دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 397

اروپایي اتحادیه:د طالبانو حکومت دې د نړیوالو ژمنو درناوی وکړي

د اروپايي اتحادیې استازي په ملګرو ملتونو کې ویلي، دغه اتحادیه په افغانستان کې د زده‌کړې، بیان، کار، خوځښت او ټولنیز مشارکت پر محدودیتونو کلکه نیوکه کوي.

استاوروس لامبرینیدیس د طالبانو له حکومت غوښتي چې هغه قوانین لغوه کړي چې بشري حقونه محدودوي، او د نړیوالو ژمنو درناوی وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت سیاسي او اخلاقي مسؤولیت لري، څو د ټولو افغانانو حقونه پرته له تبعیض څخه تضمین او عملي کړي.

هغه زیاته کړې، اروپايي اتحادیه د شفاف، اصول‌محور او همغږي دریځ ملاتړ کوي، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پټنځای یا د کډوالۍ د بحران سرچینه نه‌شي.

د روسيې سیاحتي شرکتونو؛افغانستان ته د سیلانیانو د راتګ وړاندیزونه پیل کړي

یوشمېر روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ګرځندویي شرکتونو تازه افغانستان ته د یوې اوونۍ سفر کڅوړې وړاندې کړې دي، چې بیه یې شاوخوا ۳۰۰۰ امریکايي ډالر ده.

دغه سفرونه یوازې روسي اتباعو ته ځانګړي شوي دي.

ویل کېږي چې دا ګرځندویي لېوالتیا وروسته له هغې زیاته شوې، چې د مسکو او طالبانو حکومت ترمنځ سیاسي اړیکې پراخې شوې.

تېره اونۍ روسیه د نړۍ لومړی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسميت وپېژاند.

ضیاء احمد تکل:اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ لومړۍ سیاسي مشورتي غونډه وشوه

د طالبانو حکومت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورو لومړۍ غونډه د اسلام‌اباد په کوربتوب ترسره شوه.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، دواړو لورو د سیاست، سوداګرۍ، ټرانزیټ، او سیمه‌ییزو همکاریو پر مهمو مسایلو خبرې وکړې.

په غونډه کې د پاکستان په زندانونو کې د افغان بندیانو د ستونزو، افغان ناروغانو ته د درملنې لپاره د ویزو، او سوداګرو ته د اسانتیاوو پر چمتو کولو ټینګار شوی دی.

دواړو خواوو ژمنه کړې چې د شته ستونزو د حل او د اړیکو د پیاوړتیا لپاره به خبرې دوام پیدا کړي، او د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره به ګډ امنیتي همغږي پراخوي.

امریکا:پر طالبانو هیڅ باور نه لرو

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د امریکا استازي ویلي، هېواد یې د طالبانو پر حسن نیت باور نه‌لري.

نوموړي ټینګار کړی چې ترهګرۍ ته د بیا ځای پر ځای کېدو اجازه نه‌ورکوي او طالبان باید له دیپلوماتیکو ګواښونو لاس واخلي.

هغه ویلي: «موږ نشو کولی له طالبانو سره تعامل وکړو، تر څو چې د افغانستان وضعیت ښه شوی نه وي. طالبانو ته باید د خپلو ناکامیو باوجود جایزه ور نه‌کړل شي.»

نوموړي زیاته کړې، امریکا نور د طالبانو چلند نه‌شي زغملی او هغوی باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

ملګرو ملتونو کې د سعودي استازی:د افغانستان د سخت اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه لرو

د سعودي عربستان استازي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي، چې ریاض د افغانستان له ثبات څخه ملاتړ کوي او د دغه هېواد له سخت اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه لري.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان باید د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو د قاچاق مرکز نه شي.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.

ننګرهار؛د ټي‌ټي‌پي یو غړی نازیانو کې د پاکستاني ځواکونو د هاوان برید کې وژل شوی

ځايي سرچینو خراسان ډایري ته ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) یو غړی د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ په خواجه خدر سیمه کې د پاکستاني ځواکونو د هاوان برید په نتیجه کې وژل شوی.

سرچینو زیاته کړې، یاد وسله‌وال غوښتل له افغانستانه پاکستان ته واوړي؛ خو د پولې سره میشتو پاکستاني ځواکونو په نښه کړی.

ویل کېږي، چې دواړو لورو لومړی نښته کړې او وروسته یاد وسله وال وژل شوی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شرافت زمان:د شفري نسخو د له‌منځه وړلو لپاره ځانګړې کمیټه جوړوو

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د درملو د غیر قانوني یا شفري نسخو د مخنیوي لپاره ځانګړې کمیټه جوړېږي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل پر فیسبوک لیکلي، دغه ګام د ولس د غوښتنو او سیسټم د اصلاح په هدف پورته شوی.

نوموړي زیاته کړې چې یاده کمیټه به د موضوع د څېړنې او عملي مخنیوي لپاره کار کوي.

زلمی خلیلزاد:د مرکزي اسیا پر کانونو د چین د برلاسي کېدو مخه باید ونېول شي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، چین هڅه کوي چې د مرکزي اسیا پر کاني زیرمو برلاسی شي، او دا یې “یرغلګره پالیسي” بللې.

نوموړي پر ایکس لیکلي:«موږ باید د چین د کاني برلاسۍ د پراخېدو پر وړاندې ودرېږو.»

خلیل‌زاد زیاته کړې، قزاقستان، اوزبېکستان، افغانستان او پاکستان د امریکا له پخواني حکومت سره د کانونو د تړونونو لپاره لیوالتیا لرله.

ګلبدین حکمتیار:د بدخشان د خاش ولسوالۍ پېښې عاملین باید شرعي جزا وویني

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار ویلي که د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ د خونړۍ پېښې عاملین نیول شوي وي؛ نو باید د “شرعي احکامو” له مخې محاکمه او مجازات شي.

هغه په ایکس کې لیکلي، هغه کسان چې پر ملکي وګړو یې ډزې کړې یا یې د برید امر ورکړی، باید قصاص شي.

نوموړي مخکې هم پر بې‌ګناه مسلمانانو وسله‌وال بریدونه حرام بللي وو.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو حکومت لخوا د کوکنارو د کښت د له‌منځه وړو په لړ کې د خاش ولسوالۍ خلک له طالبانو سره ونښته، چې له امله یې لږ تر لږه ۸ کسان ووژل شول او ۲۷ نور ژوبل شول.

سرچینې وایي، د طالبانو حکومت ۳۷ تنه نیولي او د فیض‌اباد ښار ته یې لیږدولي؛ خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

استیو ویتکاف:ډونالډ ټرمپ به منځنی ختیځ بدل کړي

0

د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف ویلي، چې د حماس سره وروستي توافق ته هیله‌مند دی او ادعا یې کړې چې «ټرمپ به منځنی ختیځ بدل کړي.»

هغه دا څرګندونې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د واشنګټن سفر او د دوحې خبرو پر مهال د همپټن شرقي ښار کې له یهودي وګړو سره په لیدنه کې وکړې.

ویتکاف ویلي، د ایران سره داسې توافق ممکن دی چې دغه هېواد له یورانیم غني‌سازي منع کړي.

هغه زیاته کړې چې د حماس سره د روانو خبرو په ترڅ کې هڅه کېږي د وژل شویو یرغملو پاتې جسدونه هم د توافق برخه شي.

د اوسني چوکاټ له مخې، تمه کېږي چې حماس ۱۷ جسدونه او ۱۰ ژوندي یرغمل شوي اسرائیلیان خوشې کړي.