دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 393

روسیه:د جرمونو نړیواله محکمه د طالبانو له حکومت سره دوه ګونی چلند کوي

د روسیې د فدراسیون شورا مرستیال کنستانتین کساچف ویلي، چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې تر اعلان وروسته، د جرمونو نړیوالې محکمې د شیخ هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی.

نوموړي دا پرېکړه نا عادلانه او دوه ګونی سیاسي چلند بللی.

هغه ویلي، لویدیځ په افغانستان کې کلي، کورنه او ښوونځي بمبار کړل، ماشومان او ښځې یې ووژلې؛ خو دغه محکمه پرې چوپه وه.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت ویلي، چې دا محکمه ورته هیڅ مشروعیت نه لري.

امریکا؛غزه کې د اسرائیل پر جګړې د نیوکې له امله د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې تحریم کړې

0

امریکا د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې،فرانچسکا آلبانیز، له دې امله تحریم کړې چې د اسرائیل پر ضد یې د نړیوالو محاکمو غوښتنه کړې.

آلبانیز ویلي و چې د اسرائیل جګړه په غزه کې د “نسل‌وژنې” بڼه لري.

هغې له نړیوالو بنسټونو غوښتي و چې له اسرائیل سره خپلې مالي او نظامي اړیکې پرې کړي.

امریکا دا هڅې «غیرمشروع او شرموونکې» بللې.

د بخښنې نړیوال سازمان او نورو مدافع بنسټونو دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي چې راپور ورکوونکي باید خوندي وساتل شي، نه دا چې مجازات شي.

ټرمپ برازیل ته:د اګست له لومړۍ څخه مو پر وارداتو ۵۰٪ تعرفه لګوم

0

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا ته په یوه لیک کې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې «زړې او ناعادلانه» بللې او خبرداری یې ورکړی چې له اګست میاشتې به پر ټولو برازیلي وارداتو ۵۰ سلنه تعرفه ولګوي.

ټرمپ ویلي، که برازیلي شرکتونه په امریکا کې تولیدي فابریکې جوړې کړي، دا تعرفې به نه وي؛ خو که برازیل پر امریکایي توکو تعرفې لوړې کړي، واشنګټن به هم تعرفې لا زیاتې کړي.

هغه همداراز د برازیل پر «ناعادلانه تجارتي کړنو» نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا سوداګرۍ ته زیان رسېدلی او دا حالت د ملي امنیت له پاره خطرناک دی.

تر اوسه د برازیل حکومت د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

د کینیا ولسمشر پولیسو ته:معترضینو ته پښو کې ډزې وکړئ

0

د کینیا ولسمشر ویلیام روتو پولیسو ته امر کړی چې پر معترضینو د مستقیمو ډزو اجازه لري؛ خو باید یوازې پښې یې وولي.

کینیا کې د بې‌کارۍ، د پولیسو لخوا د ظلم او فساد پر ضد مظاهرو کې تر اوسه لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي.

پولیسو د مظاهرو د خپرېدو د مخنیوي لپاره له اوبو پاشوونکو، ګازو او ګولیو کار اخیستی دی.

ولسمشر ویلي، هغه کسان چې مالونه سوځوي، باید له محکمې مخکې روغتون ته ولاړ شي.

د اروپا پارلمان غړې:ایران افغان مهاجرین «جهنم» ته شړي او دا چاره لوی جنایت دی

د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن د ایران له لوري د افغان مهاجرینو اخراج یو جنایت او لویه ناکامي بللې ده او ویلي دي چې ایران افغان مهاجرین «جهنم» ته شړي.

هغې ویلي، دا کډوالې نه، بلکې جبري او بې‌قانونې شړل دي، چې له پناه غوښتنې پرته ترسره کېږي.

نیومن د ایران دا کړنه ناقانونه ډله‌ييز اخراج بللی او ویلي یې دي چې دا د ایران د دولت یوه قصدي پالېسي ده.

هغې د اروپايي ټولنې پخوانۍ ژمنې، چې افغانان به په ایران کې خوندي وي، «ریاکاري» بللې ده.

