دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 391

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي:د پاکستان ریاست مهم پښتانه یو په بل پسې په نښه کوي

د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کاروونکو ویلي، چې مولانا خانزیب د ریاست خلاف د شعوري بیدارۍ لپاره وژل شوی دی.

دوی پر خپلو ادرسونو لیکلي، چې پاکستان هیڅ وخت هغه پښتانه نه پریدي، چې د قام د بیدارۍ لپاره کار کوي.

د یادونې ده چې مولانا خانزېب تېره ورځ باجوړ کې ووژل شو.

حامد کرزی:ایران باید د دواړو هېوادونو شریکو مصالحو ته پام وکړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د هغو افغانانو له همکارۍ مننه کړې چې له ایرانه د راستنو شوو کډوالو په انتقال او رسیدنه کې یې ونډه اخیستې.

نوموړي د میرویس عزیزي له خیریه بنسټ څخه هم مننه کړې، چې د یو میلیارد افغانیو مرسته یې اعلان کړې او له ټولو شتمنو او خصوصي سکتور څخه یې غوښتي چې د مهاجرینو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

کرزي له ایراني لوري هم غوښتي، چې د افغان مهاجرینو د اجباري ایستلو پرېکړه له سره وارزوي او د دواړو هېوادونو ګډو مصالحو ته پام وکړي.

اروپایي ټولنه:د باثباته راتلونکي لپاره د افغانستان خلکو سره ولاړ یو

د نفوسو د نړېوالې ورځې په مناسبت، اروپايي اتحادیې اعلان وکړ چې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي.

افغانستان کې د اروپايي اتحادیې ټولنې لیکلي چې د افغانانو د هوساینې، اساسي اړتیاوو ته د رسېدنې، د ژوند شرایطو ښه کولو او ټولو ته د یوه باثباته راتلونکي د جوړولو لپاره ژمنه ده، چې له افغانانو سره به نږدې کار کوي.

یادې ټولنې تر دې وړاندې هم افغانانو سره د مرستې ژمنې کړې وې.

د طالبانو حکومت استخباراتو کې ادلون بدلون؛خلیل همراز له خپل ریاست څخه ګوښه او د ۰۸ ریاست مرستیال ټاکل شوی

د طالبانو حکومت استخباراتو عمومي ریاست کې ګڼ شمیر بدلونونه رامنځته شوي دي.

یوې باورې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي حماسه میډیا ته وویل چې په دې ادلون بدلون کې چې د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت الله اخوندزاده له لورې رامنځته شوي، د دې ریاست ګڼ شمیر رئیسان او نور مسولین له خپلو ریاستونو یا هم تنزیل کړي او یا هم بلې ادارې ته بدل شوي دي.

پدې ادلون بدلون کې د طالبانو د استخباراتو ریاست ویاند خلیل همراز د خپل ریاست څخه عزل او د استخباراتو د ۰۸ ریاست مرستیال ټاکل شوی دی.

یحیی تکل د پیژند رئیس د بهرنیو اړیکو د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی، او د هغه ځای ناستي ته د شیخ هبت الله نږدې سړی له کندهار څخه راوستل شوی.

تراوسه ددې ادلون بدلون علت نه دی ښول شوی.

امیرخان متقي؛له خپل قزاقستاني سیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له خپل قزاقستاني سیال مرات نورتلیف سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، سیمه‌ییزو فرصتونو، ټرانزیټي پروژو او سیاسي تفاهم د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د افغانستان په تړاو د قزاقستان مثبت دریځ وستایه او ویې ویل چې دا تعامل باید پیاوړې او دوامداره همکارۍ ته واوړي.

همداراز، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او علمي همکاریو د پراخېدو هیله لري.

دواړو لوریو د تور غونډۍ–هرات د وسپنې پټلۍ د تخنیکي ډلو د دوامدار ګډ کار پر اهمیت ټینګار وکړ.

پر غزې د اسرائیلو تیرې؛په هوایي برید کې د ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي

0

د اسرایيلي هوايي ځواکونو په یوه برید کې چې د غزې تړانګې د دیر البلاح ښار په یوه طبي مرکز شوی د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، د قربانیانو له ډلې یې تر ټولو کوچنی دوه کلن او تر ټولو مشر ۱۴ کلن ماشوم و.

پدې برید کې درې ښځې او څلور نارینه هم وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ وویل چې د برید هدف د حماس یو غړی و چې د اکتوبر د ۷مې په بریدونو کې ښکیل و.

