دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 410

ملا برادر؛په کابل کې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته د څو تولیدي فابریکو مجتمع پرانیست

د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په کابل کې د ملي پراختیا شرکت اړوند د څو تولیدي فابریکو مجتمع پرانیست.

نوموړي دا ګام د کورني صنعت د ودې او تولیداتو د پراختیا په لور یو مهم پرمختګ بللی او ویلي چې له دې سره به د وارداتو اړتیا کمه او کورنی صنعت پیاوړی شي.

هغه زیاته کړې چې دغه فابریکې به ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي، او تولیدات به یې د سیمې او بهرنیو بازارونو په پرتله ارزانه وي.

برادر له پانګوالو او سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، او ویلي چې اوس د کوچنیو، منځنیو او لويو پانګونو لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.

نوموړي وویل چې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته دا فابریکې بېرته فعالې شوې دي او باید خلکو ته د کیفیت لرونکي توکي وړاندې شي.

یاد مجتمع اوس مهال له ۱۰۵ زیات ډولونه تولیدات لري، چې کرنیز ماشینونه، صنعتي پرزې، ترانسپورتي وسایط، فلزي وسایل، برقي تجهیزات او د کانالونو دروازې پکې شامل دي.

د عصبي جراحي ناروغانو د پام وړ؛متخصص ډاکتر خالد خان ځدراڼ د افغان ناروغانو وړیا درملنې ته ټټر وهلی

د هیواد د عصبي جراحیو متخصص ډاکتر خالد خان ځدراڼ له تیرې ورځې راهیسې د کابل په رفاه روغتیایي مرکز کې د سلګونو افغان ناروغانو وړیا درملنه کوي.

ښاغلي ځدراڼ حماسه میډیا ته وویل چې د دې ګام څخه یې موخه بې وزلو او د عصبي جراحیو ناروغانو سره مرسته ده.

ډاکتر خالد خان ځډراڼ یو له افغان ډاکترانو څخه دې چې په خپل مسلک کې یې د تخصص ترکچي زده کړې کړي.

نوموړي له تیرو دوو ورځو راهیسې نږدې د ۲۰۰ ناروغانو درملنه کړې او دا چاره یوه اونۍ نور هم دوام کوي.

ډاکتر ځدراڼ وایي، د چنګاښ میاشتې له ۲۹مې د زمري تر ۶مې هره ورځ د ماسپښین له دوو بجو د ماذیګر تر شپږو بجو د ناروغانو وړیا کتنه او درملنه کوي.

ډاکتر خالد خان ځدراڼ خپل فوق تخصص ( FCPS) له پاکستان څخه ترلاسه کړی او د امریکا د متحده ایالاتو د جراحي عصاب د سازمان غړیتوب هم لري.

پیر ابراهیم؛د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو

0

نامعلومو وسله‌والو د چارسدې په تنګي سیمه کې دیني عالم پير ابراهیم او د هغه پولیس ساتونکی په ډزو وژلي.

ځایي مسؤلینو هم پېښه تائید کړې.

تر اوسه چا د نوموړي د وژل کېدو مسؤلیت نه دی منلی.

چینایي چارواکو؛د بدخشان د سرو زرو کان کې د خپلو وګړو وژل تایید کړل

چینایي چارواکو د بدخشان سرو زرو کان کې د خپلو وګړو وژل کېدل تائید کړي.

خراسان ډایري د نوم نه ښودلو په شرط د چینایي چارواکي له قوله ویلي، چې دا پېښه د قراردادیانو ترمنځ د خپل منځي شخړې له امله رامنځته شوې.

د یاد چارواکي په خبره، په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او بل سخت ټپي دی.

سرچینې:المان د برلین سفارت او بن قنسلګرۍ چارې طالب ډیپلوماتانو ته سپارلي

یو شمېر سرچینې وایي، چې جرمني کې د افغان سفارت او قونسلګري واک د طالبانو حکومت ته ورکړل شوی.

باوري سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت دوه دیپلوماتانو په رسمي توګه د افغانستان د برلین سفارت او بن قونسلګري په واک کې اخیستي دي.

