سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 467

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر؛د روغتیايي همکاریو د پراخولو په موخه ایران ته تللی

کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نورجلال جلالي د روغتیايي همکاریو د پراخولو په موخه ایران ته سفر کړی دی.

تمه کېږي چې دواړه هېوادونه د روغتیایي خدمتونو، درملو، او طبي تجهیزاتو په برخه کې د همکاریو پر پراخېدو بحث وکړي.

اسرائیلي سمندري ځواکونو؛هغه کښتۍ نیولې، چې غزې ته یې مرستې انتقالولې

اسراییلي سمندري ځواکونو “مادیلین” نومې کښتۍ چې د غزې لپاره مرستې یې لېږدولې، د اسراییلو سواحلو ته نږدې نیولې ده.

راپورونه وايي، کښتۍ کې سپرو ۱۲ کسانو ته د ټیلیفونونو بندولو امر شوی، چې له امله یې له بهر سره اړیکې پرې شوې.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت د کښتۍ نیول تأیید کړي او ویلي یې دي چې دا کښتۍ اوس د اشدود بندر ته لېږدول شوې ده.

په کښتۍ کې د چاپېریال ساتنې مشهوره فعاله ګریټا ټنبرګ او د اروپايي پارلمان غړې ریما حسن هم شاملې وې.

د بشري حقونو د سازمانونو له خوا دا عمل غندل شوی او د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسیسکا البانیز ویلي: “د مادیلین سفر ښايي ختم شوی وي؛ خو ماموریت لا نه دی پای ته رسېدلی.”

برېتانیا پخوانی پوځي قومندان:ټرمپ دې د ایران پر ضد له ځنډه پرته پوځي اقدام وکړي

پخواني برېتانوي پوځي قوماندان ریچارډ کمپ له ډونالډ ټرمپ وغوښتل چې د ایران پر وړاندې سملاسي پوځي اقدام وکړي.

نوموړي د ټېلګراف په یوه مقاله کې لیکلي، چې ایران د خبرو اترو له لارې وخت تېروي او هڅه کوي امریکا په مذاکراتو کې بوخته وساتي.

هغه خبرداری ورکړی چې ډیپلوماسي به د شته ګواښونو پر وړاندې د مبارزې د ځنډ لامل شي.

اسماعیل خطیب:ډېر ژر به د اسرائیلو محرم اسناد افشاء کړو

د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب وايي، ډېر ژر به هغه محرم اسراییلي اسناد افشا شي چې د ایران استخباراتي ادارو ترلاسه کړي دي.

نوموړي دا اسناد یوه “قیمتي خزانه” بللې او زیاته کړې یې ده چې د دې افشا کول به د ایران د دفاعي او تهاجمي وړتیاوو د پیاوړتیا لامل شي.

خطیب وايي، اسناد د اسراییلي اټومي تاسیساتو، له امریکا او اروپا سره د اسراییل د اړیکو او د دوی د دفاعي سیستمونو په اړه دي.

هغه د دغو اسنادو د انتقال څرنګوالی پټ وساته؛ خو ویې ویل چې زرګونه اسناد تر لاسه شوي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو که ایران له واشنګټن سره هوکړې ته ونه رسېږي، نظامي اقدام به وکړي.

د طالبانو حکومت؛د لوړو زده‌کړو یو لوړ پوړی چارواکی د روسیې تاتارستان ته رسېدلی

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ضیاءالرحمن اریوبي د روسیې د تاتارستان کازان ښار ته سفر کړی، څو د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړي.

د دغه وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي وايي، نوموړی به د بېلابېلو هېوادونو د لوړو زده کړو له استازو سره د ګډو علمي برنامو، استادانو راجلبولو او ساینسي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې تازه د طالبانو حکومت د ترهګرو له لیست څخه ایستلي او د دوی سفیر یې رسمي منلی دی.

د روسیې او اوکراین جګړه؛روسي سرتېري د دونیڅک لویدیځې پولې ته رسېدلي

د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو او د وژل شویو سرتېرو د جسدونو د تبادلې پر سر اختلافونو سره هممهاله، روسیې ویلي، چې ځواکونو یې د اوکراین ډنيپروپتروفسک سیمه کې پرمختګ کړی.