پوځ په یوه بیان کې وویل: “موږ د ملکي تلفاتو له راپورونو خبر یو او د پیښې په اړه څېړنه کوو.”

ډاکتر فضلي: د افغان پوهانو او روڼ اندو وژنه د استعماري ځواکونو د پروژې برخه ده چې پاکستان یې عملي کوي

‏د جمهوري حکومت د چارو ادارې پخواني مشر ډاکتر فضل محمود فضلي په خپلو تازه څرګندونو کې د استعماري ځواکونو له لورې چې پاکستان یې د عملي کیدو چاره په غاړه لري د پښتنو ملتپالو رونډ آندو، سیاستوالو او پوهانو وژنه سیسټماټیکه او حساب شوې سناریو بللې.

ښاغلي فضلي له ۱۹۸۰مې لسیزې نیولې تردې مهاله د افغان پوهانو، لیکوالو او شاعرانو د یو شمیر مهمو مشاهیرو نومونه یاد کړي، چې په افغانستان او پښتونخوا کې په هدفي بریدونو کې وژل شوي.

ډاکتر فضلي لیکلي:«د پوهاند مجروح، جنرال کټوازي، پوهاند بشریار، پوهاند حبیبي، مولوي ریحان په کابل کې، جنرال قهرمان په هلمند کې، مولوي عبدالظاهر حقاني په جلال‌ آباد کې، عارف وزير په وزيرستان کې، مفتي منیر شاکر او دغسې تر سوات او کوټې او کندهاره سلګونه حتا زرګونه تاثير ګذاره او خوله ور افغانان ترور شوي چې تر ټولو وروستي یې مولانا خانزیب دی چې ددې ډلۍ له قربانیانو څخه دی.»

د چارو ادارې مخکني مشر فضل محمود فضلي ویلي باید ددغه قتلونو له بنسټ اېښودونکو نيولې د هغو تر اوسنيو لارویانو او فکر پورې ټول وپيژندل شي او وغندل شي.

د آسیآن د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛امریکا او مالیزیا د ملکي اټومي همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر محمد حسن د ملکي اټومي همکارۍ په اړه مهم تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.

دا ګام کوالالمپور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لومړي سفر پرمهال اخیستل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: “د دې [تړون] لاسلیک د متحده ایالاتو او مالیزیا ترمنځ د یوې قوي ملکي اټومي ملګرتیا د جوړولو په لور یو مهم ګام دی.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل ایکس پاڼې کې لیکلي: “موږ د متحده ایالاتو د اټومي انرژۍ کارولو او د انرژۍ امنیت او اقتصادي پراختیا په برخو کې د ګډو اهدافو د پرمختګ لپاره د همکارۍ پیاوړتیا ته ژمن یو.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو د ټولنې (آسیان) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره کوالالمپور ته رسیدلی دی.

د طالبانو حکومت ریاست الوزرا:ایران باید افغان کډوال په باعزته توګه را وباسي

د طالبانو حکومت د ایران له حکومت څخه غوښتي، چې افغان کډوال په باعزته ډول راوباسي.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا په اعلامیه کې ویل شوي، چې ایران د غیرقانوني مهاجرینو د ایستلو حق لري؛ خو باید دا پروسه تدریجي، باعزته او له بشري اصولو سره سم ترسره شي.

اعلامیه زیاتوي، مهاجرینو ته باید اجازه ورکړل شي خپلې شتمنۍ وطن ته انتقال کړي، حسابونه تنظیم کړي او د اخراج پرمهال لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې د مهاجرینو اخراج باید د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې لامل نه شي.

زلمی خلیلزاد:نړیوال دې د طالبانو پر حکومت یوازې نېوکې نه کوي؛ بلکې مرستې دې هم وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو وروستي پرېکړه‌لیک ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، که له افغانستان سره د مرستې کومه عملي طرحه ونه لري؛ نو دا یو شرم ناک ګام دی.

نوموړي پوښتلي، چې له دې پرېکړه‌لیک ملاتړ کوونکي هېوادونه څومره د بشري حقونو ښه سابقه لري او له خپلو ښځو سره عادلانه چلند کوي؟

خلیلزاد ویلي، افغانستان تازه له جګړو راوتلی؛ خو ګاونډیان‌یې زرګونه کډوال ورستنوي.

نوموړی وایي، د افغان نجونو پر وړاندې روان محدودیتونه باید پای ومومي؛ خو نړیوال دې یوازې نېوکې نه کوي، بلکې عملي مرسته دې هم وکړي.