سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 402

اوکراین:د امریکا د ځینو وسلو بندېدل د روسیې پر وړاندې دفاع کمزورې کوي

0

اوکراین د امریکا له لوري د ځینو مهمو وسلو د لېږد د بندېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

کییف ویلي، دا پرېکړه به د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې د اوکراین د دفاع توان کمزوری کړي.

د راپورونو له مخې، اوکراین د امریکا د سفارت کاردار احضار کړی او د نظامي مرستو د دوام پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

د معلوماتو له مخې، واشنګتن دا پرېکړه د خپلو پوځي زېرمو د کمېدو له امله کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې غړي:اسرائیل ته باید هغه وسلې ورکړل شي، چې وروستیو کې امریکا پر ایران استعمال کړې

0

د امریکا د استازو جرګې دوه غړو دموکرات جاش ګات‌هایمر او جمهوري‌خواه مایک لاولر یو دوه‌ګون حزبي لایحه وړاندې کړې ده، چې له مخې یې اسرائیل ته د ۳۰۰۰ پونډه قوي بمونو او د رادار نه پټېدونکو بی-۲ الوتکو د لاسرسي اجازه ورکول کېږي.

دا هماغه وسلې دي چې امریکا په وروستي برید کې د ایران د اټومي تأسیساتو پر ضد وکارولې.

د لایحې له مخې، که ایران د اټومي وسلو جوړول ته دوام ورکړي، ولسمشر به واک ولري چې دا وسلې اسرائیل ته انتقال کړي.

ذبیح الله مجاهد:د محمود شاه حبیبي ورکېدو کې استخبارات هیڅ لاس نه لري

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، ویلي چې د امریکا هغه تورونه بې‌اساسه دي چې ګواکې د افغان تبعه محمود شاه حبیبي لادرکه کېدو کې د استخباراتو لوی ریاست لاس لري.

نوموړی وايي، د حبیبي د کورنۍ د عریضې له مخې پلټنې شوې؛ خو هیڅ نښه نه ده موندل شوې چې نوموړی دې د «اسلامي امارت» له‌خوا نیول شوی وي.

هغه زیاته کړې، چې «اسلامي امارت» د مشروع نظام په توګه د هر نیول شوي کس حقونو ته ژمن دی او توقیف‌شوي کسان پر وخت عدلي ارګانونو ته سپاري.

علي رحماني:خامنه‌یي ته سپکاوی خدای او رسول ته سپکاوی دی

0

د ایران د جامعه مدرسین غړي علي رحماني سبزواري ویلي چې د ایران ستر مذهبي مراجعو د امریکا او اسرائیل مشران “محارب” یا له دین سره په جګړه کې بللي دي.

نوموړي علي خامنه‌اي د امامت په مقام کې یاد کړ او ویلي یې دي، چې توهین ورته د پیغمبر او خدای سپکاوی دی.

هغه زیاته کړه چې له اسلامي نظام سره جګړه کوونکي او د خلکو او مراجعو ترمنځ بېلتون رامنځته کوونکو ته باید د قتل سزا ورکړل شي.

نصیر احمد فایق:ایران باید ګاونډیتوب، دیني ارزښتونو ته په پام سره د کډوالو جبري اېستل بند کړي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق، له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اخراج په غبرګون کې ویلي چې ایران باید د بشري کرامت، ګاونډیتوب اصولو، ګډو دیني ارزښتونو او نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي.

فایق په خپله ټولنیزه پاڼه ایکس کې هیله څرګنده کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پریکړې باید مسؤلانه او د انساني کرامت پر بنسټ وي.

هغه له ایران وغوښتل چې د هغو افغان کډوالو، په ځانګړې توګه پخوانیو امنیتي ځواکونو برخلیک ته چې د طالبانو له خوا د نیونې، سزا او انتقام له ګواښ سره مخ دي، جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې عادلانه او انساني چلند له کډوالو سره کولی شي د نوو بشري او امنیتي بحرانونو مخه ونیسي.

