شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 47

په ایران، د امریکا او اسرائیلو برید؛ریاض یو ځل بیا د ایران پرضد د خپلې خاورې د نه کارولو اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې د ایران په ضد به خپله خاوره نه کاروي.

په ورته وخت کې ایران د سعودي عربستان ددې اعلان چې په کې ویل شوي د ایران پر ضد به د خپل هېواد خاوره نه کاروي هرکلی کړی دی.

په ریاض کې د ایران سفیر علیرضا عنایتي اف پي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې ایران د سعودي دا دریځ ستایي چې د دې هېواد فضايي حریم، سمندري حدود یا خاوره به د ایران پر ضد نه کارول کیږي.

د ایراني سفیر په وینا، د سعودي چارواکو څو ځله دا ډاډ ورکړی چې د سلطنت فضايي، سمندري یا ځمکني حدود به د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد ونه کارول شي، او ایران د دې ژمنې له امله منندوی دی.

د راپور له مخې، د جګړې له پیل څخه مخکې هم سعودي عرب د تهران او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کړی و او روښانه کړې یې وه چې پر ایران د هر ډول برید لپاره به د سعودي فضايي حریم د کارولو اجازه نه ورکول کېږي.

ډیورنډ فرضي کرښه؛ د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ ترمنځ جګړه کې ګڼې پوستې نیول شوي او لسګونه پوځیان وژل شوي

د طالبانو د حکومت د استخباراتي سرچینو د راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو او طالب ځواکونو ترمنځ سخته جګړه پیل شوې، چې ویل کېږي پاکستاني لوري ته پکې درانه زیانونه اوښتي دي.

سرچینې وایي، د کندهار، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو ته څېرمه د فرضي کرښې په اوږدو کې طالب ځواکونو د پاکستاني پوځ یو شمېر پوستې نیولې او لسګونه پوځیان یې وژلي دي.

د راپورونو له مخې، یوازې د کندهار د فرضي کرښې په ساحه کې له دېرشو څخه زیات پاکستاني پوځیان وژل شوي او جسدونه یې په نیول شويو پوستو کې پراته دي.

همدارنګه په کونړ ولایت کې د شا او خوا شپږو پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.

بل لور ته د خیبر پښتونخوا په پاړه‌چنار سیمه کې د «تور غونډۍ» په نوم پوسته هم نیول شوې او ویل کېږي چې هلته مېشت پوځیان وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په سیمه کې پر فرضي کرښه لګول شوی اغزن تار د طالب ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی او پنځه پوستې یې نیول شوي چې میشت پوځیان هم له منځه وړل شوي.

د ننګرهار ولایت دوربابا او لعلپوره کې د یوې پوستې د نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي او شپږ پوځیان د درازکوف پر مټ له منځه وړل شوي.

همدارنګه د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ کې د «جنډو سر» په نوم د یوې پوستې د نیولو راپور ورکړل شوی او ویل کېږي چې هلته هم مېشت پوځیان وژل شوي دي.

راپورونه دا هم وايي چې د پکتیا ولایت د «توپ سر خوچ کرم» او «انځرکي سر» په نوم پوستو ته هم طالب ځواکونه داخل شوي او هلته مېشت پوځیان وژل شوي دي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران د نوي مشر په ټاکنه کې باید امریکا هم ګډون ولري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د ستر مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي له مرګ وروسته د نوي مشر په ټاکنه کې باید امریکا هم برخه ولري.

ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي، که ایران هڅه وکړي چې د امریکا له ګډون پرته نوی مشر وټاکي؛ نو دا به بې‌ګټې هڅه وي.

نوموړي زیاته کړې چې د خامنه‌يي زوی مجتبی خامنه‌يي د احتمالي نوي مشر په توګه یادېږي؛ خو دی به دا پرېکړه ونه مني.

د هغه په وینا، مجتبی خامنه‌يي کمزورې څېره ده او ایران ته داسې مشر ته اړتیا ده چې په هېواد کې سوله او همغږي رامنځته کړي.

ټرمپ ټینګار کړی چې که نوی ایرانی مشر د پخواني مشرتابه پالیسۍ ته دوام ورکړي؛ نو امکان لري په راتلونکو پنځو کلونو کې بیا د امریکا او ایران ترمنځ شخړې رامنځته شي.

تازه؛ کندهار، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا کې فرضي کرښې ته څیرمه د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو جګړه پیل شوې

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، تازه د کندهار په ښورابک کې یې فرضي کرښې ته څیرمه په جګړه کې د پاکستاني پوځیانو ۲پوستې، ۲دهشکې، ۲هاوانونه، ۱ثقیل او ۲د شپې دروبینان نیولي.

خوارزمي زیاته کړې چې پاکستاني پوله ساتو پوځیانو سره جګړه په چټکۍ روانه او په زیات شمېر د وژل شویو پوځیانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پراته دي.

هممهاله په خوست، پکتیا، پکتیکا او ننګرهار کې هم فرضي کرښې ته څیرمه د پاکستاني پوځیانو سره د طالب ځواکونو د “رد الظلم” په نوم جګړه روانه ده.

جابر نعماني:په کوټه کې د ډرون برید کې یو مېجر او دوه افسران وژل شوي

د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکی جابر نعماني وایي، د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د انفجاري بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یو مېجر او دوه نور صاحب منصبان وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، دغه کسان هغه مهال هدف وګرځول شول چې پر افغانستان د بریدونو د پلان په جوړولو بوخت وو.

خوشال سادات:پاکستان به بالاخره د جګړې د درولو او اوربند غوښتنه وکړي

د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې پاکستان به بالاخره د جګړې د درولو او اوربند غوښتنه وکړي.

