دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 483

کریم خرم:یو شمېر اجیرو رسنیو او سیاستوالو به د لوېدیځ قوتونو ظلمونه پټول

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم ویلي، چې لوېدیځ هېوادونه د خپلو جنګي جنایتونو د پټولو لپاره تاریخ خپله لیکي او د افغانانو غږونه د توطیې تیورۍ په نوم بدناموي.

نوموړي په خپله تازه تبصره کې د BBC هغه رپوټ ته اشاره کړې چې پکې بریتانوي عسکرو د افغانستان او عراق په جګړو کې د ملکي خلکو، حتی ماشومانو، د وژنې اعتراف کړی دی.

خرم زیاتوي، چې پخوا به هر هغه چا چې د لوېدیځ پر سیاستونو نیوکه کوله، د طالبانو، پاکستان، یا ایران ملاتړی بلل کېده.

هغه دا هم ویلي، د بګرام زندان د ملاتړ په خاطر ځینو افغان چارواکو د امریکایي چارواکو دفاع کوله، حال دا چې وروسته د امریکا کانګرس د خپلو پټو زندانونو د شکنجو پلټنه وکړه.

خرم دغه راز ویلي، یو شمېر اجیرو رسنیو او سیاستوالو د لوېدیځو قوتونو ظلمونه پټول.

رویټرز:احمد شرع هڅه کوي چې منځني ختیځ ته د ډونالډ ټرمپ د سفر پر مهال د هغه پام ځانته واړوي

باوري سرچینو رویټرز ته ویلي چې د سوریې ولسمشر احمد شرع هڅه کوي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پام د هغه د منځني ختیځ د سفر پر مهال جلب کړي.

شرع ټرمپ ته وړاندیز کړی چې په دمشق کې د “ټرمپ برج” جوړ کړي، له اسرائیل سره اړیکې عادي کړي او امریکا ته د سوریې د نفتو او ګازو منابعو ته لاسرسی ورکړي.

د راپور له مخې، د انرژۍ شرکت مشر جاناتان بس د شرع سره کتلي او هڅه کوي د ټرمپ د منځني ختیځ د سفر پر مهال د دوی لیدنه تنظیم کړي.

رویټرز لیکلي، که څه هم د ټرمپ او شرع لیدنه ناممکنه ښکاري؛ خو ټاکل شوې چې د ټرمپ د سفر پر مهال یو لوړپوړی ملاقات د امریکایي او سوریایي چارواکو ترمنځ ترسره شي.

د زده کړو سره دښمني؛طالب استخباراتو خپل یو بل خواخوږی مفتي بشیر حنفي نیولی

تر «جنرال» مبین وروسته طالبانو خپل یو بل خواخوږی بشیر احمد حنفي هم نیولی.

ښاغلی حنفي چې په ټولنیزو رسنیو کې په ځانګړي ډول په ټیک ټاک کې دیني مسایل بیانوي او د طالبانو حکومت ملاتړی دی په هلمند کې طالب استخباراتو نیولی دی.

د نوموړي نږدې ملګري وایي، بشیر حنفي له هغه وروسته نیول شوی چې د افغانو نجونو پرمخ د زده کړو د مرکزونو پرانیستل یې غوښتي وو.

د هند د مجلس اتحاد المسلمین مشر:پاکستان د خپلو ګټو لپاره د قران ایتونه هم ناسم تعبیروي

د هند د مجلس اتحاد المسلمین مشر اسدالدین اویسي وايي، چې د پاکستان حکومت د خپلو سیاسي ګټو لپاره قرآن ناسم تعبیر کوي.

نوموړی وایي، پاکستان پوځ د “بُنیانٌ مرصوصٌ” تر نامه لاندې د هند پر ضد عملیات پیل کړي؛ خو د قرآن دا آیت یې نیمګړی اخیستی.

هغه د پوښتنې په ډول ویلي، کله چې پاکستان د بنګله‌دېش پر مسلمانانو بریدونه کول؛ نو همدا آیت یې ولې هېر شوی و.

نوموړی زیاتوي، چې د پاکستان پخواني مشرانو د هند مسلمانان کم ګڼلي وه.

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د چین له کمونیست ګوند سره اړیکې لري؛ خو بیا هم د شین‌جیانګ مسلمانانو سره د ظلم پر وړاندې چوپه خوله پاتې شوی.

د هند او پاکستان له کړکېچ وروسته؛نریندرا مودي نن ماښام خپل ملت ته وینا کوي

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به نن ماښام خپل ملت ته وینا وکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، دا وینا له هغه وروسته اعلان شوې چې د پاکستان او هند ترمنځ اوربند شوی دی.

هندي رسنیو ویلي، چې مودي به په خپله وینا کې د اوربند د تفصیلاتو ترڅنګ د سیمې د روان وضعیت او راتلونکو ګامونو په اړه خپل دریځ څرګند کړي.

