سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 401

روسیې؛د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.

د روسیې سفیر په دې لیدنه کې رسماً د خپل هېواد پرېکړه ابلاغ کړه چې له مخې یې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

ښاغلي ژیرنوف دا پرېکړه تاریخي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.

امیر خان متقي د روسیې د دې ګام هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا به د مثبتو اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو نوې مرحله پیل کړي.

انقره کې؛د طالبانو حکومت نوي سفیر خپل باور لیک ترکي چارواکو ته وسپاره

د طالبانو حکومت له لوري په انقره کې نوي استازي صنیع الله فرهمند خپله اعتبارنامه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس جمیل میر اوغلو ته وسپارله.

کابل کې د ترکیې سفارت ویلي چې دواړو خواوو د سیاسي، دیني او فرهنګي اړیکو په اړه خبرې کړي دي.

سفارت زیاتوي چې د طالبانو حکومت سفیر به ژر د ترکیې لوړپوړو چارواکو ته رسمي معرفي شي.

ترکیې لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو سفارت‌یې په کابل کې فعال دی.

تهران؛میترو کې افغان دستفروشان له کارځایونو لرې کېږي

د تهران د صنايعو او مشاغلو د تنظيم شرکت رئيس، مجتبی اقوامی، ويلي چې د ښار دستفروشان به تنظيم شي.

نوموړي زياته کړې چې د دې پروسې په ترڅ کې به افغان مهاجر دستفروشان له مترو او ښار څخه لرې کړل شي.

اقوامي ويلي، د مترو له مدير سره د ليږل شوې مکتوب له مخې، شاوخوا ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې بهرني دستفروشان به نور اجازه ونه لري چې په مترو کې فعاليت وکړي.

بلجیم؛د ایران سپاه پاسداران ترهګره ډله وبلله

0

د بلجیم د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې نن پرېکړه کړې چې د ایران د سپاه پاسداران نوم د دې هېواد د ترهګریزو ډلو په رسمي لېست کې شامل کړي.

د بلجیم پارلمان غړې، دریا صفايي، ویلي چې دا پرېکړه یو پیاوړی پیغام لري: «تروریزم باید بې جزا پاتې نه‌شي، حتی که دا د یو دولتي بنسټ له خوا وي.»

هغې ویلي سپاه پاسداران نه یوازې د ایران دننه د بشر د حقونو په سرغړونو کې رول لري، بلکې په نړیواله کچه د ترهګریزو فعالیتونو سره هم تړلی دی.

د یادونې ده چې په تېرو کلونو کې ایرانی فعالانو او د ایران د حکومت مخالفانو د دې ځواک د ترهګرو ډلو په توګه د سپاه پایداران د پېژندلو غوښتنه کوله.

جرمني:غواړو له طالبانو سره د کډوالو د ایستلو برخه کې مستقیم تړون وکړو

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، هېواد یې له طالبانو سره رسمي اړیکې نه لري؛ خو هڅه کوي د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له هغوی سره مستقیم تړون ترلاسه کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا به د درېیمو هېوادونو له لارې نه، بلکې مستقیمه همکاري وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په جرمني کې د محافظه‌کارو ګوندونو له خوا د کډوالو د ایستلو فشارونه زیات شوي دي.

ایران:په شاهرود کې ۴۵۰ افغان مهاجر نیول شوي

0

د ایران د شاهرود د پولیسو قوماندان علیرضا شائیني ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵۰ افغان مهاجر د قانوني اسنادو نشتوالي له امله نیول شوي دي.

نیول شوي کسان د ایستلو لپاره سمنان کمپ ته لېږدول شوي.

ایراني چارواکو له خلکو غوښتي چې د مهاجرو په پېژندنه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

اسرائیلي رسنۍ:ایران او امریکا راتلونکې اوونۍ اټومي خبرې بیا پيلوي

0

د اسراییلو ۱۲ کانال ټلویزیون راپور ورکړی چې ایران او امریکا پلان لري راتلونکې اوونۍ د ناروې په پلازمېنه اسلو کې اټومي خبرې له سره پیل کړي.

راپور وايي، دا خبرې د ټرمپ استازي ستیو ویتکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ روانې دي.

دا خبرې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته درېدلې وې.

شمالي کالیفورنیا:یو ګودام کې د چاودنې له امله ۷ تنه نادرکه دي

0

د امریکا رسنیو د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ د شمالي کالیفورنیا په اورلګیدونکو توکو ډک ګودام کې زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې مالي او ځاني زیان رامنځته شوی.

لاهم د پېښې په ځای کې اووه هغه کسان نادرکه دي، چې د ګودام دننه یې کار کوو.

ویډیوګانې ښيي چې لومړی اور ولګېد، بیا ستره چاودنه وشوه او څو نږدې کورونه هم وسوځېدل.

د کالیفورنیا د ځنګلونو او اور وژنې اداره وایي، ګودام د اورلګیدونکو موادو د ساتلو رسمي اجازه لرله.

اوس مهال د پېښې د علت پلټنه روانه ده.

اوکراین:د امریکا د ځینو وسلو بندېدل د روسیې پر وړاندې دفاع کمزورې کوي

0

اوکراین د امریکا له لوري د ځینو مهمو وسلو د لېږد د بندېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

کییف ویلي، دا پرېکړه به د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې د اوکراین د دفاع توان کمزوری کړي.

د راپورونو له مخې، اوکراین د امریکا د سفارت کاردار احضار کړی او د نظامي مرستو د دوام پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

د معلوماتو له مخې، واشنګتن دا پرېکړه د خپلو پوځي زېرمو د کمېدو له امله کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې غړي:اسرائیل ته باید هغه وسلې ورکړل شي، چې وروستیو کې امریکا پر ایران استعمال کړې

0

د امریکا د استازو جرګې دوه غړو دموکرات جاش ګات‌هایمر او جمهوري‌خواه مایک لاولر یو دوه‌ګون حزبي لایحه وړاندې کړې ده، چې له مخې یې اسرائیل ته د ۳۰۰۰ پونډه قوي بمونو او د رادار نه پټېدونکو بی-۲ الوتکو د لاسرسي اجازه ورکول کېږي.

دا هماغه وسلې دي چې امریکا په وروستي برید کې د ایران د اټومي تأسیساتو پر ضد وکارولې.

د لایحې له مخې، که ایران د اټومي وسلو جوړول ته دوام ورکړي، ولسمشر به واک ولري چې دا وسلې اسرائیل ته انتقال کړي.