دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 392

زلمی خلیلزاد:نړیوال دې د طالبانو پر حکومت یوازې نېوکې نه کوي؛ بلکې مرستې دې هم وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو وروستي پرېکړه‌لیک ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، که له افغانستان سره د مرستې کومه عملي طرحه ونه لري؛ نو دا یو شرم ناک ګام دی.

نوموړي پوښتلي، چې له دې پرېکړه‌لیک ملاتړ کوونکي هېوادونه څومره د بشري حقونو ښه سابقه لري او له خپلو ښځو سره عادلانه چلند کوي؟

خلیلزاد ویلي، افغانستان تازه له جګړو راوتلی؛ خو ګاونډیان‌یې زرګونه کډوال ورستنوي.

نوموړی وایي، د افغان نجونو پر وړاندې روان محدودیتونه باید پای ومومي؛ خو نړیوال دې یوازې نېوکې نه کوي، بلکې عملي مرسته دې هم وکړي.

منظور پښتین:د خانزیب مړینه یوه لویه ضایع ده

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د مولانا خانزیب مړینه یوه لویه ضایع بللې.

هغه ویلي، چې دوی په دې سختو حالاتو کې د عوامي نشنل ګوند سره ولاړ دي.

د یادونې ده، چې مولانا خانزیب نن مازیګر باجوړ کې ووژل شو.

د هغه وژل کېدو د ګڼو خلکو توند غبرګونونه را پارولي.

د خانزیب د وژل کېدو په اړه غبرګونونه؛ګڼو خلکو دا د پاکستاني ریاست کړنه بللې

د مولانا خانزیب مړینې په لر او بر کې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو او سیاسیونو غبرګونونه راپارولي.

دوی دا کار د پاکستاني ریاست بللی او ویلي یې دي، چې هغوی د پښتنو د سر خلک یو په یو په نښه کوي.

د مشرانو جرګې پخواني رئیس فضل الهادي مسلم یار لیکلي، چې خانزېب یو نه ماتېدونکی، شخصیت او د قام د ازادۍ رسا غږ وو.

بل لورته د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي لیکلي، چې هغه استخباراتي اسلام خلکو ته بربنډوو او استخباراتي کړۍ یې د منطق پر وړاندې پاتې راغلې وې.

په همدې حال کې بیا د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل لیکلي، چې خانزېب د خپلو خلکو لپاره ځان قرباني کړ.

غزه؛د اسراییلو تازه بریدونو کې ۲۴ فلسطینیان وژل شوي

0

په داسې حال کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې هڅې روانې دي؛ خو په ورته وخت کې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په غزه کې د تازه هوایي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

د الجزیرې تلویزیوني شبکې د روغتیايي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دغه مرګ‌ژوبله د پنجشنبې سهار د غزې په جنوب او مرکز کې شوې، او قربانیانو کې یې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

اسراییلي پوځ تر دې دمه د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

وال‌ستریت ژورنال:د ایران د رژیم بدلون ته اوسنی وخت مناسب دی

0

د امریکا معتبرې ورځپاڼې وال‌ستریت ژورنال په یوه تازه یادداشت کې لیکلي، چې ایران تر هغه چې اوسني مشران یې پر واک وي، د امریکا متحده ایالاتو لپاره یو دوامدار او خطرناک ګواښ دی.

ورځپاڼه لیکي، چې د ایران ګواښ یوازې د دې هېواد د اتومي پروګرام پورې محدود نه دی، بلکې د نیابتي ترهګرو ډلو ملاتړ، د منځني ختیځ ثبات او د امریکایي وګړو امنیت ته جدي خطر پېښوي.

په مطلب کې راغلي، چې ایران د روسیې د ناقانونه نفتو په صادراتو کې مرسته کوي، چې دا چاره د اوکراین جګړې په اړه پر مسکو د امریکا د فشار وړتیا کمه کړې ده.

د یادې ورځپاڼې په وینا، دا وخت د رژیم د بدلون لپاره تر ټولو مناسب فرصت بلل کېږي.

