شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 46

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت:تېره شپه د کندهار ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه ۳۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت وایي، چې تېره شپه یې د «ردالظلم» په نوم د انتقامي عملیاتو په لړ کې د کندهار ولایت د شورابک ولسوالۍ په اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه د پاکستاني پوځ یوه لویه پوسته له منځه وړې ده.

د یاد وزارت په وینا، په دغه برید کې د پاکستاني پوځ شاوخوا ۳۰ عسکر وژل شوي او د پوستې ټول تجهیزات د افغان دفاعي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

وزارت زیاتوي چې په ترلاسه شوو “غنیمتونو” کې ۲ هاوانونه، ۳ دهشکې، د شپې او ورځې ۲ دوربینونه، ۲ ثقیل وسلې، ۱۸ لاسي بمونه، د ثقیل ۳۰ فیره مرمۍ، د دهشکې ۱۰ بکسې مرمۍ او یو شمېر نور مهمات شامل دي.

امیرخان متقي؛له سرګي لاوروف سره د سیمې پر وضعیت او د افغانستان ـ پاکستان پر اړیکو خبرې کړې

د روسیه د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سیمې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې خبرو کې د سیمې امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول پر ایران د وروستیو بریدونو منفي او بې‌ثباته کوونکي اغېزې هم ارزول شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو د کمېدو پر امکان هم بحث کړی دی.

سرګي لاوروف ټینګار کړی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اختلافات باید د سیاسي خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

یوناما:د افغانستان او پاکستان نښتو کې ۵۶ ملکي کسان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلي چې د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ وروستیو سرحدي نښتو کې ملکي وګړو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یاد ماموریت نن جمعه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې څخه د مارچ تر ۵مې پورې د مخامخ جګړو او هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۵۶ ملکي کسان وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د اعلامیې له مخې، د قربانیانو شاوخوا ۵۵ سلنه ښځې او ماشومان دي چې دا چاره د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.

یوناما له دواړو لورو څخه غوښتي چې د نړیوالو بشري قوانینو درناوی وکړي او د ملکي وګړو ساتنې ته جدي پام وکړي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند:په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو سره په ۲۸مهمو نقطعو کې جګړه کړې.

خوارزمي وایي، د یادې جګړې په نتیجه کې یې د دښمن ۱۴پوستې او ۳نظامي قرارګاوې له منځه وړي، ۱۰۹پوځیان یې وژلي او ۱۴۸نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې د «اسلامي امارت» ځواکونو د پاکستاني پوځ تر لسو د زیاتو پوستو پوځي وسایط له منځه وړي، سلګونه سپکې او درنې وسلې یې نیولي، دوه کشفي الوتکې یې رانسکورې کړي دي.

هغه ویلي، دغه راز د پاکستاني پوځ لخوا د ړندو بریدونو په پایله کې ۷تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳نور ټپیان شوي دي.

خوارزمي ویلي، «اسلامي امارت» د یوې هفتې په اوږدو کې فرضي کرښې ته څیرمه د پاکستاني پوځ ۶۴پوستې او اووه نظامي قرارګاوې نیول شوي او له منځه وړل شوې دي، چې پکې ۳۲۷پوځیان وژل شوي او له ۳۵۰څخه زیات ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه:افغانستان او پاکستان دې روانه جګړه سمدستي ودروي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ مشر، ولکر ترک له افغانستان او پاکستان غوښتي چې روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

هغه ویلي چې د تېرې اوونۍ راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو له زیاتېدو وروسته لږ تر لږه ۵۶ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دغو جګړو له امله په افغانستان کې نږدې ۶۶ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

ولکر ترک ټینګار کړی چې روان کړکېچ د خلکو ستونزې لا پسې زیاتوي او دواړه هېوادونه باید خپل اختلافونه د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

هارون حکیمي:«ښوونځي پرانیزئ چې زرګونه یلداګانې ولرو»

د جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني مرستیال هارون حکیمي د افغان الاصله استرالیايي خبریالې یلدا حکیم ته د بریتانیا د شاهي ټلویزیون د جایزې د ګټلو مبارکي ورکړې ده.

هارون حکیمي په دې تړاو ویلي: «ښوونځي پرانیزئ چې زرګونه یلداګانې ولرو.»

هغه ټینګار کړی چې دا جایزه د یلدا حکیم حق دی او نوموړې یې د افغان وطن ویاړلې لور بللې ده.

یلدا حکیم چې په افغانستان کې زیږېدلې او په استرالیا کې لویه شوې، د ژورنالیزم مسلک یې هم هلته پیل کړی او وروسته یې د نړیوالو رسنیو په ډګر کې ځان ته ځای پیدا کړی دی.

