د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د یو دولتي چارواکي پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.
په دې پېښه کې د پاکستان پنځه پوځیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.
تر اوسه چا د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د یو دولتي چارواکي پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.
په دې پېښه کې د پاکستان پنځه پوځیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.
تر اوسه چا د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر، په باکو کې د اذربایجان له لومړي وزیر علي اسدوف سره وکتل.
دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پر پراخولو، پانګونې، لاجوردو دهلیز، کرنې، انرژۍ، کانونو او تعلیمي همکاریو بحث وکړ.
اذربایجان له افغانستان سره د ګډو اقتصادي کمېسیونونو، درې اړخیزو همکاریو او د افغان سوداګرو او محصلینو لپاره د اسانتیاوو برخه کې چمتووالی ښودلی.
دواړو لورو دا لیدنه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره مهمه بللې.
د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده په کندهار کې د قاضيانو لپاره جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار ته ویلي چې عدالت د اسلامي نظام بقا تضمینوي.
هغه قاضيانو ته ویلي چې یوازې د الله رضا مقصد وګرځوي، تقوا، عاجزي او تواضع خپله کړي او په قضایاوو کې انصاف مراعت کړي.
نوموړي له بنديانو سره د ښه سلوک، د بې سرنوشته بندیانو د برخلیک ټاکلو او د علماوو ترمنځ د تجربو په شریکولو ټینګار وکړ.
د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل، ادعا کړې چې د اسرائیل استخباراتي ادارې (موساد) له کلونو راهیسې د ایران د امنیتي، پوځي او هستهیي بنسټونو تر ټولو ژورو برخو ته نفوذ کړی او پیچلي عملیات یې له داخلې همکارۍ پرته ناشوني وو.
نبیل لیکلي، له هدفي وژنو نیولې تر سندونو غلا او ډرون بریدونو پورې د ایران امنیتي سیسټمونه بېوسه کړی شوي؛ خو د دې پر ځای چې عاملان وپیژندل شي، رژیم بېدفاع افغان کډوال قرباني کوي.
نوموړی څرګندوي چې په وروستیو کلونو کې لسګونه افغان کارګر، له کومو شواهدو پرته، د جاسوسۍ په تور نیول شوي او لږ تر لږه درې تنه یې په پټه اعدام شوي دي.
د هغه په خبره، دا هغه کسان وو چې نه یې د اوسېدو کارت درلود، نه یې اسنادو ته لاسرسی درلود، بلکې یوازې د “لهجې” یا “شکل” له امله تورن شوي.
د روان کال تر ټولو لوړې تودوخې سره، د سختې ګرمۍ څپې د اروپا ډېری برخې ونیولې.
دغې څپې تر اوسه لږ تر لږه د پنځو کسانو ژوند اخیستی او د بیلابیلو هیوادونو عامه فعالیتونه یې ګډوډ کړي دي.
د اسپانیا، د کاتالونیا ایالت لِیدا سیمه کې د ځنګل د اور له امله دوه بزګران مړه شوي دي.
دغه اور تر اوسه شاوخوا شپږ زره هکټاره ځمکه سوځولې او د اور وژنې ډلې له چورلکو او ځانګړو ټانکرونو کار اخلي.
په فرانسه کې، د برج ایفل پاسنی پوړ د شدیدې ګرمۍ له امله تړل شوی دی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان یو نوی قانون توشیح کړی چې له مخې یې د ایران حکومت مکلف شوی، چې له نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) سره خپلې همکارۍ وځنډوي.
دا قانون د ایران د پارلمان له خوا د سرطان په ۴مه تصویب شوی و او د نظارتي شورا له تائید وروسته، ولسمشر د اټومي انرژۍ ادارې، د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا ته ابلاغ کړی.
ایراني چارواکو ویلي، چې دا پرېکړه د امریکا او اسرائیلو له خوا د ایران پر سوله ییزو اټومي تأسیساتو د بریدونو په غبرګون کې شوې.
دوی دا بریدونه د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف بللي دي.
ویل شوي، چې د ایران او اسرائیلو د ۱۲ ورځني جنګ پر مهال، د امریکا هوايي ځواکونو د فردو، نطنز او اصفهان اټومي سایټونه بمبار کړي او سخت زیان یې ورته اړولی دی.
په تهران کې د ملګرو ملتونو دایمي استازي استفان پریزنر ویلي، چې ایران ته د دې سازمان د بشري او پرمختیایي مرستو بودیجه باید په ۲۰۲۵ کال کې دوه برابره شي.
پریزنر د ژنیو په یوه خبري ناسته کې ویلي، د ۱۲ ورځني جنګ وروسته چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ رامنځته شو، د ایران اړتیاوې ډېرې شوې دي او له همدې امله تمه لري چې راتلونکی کال به بودیجه لوړه شي.
تېر کال ملګرو ملتونو ایران ته ۷۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي وو، چې ۵۰ میلیونه یې د مهاجرینو او ۲۵ میلیونه یې د پرمختیایي پروګرامونو لپاره کارول شوي وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، له امریکايي شبکې CBS سره په مرکه کې ویلي چې د فردو هستوي تاسیساتو ته زیان “دروند او جدي” دی او دا تاسیسات دا مهال د کار وړ نه دي.
هغه زیاته کړه چې د اټومي انرژۍ اداره د زیان ارزونه کوي؛ خو تر اوسه کره وضعیت معلوم نه دی.
عراقچي ویلي، سره له دې چې بریدونه شوي؛ خو ایران کولای شي له خپلې بومي ټکنالوژۍ سره د غنیسازي پروګرام بېرته پیل کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې دا صنعت د ایراني ولس د “ملي ویاړ” برخه ده او هېڅکله به ترې تېر نه شي.
د پاکستان د خلکو ګوند مشر، بلاول بوټو زرداری، ویلي چې د طالبانو حکومت لخوا د ژمنو پرلهپسې نقض، سیمهییز ثبات ته ګواښ پېښ کړی دی.
نوموړي په اسلاماباد کې د «پاکستان؛ د تروریزم پر وړاندې خنډ» تر عنوان لاندې سمینار کې وویل، چې پاکستان د تروریزم پر ضد جګړه کې درنه بیه ورکړې.
بوټو د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د دوحې تړون ته وفادار پاتې شي، ترڅو له بېثباتۍ مخنیوی وشي.
د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې د طالبانو حکومت څو سیمهییز قوماندانان د څړځای پر سر سره نښتي دي، چې له امله یې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي دي.
ځایي سرچینې وایي، دا نښته د کیب او پلر کلیو د طالب قوماندانانو تر منځ شوې، او جګړه څو ساعته روانه وه.
سرچینې زیاتوي، د طالبانو حکومت د پیښې سیمې ته چورلکې استولي او یو شمېر کلیوال یې نیولي دي.
په ورته وخت کې، په بدخشان کې د طالبانو او د خشخاش کروندګرو ترمنځ نښتې هم ډېرې شوې.