د روسیې دفاع وزارت وايي، د دوی ۹۰ یمه ټانکي لوا د دونیڅک لویدیځ خوا ډنيپروپتروفسک ته نږدې شوې.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال میدویدف خبرداری ورکړی که اوکراین د روسیې لاسته راوړنې ونه مني، جګړه به نوره هم پراخه شي.

همداراز، دواړه لوري یو پر بل تور لګوي چې د اسیرانو او وژل شویو جسدونو د تبادلې بهیر ځنډوي.

روسي رسنیو د اوکرایني سرتېرو د جسدونو لیږدونکي یخچالي موټرونه ښودلي؛ خو کییف وايي تبادله به راتلونکې اونۍ وشي.

د طالبانو حکومت؛له سویس څخه یو شړل شوی افغان بېرته دغه هېواد ته استولی

د طالبانو حکومت یو شړل شوی افغان د کابل په هوايي ډګر کې نه دی منلی او بېرته یې سویس ته استولی دی.

دا پېښه د سویس د کډوالو د ادارې د شړنو له نوې تګلارې سره سم رامنځته شوې.

یاده اداره وايي، د شاوخوا شلو نورو مجرمو افغانانو د شړلو چمتووالی روان دی؛ خو د همکارۍ نشتوالي له خنډونو سره مخ کړي.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر راهیسې، سویس پنځه افغانان شړلي؛ خو دا لومړی ځل دی چې یو کس بېرته دغه هېواد ته استول کېږي.

بل لورته د بشرحقونو ملاتړي سازمانونه د سویس د دغې پالیسۍ مخالفت کوي او وايي چې افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او باید کډوال دې هېواد ته ونه شول شي.

پکتیا؛ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پکتیا ولایت د ډند پټان ولسوالۍ په حسن‌خېلو کلي کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ۱۲ کلن ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، ماشومان له دغه ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال په تماس کې شوي چې چاودنه پرې شوې.

که څه هم ځینې اوسېدونکي دا پېښه د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه بولي؛ خو د طالبانو سیمه‌ییزې ادارې وايي چې دا مواد د پخوانیو جګړو پاتې شوني وو.

ټپیان د پکتیا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی.

ګارډین:ښایي کابل یوازینی ښار وي، چې په بشپړ ډول پکې اوبه له منځه لاړې شي

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې کابل ښایي د نړۍ لومړی عصري ښار شي چې په بشپړه توګه له اوبو بې‌برخې کېږي.

راپور د «میرسي کورپس» موسسې له قوله لیکلي، د ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله د کابل تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه ۳۰ متره راټیټه شوې ده.

راپور زیاتوي چې د ښار له نیمو زیاتې څاګانې وچې شوې دي.

موسسې خبرداری ورکړی، که وضعیت همداسې دوام ومومي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به تر ځمکې لاندې اوبه پاتې نه شي.

د میرسي کورپس مشر ویلي، لنډمهاله مرستې کافي نه دي او نړیواله ټولنه باید افغانستان ته د دوامدارو حللارو لپاره پانګونه وکړي.

د یادونې ده، چې کابل هر کال ۴۴ میلیونه متره مکعبه اوبه مصرفوي.

ایراني استخبارات:د اسرائیل د حساسو اټومي اسنادو پراخه برخه مو ترلاسه کړې

ایراني استخباراتي ادارې ادعا کړې چې د اسراییل له حساسو اټومي اسنادو یوه پراخه زیرمه یې ترلاسه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، په دغو اسنادو کې د اسراییلي اټومي تاسیساتو او پلانونو مهم جزئیات شامل دي.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، دا عملیات پخوا ترسره شوي؛ خو د اسنادو د خوندي لېږد له امله پټ ساتل شوي وو.

سرچینې زیاتوي، د اسنادو شمېر دومره ډېر دی چې د انځورونو او وېډیوګانو کتنه یې ډېر وخت غواړي.

اسراییلو تر دې دمه د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لا هم څرګنده نه ده چې دا اسناد له هغه سایبري برید سره تړاو لري که نه، چې تېر کال د اسراییل د اټومي څېړنیز مرکز هدف ګرځېدلی و.