سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 398

بي‌بي‌سي:حماس ۸۰ سلنه د غزې کنټرول له لاسه ورکړی

0

بي‌بي‌سي د حماس د یوه امنیتي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې دغه ډلې شاوخوا ۸۰ سلنه پر غزې خپل کنټرول له لاسه ورکړی، او اوس وسله‌والې طایفې د واک تشه ډکوي.

دغه چارواکي چې د سرهنګ دوهم په نوم یاد شوی، ویلي چې د حماس د رهبرۍ سیاسي، نظامي او امنیتي جوړښت د اسرائیلو د پرلپسې بریدونو له امله نړیدلی او شاوخوا ۹۵ سلنه مشران وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې:«اوسنی حالت د جګړې د دوام لپاره زمینه برابروي، ځکه چې اسرائیل لاس‌بر دی، نړۍ چوپه ده، عرب حکومتونه چوپ دي، او ټولنه د سقوط په حال کې ده.»

اسراییلي پوځ؛د یمن پر بندرونو او برېښنا کارخونې بریدونه کړي دي

0

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د دوشنبې سهار یې د یمن په درېیو بندرونو او یوې برېښنا کارخونې چې د حوثیانو تر ولکې لاندې دي، هوايي بریدونه کړي دي.

یاد پوځ ویلي، چې بریدونه پر الحدیده، راس عیسی، الصلیف بندرونو او د راس قنطب پر برېښنا تولیدوونکې کارخونه شوي دي.

دا د نږدې یوې میاشتې وروسته لومړی ځل دی چې اسراییل پر یمن هوايي برید ترسره کوي.

رویټرز د دې بریدونو هدف د حوثیانو د نظامي توان محدودول بللي؛ خو د تلفاتو په اړه لا جزیات نه دي ورکړل شوي.

ډونالډ ټرمپ:له نتنیاهو سره به د ایران او اسراییلو ترمنځ پر دایمي توافق خبرې وکړم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره به د ایران او اسراییلو ترمنځ د یوې دایمي موافقې پر امکان خبرې وکړي.

ټرمپ دغه څرګندونې تېره شپه له نیوجرسي څخه سپینې ماڼۍ ته د ستنېدو پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې د امریکا وروستیو هوايي بریدونو د ایران حساس اټومي تاسیسات سخت زیانمن کړي دي.

امریکا د ایران او اسراییلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران په فردو، نطنز او اصفهان هوايي بریدونه وکړل، چې چارواکي یې د ایران د اټومي پروګرام د شاتګ سبب بولي.

ټاکل شوې چې ټرمپ او نتنیاهو نن په سپینه ماڼۍ کې سره وویني، چې دا به په تېرو شپږو میاشتو کې د دواړو مشرانو درېیمه لیدنه وي.

امریکا؛په تکزاس کې د سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۷۸ تنو ته رسېدلی

0

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا په تګزاس ایالت کې د سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۷۸ تنو ته رسېدلی چې له دې ډلې ۲۸ ماشومان دي.

د تګزاس والي، ګریګ ابوټ، ویلي چې سېلابونو نه یوازې پراخ مالي زیانونه اړولي، بلکې ۴۱ کسان لا هم نادرکه دي او ۱۰ تنه په ګاونډیو سیمو کې وژل شوي دي.

راپورونه وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم هیله ښودلې چې د سېلاب ځپلو سیمو لیدو ته لاړ شي.

امریکایي چارواکي وایي، د ژغورنې هڅې روانې دي او وضعیت لا هم له خطره خالي نه دی.

د طالبانو رسمیت پیژندنه؛افغانستان کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی

د روسیې له لوري د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې د خبر له خپرېدو وروسته، د افغانیو ارزښت د ډالرو پر وړاندې لوړ شوی دی.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک د نويو شمیرو له مخې، دا مهال یو امریکایي ډالر په ۶۹ افغانیو تبادله کېږي.

اقتصادي کارپوهان دا بدلون د بازار پر روانو سیاسي تحولاتو پورې تړلی بولي.

په ورته وخت کې، طالبانو حکومت د افغانیو د ثبات لپاره درې ورځې مخکې ۱۵ میلیونه ډالر لیلام کړي، څو د اسعارو بازار کنټرول کړي او د افغانیو ارزښت وساتي.

