یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 488

پاکستان:د هند درې مهم مرکزونه مو په نښه کړي

پاکستاني حکومت ویلي، چې د هند پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي او د دې هېواد درې مهمې هوايي اډې، یو د توغندیو ډېپواو نور اهداف یې په نښه کړي دي.

دوی ویلي، پنجاب کې پاتنکوټ مرکز، هندي کشمیر کې یې اودهامپور اډه او بیس سیمه کې یې برهموس ډېپو ویشتلې.

دا برید د هند له خوا د راکټي بریدونو په غبرګون کې شوی، چې پاکستان وایي اکثره یې شنډ کړي.

دواړه هېوادونه له تېرې چهارشنبې راهیسې د کشمیر د شخړې له امله په ورځنیو نښتو اخته دي.

شهباز شریف؛د ملي قوماندې ادارې بېړنۍ ناسته رابللې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملي قوماندې ادارې بېړنۍ ناسته رابللې ده.

دا ناسته د پاکستان پر مهمو ځایونو او یو اټومي مرکز تر برید وروسته رابلل کېږي.

ملي قوماندې اداره په پاکستان کې د اټومي وسلو واک له ځان سره لري.

عمر عبدالله:د پیسو نړیوال صندوق باید پاکستان ته پور نه وی ورکړی؛ دوی یې په تاوتریخوالي لګوي

د جمو او کشمیر اعلی وزیر عمر عبدالله د پیسو نړیوال صندوق (IMF) له لوري پاکستان ته د ورکړل شويو پورونو په اړه سختې نیوکې کړي دي.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا مالي مرستې د اقتصادي پرمختګ پر ځای، د هند پر ضد د اقداماتو لپاره کارول شوې دي.

عمر عبدالله ویلي، پاکستان له IMF څخه ترلاسه شوې پیسې د وسلو په اخیستو لګولي، چې هدف یې د هند ثبات له منځه وړل او تاوتریخوالی زیاتول دي.

هغه دا هم ویلي چې نړیوال مالي بنسټونه باید د پورونو د ورکړې پر مهال د استفادې څرنګوالی په دقیقه توګه وڅاري.

جي۷ هېوادونه:هند او پاکستان باید له زیات زغم څخه کار واخلي

د جي ۷ هېوادونو له هند او پاکستان غوښتنه کړې چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او د مستقیمو خبرو له لارې یو سوله‌ییز حل ته ورسېږي.

دوی دواړه هېوادونه هڅولي چې تر ټولو زیات زغم وښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال دواړه هېوادونه یوې نسبتا سختې جګړې ته دننه شوي.

هندۍ ورځپاڼه:هند ۳۲ هوايي ډګرونه په لنډمهالي ډول تړلي دي

د «ده هندو» ورځپانې د راپور له مخې، د هند د هوایي ډګرونو ادارې د دې هېواد په ۳۲ هوايي ډګرونو کې د موقتي تړل کیدو امر کړی دی.

دغه اقدامات په شمالي او لوېدیځ هند کې د هوايي خوندیتوب لپاره ترسره شوي دي.

د راپور له مخې، د تړل شویو ډګرونو د فعالیت بیا پیلولو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا ډګرونه داسې مهال تړل کېږي، چې پاکستان او هند پر یو بل بریدونو ته زور ورکړی.

پاکستان هم تر غرمې پورې د خپل هېواد هوايي حریم د هر ډول الوتنو پرمخ تړلی دی.

پاکستان؛نن تر دولسو بجو پورې د خپل هېواد هوايي حریم د هر ډول الوتنو پر مخ وتړه

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې اعلان کړی چې نن د سهار له ۳:۱۵ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۰۰ بجو پورې د هېواد هوايي حریم د ټولو الوتنو پرمخ تړل شوی دی.

دا اقدام د امنیتي اندېښنو له امله شوی دی.

پاکستان دا اقدام وروسته تر هغې اخلي، چې هند یې یو شمېر مهم ځایونه په نښه کړل.

د پاکستان پوځ:هند یوازې پاکستان نه؛ بلکې پر افغانستان هم بریدونه کړي

پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې هند د افغانستان پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي.

د یاد پوځ ویاند احمد شریف چوهدري ویلي، چې هندي پوځ نه یوازې پاکستان؛ بلکې پر افغانستان هم بریدونه کړي او د دغه هېواد ارضي تمامیت یې هم ګواښلی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو باور دا دی، چې پاکستان هڅه کوي دې جګړه کې افغانستان هم د ځان ملګری کړي.

امریکا او ایران؛د راتلونکې یکشنبې په ورځ یو وار بیا مذاکرات پیلوي

د واشنګټن دوو باخبره سرچینو د “آکسیوس” ویب‌سایټ ته ویلي، چې د ایران او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو اترو څلورم پړاو د یکشنبې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره کېږي.

دا خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د راکمولو او احتمالي تفاهم په موخه کېږي، خو لا هم د ایران او امریکا چارواکو په رسمي ډول د دې ناستې پخلی نه‌ دی کړی.

عمان مخکې هم د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو د منځګړي نقش لوبولی او تمه کېږي چې دا ناسته هم د تاوتریخوالي کمولو لپاره مرسته وکړي.

صادق خان:د تیرو خبرو په دوام کابل کې له طالب چارواکو سره خبرې کوم

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق نن کابل ته رسیدلی.

هغه ویلي، چې د دې سفر پر مهال به له طالب چارواکو سره مهمې لیدنې ولري.

تر دې وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د حمل میاشتې په ۳۰مه د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و.

ټي‌ټي‌پي:جنوبي وزیرستان کې مو ۲۰ پاکستاني عسکر ووژل

تحریک طالبان پاکستان ډله وایي، چې د جنوبي وزیرستان شکئ سیمه کې یې پر یوه پوځي کمپ برید کې یې ۲۰ پاکستاني عسکر وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

دغې ډلې ویلي، برید تېره شپه د ډان‌ګېټ پر کمپ ترسره شوی او په کې یې د لیزري وسلو ترڅنګ درنې وسلې کارولې دي.

دوی زیاتوي چې پنځه ټوپکونه، یو راکټ لانچر او نور تجهیزات یې هم ترلاسه کړي.

د ټي‌ټي‌پي په وینا، برید د هغو طالب وسلوالو د غچ اخیستنې لپاره شوی چې په شمالي وزیرستان کې د یو کمین پر مهال وژل شوي وو.

دوی دغه راز د دغې جګړې پر مهال د خپل یو وسلوال د وژل کېدو خبر هم ورکړی.