یکشنبه, جون 28, 2026
Home Blog Page 394

جرمني؛د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره دوه میلیون یورو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» ویلي چې جرمني د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره دوه میلیون یورو مرسته کړې ده.

اوچا ویلي، دا مرسته به د زلزله ځپلو افغانانو د لاسنیوي لپاره وکارول شي.

دغې ادارې همداراز خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیون کسان، چې نږدې ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري او غذايي امنیت د اندېښنې وړ حالت ته رسېدلی دی.

رافایل ګروسي:د ایران مهمو اټومي تاسیساتو ته لا هم بشپړ لاسرسی نه‌لرو

0

د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي چې په ایران کې د دې ادارې د تفتیش بهیر له ځنډ وروسته بېرته پیل شوی؛ خو پلټونکي لا هم د نطنز، اصفهان او فردو په څېر مهمو اټومي تاسیساتو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي ویلي چې دا تاسیسات ځانګړی اهمیت لري، ځکه لا هم پکې اټومي توکي او تجهیزات شته.

ګروسي زیاته کړې چې دا مهال پلټونکي یوازې هغو تاسیساتو ته لاسرسی لري چې د امریکا د هوايي بریدونو له امله زیانمن شوي نه دي.

هغه ټینګار کړی چې تر هغو چې دغو حساسو مرکزونو ته بشپړ لاسرسی برابر نه شي، د ایران د اټومي پروګرام د وضعیت په اړه بشپړه او کره ارزونه ممکنه نه ده.

محمد رضا بهرامي:د طالبانو حکومت د نه ګډون پریکړې ته درناوی کوو خو د افغانستان ادغام مهم بولو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا عمومي رئیس محمدرضا بهرامي ویلي، چې په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ناسته کې د طالبانو حکومت د استازو نه‌ګډون د ایران او افغانستان پر دوه‌اړخیزو اړیکو او روانو همکاریو منفي اغېز نه لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې تهران د افغانستان سیاسي او اقتصادي ادغام د سیمې په چوکاټونو کې مهم بولي او د دې هېواد ثبات د سیمه‌ییزو هېوادونو د ګډې همکارۍ له لارې ممکن ګڼي.

د هغه په وینا، د افغانستان حضور په دې ډول ناستو کې کولی شي د سیمې له سیاسي او اقتصادي بهیرونو سره د دې هېواد د یوځای کېدو بهیر ګړندی کړي.

بهرامي زیاته کړې، که څه هم ایران د افغانستان د استازي ګډون ګټور باله، خو د طالبانو حکومت پرېکړې ته یې درناوی کړی دی.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته د روسیې په ګډون، وړمه ورځ تهران کې ترسره شوه.

محمد صادق خان:د افغانستان په اړه مې د چین او ازبکستان له ځانګړو استازو سره کتلي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق خان، ویلي چې د تهران په غونډه کې یې د چین او ازبکستان د ځانګړو استازو سره د افغانستان په اړه لیدنې کړې دي.

نوموړي ویلي چې په سیمه کې د ترهګرو ډله‌ییز شتون د سیمه‌ییز اقتصادي ادغام پر وړاندې خنډ جوړوي او جدي امنیتي ستونزې رامنځته کوي.

محمد صادق خان زیاته کړې چې ګډونوالو په ګډه هوکړه کړې چې د دې امنیتي ګواښ د کمولو لپاره ګډې هڅې ضروري دي.

دغه لیدنې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو په غونډه کې د ایران په پلازمېنه تهران کې ترسره شوي دي.

میسي سره د زړه راښکونکي ملاقات وروسته؛ټنډولکر لیکلي: “نن بې مثاله ورځ وه!”

0

نړیوال شهرت لرونکی فوټبالر لیونل میسي د هند د سفر پر مهال په وانکھیډي سټېډیم کې د کرکټ له افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر سره ولیدل.

ټنډولکر له دې لیدنې وروسته په ایکس کې د دواړو انځور شریک کړ او ډیر په بیړه دغه عکس وایرل او ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي.

هغه میسي ته ۱۰ نمبر جرسي ډالۍ کړه، ځکه دواړه ۱۰ نمبر جرسي اغوندي.

ټنډولکر ولیکل: «نن ورځ ۱۰/۱۰ وه».

