یکشنبه, جون 21, 2026
Home Blog Page 418

کندز؛اتمه امنیتي حوزه کې چاودنې یو تن وژلی

د کندز ښار په اتمي امنیه حوزه کې د دورۍ سر هدېرې ترڅنګ نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې چاودنه شوې ده.

د کندز د طالبانو حکومت د قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالب ځواکونه سمدستي سیمې ته رسېدلي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، یو تن چې د چاودیدونکو توکو لېږد یې کاوه، د نامعلومو لاملونو له امله د چاودنې په ځای کې وژل شوی دی.

پلټنې ښيي چې ممکن دغه کس د کومې حملې پلان درلود؛ خو چاودنه تر ټاکلي وخت مخکې شوې او دی پکې وژل شوی دی.

د طالبانو ځایي چارواکي زیاتوي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او نور جزییات به له بشپړ تحقیق وروسته شریک شي.

د طالبانو حکومت:د نشه‌يي توکو په اړه د ملګرو ملتونو راپور غلط دی، افغانستان کې یې کښت نږدې صفر ته رسېدلی

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت، تولید او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلی او حکومت په دې برخه کې ۹۹ سلنه پرمختګ کړی دی.

هغه د ملګرو ملتونو وروستی راپور ردوي چې پکې د شیشې د تولید د زیاتېدو او د کوکنارو د کرکیلې د دوام یادونه شوې ده.

فطرت وايي، د «اسلامي امارت» خپله سروې د کوکنارو او نورو نشه‌يي موادو تولید صفر ته نږدې ښيي او ټینګار کوي چې نړیوالو مرستندویه ادارو باید د بزګرانو بدیل معیشت ته پاملرنه زیاته کړي.

بل لورته د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرایمو د څار ادارې راپور ښيي چې سږکال که څه هم د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی؛ خو د مصنوعي نشه‌يي موادو، په ځانګړي ډول مېتامفټامین یا شیشې تولید او قاچاق په ښکاره ډول زیات شوی او د تېر کال په پرتله د نیونو شمېر ۵۰ سلنه لوړ شوی دی.

پاکستان؛په سند ایالت کې د ډینګي له امله د مړو شمېر ۲۵ تنو ته پورته شوی

0

د پاکستان د روغتیا وزارت ویلي، د سند ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ډینګي تبه لا هم په چټکۍ خپرېږي او یوازې پرون یې د څلور نورو کسانو ژوند واخیست.

له دې سره په روان کال کې د دې ايالت د مړه شويو کسانو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی.

وزارت زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سند کې ۱۱۹۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، او روغتیايي بنسټونه د ناروغانو له زیاتوالي سره د مقابلې لپاره تر سخت فشار لاندې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د سوریې پر ولسمشر او کورنیو چارو وزیر لګول شوي بندیزونه لرې کړل

0

عربي رسنيو راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې د ولسمشر احمد شرع او د دې هېواد د کورنیو چارو د وزیر انس خطاب پر ضد لګول شوي بندیزونه لرې کړي دي.

د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه په داسې مهال شوې چې ټاکل شوې ولسمشر شرع راتلونکو ورځو کې واشنګټن ته لاړ شي او د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.

شیخ هبت الله:زمونږ د حکومت اصل د شریعت پلي کول دي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې یوې غونډه کې د «محمدي شریعت» پلي کول د طالبانو د حکومت اصلي هدف وباله.

هغه پر اخلاص، پاک نیت، وحدت، اطاعت، په شریعت ټینګ پاتې کېدو، د اسلامي نظام ملاتړ او د حکومتي قوانینو پر اسلامي کولو یې ټینګار کړی.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په دې غونډه کې شیخ هبت‌الله اخندزاده له علماوو او د دیني زده کړو ملاتړ حتمي بللی.

زلمی خلیلزاد:د بولدک او وېش بریدونه د استانبول د هوکړې ښکاره سرغړونه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په داسې حال کې چې د قطر او ترکیې استازي په استانبول کې له افغان او پاکستاني پلاویو سره جلا جلا لیدنې ترسره کوي، په کندهار کې د بولدک او وېش په سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.

خلیلزاد ویلي، که دا راپورونه سم وي؛ نو دا د څو ورځو مخکې د شوې هوکړې ښکاره سرغړونه ده او هغه اعتماد کمزوری کوي چې د یوې پایدارې موافقې لپاره ضروري دی.

نوموړي ټینګار کړی چې اسلام‌اباد باید د نننیو بریدونو په اړه روښانه وضاحت وړاندې کړي.

ذبیح الله مجاهد:سپین بولدک کې د پاکستان له لورې تازه ډزې د استانبول د اوربند له هوکړې سرغړونه ده

د طالبانو حکومت وياند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې له پاکستاني لوري سره په استانبول کې د مذاکراتو درېيم پړاو روان دی؛ خو له بده مرغه نن مازيګر د سپين بولدک په اړخ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري ډزې بيا پيل شوې چې خلکو ته یې اندېښنې پيدا کړې دي.

مجاهد ټینګار کړی چې د مذاکراتي ټيم د درناوي او د ملکي تلفاتو د مخنيوي په هدف د «اسلامي امارت» ځواکونو تراوسه هېڅ پوځي غبرګون نه دی ښودلی.

نوموړي زياته کړې چې د مذاکراتو په تېره ناسته کې د اوربند د غځېدو او د کوم ډول سرغړونې نه کولو هوکړه شوې وه.

کندهار؛سپین بولدک کې د پاکستان هاوان برید کې شپږ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

له کندهار څخه حکومتي سرچینو ویلي، چې نن مازیګر د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د لقمان په کلي کې د پاکستاني ځواکونو له لوري توغول شوی هاوان پر یوه کور لګېدلی چې په نتیجه کې یې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

سرچینې وايي چې د همدې نښتې پر مهال د سپین بولدک–ښورابک پر سړک څلور نور ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په بریدونو کې یوازې ملکي خلک او ملکي تاسیسات په نښه شوي دي.

د سرچینو په وینا، په سیمه کې اوس مهال امنیتي وضعیت یو ځل بیا عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

کندهار؛د چمن–وېش په پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې

د طالبانو حکومت او پاکستان سرحدي ځواکونو د چمن–وېش په پوله درنه نښته کړې ده.

د لومړنیو راپورونو له مخې، د دواړو خواوو ترمنځ څو شېبې پرله‌پسې ډزې تبادله شوې؛ خو د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

ځایي چارواکي وايي ډزې دا مهال درېدلې دي؛ خو د جکړې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

سرګي شویګو:د افغانستان له لوري د نشه‌يي موادو قاچاق د پام وړ راکم شوی

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو اعلان کړی چې د افغانستان له خاورې د نشه‌يي موادو قاچاق د پام وړ راکم شوی دی.

هغه د مشترک‌المنافع هېوادونو د امنیتي شوراګانو د ناستې وروسته خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان په شاوخوا وضعیت کې د ښه‌والي نښې ښکاري.

شویګو زیاته کړې چې د ګډ امنیت تړون سازمان (CSTO) له لوري د افغانستان او تاجکستان د پوله‌ساتنې د پیاوړتیا په موخه اقدامات ځانګړې پایلې لرلي او د نشه‌يي توکو د لېږد د مخنیوي په برخه کې مهم رول لوبوي.