شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 48

عادل راجا:د پاکستان پوځي مشران د خپلو ګټو لپاره ځوانان جګړې ته هڅوي

پاکستاني خبریال عادل راجا ویلي چې د پاکستان د پوځ مشرتابه د خپلو شخصي ګټو لپاره د هېواد ځوانان جګړې ته ټېل وهي او د جګړې دوام د خلکو په زیان دی.

نوموړي د خپلو تازه څرګندونو پر مهال ویلي، د وروستیو معلوماتو له مخې د بلوچستان د کچلاک په سیمه کې د غزه‌بند پر عمومي مرکز د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې شاوخوا شل پوځیان وژل شوي او ټپیان دي او د وسلو او بارودو دوه زېرمتونونه هم ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړې چې دا برید ښايي د کندهار پر ځینو سیمو د ترسره شوو هوایي بریدونو په غبرګون کې شوی وي.

د هغه په وینا، په وزیرستان کې هم د پوځ پر یوه کېمپ د توغندیز برید راپورونه ورکړل شوي چې د درنو زیانونو خبره پکې کېږي.

عادل راجا ټینګار کړی چې دا جګړه د نورو د ګټو لپاره روانه ده او د پاکستان پوځ مشرتابه د هېواد د پیسو او د ځوانانو د وینې په بدل کې خپلې موخې تعقیبوي.

نوموړي پوښتنه کړې چې دا وضعیت به تر کومه دوام کوي او تر کومه وخته به د پاکستان پوځ د داسې پالیسیو له امله له ستونزو سره مخ وي.

جابر نعماني:د افغانستان اړوند څو بې‌پیلوټه الوتکو بلوچستان کې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي

د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکی جابر نعماني وایي، چې د افغانستان اړوند څو بې‌پیلوټه الوتکو د بلوچستان د کوټې ښار په شاوخوا سیمو کې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.

هغه وایي په دغو بریدونو کې د دښمن لوري ته درانه تلفات اوښتي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې شاوخوا پنځلس کسان وژل شوي او یا ټپیان دي.

همداراز راپورونه ښيي چې د بریدونو پر مهال د وسلو دوه لوی زېرمتونونه هم په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

حمدالله فطرت:تیرو ۲۴ساعتونو کې د پاکستان پوځ بریدونو کې شپږ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې درې ملکي وګړي شهیدان او درې نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي فطرت ویلي، په خوست ولایت کې تېره شپه د پاکستاني ځواکونو له لوري د هاوان مرمۍ د یوه ولسي وګړي پر کور لګېدلې چې له امله یې یوه ماشومه ټپي شوې ده.

د هغه په وینا، د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پرون مازدیګر د پاکستاني ملېشو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې پکې د پاکستاني ځواکونو له لوري یو ملکي وګړی، وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

فطرت زیاتوي چې د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري ۸۲ فیره د لیرې واټن ویشتونکي توپ مرمۍ لګېدلې چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي، خو ځاني تلفات نه لري.

همدارنګه د دانګام ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو ۱۵ فیره او د شلتن ولسوالۍ د یخ‌ناو او واړه سر سیمو باندې ۴ فیره مرمۍ لګېدلې چې یوه مرمۍ په کور لګېدلې او د ساجد په نوم اته کلن ماشوم یې ټپي کړی دی.

نوموړي وویل چې تېره شپه ناوخته د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د کنډک درې په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر ولسي خلکو ډزې شوي چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت دغه بریدونه د پاکستان د پوځ له لوري د ملکي وګړو پر وړاندې جګړه ییز جنایتونه بللي دي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر:د احتکار او د کورونو د لوړو کرايو مخنیوی دې وشي

د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د سوداګرو او معاملاتو د لارښوونو د ټولنو له مسوولینو سره په غونډه کې د لومړنیو خوراکي توکو د احتکار او د کورونو د کرايې د لوړېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو ټولنو ته سپارښتنه شوې څو خپل مسوولیتونه په جدي ډول ترسره کړي، خلکو ته ښه خدمت وړاندې کړي او د بیو د کنټرول او تنظیم لپاره له اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول له ښاروالۍ سره همغږي زیاته کړي.

د غونډې پر مهال د ټولنو مسوولینو ژمنه وکړه چې د بازار د نظم ساتلو او د بیو د کنټرول لپاره به لازمې هڅې وکړي.

حامد کرزي؛د افغاني الاصله خبریالې یلدا حکیم ستاینه کړې

یلدا حکیم، چې په سکای نیوز کې کار کوي، د نړیوالو رسنیو په ډګر کې د خپل اغېزناک حضور له امله ستایل شوې ده.