نوموړې هم د یوې ویډیويي وینا له لارې د جایزې په اړه د ټولو افغانانو د خوښۍ او مبارکیو مننه کړې ده.

پر افغانستان د پاکستان تېری؛څلور پاکستاني سرتېري ووژل شول

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي چې د کرښې په اوږدو کې د علیشرو-تریزي ولسوالۍ کې یې څلور پاکستاني سرتیري وژلي دي.

دفاع وزارت وایي، په ننګرهار کې هم نښتې روانې دي او ځواکونو یې پر «دښمن» تعرضي بریدونه پیل کړي دي.

دفاع وزارت په مهمندره کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکوریدو خبر هم ورکړی.

وحید عمر:د افغانستان جګړه کې پاکستان تاواني دی

د پخواني ولسمشر د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر وایي، که څه هم پاکستان ښايي په ظاهري ډول نظامي برلاسی ولري، خو د افغانستان په جګړه کې به په اوږدمهال کې تاواني شي.

د هغه په وینا، که دا جګړه وغځېږي نو پاکستان به له دوامدارې غیرمتعارفې جګړې سره مخ شي چې د دوی د اقتصاد او امنیت لپاره به دروند لګښت ولري.

ښاغي عمر همداراز ویلي چې اسلام‌آباد هڅه کوي له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو ته لاره هواره کړي څو د خپلې اټومي دستګاه د خوندي پاتې کېدو لپاره نړیوال تضمین ترلاسه کړي.

خو د عمر په باور دا کار به د پاکستان دننه لوی سیاسي او ټولنیز بحران رامنځته کړي، ځکه چې د فلسطین موضوع د پاکستان د خلکو لپاره حساسې ده.

وحید عمر زیاتوي چې پاکستان اوس د دوو سختو انتخابونو ترمنځ ولاړ دی؛ یا به خپلې ژمنې عملي کوي او یا به د سیمې د نویو بدلونونو له فشار سره مخ کېږي.

د پخواني جمهوري نظام د دغه چارواکي په وینا، راتلونکې میاشتې به د اسلام‌آباد لپاره ډېرې حساسې او ټاکونکې وي.

د پخواني ولسمشر اشرف غني ویاند:مرتضوي وایي د افغانستان د خاورې ساتنه د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی

د پخواني ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د پاکستان د وروستي تیري په اړه ویلي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه یوازې د طالبانو د حکومت دنده نه ده، بلکې ټول افغانان باید په کې خپل مسوولیت ادا کړي.

هغه ټینګار کړی چې په داسې حساسو شرایطو کې باید سیاسي اختلافات څنډې ته کړل شي.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړې چې د تاریخ په اوږدو کې د پاکستان سیاست د افغانستان په ګټه نه دی تمام شوی.

د هغه په وینا، دا تمه کول چې افغانستان به د پاکستان له لارې پرمختګ او سوکالي ومومي، یوه ناسمه هیله ده.

نوموړي وویل چې د هېواد د دفاع مسئله ملي ارزښت لري او اړتیا ده چې ټول افغانان، له هر سیاسي فکر سره سره، د خپل وطن د ساتنې لپاره یو موټی شي.

هغه باور لري چې سیاسي اختلافونه باید د خلکو ترمنځ د بېلتون لامل ونه ګرځي.

مرتضوي همداراز له هغو افغانانو چې په بهر کې ژوند کوي وغوښتل، څو د افغانستان د ملي ګټو ملاتړ وکړي او خپل غږ پورته کړي.

په ایران، د امریکا او اسرائیلو برید؛ریاض یو ځل بیا د ایران پرضد د خپلې خاورې د نه کارولو اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې د ایران په ضد به خپله خاوره نه کاروي.

په ورته وخت کې ایران د سعودي عربستان ددې اعلان چې په کې ویل شوي د ایران پر ضد به د خپل هېواد خاوره نه کاروي هرکلی کړی دی.

په ریاض کې د ایران سفیر علیرضا عنایتي اف پي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې ایران د سعودي دا دریځ ستایي چې د دې هېواد فضايي حریم، سمندري حدود یا خاوره به د ایران پر ضد نه کارول کیږي.

د ایراني سفیر په وینا، د سعودي چارواکو څو ځله دا ډاډ ورکړی چې د سلطنت فضايي، سمندري یا ځمکني حدود به د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد ونه کارول شي، او ایران د دې ژمنې له امله منندوی دی.

د راپور له مخې، د جګړې له پیل څخه مخکې هم سعودي عرب د تهران او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کړی و او روښانه کړې یې وه چې پر ایران د هر ډول برید لپاره به د سعودي فضايي حریم د کارولو اجازه نه ورکول کېږي.