محسن داوړ:مولانا خانزیب د تندلاریتوب پر ضد د فعالیت له امله ووژل شو

0

د پاکستان د ملي اسمبلۍ پخواني غړي او د جمهوري پال ګوند مشر محسن داوړ ویلي، چې د سولې یو بل پښتون غږ، مولانا خانزیب، په باجوړ کې شهید شوی دی.

نوموړي په خپل ایکس کې لیکلي، چې مولانا خان زیب د تندلاریتوب پر ضد یو پیاوړی او څرګند غږ و او همدا د هغه “جرم” شو.

داوړ زیاتوي، چې وسله‌والې نیابتي ډلې، چې په پښتونخوا کې فعاله دي او مولانا زیب یې د خپل فعال دریځ له امله په نښه کړ.

هغه د مولانا خان زیب کورنۍ ته د ژور تسلیت او خواخوږۍ څرګندونه کړې، او د نوموړي لپاره یې د ارام دعا کړې ده.

خیبرپښتونخوا؛په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند مخور غړی مولانا خان زیب ووژل شو

0

د عوامي نېشنل ګوند غړی او د بشري حقونو فعال مولانا خان زیب نن د باجوړ ولسوالۍ په شندئ مور سیمه کې د ناڅرګندو وسله‌والو لخوا ووژل شو.

مولانا خان زیب هغه مهال تر برید لاندې راغی، چې د سولې د یو لاریون لپاره یې کمپاین کاوه.

نوموړی په ۲۰۲۴م کال کې د ملي اسمبلۍ لپاره نوماند هم پاتې شوی و.

د عوامي نېشنل ګوند مشرتابه دا پېښه کلکه غندلې او له حکومته یې د قاتلانو د ژر نیولو غوښتنه کړې ده.

ننګرهار؛روغتیاپالان تر دې وروسته ناروغانو ته کمپیوټري نسخې لیکي

په یوه بې‌ساري اقدام کې، د ننګرهار ولایت یو شمېر روغتیاپالانو پریکړه کړې چې له دې وروسته به ناروغانو ته درمل یوازې د کمپیوټري نسخو له لارې توصیه کېږي.

دا پرېکړه د خلکو د اوږدمهالو شکایتونو په غبرګون کې شوې، چې د ډاکترانو لاس لیکل شوې نسخې یې شفري او نه لوستل کېدونکې بللې.

دا نوښت په داسې حال کې عملي شوی، چې د طالبانو حکومت تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د نسخو د معیاري کولو لپاره کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.

د ننګرهار ډاکتران وایي، دا پریکړه یې د ناروغانو د اسانتیا او روڼتیا د رامنځته کولو لپاره نیولې ده.

یوناما:د طالبانو حکومت له لوري د رسنیو پر سیاسي خپرونو بندیزونو ته اندېښمن یو

د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) د طالبانو حکومت له‌خوا د رسنیو لپاره د نوې تګلارې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا کار به د رسنیو ازاد فعالیت محدود او د خبریالانو تر منځ ویره او ځان‌سانسوري زیاته کړي.

یادې ادارې ویلي، دا نوې کارشیوه چې د خپرونو او مېلمنو د تایید غوښتنه کوي، د طالبانو حکومت د پخوانیو محدودوونکو اقداماتو رسمي بڼه ده.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا یوه څلور پاڼیزه هدایت‌نامه رسنیو ته استول شوې، چې له مخې یې ټولې سیاسي خپرونې باید تر خپرېدو وړاندې د وزارت له خوا تایید شي.

روسیه:د جرمونو نړیواله محکمه د طالبانو له حکومت سره دوه ګونی چلند کوي

د روسیې د فدراسیون شورا مرستیال کنستانتین کساچف ویلي، چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې تر اعلان وروسته، د جرمونو نړیوالې محکمې د شیخ هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی.

نوموړي دا پرېکړه نا عادلانه او دوه ګونی سیاسي چلند بللی.

هغه ویلي، لویدیځ په افغانستان کې کلي، کورنه او ښوونځي بمبار کړل، ماشومان او ښځې یې ووژلې؛ خو دغه محکمه پرې چوپه وه.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت ویلي، چې دا محکمه ورته هیڅ مشروعیت نه لري.