نوموړې د سیاسي موضوعاتو د مسلکي پوښښ او زړورتیا له کبله د کال د غوره ټلوېزیوني ویاندې جایزه ګټلې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ټولنیزه پاڼه د یو بیان په خپرولو سره د یلدا حکیم ستاینه کړې او د هغې بریا یې د افغانانو لپاره ویاړ بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:له افغانستان یوازې د امنیتي اندېښنو د حل تمه لرو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان پر امنیت، خپلواکۍ او د خلکو پر خوندیتوب هېڅ ډول جوړجاړی نه شي کېدای.

یاد وزارت له افغانستان څخه غوښتنه کړې چې د پاکستان امنیتي اندېښنې په پام کې ونیسي او پر افغان خاوره د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد جدي اقدام وکړي چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

په بیان کې د طالبانو حکومت یادونه هم شوې چې د پاکستان د اندېښنو په حل کې یې کافي اقدام نه دی کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته له افغانستانه د بریدونو شمېر زیات شوی او تېر کال شاوخوا ۵۳۰۰ بریدونه ثبت شوي چې له امله یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان په وینا، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌والو ډلو شتون د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی.

یاد وزارت ټینګار کړی چې پاکستان د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو ملاتړ کوي او غواړي له افغان لوري سره رغنده تعامل ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان دا ډول ادعاوې په کلکه رد کړي دي.

امریکا:د امریکا پر قونسلګرۍ د ایران په برید هیڅ امریکایي ته زیان نه دی اوښتی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران هغه ادعا په بشپړه توګه رد کړې چې ګواکې په دوبۍ کې د امریکا پر قونسلګرۍ برید کې ۱۰۰ امریکايي پوځیانو یا ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغه وزارت ویلي چې په برید کې هېڅ څوک نه دی وژل شوی او نه هم ټپي شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د امریکا او نورو هېوادونو پر ډیپلوماټیکو تاسیساتو د ایران غیرقانوني او ویجاړونکي بریدونه وغندي.

همدارنګه یاد وزارت ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې له هغو امریکايي وګړو سره په مستقیم تماس کې دی چې د مرستې غوښتنه یې کړې او د هغوی د ایستلو لپاره د چارتر الوتنو د تنظیم هڅې روانې دي.

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت:د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات عادي روان دي

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي چې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو د لېږد بهیر په عادي ډول روان دی او تر اوسه د انتقالاتو په برخه کې کوم خنډ نه دی رامنځته شوی.

یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې د مالونو انتقالات منظم دوام لري.

د خبرپاڼې له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب له ۸مې نېټې څخه تر ۱۲مې پورې د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۲۷ زره او ۶۵۰ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د وزارت په وینا، د رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد د سوداګرۍ د اسانتیا او اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.

پاکستاني رسنۍ:د اسلام اباد ځینې سیاسي ګوندونه له افغانستان سره د خبرو غوښتنه کوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو شمېر سیاسي ګوندونو، د جمعیت علمای اسلام ګوند په ګډون، له حکومته غوښتي چې د افغانستان له حکومت سره د ستونزو د حل لپاره خبرې پیل کړي.

د یاد ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په یوې غونډه کې ویلي چې د ستونزو د حل تر ټولو ښه لار خبرې دي او د پاکستان حکومت باید د خبرو اترو لاره خپله کړي.

بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ځینو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په یوه انلاین غونډه کې د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې د ځینو نورو ګوندونو مشرانو بیا د افغانستان پر وړاندې د پوځي اقداماتو ملاتړ هم څرګند کړی دی.

امنیتي سرچینې:د طالبانو حکومت د بلوچستان په کچلاغ کې د ایف سي پر قومندانۍ برید کړی

امنیتي سرچینې وایي چې د بلوچستان ایالت د کچلاغ او کوېټې ترمنځ سیمه کې د ایف سي پر عمومي قومندانۍ برید شوی دی.

د سرچینو په وینا، دا عملیات د بلوچستان په کچه د «غزه‌بند» په نوم ترسره شوي چې هدف یې د پاکستان د سرحدي ځواکونو مرکز و.

راپورونه زیاتوي چې د برید په پایله کې د پاکستان د پوځ یو شمېر سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو د تلفاتو کره شمېر لا نه دی څرګند شوی.

ویل کېږي چې دا برید د طالبانو حکومت وروسته له هغې کړی چې د پاکستان پوځ پر کندهار هوایي بریدونه کړي وو.