جمعه, جون 12, 2026
Home Blog Page 413

د طالبانو حکومت:د ۲۰۲۵ کال لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان سوداګري ۳۰٪ لوړه شوې

افغانستان د ۲۰۲۵ د لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۶.۷۸ میلیارد ډالره سوداګري کړې چې د تېر کال په پرتله ۳۰٪ ډېروالی ښيي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، صادرات ۷۴۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې ۹٪ زیاتوالی ښیي او واردات ۶.۰۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي چې ۲۱٪ لوړ شوي.

د یادونې ده چې د افغانستان مهم صادرات وچه مېوه، زعفران، پسته، انګور او پروسس شوې خوراکي توکي دي چې پاکستان، هندوستان، امارات، قزاقستان، ازبکستان، ترکیې، ایران، چین او عراق ته لېږل شوي دي.

په یوناني اوبو کې؛د غزې د مرستندویه کاروان پر بېړیو ډرون برید شوی

0

د «ګلوبل صمود» په نوم نړیوال بشردوستانه کاروان، چې نږدې ۵۰ ملکي بېړۍ لري او هدف یې د غزې سمندري کلابندۍ ماتول دي، ویلي چې د چهارشنبې شپه د یونان د «ګاوډوس» ټاپو ته څېرمه نړیوالو اوبو کې پرې د ډرون برید شوی دی.

د کاروان د ویاندې په وینا، په برید کې ټول مسافر خوندي پاتې شوي دي.

د ایټالیا د دفاع وزیر دغه پېښه غندلې او ویلي یې دي چې د ایټالیا یوه جنګي بېړۍ د مرستې لپاره سیمې ته روانه ده.

اسراییل له دې وړاندې دا کاروان غندلی او فعالان یې د حماس ډلې سره د همکارۍ په تور نیولي، خو د تېرې شپې د برید په اړه یې څه نه دي ویلي.

د روسي ورځپاڼې راپور:چین د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ته د سفر بلنه ورکړې

روسي ورځپاڼې نزاویسیمایا ګازیتا په یوه تازه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب ته د چین له لوري د سفر بلنه ورکړل شوې ده.

د راپور له مخې، دا بلنه ښايي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو سره تړاو ولري.

ټرمپ ویلي و، چې غواړي د افغانستان بګرام هوايي اډه بیا د واشنګټن تر ولکې لاندې راولي.

راپور زیاتوي، چې امریکایي استازي له څو میاشتو راهیسې له طالب مشرانو او افغان سیاستوالو سره په تماس کې دي او د بګرام د بېرته نیولو طرحه د ټرمپ د انتخاباتي ستراتیژۍ برخه ده.

د سرچینې په وینا، پکن غواړي د ملا یعقوب په بللو سره د طالبانو د ځواک د حقیقي ظرفیت او د امریکا د احتمالي عملیاتو پر وړاندې د دوی د دریځ ارزونه وکړي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې د طالبانو حکومت مشرتابه به دې سفر ته اجازه ورکړي او که نه.

د ایران د بشري حقونو سازمان:ایران په تېرو نهو میاشتو کې تر زرو زیات کسان اعدام کړي

0

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې په تېرو نهو میاشتو کې په ایران کې له زرو ډېر کسان اعدام شوي دي.

دوی اټکل کوي چې هره ورځ له اوو تر نهو کسان اعدام شوي دي.

دغه سازمان وايي چې د ایران حکومت له اعدامونو د سیاسي اهدافو او د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي او د بشري حقونو شورا څخه یې غوښتنه کړې چې دغه اعدامونه د «بشریت ضد جنایت» په توګه وڅېړي.

هند؛کلکتې کې د اورښتونو له امله ۱۲ تنه مړه شوي

د هند په ختیځ ښار کلکته او شاوخوا سیمو کې د سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شوي دي.

په ښار کې د اوبو ډنډونو د رامنځته کېدو له امله ترانسپورت هم ګډوډ شوی.

د بارانونو له امله د هندوانو د مذهبي جشن «دورګا پوجا» چمتووالی جدي خنډ سره مخ شوی دی.

اسحاق ډار:مونږ په افغانستان کې ثبات او سولې ته ژمن یوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په لومړۍ ناسته کې ویلي چې پاکستان د افغانستان له سولې، ثبات او هوساینې ته ژمن دی.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان باید له انزوا ووځي او د اسلامي همکاریو له غړو یې غوښتي چې بې‌قیده مرستې، سوداګرۍ، بانکي نظام، سیمه‌ییز اتصال او د نړیوالو ژمنو پر بنسټ خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي د افغانستان د ثبات لپاره د یوې کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز هم کړی دی.

د طالبانو حکومت:په ملګرو ملتونو کې د یو شمېر هېوادونو له دریځونو ستاینه کوو

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي کابل د ځینو هېوادونو له مثبت چلند هرکلی کوي او دا واقع‌بینانه نظر بولي.

هغه وايي د افغانستان ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه دی او افغانستان غواړي خپلې اړیکې له نورو هېوادونو سره لا پیاوړې کړي.

په همدې حال کې د ازبکستان، تاجکستان او نورو هېوادونو مشران په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له سولې، ثبات، امنیت او پراختیا ملاتړ اعلان کړی دی.

بلوچستان؛مستونګ ولسوالۍ کې په جعفر اېکسپرېس اورګاډي کې چاودنه شوې

0

د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د سې‌شنبې په ورځ د کویټې پر لور روان جعفر اېکسپرېس اورګاډی د چاودنې ښکار شو، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شول.

د پولیسو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې اورګاډی د سپیزینډ له سیمې څخه تېرېده.

د اورګاډي د چارواکو د معلوماتو له مخې، د چاودنې پر مهال په جعفر اېکسپرېس کې شاوخوا ۲۷۰ مساپر سپاره وو.

تر اوسه د چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

ایران:امریکا د ملګرو ملتونو په ناستو کې د تهران د ډیپلوماټیکو فعالیتونو د خنډ هڅه کوي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا لخوا د ایراني ډیپلوماټانو پر وړاندې د تازه محدودیتونو په غبرګون کې ویلي، چې واشنګټن هڅه کوي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د ایران د ډیپلوماټیک فعالیتونو مخه ونیسي.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې امریکا یوازې د یوې اوونۍ په موده کې په څو مهمو نړیوالو غونډو کې د ایراني استازو د ګډون مخه ډب کړې ده.

بقایي زیاتوي، چې د نیویارک پر مېشتو ایراني ډیپلوماټانو او د هغوی پر کورنیو د فشار زیاتول د دې ښکارندویي کوي، چې واشنګټن د ایران د ډیپلوماټیک حضور محدودول غواړي.

ندا محمد ندیم:محصلان دې د اسلامي نظام پېژندنه او د شریعت پر بنسټ د ژوند طرز خپل کړي

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په هرات پوهنتون کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د اسلامي نظام پېژندنه د محصلانو لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده.

هغه زیاته کړې، چې د اسلام د دښمنانو د پرله‌پسې ناکامیو وروسته اوس هڅه کېږي د فکري لارې له مخې پر ځوانانو اغېز وشي.

ندیم محصلانو ته سپارښتنه کړې چې د هوښیارۍ، نېک چلند او ښه اخلاقو ترڅنګ باید د وخت د ضایع کېدو مخه ونیسي، په ځانګړي ډول د برېښنايي وسایلو له بې‌ځایه کارولو ډډه وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې محصلان باید خپل چلند د شریعت له اصولو سره سم عیار کړي او د دیني او اعتقادي ستونزو د حل لپاره د عالمانو سره مشوره وکړي.