللی دی.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، سعودي عربستان هیله لري چې نور هېوادونه هم ورته ګامونه واخلي څو د فلسطین د ولس پخوانۍ هیله، چې تلپاتې سولې ته رسېدل دي، عملي شي.

امریکا؛د متحدینو له لوري د فلسطین د دولت رسمیت پېژندنه نمایشي اقدام بللی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا، آسترالیا، کاناډا او پرتګال له لوري د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو غبرګون ښودلی او دا یې نمایشي اقدام بللی دی.

د وزارت یوه ویاند د فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، واشنګټن پر جدي ډیپلوماسۍ تمرکز لري، نه پر داسې کارونو چې یوازې نمایشي بڼه ولري.

د هغه په وینا:«د امریکا لومړیتوبونه څرګند دي، د یرغملانو ازادېدل، د اسراییلو امنیت، او د سیمې سوله او هوساینه چې یوازې د حماس له منځه تلو وروسته شونې ده.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا څو نږدې متحدینو تېره ورځ د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت پېژندلی دی.

پنتاګون؛د پوځ اړوند راپورونو خپرولو ته د رسنیو پر پوښښ نوي محدودیتونه ولګول

0

د امریکا دفاع وزارت پر هغو موضوعاتو چې له پوځ سره تړاو لري، د رسنیو پر پوښښ نوي محدودیتونه لګولي دي.

په تازه یادداشت کې ویل شوي، خبریالان که د ناتایید شوو یا حساسو معلوماتو خپرولو ته لاس واچوي، ښایي د پنتاګون اعتبارنامې یې لغوه شي.

د رسنیو ملاتړو دا اقدام د سانسور په معنا بللی او ټینګار یې کړی چې دا کار خپلواک ژورنالیزم زیانمنوي.

په ورته وخت کې، ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې هېڅ شی خبریالان نه شي درولی؛ خو د نوې تګلارې په اړه یې ځانګړې څرګندونې ونه کړې.

د دې پرېکړې پراخ مخالفت د امریکا له سترو خبري بنسټونو لکه نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او رویټرز څخه راپورته شوی دی.

د سوریې ولسمشر؛احمد الشرع د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته لاړ

0

رویټرز خبري اژانس وایي، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته رسېدلی دی.

نوموړی به د نیویارک په سفر کې د اسامبلۍ په روانو ناستو کې برخه واخلي.

د رویټرز په وینا، له ۱۹۶۷ کال وروسته به دا لومړی ځل وي چې یو سوریایي ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې ګډون کوي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر الشرع به سبا د اسامبلۍ په اتیایمې ناستې کې وینا وکړي.

بنیامین نتنیاهو:د فلسطین دولت رسمیت پېژندنه ترهګرۍ ته ډالۍ ده او موږ به یې هیڅکله ونه منو

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بریتانیا، کاناډا او استرالیا له خوا د فلسطین دولت له رسمیت پېژندنې وروسته غبرګون ښودلی او دا یې «ترهګرۍ ته ستره ډالۍ» بللې ده.

هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د فلسطین دولت جوړېدل به هېڅکله عملي نه شي او د دغې پرېکړې ځواب به د امریکا له سفر وروسته ورکړي.

دا څرګندونې پر داسې مهال شوي چې یادو درېیو هېوادونو د یکشنبې په ورځ فلسطیني دولت په رسمیت وپېژاند او ویل کېږي یو شمېر اروپايي هېوادونه به هم ورته ګام پورته کړي.

زلمی خلیلزاد:امریکا نه غواړي بګرام له افغانانو ونیسي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د امریکا او افغانستان د احتمالي امنیتي همکاریو په اړه ډېرې ناسمې او غلطې خبرې خپرېږي، چې پکې د بګرام هوايي اډې د ګډو ضد ترهګرۍ عملیاتو لپاره د کارولو بحث هم شامل دی.

خلیلزاد ټینګار کړی: «زما له نظره دا داسې نه ښکاري چې متحده ایالات غواړي بګرام له افغانانو واخلي او یا یې ضمیمه کړي.»

نوموړي په خپلو څرګندونو کې له امریکایي چارواکو غوښتنه کړې چې دغه موضوع روښانه کړي.