جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 439

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه ناسته کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ، د جون ۲۳مه، د افغانستان په اړه غونډه کوي.

په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا، د بشري چارو مرستیاله جویس موسویا او د ښځو برخې مشره سیما باهوس خبرې وکړي.

ویل کېږي، چې تر علني ناستې وروسته به د بندو دروازو تر شا هم یوه ناسته وشي.

عباس عراقچي؛د اسلامي همکاریو سازمان ناسته کې د ګډون لپاره استانبول ته ورسېد

‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو وزیرانو غونډې کې د ګډون لپاره استانبول ته رسېدلی دی.

نوموړي ویلي، د ایران په وړاندې د اسراییلو بریدونه به په دې غونډه کې ځانګړی بحث وي.

هغه زیاته کړې چې له یو شمېر هېوادونو د بهرنیو وزیرانو سره به لیدنې ولري او له ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم ځانګړې ناسته لري.

بل‌خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ خبرداری ورکړی چې ایران یوازې دوه اونۍ وخت لري څو د امریکا احتمالي هوايي برید مخه ونیسي او ښايي تر هغې وړاندې پرېکړه وکړي.

جنرال سمیع سادات:د متحدې جبهې موخه د افغانستان آزادي ده

‏د متحدې جبهې مشر جنرال سميع سادات وایي، د افغانستان متحده جبهه یوازې د هېواد د آزادۍ لپاره مبارزه کوي او نه غواړي د بل هېڅ هېواد په جګړه کې ښکېله شي.

نوموړي د ایران په جګړه د هغه او نورو افغان جنرالانو په اړه د کابل پوډکاسټ وروستی راپور «غلط، مغرضانه او ناځوانمردانه» بللی دی.

یوې امریکايي ایکس پاڼې د جورجیا سن شاین له قوله لیکلي و، چې درې افغان جنرالان خوشحال سادات، جنرال سمیع سادات او جنرال هیبت الله علیزي د امریکا له سنټرل کمانډ سره د ایران په وړاندې د احتمالي برید په صورت کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

یونس مهمند:له روسي شرکتونو هیله لرو چې افغانستان کې پانګونه وکړي

د طالبانو حکومت هیله لري چې روسي ستر شرکتونه په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مهمند، چې سن‌پترزبورګ ته تللی، ویلي، اوس هم روسي شرکتونه په افغانستان کې فعال دي.

دغه پلاوی د کرنې وزیر عطاءالله عمري په مشرۍ د ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس لپاره روسیې ته تللی.

یاد کنفرانس د جوزا له ۲۸ تر ۳۱مې دوام لري او پر کرنه، صنعت، پانګونه او چاپېریال تمرکز کوي.

له هغه وروسته چې روسیې د طالبانو حکومت له ترهګرو ډلو وایستل، اړیکې یې ورسره پراخې شوي دي.

د هند سفارت؛ایران کې خپلو وګړو ته د وتلو امر کړی

د اسراییلو له‌خوا د ایران پر مواضعو د دوامداره بریدونو له امله، په تهران کې د هند سفارت اعلان کړی چې خپل ټول وګړي له ایرانه باسي.

د هند د چارواکو په وینا، شاوخوا لس زره او اوه سوه، هندي اتباع په ایران کې دي.

دغه راز، سفارت ویلي چې د نیپال او سریلانکا د غوښتنې له مخې، د دغو هېوادونو د اتباعو په تخلیه کې هم مرسته کوي.

ایرانۍ رسنۍ:په مشهد کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو د ایران څخه خپل ملاتړ اعلان کړی

ایراني رسنۍ وايي، په مشهد ښار کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو د اسراییلي بریدونو په غبرګون کې د ایران ملاتړ څرګند کړی دی.

راپورونه ښيي چې دغه کډوال د یو لړ دیني مراسمو پر مهال ویلي، د ایران تر څنګ ولاړ دي او که اړتیا وي، جهاد ته چمتو دي.

ګډونوالو د اسراییلو بریدونه سخت غندلي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د دې وضعیت د مهار لپاره بې‌پروا پاتې نه شي.

ترکمنستان او اروپايي اتحادیه؛د افغانستان د وضعیت په اړه غږېدلي

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال احمد قربانوف او د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د آسیا څانګې استازې پاولا پامپولوني د افغانستان د وضعیت او د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.

قربانوف ویلي، ترکمنستان هڅه کوي د سولې او دوامدار پرمختګ لپاره هغه نوښتونه عملي کړي چې د افغانستان د ثبات سبب ګرځي. نوموړي ټینګار کړی چې د بشري مرستو دوام هم د عشق‌آباد د مهمو همکاریزو اقداماتو برخه ده.

دواړو لورو د ستراتیژیکو بنسټیزو پروژو، لکه د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ جوړول او د انرژۍ او ترانسپورت نوي دهلیزونه، مهم وبلل.

کاسپین پست د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، قربانوف او پامپولوني چمتو دي چې د دواړو خواوو ترمنځ د علاقې وړ موضوعاتو په برخه کې ګډ کار ته دوام ورکړي.

عباس عراقچي:تر څو چې د اسراییلو بریدونه دوام لري، د اټومي پروګرام په اړه خبرې نه کوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، تر هغو چې د اسراییلو تېری پای ته نه وي رسېدلی، له امریکا یا نورو هېوادونو سره د اټومي پروګرام په اړه خبرې نه کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې اروپا هڅه کوي ایران بېرته د خبرو مېز ته راولي.

بل‌خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اسراییل ته به د بریدونو د درولو لپاره فشار ور نه کړي، او دا هم شک لري چې اروپا دې د ایران او اسراییلو ترمنځ اوربند ته لاره هواره کړي.

ټرمپ زیاته کړې، ایران غواړي له امریکا سره خبرې وکړي، نه له اروپا سره.

ایران؛تهران او قم کې د ریختر په کچه ۵.۲ درجې زلزله شوې

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې څو شېبې وړاندې په تهران او قم کې د زوروې زلزلې ټکانونه محسوس شوي.

دا زلزله د ځمکې په لس کیلومتره ژوروالی کې شوې.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت د ریختر په کچه ۵.۲ درجې اټکل شوی دی.

خالد ځدراڼ:زلاله هاشمي په خپله خوښه له کور وتلې، د تښتونې کومه نښه نه لېدل کېږي

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ ویلي چې د پخوانۍ سندرغاړې زلاله هاشمي د ورکېدو په اړه خپاره شوي راپورونه او اوازې د طالبانو له‌خوا تر لومړنۍ څېړنې لاندې نیول شوي دي.

نوموړي وضاحت ورکړی چې تر اوسه پورې د پلټنو موندنې ښيي چې زلاله هاشمي د زور یا اجباري تښتونې پرته، پخپله خوښه له کوره وتلې ده.

د هغه په وینا، د تښتونې یا کوم بل زور زیاتي نښې ندي موندل شوي.

ځدراڼ زیاته کړه چې دا موضوع لا هم د طالبانو له‌خوا څېړل کېږي او که اړتیا وي، نو نور جزئیات به له رسنیو سره شریک کړي.