دوی زیاتوي، چې یادې وینا ته په نړیواله کچه پام ور اوښتی، ځکه چې له پاکستان سره تر کړکېچ وروسته مودي دغه وینا کوي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر؛د یو پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته په رسمي سفر ولاړ

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د یو پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی، څو د «سیمه‌ییزه همکاري د دوامدارې انرژۍ لپاره» پنځم نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.

یاد کنفرانس د مې میاشتې له ۱۳مې تر ۱۵مې نېټې پورې د ازبکستان په تاشکند ښار کې ترسره کېږي، چې موخه یې د انرژۍ د برخې سیمه‌ییزې همکارۍ پراخول، د پانګوالو جذب، شنو تکنالوژیو ته لېږد، او د انرژۍ او اوبو د ننګونو د حل لارو موندل ښودل شوي دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت دا کنفرانس د ستراتیژیکو بحثونو، د معاصر انرژي بازار د جوړښت او شنه اقتصاد ته د تګ لپاره یوه مهمه موقع بللې ده.

په کنفرانس کې د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو د انرژۍ وزیران، او همداراز د نړیوالو سازمانونو استازي لکه نړیوال بانک او د اټومي انرژۍ نړیواله اداره ګډون کوي.

د هند او پاکستان له کړکېچ وروسته؛هند ۳۲ هوايي ډګرونه بېرته پرانیستل

د هند حکومت اعلان کړی چې د پاکستان سره د نښتو له پای ته رسېدو او د اوربند له اعلان وروسته، ۳۲ هغه هوايي ډګرونه یې بېرته پرانیستي چې د شخړو پر مهال تړل شوي وو.

د هند د هوايي ډګرونو ادارې ویلي، دغه هوايي ډګرونه له سمدستي اغېز سره ملکي پروازونو ته خلاص شوي دي.

د یاد هېواد مخکښ خصوصي هوايي شرکت «اندیاګو» هم اعلان کړی چې د بندو لارو فعالیتونه به په تدریجي ډول بېرته پيل کړي.

له بلې خوا، د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې هم د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د هېواد فضا او هوايي ډګرونه یې بېرته د الوتنو لپاره خلاص کړي دي.

دا پرمختګونه وروسته له هغه کېږي چې د امریکا په منځګړیتوب د هند او پاکستان ترمنځ د څلور ورځنیو نښتو وروسته اوربند اعلان شو.

د بریتانوي سرتېرو اعتراف:افغانستان کې مو داسې ماشومان هم وژل چې د جګړې عمر ته نه وو رسېدلي

د برېټانیې ځانګړو ځواکونو له اوږدې چوپتیا وروسته بی بي سي ته ویلي، چې افغانستان کې سخت جنګي جرمونه یې کړي دي.

دوی ویلي، ان داسې ماشومان یې هم وژل، چې د جګړې عمر ته نه وو رسېدلي.

یادو سرتېرو د یوولس کالو جنګي جرمونو شاهدي ویلې، چې د بندیانو وژل پکې تر ټولو عادي چاره بلل کېږي.

په دغو سرتېرو کې د شاهي کورنۍ ځانګړي ځواکونه هم شامل دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت:له ټولنیزو شبکو ناسمې استفاده کوونکو ته سزا ورکوو

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې له ټولنیزو شبکو څخه ناسمې او نامشروع استفادې ته به قانوني ځواب ورکول کېږي.

د دغه وزارت ویاند، سیف‌الاسلام خیبر، ویلي چې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو پاڼې تر څار لاندې دي او څوک اجازه نه لري چې دا شبکې د ناسم هدف لپاره وکاروي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون یوه اعلامیه کې ویلي، چې ټولنیزې شبکې باید د موثقو خبرونو د خپرولو، د دیني او عصري علومو د ترویج، د مسلمان ملت د یووالي او د یو بل د درناوي لپاره وکارول شي، نه د تعصب، بې‌احترامي، اخلاقي انحرافاتو او فکري تحریف لپاره.

اعلامیه زیاتوي چې وزارت ټولې هغه شبکې، پاڼې او آدرسونه څاري او قانوني تعقیب به یې کوي چې د فکر، عقیدې او ټولنیز ذهنیت د تخریب هڅه کوي.

راپوورنه:د طالبانو حکومت «جنرال» مبین په یو نیم کال بند محکوم کړی دی

له څه مودې راهیسې د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ پخوانی ویاند او د ټولنیزو رسنیو فعال «جنرال» مبین پر سوشل میډیا نه ښکاري.

که څه هم د هغه د دغې ناڅاپي ورکېدو په اړه څرګند څه نشته؛ خو داسې راپورونه ورکړل شوي چې نوموړی نیول شوی دی.

ویل کېږي، چې مبین ته د طالبانو حکومت د یو نیم کال بند سزا اورولې.

تر اوسه د نوموړي د نېول کېدو په اړه د طالبانو حکومت څه نه دي ویلي.

څه موده وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوې وه چې د «جنرال» مبین په کور طالبانو چاپه اچولې وه او هغه یې نېولی وو.