چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 483

شمالي وزیرستان؛ټي‌ټي‌پي څلور پاکستاني پوځیان وژلي

د پاکستان پوځ ويلي، چې په شمالي وزيرستان کې د وسله‌والو سره نښته کې یې څلور پوځيان وژل شوي دي.

د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا نښته وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د تحريک طالبان پاکستان ټي ټي پي وسله‌والو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.

په نښته کې د ټي‌ټي‌پي شپږ غړي هم وژل شوي دي.

تر اوسه ټي‌ټي‌پي د پوځ د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

شیخ هبت‌الله:طالب مسؤولین دې له اختلاف او قوم‌پالنې ډډه وکړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د پکتیکا ولایت د مسؤولینو د ښوونیز سمینار په غونډه کې چې په کندهار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ او د ګډونوالو هڅې یې وستایلې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپل ایکس لیکلي، چې شیخ هبت‌الله په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې باید له فردګرايۍ، اختلاف، قوم‌پالنې او جاه‌طلبۍ څخه ډډه وشي.

نوموړي د اسلامي اصولو پر بنسټ د اتحاد، همغږۍ، شریعت ته د ژمنتیا، د مشرانو د اطاعت، د جهاد د اهدافو د تحقق او عدالت او اصلاح لپاره د ګډو هڅو غوښتنه کړې.

نوموړي له طالب مسؤولینو غوښتي چې له علماوو سره ناستې او مشورې وکړي، تقوا خپله کړي او له خلکو سره په نرمه او اسلامي رویه چلند ولري.

نتنیاهو؛فلسطین کې د اوربند لپاره د امریکا نوې طرحه منلې

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا د استازي استیفن ویتکاف له خوا د غزې د اوربند وړاندې شوې نوې طرحه منلې ده.

د دې پلان له مخې، که حماس موافقه وکړي، نو ۶۰ ورځنی اوربند به وشي او په بدل کې به ۱۰ ژوندي یرغمل شوي او د ۱۸ مړو جسدونه اسرائیل ته وسپارل شي.

حماس تایید کړې چې طرحه‌یې ترلاسه کړې، خو سرچینې وايي چې حماس له هغې ناراضه دی، ځکه دا د اسرائیل په ګټه دی او دایمي اوربند ته پکې هیڅ تضمین نه شته.

دغه وړاندیز په اسرائیلي حکومت کې دننه هم بیلابیل غبرګونونه راپارولي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:عباس عراقچي په ایټالیا کې له حامد کرزي سره لیدلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت په وینا، دا کتنه د حامد کرزي په غوښتنه ترسره شوې ده.

تر دې وړاندې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي و چې حامد کرزي جرمني ته د خپل وروستي سفر پر مهال د پنځو لوېدیځو هېوادونو له استازو او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره کتلي دي.

د یادونې ده، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د بحران د حل لپاره پر ټول‌شموله حکومت جوړېدو خبرې شوي دي.

حامد کرزی:هېله لرم، ملالۍ د نورو نجونو سره یوځای په هیواد کې لوړو زده کړو ته لاس رسی ومومي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دولسم ټولګې څخه د میرویس خان کرزي د فراغت په اړه خوښې ښودلې؛ خو د خپلې لور ملالۍ د لومړنیو زده کړو د بشپړیدو وروسته یې هېله ښودلې چې هغه او نورې افغانې نجونې وکړای شي په هیواد کې تر دولسم ټولګي زده کړې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د هغه زوی میرویس کرزی هم له دولسم ټولګي فارغ شو.

هېواد کې له ښوونځي څخه د میرویس کرزي فراغت ټولنیزو رسنیو کې ستایل شوی.

د یادونې ده چې ښاغلي کرزي تر دې وړاندې ډېر ځله د طالبانو له حکومت غوښتي، ترڅو د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګی پورته ښوونځي پرانیزي.

د می ۲۹مه؛نن د پښتو ملي ورځ ده

د می ۲۹مه د پښتو ژبې له ملي ورځې سره برابره ده.

په تېرو نږدې دوو لسیزو کې پښتو ژبه کې سلګونه کتابونه ولیکل شول او سلګونه نور ورته را وژباړل شول.