سرچینې زیاتوي، جرمني دغه دیپلوماتان منلي؛خو هڅه کوي دا موضوع له رسنیو پټه وساتي.

بل لورته جرمني کې د افغان کډوالو فعال نجیب الله امین هم منلې، چې دا سفارت د طالبانو حکومت ته سپارل شوی.

سراج الدین حقاني؛د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان له سرمنشي سره کتلي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان له سرمنشي ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی او ورسره مل پلاوي سره په ارګ کې لیدنه وکړه.

سراج الدین حقاني دا ډول لیدنې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ورورولۍ او یووالي لپاره ګټورې وبللې.

هغه ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه ژورې اړیکې لري او باید تګ راتګ زیات شي.

د یاد سازمان سرمنشي هم د امن فضا کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره د لیدنې ستاینه وکړه او ویې ویل چې د سفر موخه د علماوو ترمنځ د علمي اړیکو پیاوړتیا ده.

یوناما:کابل کې د میرمنو او نجونو د نیولو په اړه اندیښمن یو

یوناما په کابل کې د مېرمنو او نجونو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

یوناما ویلي، چې د چادري د نه رعایت له امله د جولای له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې پورې په کابل کې څو ښځې او نجونې نیول شوې دي.

دوی دا کار د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې له واکمنو سره یې د موضوع په تړاو خبرې پیل کړې دي.

دغې ادارې له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر ازادیو محدودیتونه لرې کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران:له اسرائیل سره د جګړې په اړه معلومات ښوونیز نصاب ته ورګډوو

0

د ایران د ښوونې او روزنې وزیر ویلي چې حکومت د اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې په اړه یو ځانګړی ضمیمه چمتو کړی، چې راتلونکي ښوونیز کال کې به ښوونځیو کې د تدریس لپاره شامل شي.

نوموړي زیاته کړې چې اوس مهال ایران له ۱۳۰ څخه تر ۱۴۰ زرو ښوونکو ته اړتیا لري.

هغه همداراز وویل، سږ کال کتابونه چاپ شوي؛ نو ځکه د جګړې موضوع پکې نشي ورګډولی؛ خو دا هڅه کېږي چې زده‌کوونکو ته د جګړې په اړه دقیقه پوهه ورکړل شي.

حنفي د پیوستون سازمان مشر ته:«اسلامي امارت» د هر ډول فساد، ناامنۍ او بهرني تهدید پر وړاندې په پیاوړي دریځ ولاړ دی

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان له مشر شیخ محمد بن عبدالکریم العیسي سره په ارګ کې لیدلي.

په دې لیدنه کې عبدالسلام حنفي ویلي چې «اسلامي امارت» د هر ډول فساد، ناامنۍ او بهرني تهدید پر وړاندې په پیاوړي دریځ ولاړ دی.

نوموړي له مرستندویو بنسټونو وغوښتل چې د کډوالو په برخه کې خپل انساني مسؤلیت ادا کړي او له افغان ولس سره د زغم، مرستې او همکاریو نوی فصل پرانیزي.

شیخ العیسي ویلي، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د امت د یووالي، علمي همغږۍ او ګډو اسلامي ارزښتونو لپاره کار کوي.

نوموړي د طالبانو له حکومت سره د ښو اړیکو دوام یقیني وباله او ډاډ یې ورکړ چې دا سازمان به د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

د خوراک او کرنې سازمان:وروستیو سیلابونو کې میدان وردک کې ۱۸۲۰۰ کسان متضرر شوي

د خوراک او کرنې سازمان (فائو) وايي چې د وروستیو سیلابونو له امله په ټول هېواد او په ځانګړي ډول په میدان وردک کې ۱۸۲۰۰ کسان متضرر شوي دي.

دغه سازمان وايي چې له ۵۰ زیاتو کانالونو او ۸۸۵ هکتاره کرنیزو ځمکو ته زیان رسیدلی دی.

فائو زیاتوي چې د سیلابونو د اغېزو ارزونه کوي.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ په بېلابېلو ولایتونو کې سیلابونو ځمکې او خلک زیانمن کړي دي.