سید اکبر اغا:روسیې د افغانستان د رسمیت په لور مهم ګام پورته کړی

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي، روسیې له افغانستان سره د رسمیت په لور مهم ګام پورته کړی، چې دا کار د افغان ملت او حکومت لپاره ګڼې ګټې لري.

نوموړی وایي، د رسمیت له لارې اقتصادي ودې، نړیوال تجارت، پانګونه او نړیوال تعامل ته لاره هوارېږي او همداراز، دا ګام د حکومت پر وړاندې د خلکو باور زیاتوي او افغانستان له نړیوالې انزوا باسي.

د هغه په خبره، د حکومت له نظره، رسمیت د نورو هېوادونو باور جلبوي، د قانوني تجهیزاتو وارد ته زمینه برابروي، او هېواد نړیوالو سیالیو ته داخلوي؛ خو د سیاسي سیالانو له لوري مخالفتونه روان دي، چې سرچینه‌یې سیاسي رقابت او د نظام ضد دریځونه دي، نه د ملت ګټې.

ضعیف وایي، روسیې دا جرأت ځکه کړی، چې غواړي د لوېدیځ د دوه‌مخې تګلارو پر وړاندې خپل مستقل دریځ وښيي.

ریچارډ بینېټ:په ایران کې د سلګونه افغان کډوال جبري شړنه روان بحران لا ژوروي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنیټ، ویلي چې په ایران کې سلګونه افغانان او د قومي‌ او مذهبي لږکیو غړي د «جاسوسۍ» په تور نیول شوي دي.

نوموړي د افغان کډوالو پر وړاندې د تبعیضي چلند، تاوتریخجنې ویناوو او کرکه‌پارونکو څرګندونو په اړه اندېښنه ښودلې.

ملګري ملتونه وايي، له ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل روان بشري بحران لا ژوروي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې لسګونه زره کسان بې له سرپناه او مرستې بېرته افغانستان ته شړل شوي.

یو شمېر ایستل شویو کډوالو د نیولو، ناوړه چلند او د نامعلوم برخلیکونو راپورونه ورکړي دي.

سهیل شاهین:روسیې له هغو هېوادونو لار جلا کړه، چې رسمیت پېژندنه یې د فشار الې په توګه کاروله

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین وایي، روسیې د «اسلامي امارت» په رسمیت پېژندلو سره له هغو هېوادونو ځان جلا کړ، چې د فشار وسیله یې ګرځولې.

نوموړی وایي، دا پرېکړه به نور هېوادونه هم وهڅوي چې «اسلامي امارت» په رسمیت وپېژني.

شاهین زیاتوي، چې دا کار به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخېدو ته لاره هواره کړي.

ضمیر کابلوف:د طالبانو حکومت مو د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره د مبارزه لپاره په رسمیت وپېژنده

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو د طالبانو حکومت له دې امله په رسمیت وپېژاند چې له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ورسره پراخې همکارۍ وکړي.

نوموړي ویلي، روسیه باور لري چې اوسنی رژیم د دغو اندېښنو د حل لپاره جدي هڅې کوي.

هاخوا بیا ځینو هېوادونو د روسیې د دغه کار ستاینه کړې.

د امرالله صالح منتقدین:پر پوتین تېروتې او له روسیې دې د مرستې محاسبه غلطه وه

د روسیې له‌خوا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو وروسته، د پخواني حکومت پر لومړي مرستیال امرالله صالح یو شمېر نیوکې شوې.

منتقدین یې وايي، نوموړي پخوا ولادیمیر پوتین ستایه او تمه‌یې لرله چې مسکو به د هغه د لیدلوري ملاتړ وکړي؛ خو د روسیې اوسني اقدام‌ یې دا هیلې له منځه یووړلې.

د راپورونو له مخې، صالح روسي ژبه زده کوله او پټ سفرونه‌یې روسیې ته درلودل.

منتقدینو غوښتنه کړې چې دی او احمد مسعود باید د خپلو پټو سفرونو وضاحت ورکړي.

امرالله صالح تر اوسه د روسیې رسمي دریځ ته هېڅ غبرګون نه‌دی ښودلی؛ خو پر ایکس شبکه‌یې یوازې لیکلي چې طالبان به نسکور او افغانستان به بیا را ژوندی شي.