دغې پوسټ په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر بحثونه راپارولی دی.

شمالي وزیرستان؛د نجونو ښوونځی په بمونو الوځول شوی

0

د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ولسوالۍ د میرعلي په «ایپي» سیمه کې د نجونو لپاره یو دولتي لومړنی ښوونیز مرکز د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله بشپړ ویجاړ شوی دی.

ځایي سرچینو ویلي، چې ناپېژاندو کسانو په ښوونځي کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې له امله یې ودانۍ په بشپړه توګه راونړېده.

تر اوسه د پېښې د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

امنیتي ادارو د پېښې پلټنې پیل کړې دي، خو تر دې دمه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

د کولمبیا په شمال کې؛د ښوونځي بس چپه کېدو ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د کولمبیا په شمال کې د ښوونځي زده‌کوونکو یو بس د سړک څخه وتلو او چپه کېدو له امله ۱۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي.

د رویټرز د راپور له مخې، یاد بس د زده‌کوونکو له یو تفریحي سفر څخه د کور پر لور په لاره و.

د آنتیوکیا والي ویلي چې پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه چې زده‌کوونکو د ښوونځي د فراغت مراسم ولمانځل.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر:د افغان کډوالو انتقال له پاکستانه اوس لومړیتوب دی

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده‌فول په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت د اندېښنې څرګندونه کړې ده.

نوموړي ویلي چې د هغو افغانانو منل چې آلمان ته د قانوني پناه غوښتنې اجازه لري، اوس د هېواد د لومړیتوبونو په سر کې دي او د پاکستان څخه د الوتنو بهیر باید ژر پای ته ورسېږي.

واده‌فول زیاته کړې چې هغه افغانانو چې د آلمان د قانوني پناه غوښتنې سند ترلاسه کړی، باید د ۲۰۲۵م کال تر پایه پورې دې هېواد ته ولېږدول شي.

د آلمان حکومت همدارنګه ټینګار کړی چې د کډوالو د انتقال بهیر باید په منظم ډول ترسره شي او د دوی د خونديتوب او اسانتیا لپاره ټول اړین تدابیر نیول شوي وي.

د خوړو نړیوال پروګرام:د افغانستان اقتصاد تر سخت فشار لاندې دی

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد لا هم تر سخت فشار لاندې دی او دا وضعیت د خلکو پر معیشت مستقیم منفي اغېز لري.

د راپور له مخې، د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل، پرله‌پسې وچکالۍ، وروستۍ زلزلې او د سیمې د سوداګرۍ د لارو بدلونونو د هېواد اقتصادي ستونزې نورې هم ژورې کړې دي.

راپور زیاتوي چې له ۲۰۲۴م کال راهیسې انفلاسیون په تدریجي ډول لوړ شوی، چې لامل یې پر وارداتو ډېره اتکا، د اسعارو د تبادلې د نرخ بې‌ثباتي او د نړیوالو بیو لوړېدل دي.

دغه پروګرام خبرداری ورکړی چې که د اقتصادي ثبات لپاره بېړني او دوامدار اقدامات و نه شي؛ نو د خوراکي ناامنۍ او بې‌وزلۍ کچه به لا نوره هم لوړه شي.

نورالحق انور:د افغانستان لپاره د نفت او ګازو نوې خپلواکه اداره جوړه شوه

د طالبانو حکومت د چارو ادارې رئیس نورالحق انور ویلي، چې د کابینې او د ریاست الوزرا په غوښتنه د نفت او ګازو لپاره یوه نوې خپلواکه اداره جوړې شوې ده.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د دې ادارې د جوړېدو وروسته اداري کمېسیون ته لارښوونه شوې، څو له وزارتونو او نورو ادارو څخه هغه اته څانګې چې تر دې دمه په غیر منسجم ډول د نفت او ګازو اړوند فعالیتونه ترسره کول، په نوې خپلواکه اداره کې یوځای او منظم کړي.

د راپور له مخې، تمه کېږي چې د نوې ادارې جوړښت به د نفت او ګازو په سکتور کې د تصمیم‌نیونې بهیر شفاف او د فعالیتونو همغږي اسانه کړي، چې په نتیجه کې به د دې برخې د پراختیا او پانګونې فرصتونه زیات شي.