چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 484

ډیلي ټایمز:د چین د فشار له کبله د طالبانو حکومت د ټي‌ټي‌پي په اړه خپل دریځ نرم کړی

د پاکستان ډیلي ټايمز ورځپاڼه وايي، چې د طالبانو حکومت له لوري د ټي‌ټي‌پي په تړاو نرم دریځ کې بدلون تر ډېره د چین له فشارونو سرچینه اخلي.

دا وروسته له هغې ده چې د طالبانو حکومت د یوه نظامي کمپ استاد سعیدالله سعید ویلي، چې بهر ته د جهاد لپاره تلل ممنوع دي.

پاکستاني چارواکي دا بدلون مثبت ګڼي؛ خو د چین زیاتېدونکو اندېښنو ته په کتو وايي، باید له احتیاطه کار واخیستل شي.

چین د خپلو پانګو او د CPEC پروژې امنیت ته اندېښمن دی، ځکه ټي‌ټي‌پي د دوی ګټو ته ګواښ متوجه کړی.

انتونیو ګوترېش:نړۍ اوس تر بل هر وخت ملګرو ملتونو او مجهزو سوله ساتو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سوله ساتو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې یوازې تېر کال کې د دې سازمان ۵۷ سوله ساتونکي وژل شوي دي.

هغه د مې پر ۲۹مه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، تر اوسه ۴۴۰۰ سوله ساتونکو خپل ژوند د ملګرو ملتونو د ماموریتونو پر مهال له لاسه ورکړی دی.

ګوټرېش زیاته کړې، نړۍ اوس تر بل هر وخت ملګرو ملتونو او مجهزو سوله ساتو ته اړتیا لري، څو د نننیو واقعیتونو او سبانۍ ننګونو پر وړاندې چمتو وي.

د یادونې ده، چې د مې ۲۹مه هر کال د سوله ساتونکو نړیواله ورځ نمانځل کېږي.

سرچینې:د هلمند بهرامچه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ په ډیورنډ فرضي کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

دغه نښته نن سهار پیل شوې او لاهم روانه ده.

تر اوسه د تلفاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي او د طالبانو حکومت هم تراوسه څه نه دي ویلي.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې نښته؛څلور وسله وال او دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په راولاکوټ ښار کې د چهارشنبې په ورځ د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې ۶ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د ډان ورځپاڼې په وینا، نښته د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د زرنوش نسیم په مشرۍ د یوې وسله‌والې ډلې پر ضد شوې.

په وژل شویو کې ۴ وسله‌وال او ۲ پولیس شامل دي.

چارواکي وايي، عملیات دوام لري او وسله‌والو د سپکو وسلو ترڅنګ لاسي بمونه هم کارولي دي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت:راتلونکې جمعه د غزې لپاره دعاګانې او ختمونه وکړئ

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خلکو غوښتي، چې د راتلونکې جمعې ورځ دې د غزې جګړه ځپلو سره د همدردۍ او د اسراییلو له لوري د «نسل‌ وژنې» پر ضد غږ پورته کړي.

دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جوماتونو امامان دې د جمعې په خطبو کې د غزې ملاتړ څرګند کړي، دعاوې دې وکړي او خلک دې د قران ختمونه ترسره کړي.

د یادونې ده چې اسراییلو د غزې د اوسېدونکو «قتل عام» ته دوام ورکړی او هڅه کوي دغه سیمه له خلکو خالي کړي.

شمالي وزیرستان؛ټي‌ټي‌پي د پوځ پر یوې پوستې برید کې ۴ پاکستاني پوځیان وژلي

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د شمالي وزیرستان سنګم سیمه کې د پاکستاني پوځ پر پوستې وسله‌وال برید کړی، چې له امله یې د یوه افسر په ګډون ۴ پوځیان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، بریدګرو هڅه کوله پوسته ونیسي او پوځیان له ځان سره یوسي؛ خو د مقاومت له امله بېرته شاتګ ته اړ شول.

