د روسیې د بشري مرستو یوه الوتکه کابل ته رسېدلې.
دغه الوتکه کې د ختیځو ولایتونو د زلزلهځپلو لپاره ۲۰ مټریک ټنه خوراکي توکي بار دي.
طالب چارواکي وايي، دغه مرسته به ژر تر ژره اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.
د روسیې د بشري مرستو یوه الوتکه کابل ته رسېدلې.
دغه الوتکه کې د ختیځو ولایتونو د زلزلهځپلو لپاره ۲۰ مټریک ټنه خوراکي توکي بار دي.
طالب چارواکي وايي، دغه مرسته به ژر تر ژره اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.
تېره شپه د ۶.۵ ريښتره زلزلې له امله په ننګرهار او لغمان کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ټپیان شوي او مالي زیانونه هم اوښتي دي.
ننګرهار کې د طالبانو حکومت ولایت مقام وایي، چې یوازې د دره نور ولسوالۍ په څو کليو کې ۲۲ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، ټپیان شوي دي.
د عامې روغتیا ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د ځینو ټپیانو درملنه یې هماغلته کړې ده.
په لغمان کې د طالبانو حکومت د والي ویاند ویلي، چې ۹ تنه ټپیان شوي او ۱۸ کورونه زیانمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه ۶ درجې بلې زلزلې په کونړ او ګاونډیو ولایتونو کې تر ټولو ډېر زیانونه اړولي چې له امله یې تر اوسه ۲۲۰۵ تنه وژل شوي او ۳۶۴۰ ټپیان دي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان د کونړ د زلزلهځپلو لپاره تر اوسه ۷۶ زره او ۴۸۱ یورو راټول کړي او غواړي دغه مرسته تر ۲۵۰ زره یورو ورسوي.
نوموړي د ګوفنډ می له لارې د مرستو کمپاین پیل کړی او ویلي یې دي چې راټولې شوې مرستې به د خان بنسټ له لارې په مستقیم ډول زلزلهځپلو کورنیو ته د درملنې، خوړو، سرپناه او کورونو د بیارغونې لپاره ولګول شي.
راشد خان تر دې وړاندې هم د هرات، فراه، بادغیس، پکتیا، پکتیکا او خوست د زلزلهځپلو لپاره مرستې راټولې کړې وې.
وروستۍ زلزله چې شدت یې ۶.۱ درجې ثبت شوی، مرکز یې د کونړ د نورګل ولسوالۍ یاده شوې.
د دې زلزلې ټکانونه نه يوازې افغانستان کې بلکې تاجکستان، ازبکستان، چین او پاکستان کې هم احساس شوي دي.
لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي، چې د زلزلې له کبله د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د ډيوه ګل درې په اندرلچک سیمه کې کورونه نړېدلي دي.
د احتمالي تلفاتو په اړه جزییات لا نه دي خپاره شوي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د اسلاماباد په سفارت کې د طالبانو حکومت له سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره لیدلي دي.
نوموړي د کونړ د وروستۍ زلزلې د درنو تلفاتو په تړاو خپله خواخوږي څرګنده کړې او له زلزلهځپلو کورنیو سره یې د غمشریکۍ په توګه د شهیدانو د روح د فاتحې دعا کړې ده.
ایمل ولي خان ویلي، د ټپیانو د ژر روغېدو هیله لري او د اغېزمنو کورنیو د درد او غم شریک دی.
د سره صلیب او هلال احمر نړیوال فدراسیون ویلي، د افغانستان د وروستیو زلزلو له امله لږ تر لږه ۸۴ زره کسان مستقیم او غیرمستقیم اغېزمن شوي او زرګونه تنه بېکوره شوي دي.
د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې، د مړو شمېر تر اوسه له ۲۲۰۰ اوښتی، ۳۶۰۰ کسان ټپیان دي او نږدې ۶۷۰۰ کورونه وران شوي دي.
بل لورته ملګري ملتونه وايي ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي، ځکه لا ډېر کسان د نړېدلو کورونو لاندې بند پاتې دي.
د ملګرو ملتونو په خبره، د سختو لارو، خراب موسم او د سرچینو کمښت له امله د مرستو رسونه له ستونزو سره مخ ده.
په ورته وخت د روغتیا نړیوال سازمان د درې میلیونه ډالرو کسر یاد کړی او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د زلزلهځپلو لپاره یې زیرمې یوازې د څلورو اوونیو لپاره بسیا کوي.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د کونړ د وروستۍ زلزلې د تلفاتو په اړه تازه معلومات ورکړي دي.
د نوموړي په وینا، په نورګل ولسوالۍ مزار درې، د څوکۍ ولسوالۍ ډيوه ګل درې، چپې درې او ماڼوګي ولسوالۍ کې د ژغورنې او پلټنې عملیات روان دي او تر اوسه د سلګونو کسانو جسدونه له ویجاړو شویو کورونو را ایستل شوي دي.
د فطرت په خبره، د ټولو شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړې چې د ژغورنې هڅې لا هم دوام لري، خیمې نصب شوې دي او د لومړنیو او بیړنیو مرستو لېږد په منظم ډول ترسره کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د آسترالیا د سفیر له ایران څخه د وتلو خبر ورکړی دی.
نوموړي ویلي، چې د دیپلوماتیکو اصولو او قوانینو له مخې، ایران هم د متقابل اقدام په توګه د آسترالیا د دیپلوماتیک حضور کچه راټیټه کړې ده.
بقایي د آسترالیا له لوري د ایران د سفیر ایستل یو ناحقه اقدام بللی او ټینګار یې کړی، چې تهران د اړیکو د کمزوري کېدو هرکلی نه کوي.
هغه زیاته کړې، چې د استرالیا دې کار هېڅ دلیل نه درلود او د دواړو ملتونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په قم مرکزي زندان کې څلور افغانان د نشهيي توکو او قتل په تور اعدام شوي دي.
په وژل شویو کې د یوې کورنۍ درې غړي ـ روحالله حکیمي (۵۴ کلن پلار)، نظام حکیمي (۲۳ کلن زوی) او اللهبخش میرجهاني (۴۴ کلن د تره زوی) شامل دي.
یاد سازمان وايي چې دوی د کرج اوسېدونکي وو او دوه کاله مخکې له ۱۰۰ کیلوګرامه ډېرو نشهيي توکو سره نیول شوي وو.
د څلورم افغان هویت نه دی څرګند شوی.
د ایران چارواکو تر اوسه دغه اعدامونه نه دي تایید کړي.
د بشري حقونو د سازمان د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې لږ تر لږه ۵۰۳ کسان د نشهيي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي دي.
د آسترالیا حکومت د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزلې د اغېزمنو کورنیو د ملاتړ لپاره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
دغه مرسته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له لارې د افغانستان بشري صندوق ته ورکول کېږي.
همدارنګه د آیرلنډ حکومت ۵۰۰ زره یورو د زلزلهځپلو لپاره ځانګړي کړي دي.
یاده مرسته د سره صلیب او هلال احمر نړیوال فدراسیون ته ورکول کېږي څو د ژغورل شویو کورنیو لپاره بیړنۍ خوراکي توکي، اوبه، روغتیايي خدمتونه او نورې بشري مرستې برابرې کړي.