د طالبانو حکومت؛د سیاسي خپرونو د سانسور نوې طرحه پلي کړه

د طالبانو حکومت په خپلې نوې رسنیز لایحه کې په رسنیو کې هر ډول انتقادي سیاسي بحثونه منع کړي دي.

د دې حکم له مخې، تلویزیونونه او راډیوګانې باید د هر سیاسي پروګرام موضوع، مېلمانه او شنونکي مخکې له خپرونې د طالبانو حکومت اړوندو چارواکو ته د تایید لپاره وړاندې کړي.

دا مقررات چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له‌خوا صادر شوي، پر رسنیو سخت سیاسي سانسور لګوي.

د سند رسمي نوم «د سیاسي پروګرامونو د مدیریت تګلاره» دی.

د طالبانو حکومت وايي دا لارښود د شریعت او ملي ګټو سره سم جوړ شوی.

پنتاګون:د امریکا بریدونو د ایران هستوي برنامه تر دوو کلونو ځنډولې ده

0

پنتاګون ویلي، د امریکا لس ورځې مخکې بریدونو د ایران هستوي برنامه نژدې دوه کاله شاته غورځولې ده.

د پنتاګون ویاند شان پارنل دا خبره خبریالانو ته کړې؛ خو کوم اسناد یې نه دي وړاندې کړي.

نوموړي ویلي، د دفاع وزارت استخباراتي ارزونې ښيي چې دغه بریدونه د ایران هستوي برنامه لږ تر لږه یو تر دوه کاله وروسته کړې ده.

بل لورته ایران ویلي چې ژر به دغه تاسیسات بیرته ورغوي.

ټاس:مسکو کې د کروکوس کنسرت بریدګر په افغانستان او ترکیه کې روزل شوي وو

د روسیې دولتي خبري آژانس “ټاس” راپور ورکړی چې د مسکو د کروکوس کنسرت تالار د تېر کال برید عاملین په ترکیه او افغانستان کې روزل شوي وو.

راپور وایي، لږ تر لږه یو بریدګر د ترهګریزو بریدونو روزنه په افغانستان کې ترلاسه کړې وه.

د ټاس د راپور له مخې، څلور واړه تورن کسان د تاجیکستان اتباع دي، چې له جون ۲۰۲۳ تر مارچ ۲۰۲۴ پورې په ترکیه کې روزل شوي وو.

ویل شوي چې یو تن تورن، مرادعلي رجب‌علي‌زاده، له جعلي اسنادو سره افغانستان ته تللی و څو هلته د ترهګرۍ روزنه ترلاسه کړي.

داعش د دغه خونړي برید مسؤلیت منلی و.

دا برید د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲مه نېټه د مسکو په کروکوس کنسرت تالار کې وشو چې بریدګر د یوه کنسرت د پیل په درشل کې تالار ته ننوتل، پر خلکو یې ډزې وکړې، وروسته یې ودانۍ ته اور واچاوه او وتښتېدل.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۵ کسان وژل شوي و او سلګونه نور ټپیان شوي وو.

خیبر پښتونخوا؛په باجوړ کې د ماین چاودنې پنځه پوځیان وژلي

0

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د یو دولتي چارواکي پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.

په دې پېښه کې د پاکستان پنځه پوځیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.

تر اوسه چا د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د اذربایجان لومړي وزیر سره د ملا برادر لیدنه؛دواړو لوریو پر سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټ خبرې کړې

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر، په باکو کې د اذربایجان له لومړي وزیر علي اسدوف سره وکتل.

دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پر پراخولو، پانګونې، لاجوردو دهلیز، کرنې، انرژۍ، کانونو او تعلیمي همکاریو بحث وکړ.

اذربایجان له افغانستان سره د ګډو اقتصادي کمېسیونونو، درې اړخیزو همکاریو او د افغان سوداګرو او محصلینو لپاره د اسانتیاوو برخه کې چمتووالی ښودلی.

دواړو لورو دا لیدنه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره مهمه بللې.