یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 486

عمان؛امریکا او ایران د اټومي پروګرام په اړه ځنډول شوې خبرې نن پیلوي

نن د عمان په مسقط کې امریکا او ایران د اټومي پروګرام په اړه ځنډول شوې خبرې پیلوي.

‏رویټرز خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له قوله لیکلي چې د اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره د غیر مستقیمو خبرو اترو څلورم پړاو به نن عمان کې ترسره کیږي.

ایران وایي، له امریکا سره یې خبرې ښې روانې دي.

‏امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار، وار ایران ته خبرداری ورکړی که تهران موافقه ونه کړي نو ددې هیواد هستوي تاسیسات به بمبارد کړي.

‏پدې خبرو اترو کې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیو ویټکاف هم د خبرو اترو پدې پړاو کې د ګډون لپاره د عمان پلازمینې ته ولاړ شي.

‏دغه خبرې اترې چې باید د مۍ په ۳مه روم کې ترسره شوای د یو شمیر دلایلو له امله ځنډلي وو

د هند او پاکستان د کړکېچ کمېدو وروسته؛پاکستان خپل فضایي حریم د هر ډول الوتنو پرمخ بیا پرانیست

د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا تر کمېدو وروسته، د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې اعلان کړی چې د شنبې په ماښام یې فضایي حریم یو ځل بیا په بشپړ ډول د ټولو الوتنو لپاره پرانیست.

د دې ادارې ویاند ویلي، ټول هوايي ډګرونه د عادي پروازونو لپاره خلاص دي او له مسافرو یې غوښتي چې د خپلو الوتنو د مهال‌ویش لپاره له هوايي شرکتونو سره تماس ونیسي.

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) هم خپل ځنډېدلي پروازونه له سره پیل کړي.

چارواکي وايي، د امنیتي دلیلونو له امله ځینې الوتنې مخکې ځنډول شوې وې.

ولسمشر پوتین د اکراین او روسیې ترمنځ د مخامخ خبرو وړاندیز کړی

‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اکراین د جګړې په اړه ددغه هېواد سره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی.

ښاغلي پوتین چې کرملین ماڼۍ کې خبرې کولې وړاندیز کړی چې دغه خبرې اترې دې د روانې میاشتې په ۱۵مه په استانبول کې ترسره شي.

د روسیې ولسمشر ویلي، دا خبرې اترې باید د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو او د جګړې د اصلي لاملونو د له منځه وړلو په موخه ترسره شي.

په ورته وخت کې، د څلورو لویو اروپايي هیوادونو مشرانو خبرداری ورکړی که ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ په اوکراین کې وړاندې شوی غیر مشروط ۳۰ ورځنی اوربند ونه مني؛ نو دوی به پر روسیې فشار زیات کړي.

یوې افغانې مور؛د سږني حج لومړنی ماشوم وزېږوو

‏د سږ کال حج مراسمو ته له افغانستان څخه تلونکې یوې افغانې میرمنې (د حج زیارت کوونکې) د سعودي مدینې منورې ته له رسیدو وروسته یوه ماشومه نجلۍ وزېږوله.

دغه افغانه حاجۍ وایي، چې په لور یې «مدینه» نوم ایښی.

په داسې حال کې چې په سعودي عربستان کې روغتیايي خدمات خورا لوړ او قیمته دي؛ خو حکومت اعلان کړی چې ټولو حاجیانو ته به وړیا روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

اروپايي مشران:که پوتین اوربند ونه مني، فشار به پرې زیات شي

‏د فرانسې، بریتانیا، آلمان او پولنډ مشرانو خبرداری ورکړی که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین لپاره وړاندیز شوی ۳۰ ورځنی غیر مشروط اوربند ونه مني، نړیوال فشارونه به پرې زیات شي.

دوی دا اوربند د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ملاتړه برخمن بللی.

په ورته وخت کې د کرملین ویاند، دیمتري پسکوف، سي‌ان‌ان ته ویلي، چې مسکو باید دا وړاندیز وڅېړي.

نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي وو چې روسیه د اوکراین سره د سولې خبرو ته «بې له کوم شرط» چمتو ده، او کییف یې خبرو کې په خنډ جوړولو تورن کړ.

اروپايي مشران وايي، اوربند باید پرته له کوم شرط پیل شي.

هندي رسنۍ:د پاکستان له خاورې را اوښتو وسله‌والو د درې هندي سرتېرو سرونه پرې کړي دي

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، اووه تنه نامعلومه وسله‌وال چې د پاکستان له خاورې د هند خاورې ته د هندي پوځیانو په یونیفورم کې داخل شوي وو، له درې هندي سرتېرو یې سرونه غوڅ کړي دي.

هندي رسنۍ زیاتوي چې دغه برید کوونکي د هند پوځیانو په رسمي یونیفورم سمبال وو، او اټکل کېږي چې دا یونیفورمونه د پاکستان پوځ برابر کړي وي.

د دغه پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی؛ خو دا پېښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په لړ کې یوه بله نښه بلل کېږي.

چین:چمتو یوو چې د پاکستان له ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وکړو

د چین حکومت د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

چین ویلي، چې له پاکستان سره د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو کې څنګ په څنګ ولاړ یوو.

دوی دا څرګندنې وروسته تر هغې کوي، چې پاکستان له اوربند وروسته یو وار بیا پر هند بریدونه پیل کړل.

د یادونې ده، چې دا بریدونه نږدې دوه ساته وړاندې پیل شوي دي.

محمد محقق هند ته:له پاکستان مو شرموونکې ماتې وخوړه

په داسې حال کې چې د هند او پاکستان ترمنځ یو وار بیا جګړه پیل شوې؛ د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق لیکلي، چې پاکستان هند ته شرمونکې ماتې ورکړه.

محقق پر پاکستان د هند برید ته د تجاوز نوم ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه تجاوز هم له ماتې سره مخ شو.

د هغه په خبره، هند په دې اړه فاحشه تېروتنه کړې وه.

نوموړي دغه راز لیکلي، چې د اټومي طاقت لرونکو له لوري جګړه د سیمې امنیت ته ګواښ ده.

پاکستان؛اوربند مات او د هند یو شمېر سیمې یې په نښه کړې

پاکستان د کنټرول کرښې (LoC) په اوږدو کې په RS پوره، اکه نور، چمب او بهيمبر سيمو کې مزایئل ویشتلي دي.

تر اوسه د تلفاتو په اړه هیڅ جزیات نشته.

بل لورته د هند حکومت هم څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن مازیګر د امریکا په منځګړیتوب د هند او پاکستان اوربند شوی وو.

زلمی خلیلزاد:امریکا د هیوادونو ترمنځ د جګړې مخالف دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان او هند ترمنځ د جوړجاړي او اوربند په تړاو د ټرمپ اداره ستایلي او د هغوی هڅې یې ګټورې بللې.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د ټرمپ اداره د دغې تړون د اسانتیا لپاره د اعتبار وړ ده او امریکا تل هڅه کوي چې د جنګ مخه ونیسي.

خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن د هند او پاکستان ترمنځ د څو ورځو تاوتریخوالي وروسته د اوربند موافقه وشوه.