تر اوسه پاکستاني چارواکو یا ټي‌ټي‌پي په رسمي ډول تبصره نه ده کړې.

ایلان ماسک؛د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره خپله رسمي دنده پای ته ورسوله

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي تایید کړې چې د ایکس ټولنیزې شبکې مالک، ایلان ماسک د ډونالډ ټرمپ له ادارې څخه رسماً وتلی دی.

سرچینې رسنیو ته ویلي، د ماسک د ځانګړي دولتي کارکوونکي دندې موده پای ته رسېدلې او د هغه د وتلو رسمي بهیر له همدې شېبې پیل شوی.

آسوشیېټډ پرېس تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې ماسک د ټرمپ حکومت د تولیداتو د لوړې کچې ادارې مشر پاتې شوی و؛ خو اوس له دې مقامه استعفا ورکړې.

ماسک په یوه لنډ بیان کې ویلي: «له ولسمشر ټرمپ څخه مننه کوم چې دا فرصت یې راکړ؛ خو اوس زما ټاکل شوې دوره پای ته رسېدلې.»

رویټرز:ایران د یورانیمو د غني‌سازۍ پروګرام ځنډولو ته چمتو دی؛ خو شرطونه لري

رویټرز خبري اژانس ویلي، ایران چمتو دی چې د یو کال لپاره یورانیم غني کول ودروي؛ خو په دې شرط چې امریکا یې کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي او د ملکي کارونې لپاره د یورانیم غني کولو حق په رسمیت وپېژني.

رویټرز د ایراني سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا اقدام به د یو سیاسي توافق برخه وي.

د رویټرز په وینا، ایران ټینګار کوي چې خپل اټومي پروګرام نه بندوي، بلکې د سوله‌ییزو موخو لپاره یې محدودوي.

بل لورته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له عمان ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، دغه هېواد د سوله‌ییزو موخو لپاره د یورانیمو له غني کېدو نه تېرېږي.

نوموړی د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ د کارونې په برخه کې د ایران پر حق ټینګار کوي او وایي: «که هغوی غواړي ډاډ ترلاسه کړي، هر ډول همکاریو ته چمتو یو.»

رویټرز:د امریکا دفاع وزیر اسیا ته د امریکا د باور پیغام وړي

رویټرز خبري اژانس وایي، د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسټ به د «شانګري-لا ډیالوګ» امنیتي غونډه کې د لومړي ځل لپاره برخه واخلي، څو اسیايي متحدینو ته دا ډاډ ورکړي چې امریکا د چین په پرتله یو باوري شریک پاتې کېږي.

رویټرز زیاتوي چې دا غونډه په سینګاپور کې کېږي، چیرې چې د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز هم ګډون کوي.

د رویټرز په وینا، هېګسټ هڅه کوي د واشنګټن دودیز رول بیا ټینګ کړي، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د ټرمپ په دوره کې متحدینو د امریکا ژمنتیا تر پوښتنې لاندې راوستې وه.

رویټرز زیاته کړې، چې چین ښايي له دې ناستې پاتې شي او امریکا د خپل دریځ د پیاوړتیا فرصت برابروي.

دا هڅه په داسې حال کې کېږي چې چین د غونډې له ګډون احتمالي انکار کړی.

خوست؛تڼیو ولسوالۍ کې د کورنیو ترمنځ نښته کې د ښځو په ګډون ۵ تنه وژل شوي

د خوست ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت په ټڼیو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې د دوو ښځو په ګډون ۵ تنه وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.

پېښه د ټڼیو ولسوالۍ د للمۍ په سیمه کې شوې، او وژل شوي کسان د یوې کورنۍ پلار، مېرمن، زوی او لور دي، بل لور ته یو تنکی ځوان هم وژل شوی دی.

د پېښې لامل نه دی څرګند شوی، او د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.