شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 497

رویټرز:هامبورګ کې په چاقو د وهل شویو ۱۸ تنو له منځه د څلورو تنو روغتیايي وضعیت نازک دی

رویټرز راپور ورکړی، چې د جمعې په شپه په هامبورګ کې پر چاقو د وهل شويو کسانو له ډلې د څلورو روغتیايي وضعیت نازک دی.

دا په داسې حال کې ده، چې هامبورک کې یوې ۳۹ کلنې ښځې ۱۸ کسان په چاقو وهلي وو.

یادې ښځې وروسته ځان خپله پولیسو ته تسلیم کړی وو.

د المان لومړي وزیر یاده پېښه ټکان ورکوونکې بللې او له کورنیو سره یې غمشریکي کړې.

صدیق صدیقي:د خلیلزاد مېرمن باید له افغان ښځو بښنه وغواړي

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د کورنیو چارو مرستیال وزیر صدیق صدیقي ویلي، چې د زلمي خلیلزاد مېرمن باید له افغان ښځو بښنه وغواړي.

نوموړي ویلي، شرل بنارد باید د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د خلیلزاد مېرمن ویلي وو، چې افغانستان ته د تګ پر مهال یې ولیدل چې طالبانو ښځو ته د کار اجازه ورکړې او هغوی په کوڅو کې لاس ګاډۍ چلولې.

نوموړې دا هم ویلي، چې له افغانستان څخه وتلي کډوال باید له طالبانو ونه ډار شي او بېرته افغانستان ته لاړ شي.

۱۳ ورځې ۱۳ شپې فلم؛یو شمېر کتونکو پرې نیوکې کړې، چې د واقعیتونو پرځای پکې احساساتي صحنې راخېستل شوې

له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو او افغان همکارانو د وتلو په اړه پر جوړ شوي فلم نیوکې شوې دي.

د ۱۳ ورځې او ۱۳ شپې په نوم دا فلم د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه پیلیږي.

سره له دې، چې د سکرین ډیلي ورځپاڼه وايي، په دغه فلم کې هڅه شوې، چې پېښې په واقعي معنی تصویر شي؛ خو منتقیدین یې وايي، چې د واقیعت د بشپړ انعکاس پرځای پر احساساتو ولاړ دی.

دغه فلم کې د روشدي زم په نوم یو تن د فرانسوي پولیسو د یو افسر رول لوبوي او ښيي، چې نوموړی څنګه د اګست په پنځلسمه د خپلو فرانسویانو او افغان همکارانو د ژغورنې هڅې کوي.

امریکا؛د سوریې پر موقت حکومت بندیزونه لرې کړل

د امریکا د خزانې وزارت د یوې نوې پرېکړې له مخې، پر سوریه لګول شوي اقتصادي بندیزونه نرم شوي دي.

د دغه وزارت له خوا په تازه خپور شوي عمومي جواز کې ویل شوي چې له د سوریې له موقتي حکومت سره، چې مشري یې احمد الشرع کوي، راکړې ورکړې ته اجازه ورکړل شوې ده.

د دې پرېکړې له مخې، نور د سوریې مرکزي بانک، دولتي شرکتونه، هوایي کرښې، د ملکیتونو او شتمنیو بانک، د نفتو وزارت، د نفتو محصولاتو عامه شرکت، او د حمص او بانیاس تصفیه‌خونې د بندیزونو له نوملړه وایستل شول.

همداراز، کوم بندیزونه چې مخکې پر موقت ولسمشر احمد الشرع او د کورنیو چارو وزیر انس خطاب لګول شوي وو، لرې شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د سفر پر مهال اعلان وکړ چې دا پرېکړه یې د دغه هېواد د ولیعهد، محمد بن سلمان، د غوښتنې پر بنسټ کړې ده.

العربیه:د ترکیې په منځګړیتوب د سوریې او اسراییلو ترمنځ تماس نیول شوی

العربیه تلویزیوني شبکې د یوه اسراییلي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د ترکیې په همغږۍ د احمد شرع په مشرۍ د سوریې د حکومت استازو له اسراییلي لوري سره لیدنه کړې.

یاد چارواکی وایي، د سوریې حکومت د ښه نیت نښې ښودلې او اسراییل به هم ورته چلند ولري.

هغه زیاته کړې چې سوریه یو مهم هېواد دی او د ابراهیمي تړونونو له لارې د دمشق ګډون کولی شي سیمه‌ییز وضعیت بدل کړي.

دغه اسراییلي چارواکي ویلي، امریکا د سوریې د نوي حکومت د بریا ملاتړې ده او له ترکیې سره یې د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره همکاري کړې.

همداراز، ټینګار شوی چې د اسراییلي ځواکونو تر واک لاندې سیمو کې باید د وضعیت تر ثباته کوم برید یا تحرک ونه‌شي.

الجزیره: روم کې د امریکا او ایران خبرې بریالۍ وې

‏د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو پنځم پړاو پای ته ورسیدو سره همهاله الجزیرې د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي روم کې د دواړو هیوادونو ترمنځ روانې خبرې رغوونکې وې او ډېر پرمختګونه ترلاسه شوي، خو لا هم داسې اقداماتو اړتیا ده چې باید ترسره شي.

اوکراین:اته تنه افغانان ددغه هېواد سرحدي سیمه کې نېول شوي

د اوکراین سرحدي چارواکي وایي چې د دوی ځواکونو اته تنه افغان اتباع هغه مهال ونیول، کله چې دوی د بېلاروس له لارې هڅه کوله اوکراین ته په غیرقانوني ډول داخل شي.

دا پیښه د ریوین په سیمه کې شوې ده او نیول شوي کسان دا مهال د قانوني پلټنو لاندې دي.