هغه ویلي چې لکه څنګه یې له لومړۍ ورځې اټکل کړی و، اوس پاکستان د جګړې له سختو شرایطو سره مخ دی او د همدې له امله د اوربند خبره مطرح کوي.

د سادات په وینا، پاکستان دا مهال له درېیو مهمو ستونزو سره مخ دی.

د هغه په خبره، لومړی دا چې د ایران جګړې د نړیوال اقتصاد او د تېلو بازار ته زیان رسولی، دویم دا چې د پاکستان د جنګي الوتکو مهمات د ختمېدو په حال کې دي، او درېیم دا چې د ډیورنډ کرښې وضعیت ورځ تر بلې د افغانستان په ګټه بدلېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې که افغانستان له دې تاریخي فرصته په هوښیارۍ او چټکۍ ګټه واخلي، نو امکان لري دا ستونزه د تل لپاره حل شي او پاکستان بیا د بریدونو او تورونو توان له لاسه ورکړي.

بلومبرګ:د پاکستان د پوځ مشر وایي که له افغان خاورې د بریدونو مخه ونیول شي، عملیات دروو

امریکایي رسنۍ بلومبرګ وایي، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي چې که له افغان خاورې د پاکستان پر ضد د وسلوالو ډلو فعالیتونه بند شي، پاکستان چمتو دی چې پر افغانستان خپل پوځي عملیات ودروي.

بلومبرګ وایي چې عاصم منیر ویلي، د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کار اخیستل د منلو وړ نه دي او که دا وضعیت دوام وکړي؛ نو د دې ګواښ د له منځه وړلو لپاره به ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

بل لورته د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې افغان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې هغه مهال زیاتې شوې چې د پاکستان د هوایي بریدونو په ځواب کې د افغانستان لوري غبرګون وښود.

وروسته پاکستان اعلان وکړ چې له افغانستان سره یې جګړه پراخه کړې او د کابل په ګډون یې د هېواد پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي.

دغه بریدونه دواړو خواوو ته اوس هم دوام لري.

عادل راجا:د پاکستان پوځي مشران د خپلو ګټو لپاره ځوانان جګړې ته هڅوي

پاکستاني خبریال عادل راجا ویلي چې د پاکستان د پوځ مشرتابه د خپلو شخصي ګټو لپاره د هېواد ځوانان جګړې ته ټېل وهي او د جګړې دوام د خلکو په زیان دی.

نوموړي د خپلو تازه څرګندونو پر مهال ویلي، د وروستیو معلوماتو له مخې د بلوچستان د کچلاک په سیمه کې د غزه‌بند پر عمومي مرکز د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې شاوخوا شل پوځیان وژل شوي او ټپیان دي او د وسلو او بارودو دوه زېرمتونونه هم ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړې چې دا برید ښايي د کندهار پر ځینو سیمو د ترسره شوو هوایي بریدونو په غبرګون کې شوی وي.

د هغه په وینا، په وزیرستان کې هم د پوځ پر یوه کېمپ د توغندیز برید راپورونه ورکړل شوي چې د درنو زیانونو خبره پکې کېږي.

عادل راجا ټینګار کړی چې دا جګړه د نورو د ګټو لپاره روانه ده او د پاکستان پوځ مشرتابه د هېواد د پیسو او د ځوانانو د وینې په بدل کې خپلې موخې تعقیبوي.

نوموړي پوښتنه کړې چې دا وضعیت به تر کومه دوام کوي او تر کومه وخته به د پاکستان پوځ د داسې پالیسیو له امله له ستونزو سره مخ وي.

جابر نعماني:د افغانستان اړوند څو بې‌پیلوټه الوتکو بلوچستان کې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي

د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکی جابر نعماني وایي، چې د افغانستان اړوند څو بې‌پیلوټه الوتکو د بلوچستان د کوټې ښار په شاوخوا سیمو کې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.

هغه وایي په دغو بریدونو کې د دښمن لوري ته درانه تلفات اوښتي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې شاوخوا پنځلس کسان وژل شوي او یا ټپیان دي.

همداراز راپورونه ښيي چې د بریدونو پر مهال د وسلو دوه لوی زېرمتونونه هم په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

حمدالله فطرت:تیرو ۲۴ساعتونو کې د پاکستان پوځ بریدونو کې شپږ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې درې ملکي وګړي شهیدان او درې نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي فطرت ویلي، په خوست ولایت کې تېره شپه د پاکستاني ځواکونو له لوري د هاوان مرمۍ د یوه ولسي وګړي پر کور لګېدلې چې له امله یې یوه ماشومه ټپي شوې ده.

د هغه په وینا، د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پرون مازدیګر د پاکستاني ملېشو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې پکې د پاکستاني ځواکونو له لوري یو ملکي وګړی، وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

فطرت زیاتوي چې د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري ۸۲ فیره د لیرې واټن ویشتونکي توپ مرمۍ لګېدلې چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي، خو ځاني تلفات نه لري.

همدارنګه د دانګام ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو ۱۵ فیره او د شلتن ولسوالۍ د یخ‌ناو او واړه سر سیمو باندې ۴ فیره مرمۍ لګېدلې چې یوه مرمۍ په کور لګېدلې او د ساجد په نوم اته کلن ماشوم یې ټپي کړی دی.

نوموړي وویل چې تېره شپه ناوخته د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د کنډک درې په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر ولسي خلکو ډزې شوي چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت دغه بریدونه د پاکستان د پوځ له لوري د ملکي وګړو پر وړاندې جګړه ییز جنایتونه بللي دي.