چهارشنبه, جولای 1, 2026
Home Blog Page 453

زلمی خلیلزاد:ایران د اوبو له تباه کوونکي بحران سره مخ دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ایران د اوبو د سختو ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د ایران د اوبو زېرمتونونه له درېیمې برخې کم ظرفیت لري او د تهران د څښاک اوبو مهم ډنډ «امیرکبیر بند» یوازې نږدې اته سلنه اوبه لري.

خلیلزاد زیاتوي چې د اوبو دا بحران دومره جدي شوی چې د ایران دننه د پلازمېنې د دایمي لېږد موضوع هم تر بحث لاندې ده او کېدای شي تهران د مکران سیمې ته انتقال شي؛ خو پوښتنه دا ده چې ایا ایران د داسې ستر بدلون وړتیا لري او څومره وخت به ونیسي؟

هغه ټینګار کوي چې موجوده وضعیت یوازې د وچکالۍ پایله نه ده، بلکې د حکومت د ناسمو سرچينې مدیریت، کمزورې پلان جوړونې او پر وخت د حل لارو د نشتون نتیجه ده.

د خلیلزاد په وینا، د لوېدیځ اذربایجان په «دورګا سنگي» کې د لمدو ځايونو بشپړ وچېدو د سیمې د خلکو او ژوو ژوند له سختو شرایطو سره مخ کړی دی.

سرچینې:په استانبول کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پلاوي خبرې لا نه دي پیل شوې

د طالبانو حکومت او پاکستاني پلاوي ترمنځ په استانبول کې ټاکل شوې خبرې اترې لا نه دي پيل شوې.

سرچینې وايي چې قطر او ترکیه له دواړو لورو سره له مخکې په مشورو بوخت دي.

دغه خبرې وروسته له هغه کېږي چې تیره میاشت د ډیورنډ کرښې پر سر خونړۍ نښتې وشوې.

د طالبانو حکومت د ډرون بریدونو د بندېدو او د داعش د فعالیتونو د مخنیوي غوښتنه کړې؛ خو پاکستان ټینګار کوي چې طالبان دې د ټي ټي پي مخه ونیسي.

د یادونې ده چې دریم پړاو خبرو کې د افغان پلاوي مشري عبدالحق وثیق کوي، او د پاکستان پلاوي مشري د ای ایس ای رییس عاصم ملک ته سپارل شوې ده.

عاطف مشعل:د سیمه‌ییز ثبات لپاره باید د یو او بل د کمزوري کولو پرځای ریښتینی تعامل وشي

اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، سیمه‌ییز ثبات او سولې ته د رسېدو لپاره یوې منظمې تګلارې ته اړتیا ده.

مشعل ویلي، چې پایداره سوله د فشار، ګوت‌نیونې او مقابل لوري د کمزوري کولو له لارې نه شي ټینګېدلی.

نوموړی زیاتوي چې سولې ته رسېدل رغنده خبرو، واقع‌بینۍ او د کورنیو ستونزو د رښتینې ارزونې ته اړتیا لري.

د ده په وینا، د باور له فضا او صادقانه تعامل پرته سیمه ییز ثبات ناشونی دی.

پاکستان؛د پنجاب لپاره د ټي‌ټي‌پي مشر عمر معاویه په دغه ایالت کې د وسله وال حضور اعلان کړ

0

د پنجاب لپاره د تحریک طالبان پاکستان مشر عمر معاویه په یوه خپره شوې ویډیو کې خپل حضور اعلان کړی.

هغه پاکستاني پوځي رژیم ته خبرداری ورکړی چې په پنجاب کې به یې وسله واله مبارزه د شریعت، حق او عدالت د تأمین لپاره روانه وي.

معاویه ویلي چې تحریک به خپلې هڅې تر هغو جاري وساتي چې په ټول پاکستان کې اسلامي نظام ټینګ نه شي.

د بلخ د طالبانو حکومت د والي دفتر:د دې ولایت د ۱۵ ولسوالیو ولسوالانو او امنیه قوماندانانو ته نوي هایلکس موټرونه اخیستل شوي

د بلخ لپاره د طالبانو حکومت د والي دفتر خبر ورکړی چې د دې ولایت د ۱۵ ولسوالیو ولسوالانو او امنیه قوماندانانو ته نوي هایلکس موټرونه اخیستل شوي او سپارل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د دغو موټرونو د وېش هدف د خلکو ته د خدمتونو چټکتیا، د ولسوالیو د ادارو د بیړنیو حالاتو د مدیریت پیاوړتیا، او د سیمه‌ییزو ادارو ترمنځ د همغږۍ ښه‌والی بلل شوی دی.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د پولیسو زړې رینجر موټرې به په نویو وسایطو بدل کړي.

اصف درانی:اسلام اباد دې د ټي‌ټي‌پي ستونزه د پاکستان دننه حل کړي؛ پوځي اقدامات او ډيپلوماسي دواړه پکار دي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې د ټي‌ټي‌پي کنټرول په اصل کې د پاکستان په خاوره کې د وسله‌والو بریدونو ستونزه نه شي حل کولای.

