دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 396

د بښنې نړیوال سازمان:پاکستان باید د بلوڅ لاریون کوونکو نیول بس کړي

0

د بښنې نړیوال سازمان وایي چې په بلوچستان کې د لاریون کوونکو ځپل او نادرکه کېدل لا هم روان دي.

سازمان وايي، د جولای په ۵مه پنځه تنه لاریون کوونکي نیول شوي، چې له ډلې یې څلور ښځې دوه ورځې وروسته خوشې شوې، خو عبدالله بلوڅ لا هم بندي دی.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بلوڅ فعالانو د نیولو لپاره قوانین د فشار وسیله نه کړي ،او ټول فعالان باید خوشې شي.

سازمان همداراز غوښتنه کړې چې په پاکستان کې دې د جبري نادرکه کېدو او له قانوني بهیره پرته اعدامونو په تړاو پراخې، شفافې څېړنې وشي.

د کرېکټ نړیواله شورا:بسم الله جان شینواری د کرېکټ وفادار خدمتګار و

د کرېکټ نړیوالې شورا د افغان نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

د شورا مشر جی شاه د نوموړي کورنۍ ته تسلیت ویلی او ویلي یې دي چې شینواري کرېکټ ته ارزښتناک خدمتونه کړي دي.

یادې شورا زیاته کړې، شینواري په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ نړیواله لوبڅاري پیل کړې وه او هغه د افغان کرېکټ وفادار خدمتګار و.

برایان مست:د افغان کډوالو په اړه دې د ټرمپ ادارې د سیاست په اړه استعمایه غونډه جوړه شي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر برایان مست او د دې کمېټې د جنوبي او مرکزي آسیا د برخې مشر بیل هویزنگا، کانګرس ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې ولسمشر ټرمپ د ادارې د افغان کډوالو د سیاست په اړه دې علني استماعیه غونډه جوړه شي.

په لیک کې ویل شوي، سره له دې چې د کانګرس دواړو ګوندونو پراخ ملاتړ ښودلی، د ټرمپ ادارې د افغان متحدینو په اړه مهم او ښايي نه جبرانېدونکي بدلونونه کړي؛ خو تر اوسه یې وضاحت نه دی ورکړی.

د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، هغه افغانان چې له امریکا سره یې همکاري کړې او اوس له خطر سره مخ دي، مستحق دي چې له دولت او کانګرس څخه واضح تضمینونه او مشخص پلانونه ترلاسه کړي.

حامد کرزی د طالبانو حکومت ته:یو وار بیا پر تاسې غږ کوم، چې د نجونو ښوونځي پرانېزئ

پخواني ولسمشر حامد کرزي المان کې د زده‌کوونکې لینا حیدر په ستایلو سره یو وار بیا د طالبانو له حکومت غوښتي، چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه براره کړي.

نوموړي ویلي، چې د زده‌کړو د دروازو خلاصېدل د هېواد د پرمختګ او ودې سبب کېږي.

د یادونې ده، چې افغانه ماشومه لینا حیدر د خپل لیاقت له امله په المان کې یوولس کلنۍ کې له دولسم ټولګي فارغه شوه.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو مجمع کې له تصویب شوي پرېکړه لیک سره مخالف یوو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې ځینو هېوادونو د افغانستان امنیت، د نشه‌يي توکو ضد مبارزه او اقتصادي پرمختګ ته د «اسلامي امارت» هڅې مثبتې ارزولي دي.

دغه وزارت د افغانستان په اړه د تصویب شوي پرېکړه‌لیک مخالفت کړی او ویلې یې دي چې په دې پرېکړه‌لیک کې د بشري وضعیت واقعي حالت له پامه غورځول شوی او د دودی نظر نه دی اخیستل شوی.

په اعلامیه کې راغلي چې سره له دې به هم، «اسلامي امارت» به دا پرېکړه‌لیک د اسلامي اصولو له مخې و ارزوي.

پاکستان د طالبانو حکومت ته:د ترهګرۍ پر ضد ګړندي ګامونه واخلئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې د طالبانو حکومت باید له ترهګرۍ سره مبارزه کې جدي ګامونه پورته کړي.

علي اسد ګیلاندي د دوشنبې په ورځ د طالبانو حکومت ورغلي پلاوي ته ویلي، چې افغانستان کې مېشتې وسله والې ډلې د پاکستان امنیت ته ګواښ دی.

په دې لیدنه کې پر دې سربېره پر اقتصادي او سیاسي مسائیلو هم خبرې شوې.

بل لورته په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر هم ویلي، چې افغانستان د ترهګرو ډلو په کنټرول کې دی او شاوخوا ۶ زره د تحریک طالبان پاکستان غړي له دې ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.

فضل محمود فضلي:افغانستان کې باید نور شخصیت محوره سیاست پای ته ورسېږي

د چارو ادارې پخوانی رییس فضل محمود فضلي وايي، په افغانستان کې د سیاسي رهبرۍ تشه د اوږدې تاریخي او سازماني کمزورتیاوو له امله رامنځته شوې ده.

هغه ټینګار کوي چې فردمحوره رهبري ناکامه ده او د بېلابېلو بهرنیو او داخلي لاسوهنو له کبله ولسي مبارزې زیانمنې شوې دي.

فضلي وايي، د هېواد د سیاسي ثبات لپاره یوازینۍ لار د یو ځانګړي رهبر پر محور رامنځته کېدونکی سیستم؛ نه بلکې د ولسي او سازماني پروسو پر بنسټ د سیاسي سازمانونو پیاوړتیا ده.

فضلي زیاتوي، اوس وخت دی چې په افغانستان کې د شخصیت‌محوره سیاست دوره پای ته ورسېږي او د ملي او سازماني تداوم لپاره جدي ګامونه پورته شي.

افغان لوبڅار؛بسم الله جان شینواري پېښور کې د ژوند پور پرې کړ

د افغانستان د کرکټ نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواری د ورپېښې ناروغۍ له امله په پېښور کې ومړ.

افغان کرکټ بورډ د هغه د مړینې خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې نوموړی تل مسکی او د خیر ښېګڼې غوښتونکی و.

نوموړي په نړیوالو لوبو کې د افغانستان استازیتوب کړی او ګڼې جایزې یې ګټلې وې.

د هغه د مړینې له امله د هېواد ډېرو کرکټ لوبغاړو خواشیني څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي مجمع:د طالبانو حکومت دې ځپوونکې تګلارې پای ته ورسوي

د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې خپلې ځپوونکې تګلارې ودروي او په افغانستان کې ټولګډونی حکومت جوړ کړي.

دوی د افغانستان اقتصادي او بشري حقونو د خراب وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا پرېکړه‌لیک د ۱۱۶ موافقو، ۱۲ ممتنعو، او ۲ مخالفو رایو (اسراییل او امریکا) سره تصویب شو.

په پرېکړه‌لیک کې د افغانستان روان څو اړخیز کړکېچ ته اشاره شوې او له نړېوالې ټولنې غوښتل شوي چې د افغانانو ملاتړ وکړي او د سولې او ثبات لپاره نوي ګامونه واخلي.

غزه؛د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۵ اسرائيلي سرتېري وژل شوي

0

د اسراییلو پوځ ویلي، د غزې په شمال کې د بیت‌حانون سیمې کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې پنځه سرتېري وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د پوځ د لومړني راپور له مخې، چاودنه هغه مهال وشوه چې پلي سرتېري له زغروال موټر پرته پر سړک روان وو.

ویل کېږي چې د دغې پېښې د دوو ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی.