جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 394

عراق:تر دې وروسته د نجف هوايي ډګر له لارې افغانان خپل هېواد ته نه راپرېږدو

د عراق د کورنیو چارو وزارت تازه ویلي چې له دې وروسته به افغانان د نجف نړیوال هوايي ډګر له لارې دې هېواد ته د ننوتو اجازه ونه لري.

دا پرېکړه له هغه وروسته شوې چې، د چارواکو په وینا، ګڼ شمېر افغانان د مذهبي زیارت په پلمه عراق ته داخلېږي؛ خو بیا هلته د کار لپاره پاتې کېږي.

د “دجله نیوز” له‌خوا ترلاسه شوي رسمي سند پر بنسټ، دغه بندیز پر هغو افغان کورنیو نه عملي کېږي چې د قانوني بېرته ستنېدو ټکټ ولري.

بارک اوباما:دا هیڅ د توجیه وړ نه ده، چې د غزې خلک له لوږې مړه شي

0

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې د غزې بې‌ګناه خلک باید د لوږې له امله ونه مري.

نوموړي ټینګار کړی چې خوراکي مرستې باید غزې ته پرېښودل شي، ځکه د خوړو او اوبو مخنیوی هېڅ توجیه نه لري.

اوباما همداراز د یرغمل شویو خوشې کول او د اسراییلي پوځ د عملیاتو درول د کړکېچ د حل لپاره اړین بللي.

بل‌خوا، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې غزه کې به د خوړو مرکزونه جوړ کړي او اسراییل باید د مرستو لارې خلاصې کړي.

سویس:د افغان کډوالو د اېستلو لپاره دې د طالبانو له حکومت سره تعامل وشي

سویسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ځینو سیاستوالو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره دې د طالبانو له حکومت سره تعامل وشي.

هغوی ویلي، لکه د نورو هېوادونو په څېر، طالب کونسلي چارواکي دې سویس ته ور وبلل شي څو د کډوالو په ایستلو کې همکاري وکړي.

دوی همداراز، د سویس د کډوالۍ ادارې د پرسونل د کابل ته لېږد او زیاتوالي خبره هم کړې ده.

تر دې وړاندې بیا د المان د کورنیو چارو وزیر هم ویلي وو، چې په دې برخه کې د طالبانو حکومت سره تعامل ته اړتیا ده.

امریکا؛په نیویارک کې د یو وسله‌وال برید په نتیجه کې۴ تنه وژل شوي

0

امریکایي پولیس وایي، چې په نیویارک کې یوه ۲۷ کلن وسله‌وال له یوې لوړپوړیزې ودانۍ څخه پر خلکو ډزې کړي، چې له امله یې یو پولیس افسر او ۳ ولسي کسان وژل شوي دي.

دوی ویلي، چې بریدګر له برید وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

د پولیسو مشرې جسیکا تیش ویلي، بریدګر د لاس ویګاس اوسېدونکی و او تر اوسه یې د جرم کومه سابقه نه ده موندل شوې.

امریکایي چارواکي وایي، د پېښې د دقیقو لاملونو په اړه څېړنې روانې دي.

د زمري ۷مه؛د ملي بیرغ ورځ د ټولو هېوادوالو مبارک شه!

د زمري ۷مه د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ ورځ ده، چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له خوا ملي بیرغ ته د درناوي په پار ونومول شوه.

د دې ورځې نمانځنه د ملي یووالي، هویت او ویاړ نښه بلل کېده؛ خو د حکومت له پرځېدو وروسته د دې ورځې د لمانځنې په شمول د هېواد ډېری ارزښتونه له منځه ولاړل.

حماسه میډیا د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي وایي.

د درې رنګه ملي بیرغ ورځ مو مبارک شه!

د افغانستان د خبریالانو مرکز:د طالبانو حکومت په تېرو درې اونیو کې ۷ خبریالان نېولي

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په تېرو درې اوونیو کې لږ تر لږه اووه خبریالان او رسنیز فعالان د طالبانو حکومت د استخباراتو او د امر بالمعروف وزارت له لوري په کابل او یو ولایت کې نیول شوي دي.

دغه مرکز یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې د رسنیو پر وړاندې د فشارونو له زیاتوالي ژوره اندېښنه ښودلې او د نیول شویو کسانو بې‌قید او شرطه خوشې‌کول یې غوښتي دي.

په نیول شویو کسانو د نجونو لپاره د زده‌کړو کورسونو جوړولو، له بهرنیو رسنیو سره تخنیکي همکارۍ او د نه‌تایید شویو راپورونو چمتو کولو تورونه لګول شوي.

د خبریالانو مرکز دا نیونې د بیان ازادۍ پر وړاندې ښکاره سرغړونه بللې ده.

اسراییل:حماس بشري مرستې غلا کوي؛ خو موږ بیا هم د مرستو رسېدو لپاره هڅه کوو

0

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې دغه هېواد هره ورځ غزې ته د اوبو، خوړو او درملو د پام وړ مرستې پرېږدي؛ خو حماس دغه بشري مرستې غلا کوي او ولسي خلکو ته د رسېدو مخه یې نیسي.

په بیان کې راغلي چې حماس د ناسم معلوماتو خپرولو او صحنه‌سازیو له لارې بشري بحران لوی ښيي.

اسراییل وایي، له نړیوالو ادارو، امریکا او اروپايي هېوادونو سره همکاري ته دوام ورکوي ترڅو مرستې غزې ته ورسېږي.

د نتانیاهو دفتر زیاتوي چې د بندیانو د خلاصون او د حماس د ماتې لپاره به هڅې دوام ولري، او دا کار د دواړو ملتونو لپاره د سولې تضمین ګڼل کېږي.

د ایران د اوبو او برېښنا وزیر:ایران له ۶۷ کلونو راهیسې له تر ټولو سختې وچکالۍ او د اوبو کمښت سره مخ شوی

0

د ایران د اوبو او برېښنا وزیر عباس علی‌آبادي د سختې وچکالۍ او د اوبو د شدید کمښت له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا وضعیت په تېرو ۶۷ کلونو کې بې‌سارې دی.

نوموړي ویلي، اوس‌مهال هېواد له سختو اوبو ستونزو سره مخ دی، او ولایتونه لکه اصفهان، سیستان و بلوچستان، خراسان او مرکزي ولایت له جدي کړکېچ سره مخامخ دي.

علي‌آبادي پر زراعتي چلندونو انتقاد کړی او ویلي چې باید له کم‌اوبه محصولاتو کار واخیستل شي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ایران خلکو د هېواد په کچه د اوبو او برېښنا له کمښت شکایتونه کړي، او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دا بحران د پخوانیو چارواکو ناسم مدیریت بللی دی.

د اسراییل د بشري حقونو بنسټونه:اسراییلي ځواکونه په غزه کې نسل‌وژنه کوي

0

په لومړي ځل، د اسراییل دوو مخکښو بشري حقونو بنسټونو، حکومت یې په غزه کې د فلسطینیانو پر ضد د نسل‌وژنې په تور تورن کړی دی.

د «بتسیلم» سازمان ویلي چې اسراییلي ځواکونو غزه کې ټول بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د بشري حقونو لپاره اسراییلي ډاکټران سازمان هم اسراییل په غزه کې په نسل وژنې تورن کړي دي.

د اسراییل حکومت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا ادعاوې د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې دي، خو حقیقت نه لري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر:د فلسطین او اسراییل د شخړې یوازینۍ حللاره د دوو دولتونو جوړېدل دي

0

د ملګرو ملتونو په درې ورځنۍ ناسته کې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جین نویل برو ټینګار کړی چې د فلسطین او اسراییل ترمنځ یوازینۍ حللاره د دوو دولتونو رامنځته کول دي.

دا ناسته د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي، د فلسطین لومړي وزیر او د عربي هېوادونو استازو په ګډون پیل شوې.

اسراییل او امریکا په دې ناسته کې ګډون نه‌دی کړی.

د ناستې بحثونه د فلسطین د ادارې اصلاح، د حماس خلع‌سلاح او د عربي هېوادونو او اسراییل ترمنځ د اړیکو عادي کول هم شامل وو.

په دې ناسته کې سعودي عربستان ویلي، له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو پلان نه‌لري؛ خو امریکا کولای شي د جګړې د پای او د دوو دولتونو د حل لارې لپاره کليدي رول ولوبوي.

بل لورته امریکا دا ناسته «بې‌فایدې او تبلیغاتي» بللې ده.