شنبه, جولای 4, 2026
Home Blog Page 432

محسن نقوي:پاکستان کې د ناقانونه افغانانو د نیولو او بېرته ستنولو نوې مرحله پیلوو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې له روانې اوونۍ سره به په ټول هېواد کې د ناقانونه افغانانو د لټون، نیولو او بېرته لېږلو پراخ عملیات پیل شي.

نقوي ادعا کړې چې افغانان په یو شمېر وروستیو امنیتي پېښو کې، په ځانګړي ډول د سرحدي ځواکونو پر مرکز، په واڼه کې پر پوځي کالج او د اسلام‌اباد په بریدونو کې ښکېل ثابت شوي دي.

هغه وايي، فدرالي حکومت ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د هر ایالت په کچه دا پروسه په جدي توګه عملي کړي او موخه یې د امنیت ټینګښت او د ریاستي ګټو خوندي کول دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ نوره هم تېزه کړې ده.

د افغانستان-تاجیکستان سرحد کې؛تېره اوونۍ لس چینایي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تېرې اوونۍ کې د افغانستان او تاجیکستان پوله کې پر چینايي وګړو دوه بریدونه شوي، چې په پایله کې پنځه چینايي اتباع وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د تاجیکستان چارواکو او په دغه هېواد کې د چین سفارت دا معلومات تایید کړي دي.

د چین سفارت خپلو وګړو او شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان ـ تاجیکستان له سرحدي سیمو څخه ژر تر ژره ووځي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د برید لومړۍ پېښه چې درې چینايي وګړي په کې وژل شوي وو، غندلې وه او تاجیکستان ته یې د هر ډول تخنیکي او استخباراتي همکارۍ ډاډ ورکړی و.

بدخشان کې؛پر چینايي وګړو د برید په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، چې په مایمي ولسوالۍ کې دوه تنه پر چینايي وګړو د برید په تړاو نیول شوي دي.

کامګار د نیول شویو کسانو د هویت او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو مخکې راپور ورکړی و، چې ګواکې په مایمي ولسوالۍ کې پر چینايي وګړو برید کې دوه کسان وژل شوي دي.

د دغو راپورونو په وینا، وژل شوي کسان هم چینايي وګړي بلل شوي وو؛ خو تر اوسه محلي چارواکو د مرګ ژوبلې رسمي پخلی نه دی کړی.

د سعودي عربستان په منځګړیتوب؛د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې پای ته رسېدلي

سرچینو رسنیو ته ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سعودي عربستان په منځګړیتوب ترسره شوې ناستې پای ته رسېدلې.

سرچینو زیاته کړې، چې دواړه لوري بېرته ستانه شوي دي.

تر اوسه د ددغه ناستې د خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي.

د سرچینو په وینا، که په خبرو کې کوم پرمختګ وشي، د دواړو هېوادونو رسنۍ به په رسمي ډول وپوهيږي.

خیبر پښتونخوا؛لکي مروت کې پر پاکستاني ځواکونو ځانمرګی برید شوی

0

په خېبر پښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي بریدګر، چې په موټرسايکل سپاره وو، د امنیتي ځواکونو له لوري د شک پر اساس ودرول شول.

د امنیتي سرچینو په وینا، د دغو بریدګرو هدف د مروت–بټني قبیلو جرګه وه؛ هغه جرګه چې په وروستیو میاشتو کې یې له امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د طالبانو پر ضد د سولې محلي کمیټې جوړې کړې دي.

سرچینې وايي، کله چې امنیتي سرتېرو له بریدګرو غوښتي چې له موټرسايکل ښکته شي او لاسونه پورته کړي؛ نو دواړو د تښتېدو هڅه وکړه.

په همدې مهال یو بریدګر خپل ځانمرګی بمی جاکېټ وچاوه، چې په نتیجه کې د امنیتي ځواکونو یو سرتېرى ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

خوست؛سبا پر یو تن د قصاص حکم عملي کېږي

د خوست ولایت مقام د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د قضايي بنسټونو له لوري به سبا د علیشیرو او تریزیو ولسوالیو د یوې جنایي قضیې په تړاو پر یو تن مجرم د قصاص حکم عملي شي.