پښتانه پښتو مورنۍ ژبه ګڼي او د دغې ژبې پر بډایي توب ټینګار کوي؛ خو نیوکه بیا دا ده، چې لاهم پښتو ژبه کې علمي کتابونه کم لیکل شوي.

د یادونې ده، چې دا ورځ نن ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخه کچه ونمانځل شوه.

د طالبانو امربالمعروف چارواکو؛په هرات کې د جماعت لمونځ نه کوونکو نارینه‌وو لپاره جریمه ټاکلې

هرات کې ځایي طالب چارواکو امر کړی، هغه نارینه چې د جماعت لمونځ ته نه ورځي، باید هره ورځ ۱۰۰ افغانۍ جریمه ورکړي.

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، طالبان په بازارونو کې پلټنې کوي، او د لمانځه نه کولو په صورت کې د خلکو له جیبونو جریمه اخلي.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې د خلکو د تګ راتګ او فعالیتونو څارنه او نظارت ډېر سخت کړی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

حامد کرزي؛په ایټالیا کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او د لوېدیځو هېوادونو له استازو سره کتلي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل وروستي اروپایي سفر کې په ایټالیا کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي او د پنځو لوېدیځو هېوادونو له استازو سره لیدلي دي.

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې کرزی له آلمان څخه په یوه شخصي الوتکه کې روم ته تللی و او هلته یې له یادو استازو سره د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه خبرې کړې دي.

سرچینې زیاتوي چې په دې لیدنه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو استازی، او د جرمني، بریتانیا او نورو اروپایي هېوادونو څلور نور دیپلوماتان شامل وو.

دغو لیدنو کې د افغانستان د روان سیاسي بحران د حل یوازینۍ لاره د ټول‌شموله حکومت جوړول یاد شوې دي.

ویل شوي چې د کرزي او عراقچي لیدنه د ایران په سفارت کې شوې او د ملي خبرو د تطبیق پر عملي لارو چارو هم خبرې شوي دي.

دا د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته اروپا ته د حامد کرزي له څو سفرونو څخه یو بل سفر بلل کېږي، چې هدف یې د افغانانو ترمنځ د یو پراخ سیاسي تفاهم هڅې دي.

د ازموینو ملي اداره:د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې لومړی پړاو په ۱۱ ولایتونو کې پیل شو

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ تعلیمي کال د کانکور ازموینې لومړی پړاو نن، د غبرګولي په ۸مه، په ۱۱ ولایتونو کې پیل شو.

دغه ادارې ویلي، چې یادې ازموینې ته نږدې ۲۵ زره او ۳۰۰ ځوانانو نوملیکنه کړې، او ټاکل شوې دا پروسه په هغو ولایتونو کې ترسره شي چې امنیتي او تخنیکي شرایط یې برابر ګڼل شوي.

یادې ادارې ویلي، چې دغه ازموینه په کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، غور، بامیان، ډایکنډي، میدان وردک، لوګر، پکتیکا او غزني ولایتونو کې پیل شوې ده.

د یادونې ده چې له تېرو څو کالو راهیسې د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځي تړلي او د کانکور له ازموینې څخه هم بې برخې دي.

ډیلي ټایمز:د چین د فشار له کبله د طالبانو حکومت د ټي‌ټي‌پي په اړه خپل دریځ نرم کړی

د پاکستان ډیلي ټايمز ورځپاڼه وايي، چې د طالبانو حکومت له لوري د ټي‌ټي‌پي په تړاو نرم دریځ کې بدلون تر ډېره د چین له فشارونو سرچینه اخلي.

دا وروسته له هغې ده چې د طالبانو حکومت د یوه نظامي کمپ استاد سعیدالله سعید ویلي، چې بهر ته د جهاد لپاره تلل ممنوع دي.

پاکستاني چارواکي دا بدلون مثبت ګڼي؛ خو د چین زیاتېدونکو اندېښنو ته په کتو وايي، باید له احتیاطه کار واخیستل شي.

چین د خپلو پانګو او د CPEC پروژې امنیت ته اندېښمن دی، ځکه ټي‌ټي‌پي د دوی ګټو ته ګواښ متوجه کړی.