نیومن وايي، ښځې بېرته داسې نظام ته شړل کېږي چې موجودیت یې نه مني، او بې‌سرپرسته ښځې حتا له سرپناه هم محرومې دي.

هغې له اروپايي ټولنې غوښتي، چې افغان کډوالو ته بشري ویزې ورکړي، او د ایستنې خوندي لاره پیدا کړي.

واشنګټن؛یو ځل بیا اوکراین ته د وسلو لېږد پیل کړ

0

رویټرز د دوو امریکایي چارواکو په وینا لیکلي، چې واشنګټن یو ځل بیا اوکراین ته د درنو وسلو لېږد پیل کړی دی، چې پکې د توپونو مرمۍ او ګرځنده توغندي شامل دي.

امریکا تېره اوونۍ دا بهیر درولی و، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې نه پوهېږي چا دا پرېکړه کړې وه؛ خو ژمنه یې کړې چې وسلې به بېرته واستول شي.

اوکراین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال:د افغان کډوالو ویستل د ایران د امنیت لپاره اړین دي

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمدرضا عارف ویلي، چې د افغان مهاجرو ایستنه د هېواد ملي امنیت ته اړینه ده.

هغه د پراخو نیوکو په غبرګون کې ویلي، چې “د بیگانه لاس” باید د افغانستان او ایران ترمنځ د تفرقې لامل نه شي.

عارف ویلي، په ایران کې د میلیونونه افغان مهاجرو حضور دروند اقتصادي بار جوړ کړی او غیرقانوني تګ راتګ جرم دی.

هغه زیاتوي، ځیني ناقانونه مهاجر جرمونه کوي، چې ملي امنیت ته ګواښ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران له لوري د افغان مهاجرو پراخ اخراج له سختو نیوکو سره مخ دی، او هره ورځ لسګونه زره کډوال په جبري ډول افغانستان ته شړل کېږي.

ډونالډ ټرمپ:له افریقا سره به مرسته نه، بلکې سوداګري کوو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افریقايي هېوادونو له پنځو مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د امریکا تمرکز له خیریه مرستو څخه سوداګرۍ ته اړول شوی.

ټرمپ ویلي، چې امریکا د چین په پرتله د افریقا لپاره ښه شریک دی.

هغه د ګابن، ګینه بیسائو، لیبريا، موریتانیا او سېنګال له مشرانو سره د اقتصادي فرصتونو په اړه خبرې وکړې.

ټرمپ د افریقا اقتصادي ظرفیت “ستر” وباله او ویې ویل چې دا به اوږدمهاله، پایداره او اغېزمنه لاره وي.

افریقايي مشرانو له ټرمپ ملاتړ کړی، او د سولې د نوبل جایزې لپاره یې نوماند کړی دی.

ټرمپ دغه راز ویلي، تمه لري چې افریقا ته سفر وکړي.

سراج‌الدین حقاني غزني کې مسولینو ته:مسوولیتونه امانتونه دي او باید صادقانه ادا شي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني غزني ته سفر کړی او له سیمه‌ییزو طالب چارواکو سره یې د امنیتي او اداري چارو په اړه خبرې کړې.

د غزني د طالبانو ولایت مقام وايي، حقاني ژمنه کړې چې د چارواکو ستونزې به له اړوندو وزارتونو سره شریکې کړي.

نوموړي ویلي: «مسوولیتونه امانتونه دي او باید صادقانه ادا شي.»

ښاغلي حقاني د اسلامي نظام پر حق ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا حق باید ادا شي.

ایران کې؛افغان کډوالو ته د پاسپورت بیه ۵۰ ډالرو ته راښکته شوه

ايران کې د طالبانو حکومت سفارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د افغان وګړو د اقتصادي وضعیت په موخه يې د پاسپورت بیه له ۱۲۰ ډالرو څخه ۵۰ ډالرو ته راټيټه کړې ده.

دغه پرېکړه داسې مهال شوې ده چې ايران په ډېرې چټکۍ سره له خپل هېواد د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پيل کړې ده.