هغه وایي، د تحریک طالبان پاکستان ماتول باید د قبایلي سیمو د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو له لارې پیل شي.

دراني وړاندیز کړی چې پاکستان دې له طالبانو سره په معامله کې له صبر او ډيپلوماسي کار واخلي، هممهاله دې په هدفمند ډول پر ترهګریزو مرکزونو پوځي عملیات چټک کړي او د ټي‌ټي‌پي مشرانو لپاره په کور دننه او بهر فشارونه زیات کړي.

هغه نړیوالې هڅې، د نیولو نړیوال حکم او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۲۶۷ کمیټې تعقیب هم اړتیا وبلله، او خبرداری یې ورکړی چې د افغانانو د لوی شمېر په ایستلو سره به پاکستاني ضد غورځنګونه لا پیاوړي شي.

ګلبدین حکمتیار:د زهران ممداني بریا د ټرمپ او جمهوري‌پلوه ګوند لپاره ستر سیاسي ګوزار دی

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې د امريكا په ستر او مهم ښار نيويارك كې د ښاروالۍ په انتخاباتو كې د يوه مسلمان نوماند، زهران ممداني، بريا نه يوازې يوه مهمه تاريخي پېښه ده؛ بلكې د ټرمپ او د ده جمهوري غوښتونكي گوند پر مخ كلكه څپېړه ده.

ښاغلي حکمتیار په خپله ایکس‌پاڼخ لیکلي، چې د ممداني بريا د ټرمپ له غلطو سياستونو سره د امريكايانو د مخالفت څرگنده نښه ده.

حکمتیار ویلي، چې ممداني په خپل انتخاباتي كمپاين كې ويل چې كه انتخابات وگټي؛ نو نتنياهو به هغه مهال ونيسي او بندي كړي چې نيويارك ته راشي، خلكو دغه شعار ته رایې وركړې او خپل مخالفت یې د ټرمپ له سياستونو سره څرگند كړى او په دوو نورو نوماندانو كي يو آزاد كانديد وو چي نژدې 41% رایې یې تر لاسه كړې او بل یې د ټرمپ د گوند غړى وو چې رایې 7% وې.

د حکمتیار په خبره، له دې معلومېږي چې جمهوري غوښتونكي گوند څومره خپل ولسي حمايت له لاسه وركړى؛ او په راتلونكو انتخاباتو كې به له كوم برخليك سره مخ كېږي.

نوموړي زیاته کړې چې په ټول يقين سره ويلى شي چې د دې ماتې ستره وجه د نتنياهو له جناياتو د ټرمپ بې دريغه حمايتونه دي.

د هغه په خبره، د غزې د تاريخي او بې ساري مقاومت اغېزې به په پر له پسې توگه راڅرگندېږي.

پاکستان؛په سند ایالت کې د ډینګي پېښې له څلور زرو واوښتې

0

د پاکستان د روغتیا وزارت وايي، یوازې د روانې میاشتې په ترڅ کې د سند ایالت د ډینګي تبې له څلور زرو څخه ډېر کسان نیولي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په حیدراباد کې د دې ناروغۍ له امله یو تن ژوند بایللی دی.

د نوې شمېرو پر بنسټ، سږ کال په ټول سند ایالت کې د ډینګي ۹۶۳۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې تر ټولو زیاتې یې د حیدراباد ښار اوسېدونکي اغېزمن کړي دي.

ډونالډ ټرمپ:که زاهر ممداني له واشنګټن سره اړیکې و نه رغوي؛ نو خپل ملاتړ به له لاسه ورکړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زهران ممداني تر بریا وروسته فاکس نیوز سره مرکه کې ګواښ کړی، چې که هغه له واشنګټن سره د اړیکو جوړولو هڅه ونه کړي؛ نو ملاتړي به له لاسه ورکړي.

هغه دغه راز زیاته کړې، داسې انګېري، چې د ممداني تر واک ته رسېدو وروسته یې یوه اندازه واک له لاسه ورکړی.

زهران ممداني د ټرمپ سر سخت منتقد او یهود ضد څېره بلل کېږي چې تېره ورځ د نیویارک ښاروال وټاکل شو.

مارکو روبیو:راتلونکی ۲۰۲۶ کال د مرکزي آسیا له پنځو هېوادونو لیدنه کوم

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به د مرکزي آسیا له پنځو هېوادونو لیدنه وکړي.

هغه دا خبره د چهارشنبې په ورځ د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره په غونډه کې کړې او ویلي یې دي چې د واشنګټن او مرکزي آسیا د هېوادونو اقتصادي ګټې او د طبیعي سرچینو د پراختیا هدفونه سره یو رقم دي.

روبیو ویلي: «زه شخصاً پلان لرم چې راتلونکی کال د ټولو پنځو هېوادونو سفر وکړم.»

ټاکل شوې چې د قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان مشران د پنج‌شنبې په ورځ له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د یادونې ده چې مرکزي آسیا د لویدیځ د اړیکو د پراخولو له هڅو سره سره لا هم په روسیې اقتصادي تکیه لري او چین په دې سیمه کې پراخ سوداګریز نفوذ لري.