چهارشنبه, جولای 8, 2026
Home Blog Page 478

اوچا:د افغانستان شمال ته مو د مرستې ټیمونه لیږلي او ښایي د تلفاتو ارقام لوړ شي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د زلزله‌ځپلو سیمو د ژغورنې او بیړنیو مرستو عملیات یې پیل کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دې ادارې له ګڼو بشري بنسټونو سره په همغږۍ، د مرستندویو ټیمونو د اعزام بهیر پیل کړی دی ترڅو زیانمنو کورنیو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

اوچا خبرداری ورکړی چې د تېرې شپې زلزلې له امله د تلفاتو شمېر ښایي نور هم لوړ شي، ځکه د ځینو سیمو له بشپړ وضعیت لا هم کره معلومات نه‌دي ترلاسه شوي.

جاپان او ایران؛د افغانستان د زلزلې له زیانمنو سره خواخوږي او د مرستو ژمنه کړې

په کابل کې د جاپان سفیر کن‌ییچي ماساموتو د هېواد په شمالي ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د جاپان سفارت د سفیر له قوله وايي چې د مړو لپاره دعا کوي او کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کوي.

سفارت وایي جاپان له زیانمنو سره د مرستې لپاره چمتو دی.

همدارنګه په کابل کې د ایران سفارت هم د شمال د مرګونې زلزلې د اغېزمنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ایران په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او له ارزونو وروسته به اړینې مرستې وړاندې کړي.

د بدخشان د شهر بزرګ ولسوال:په بدخشان کې زلزلې نږدې ۸۰۰ کورونه نړولي؛ خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

د بدخشان د طالبانو د شهر بزرګ ولسوال عبدالرشید رشاد وایي چې د تېرې شپې زلزلې په چوګاني کلي کې نږدې ۸۰۰ کورونه په بشپړ ډول وران کړي.

رشاد زیاتوي چې د سیمې اوسېدونکي له درنو ستونزو سره مخ دي او بیړنیو خوړو، سرپناه او درملو ته جدي اړتیا لري.

د یادونې ده چې د تېرې شپې زلزلې په بلخ، سمنګان او بغلان کې هم مالي او ځاني زیانونه رامنځته کړي دي.

د طالبانو حکومت د برښنا شرکت:د تېرې شپې زلزلې د وارداتي برښنا مزي سخت زیانمن کړي؛ څو ولایتونه له برښنا بې‌برخې شوي

د طالبانو حکومت د برښنا شرکت وايي، د تېرې شپې زلزلې د ازبکستان وارداتي برېښنا مزیو ته سخت زیان اړولی دی.

د یاد شرکت په وینا، د نایب‌اباد – سمنګان او خُلم–پلخمري ترمنځ د برېښنا لینونه پرې شوي او له امله یې کابل، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، لوګر، پکتیا، غزني او میدان‌وردک ولایتونه له وارداتي برښنا بې‌برخې شوي دي.

یاد شرکت ویلي، د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته د بیړنیو هڅو سره سره د لینونو د بېرته نښلولو لومړنۍ هڅې پایله نه‌ده ورکړې؛ خو تخنیکي ټیمونه اوس هم د زیانمنو شویو برخو د ارزونې او د برښنا د بېرته وصلولو په هڅه کې دي.

د یادې اعلامیې له مخې، د تاجکستان وارداتي برېښنا لین هم تر کندزه پرې شوی دی، چې د برښنا رسونې وضعیت یې نور هم له ننګونو سره مخ کړی دی.

ذبیح الله مجاهد:په درې ولایتونو کې د زلزلې له زیانونو وروسته د مرستو هڅې روانې دي

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، ویلي چې بیګانۍ زلزلې په بلخ، سمنګانو او بغلان ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي چې دوی پرې د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې.

نوموړي د شهیدانو لپاره د جنت الفردوس، د ټپیانو لپاره د بېړنۍ روغتیا او د کورنیو لپاره د جمیل صبر دعا کړې ده.