اعلامیه زیاتوي چې اداري چارواکي، دیني عالمان او عام خلک کولای شي د سهار په لسو بجو د حکم د تطبیق صحنې ته حاضر شي.

په خبرپاڼه کې دا هم ټینګار شوی چې د مراسمو ساحې ته د کمرې لرونکي موبایل ټیلیفونونه او هر ډول وسلې نه‌شي وړل کېدای.

عاطف مشعل:پر بهرنیو قوتونو تکیه د افغانانو د زیان او د ملي هویت د کمزورتیا سبب شوی

اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي چې د افغانستان د تېرو لسیزو تجربې ښيي، هرکله چې هېواد پر بهرنیو قوتونو تکیه کړې، پایله یې د افغانانو د زیان او د ملي هویت د کمزورتیا سبب شوې ده.

هغه زیاتوي، ځینې کسان د مهاجرت د فشار له امله د خپل هویت څخه د انکار هڅه کوي، چې دا کار د هویت بحران رامنځته کوي.

مشعل ټینګار کوي چې «افغان» یو ګډ ملي او سیاسي جغرافیوي هویت دی، نه د کوم قوم بدیل.

د ده په وینا، د دې هویت پرېښودل نه ممکن دي او نه د ملي ګټو په خیر؛ بلکې باید د دې هویت د باعزته کولو لپاره کار وشي.

هغه افغانستان د سیمې د مهم ترانزیټي مرکز په توګه یاد کړی او ویلي چې نړیوالې ادارې هم دا هېواد د سیمه‌ییزو اقتصادي نښلوونکو لارو اصلي څلورلاره بولي.

مشعل وايي که ملت په خپل هویت او موقف باور ولري، د راتلونکې د بدلولو توان لري.

د طالبانو حکومت لوړپوړی پلاوی؛پاکستان سره د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی

راپورونه وایي، چې د طالبانو حکومت یو لوړپوړي پلاوي سعودي عربستان ته سفر کړی دی.

په دې پلاوي کې د طالبانو حکومت لوړپوړی غړی انس حقاني، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي.

راپورونه وایي چې په همدې مهال پاکستاني پلاوی هم سعودي عربستان ته تللی او د ریاض د منځګړیتوب له لارې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ خبرې بیا پیل شوې دي.

تر اوسه د خبرو دقیق محورونه نه دي روښانه شوي؛ خو نږدې سرچینې وايي چې د دې ناستو هدف د وروستیو شخړو کمول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره یوه چوکاټ جوړول دي.

سیف الاسلام خیبر:په فاریاب کې د امر بالمعروف پر ریاست د برید هڅه شنډه شوې

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت وايي، چې په فاریاب کې د دې وزارت پر ریاست د برید هڅه شنډه شوې ده.

د وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر ادعا کړې چې یو بریدکوونکي تېره شپه د میمنې په ښار کې د دوی د کارکوونکو د نښه کولو هڅه کې نیول شوی دی.

هغه د بریدګر د هویت او د ناکامۍ د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

ډونالډ ټرمپ:امریکا ته هغه خلک راغلي چې باید نه وی راغلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ولسمشر جو بایډن د کډوالۍ تګلارو په اړه توندې څرګندونې کړې دي او ویلي یې دي چې په متحده ایالاتو کې اوس ډېر داسې کسان شته چې نه باید دلته وای او هېواد یې د دې وضعیت درنه بیه پرې کوي.

ټرمپ د خبریالانو سره په خبرو کې د واشنګټن په وروستي ډزې اشاره وکړه چې پکې د ملي ګارد دوه سرتېري د یوه افغان وګړي لخوا په نښه شول.

هغه ویلي چې دا ډول خلکو ته د امریکا خاورې ته د ننوتلو اجازه نه باید ورکول شوې وای.

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې هغه په څو وروستیو اونیو کې د مهاجرت موضوع د خپلو سیاسي نیوکو اصلي محور ګرځولی دی.