د اوکراین د دولتي ادارې د معلوماتو له مخې، دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شول، چې پر مهال یې یو تن له نیولو څخه د تېښتې هڅه وکړه، خو ژر تر ژره ونیول شو.

اوس مهال د دغو کسانو هویت او دا چې څنګه او ولې یې هڅه کوله چې په ناقانونه توګه اوکراین ته داخل شي، تر څېړنې لاندې دي.

اوکرایني چارواکو ویلي چې دوی کوښښ کوي معلومه کړي چې ایا کوم بل چا له دوی سره د پولو په اوښتو کې مرسته کړې ده او که نه.

حماسه میډیا ته؛ د طالبانو د سترې محکمې څخه رسیدلي سندونه، په ډاګه کوي چې «جنرال» مبین د پاکستان د هیت د سفر په ګډون په ګڼو سرغړونو تورن شوی

حماسه میډیا د طالبانو د محکمې هغه اسناد او پریکړې تر لاسه کړي، چې له مخې یې د دې ډلې یو فعال او مشهور مبلغ «جنرال» مبین د «امارت» مشرانو ته په اهانت او عدم اطاعت په تورپه یو نیم کال بند محکوم شوی دی.

د طالبانو حکومت د سترې محکمې اړوند د مرکزي زون له لومړنۍ یا ابتدایه محکمې څخه په خپاره شوي دغه سندونو کې راغلي، چې مبین د «اسلامي امارت» د مشرانو له فرامینو په سرغړونې، له پاکستان څخه راغلي هئیت پسې په خبرو، ټلویزوني خپرونو، غونډو او عامه ځایونو کې په وینا او دغه راز خپل کور کې د غونډو جوړولو له کبله په یو نیم کال بند محکوم شوی.

د محکمې پریکړه کې لیکل شوي، چې مبین ته تر دې وړاندې هم د «اسلامي امارت» د مشرانو له لوري ۱۶ ځلې توصیې شوې وې او دا هم ورته ویل شوي و، چې له هېواده بهر ونه وځي؛ عامه ځایونو کې خبری ونه کړي او په غونډو کې برخه وانخلي خو هغه دوبۍ ته له سفر پرته مرکې کولې او د ننګرهار په شمول په خپل کور کې هم غونډې جوړولې.

«جنرال» مبین کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر او لومړي وزیر د مرستیال اسحاق ډار د سفر په اړه ویلي وو، چې دوی غله دي او باید طالب چارواکي پر خپلو جیبونو او ساعتونو پام وکړي.

که څه هم د طالبانو له راتګ وړاندې مبین د دوی ښه لابیګر وو؛ خو وروسته پر دوی د نیوکو له کبله له دندې لرې شو، وروسته ټلویزوني خپرونو ته له ورتګ بند شو او تر هغې وروسته څو ځله ونیول شو.

باور دا دی، چې «جنرال» مبین هر ځل د پاکستان پر ضد له توندو څرګندونو وروسته نیول شوی دی.

بل‌ لورته د ده له نیول کېدو نه څو ورځې وړاندې د پاکستان استخباراتي ایکس‌پاڼې هم «جنرال» مبین ته اخطار ورکړې و او لیکلي یې وو: «په تا به زه غوږونه نیسم»

د مبین د نیول کېدو په اړه ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه راپورته شوي او ګڼ شمېر افغانانو د طالبانو له حکومت غوښتي، چې نوموړی خوشې کړي.

نورالدین عزیزي:هڅې مو رواني دي، چې د بانکي بندیزونو سره‌ـ‌سره له چین او روسیې سره سوداګري زیاته کړو

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی وايي، چې «اسلامي امارت» له روسیې سره په پرمختللو خبرو بوخت دی، ترڅو د بندیز لاندې بانکونو له لارې هم سوداګري وکړي.

نوموړي ویلي، ورته وړاندیز یې چین ته هم کړی او له چينایي چارواکو سره هم خبرې روانې دي.

عزیزی زیاتوي، دا هڅې د سیمې او نړۍ اقتصادي وضعیت ته په کتو، د بندیزونو او ننګونو په نظر کې نیولو سره پیل شوې دي.

د هغه په وینا، له روسیې سره د افغانستان کلنۍ سوداګرۍ ږ شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره ده؛ خو تمه ده چې د پانګونې په زیاتېدو دا کچه لوړه شي.

نوموړي دا هم ویلي چې افغانستان غواړي له روسیې څخه نور د نفتو او پلاستیکو محصولات وارد کړي، او هڅه کوي له چین سره هم د سیمه‌ییزو اسعارو پر بنسټ د سوداګرۍ نوې لارې پرانیزي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت:د ثور میاشت کې مو د ښځو حقونو ته بشپړه رسېدنه کړې

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت وایي، چې د روان کال ثور میاشت کې یې د ښځو شرعي حقونو ته د رسېدنې لپاره ۳۸ اجباري نکاحو، ۲۴ د میراث قضیو، ۴۰ د کورني تاوتریخوالي، ۲۲ د مهر او په بدو کې د نجونو د ورکړو اتو پیښو ته یې رسېدنه کړې، چې پر وخت یې مخنیوی شوی.

همداراز، د وزارت محتسبینو د قومي او کورنیو شخړو د مخنیوي لپاره ۱۲۰ منازعې حل کړي دي.

له یاد وزارت څخه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د خرافاتو او غیرشرعي عملونو پر ضد د مبارزې په لړ کې ۴۱ کسان د جادوګرۍ په تور نیول شوي او عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د اقتصادي اصلاحاتو لپاره له سوداګرو سره ۷۹ غونډې شوې او له دیني علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او امارتي چارواکو سره یې ۷۹۷ اصلاحی ناستې ترسره کړې دي.