مجاهد زیاتوي چې د «اسلامي امارت» اړوند ټول مسؤلین او ادارې په کار بوختې دي، څو د خلکو مرستې او د هغوی اړتیاوې په خپل وخت ور ورسوي.

توماس بارفیلډ:امیر عبدالرحمن خان د معاصر افغانستان بنسټ‌اېښودونکی او زړور پاچا و

افغانستان پیژندونکی او د بوستون امریکايي پوهنتون استاد توماس بارفیلډ د پخواني پاچا امیر عبدالرحمن خان په اړه وایي چې نوموړی یو زړور او پیاوړی جنګیالی افغان پاچا وو.

ښاغلي بارفیلډ د آمو ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې امیر عبدالرحمن خان د نوي او مډرن افغانستان بنسټ ایښوودنکی پاچا وو.

د امریکا د بوستون د پوهنتون دغه استاد زیاته کړې، چې امیر عبدالرحمن خان په مرکزي حکومت باور درلود او په همدې موخه د سلطنتي رقیبانو په ګډون خپل مخالفین وځپل او واحده مرکزي اداره یې رامنځته کړه.

د طالبانو حکومت:مرستندویه او طبي ټیمونه سمنګان ته رسېدلي؛ د ژغورنې عملیات روان دي

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی، چې مرستندویه ټیمونه یې سمنګان کې د زلزلې سیمې ته رسېدلي دي.

یاد وزارت ویلي، چې دوی هڅه کوي هلته د ژغورنې عملیات په ښه ډول ترسره کړي.

بل لورته بیا د عامې روغتیا وزارت هم خبر ورکړی، چې د دوی طبي ټیمونه هم سیمې ته رسېدلي.

د یادونې ده، چې تېره شپه یوه بجه په هېواد کې د زلزلې ټکانونه محسوس شول، چې د سمنګان ډېرې سیمې یې خورا زیانمنې او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت:سمنګان کې د شوې زلزلې له امله لس مړه او ۲۶۰ نور ټپیان دي

سره له دې، چې په سمنګان کې د شوې زلزلې وروستي جزیات لاهم نه دي په ډاګه شوي؛ خو د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وايي، چې په دغې زلزلې کې لس تنه مړه او ۲۴۰ نور ټپیان دي.

دا زلزله تېره شپه نږدې یوه بجه شوې وه، چې د پلازمېنې په شمول یې د هېواد ګڼې نورې برخې هم ولړزولې.

لاهم په دې اړه وروستي جزیات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز:واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته ۵ خبریالان وژل شوي او ۲۶۵ نیول شوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو حکومت په څلور کلنه واکمنۍ کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د حقونو د سرغړونو لږ تر لږه ۶۴۰ پېښې ثبت شوي دي.

د راپور له مخې، په دې موده کې ۵ خبریالان وژل شوي او شاوخوا ۲۶۵ نور خبریالان او کارکوونکي نیول شوي دي.

دغه مرکز وايي، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو معافیت او زیاتېدونکي محدودیتونه د ټولنې او هېواد د پرمختګ لپاره زیان رسوي او د طالبانو له حکومت غواړي چې د خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي او د قربانیانو لپاره د عدالت په تأمین کې لازم ګامونه پورته کړي.

د مرکز په وینا، داخل افغانستان د رسنیو د فعالیتونو محدودیتونه ډېر شوي او بهر مېشتي خبریالان هم د انلاین بدنامۍ او فشارونو هدف ګرځي.

د طالبانو حکومت نظامي محکمه:ډاکتر فاروق اعظم نور د طالبانو په حکومت کې د کار حق نه لري

د طالبانو حکومت نظامي محکمې کې یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته وویل، چې د طالبانو حکومت د اوبو او برښنا وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم په «اسلامي امارت» کې د کارکولو څخه د تل لپاره منع کړی دی.

سرچینې ویلي، ډاکتر فاروق اعظم نن د اوبو او برښنا وزارت څخه خدای پاماني واخیسته.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د فاروق اعظم نظر واخلو؛ خو نوموړي زمونږ پیغام ځواب نه کړ.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.