دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 390

د طالبانو حکومت:ډېر ژر به د کام‌ایر له لارې له خوست څخه کویټ ته مستقیمې الوتنې پیل شي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د خوست نړیوال هوایي ډګر چارواکي وایي چې ډېر ژر به د کام ایر شرکت له لارې له خوست څخه کویټ ته مستقیمې سوداګریزې الوتنې پیل شي.

دوی وایي، دا لومړی ځل دی چې له خوست څخه کویټ ته مستقیمه الوتنه ترسره کېږي، او ټاکل شوې هره چهارشنبه له جولای ۲۳مې وروسته دا پروازونه ترسره شي.

چارواکي تمه لري چې دا به د ختیځو ولایتونو اوسېدونکو ته د سفر اسانتیاوې برابرې کړي.

اسراییل:پر نتانیاهو د جګړې اوږدولو تورونه دروغ او تبلیغات دي

0

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړی چې بنیامین نتانیاهو یې د خپلې سیاسي بقا لپاره د غزې د جګړې د اوږدولو په تور تورن کړی و، او دا یې “توهین، دروغ او د بې‌اعتباره سیاسي فعالانو تکراري خبرې” بللي دي.

د دفتر په وینا، د نتانیاهو مشري ددې سبب شوې چې د نړیوالو او کورنیو مخالفتونو سره سره د حزب‌الله، د اسد رژیم، حماس او د ایران د اټومي ګواښونو پر ضد مهم عملیات ترسره شي.

بیان زیاتوي، که نتانیاهو د لوړپوړو امنیتي چارواکو مشورې منلې وای؛ نو دا بریاوې به نه وای ترلاسه شوې؛ ځکه هغوی ترې غوښتې و، چې د حماس شرایط ومني او جګړه ژر ختمه کړي.

دفتر وايي، نیویارک ټایمز چې د کومو کسانو له خولې خبرې کړې، هغوی هماغه چارواکي دي چې نتانیاهو یې مشورې رد کړې او اوس برطرفه شوي دي.

ملګري ملتونه:غزه د لوږې بې‌ساري بحران سره مخ او د ماشومانو په هدیره بدله شوې

0

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په غزه کې د لوږې بحران بې‌سارې کچې ته رسېدلی او د مرستو رسونه تقریباً درېدلې ده.

د دې ادارې مرستیال کارل اسکائو، چې تازه له غزې راستون شوی، ویلي چې وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی او نړیوالې ادارې د مرستو توان له لاسه ورکړی.

نوموړي ویلي، شاوخوا ۹۰ زره ماشومان بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري او له هر درې کسانو یو یې ورځ بې خوړو تېروي.

بل‌خوا، د الجزیرې د راپور له مخې، تازه د اسراییلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۵ فلسطینیان وژل شوي، چې ۱۱ یې د خوړو د مرستې د ترلاسه کولو په لیکه کې ولاړ وو.

د المان د کورنیو چارو وزیر:چمتو یو چې د طالبانو له حکومت سره د مجرمو افغان کډوالو د بېرته لېږلو هوکړه وکړو

د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وایي، چمتو دی له هغو کسانو سره چې په افغانستان کې مسؤلیت لري، هوکړې ته ورسیږي، څو مجرم افغانان بېرته افغانستان ته واستول شي.

هغه ویلي، دا اقدام د آلمان د امنیت لپاره مهم دی او باید له افغانستان سره د رسمي اړیکو نشتوالی خنډ نه شي.

دوبرینت زیاته کړې، که طالبان یو استازی برلین ته واستوي؛ نو ښايي له دوی سره له رسمي پېژندنې پرته هم پر عملي موضوعاتو هوکړه وشي.

د یادونې ده چې تېر کال په اسد میاشت کې آلمان یو ځل ۲۸ افغانان چې مجرمین وو، کابل ته استولي وو او هغه وخت د دې بهیر منځګړیتوب قطر کړی و.

کاناډا:د نړیوالې جزایي محکمې له هغه حکم ملاتړ کوو چې د طالب مشرانو د نېولو لپاره یې کړی

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت د دوو مشرانو د نیولو حکم ته په غبرګون کې ویلي چې د نړیوالې جزايي محکمې له پرېکړې ملاتړ کوي او غواړي چې طالبان د خپلو کړنو حساب ورکړي.

کاناډا د طالبانو حکومت له خوا د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د نقض له امله ژوره اندېښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې د افغانانو حقونه دې رعایت کړي.

کاناډا ویلي چې د نړیوالې محکمې د څارنې د دفتر خپلواکۍ ته درناوی لري او د طالبانو پر ضد د نړیوالو حقوقي هڅو ملاتړ کوي.

نړیوالې محکمې تېره اونۍ د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده او د دې ډلې د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم ورکړی، ځکه دوی د جنسیت پر بنسټ د ځورونې او تعقیب په جرم تورن دي.

امرالله صالح:د خان‌زیب وژنه دا ثابتوي چې د ملت پالو پښتنو ژوند ته لوی ګواښ دی

د پخواني حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د مولانا خان‌زیب وژنه د افراط‌ګرۍ او مدنیت ضد دسیسو دوام دی.

هغه زیاتوي، دا یو پخوانی او پلان شوی تکتیک دی چې له مخې یې هر څوک چې د مدني ارزښتونو ملاتړ وکړي، له منځه وړل کېږي.

نوموړی وايي، په تېرو څو لسیزو کې هم د مدنیت پلویان، لکه سید شمس‌الدین مجروح او قیوم رهبر، په پاکستان کې وژل شوي وو.

صالح وایي، د قبایلي سیمو له لارې د افغانستان د بې‌ثباتۍ پروژه سل کاله کېږي روانه ده او اوس هم د ملت‌پالو پښتنو ژوند له خطر سره مخ دی.

نتانیاهو:که د ایران اټومي ګواښ د خبرو له لارې حل نه شي، له بلې لارې به اقدام وکړو

0

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، که د ایران د اټومي ګواښ موضوع د ۶۰ ورځو په موده کې د امریکا له لوري د خبرو له لارې حل نه شي، اسراییل به له بلې لارې کار واخلي.

نتانیاهو دا څرګندونې د خپلو وژل شوو دیپلوماتانو د یاد غونډې پر مهال وکړې او ویې ویل:«که د ایران اټومي ګواښ د خبرو له لارې حل شي، ښه ده؛ که نه، نورې لارې لټوو.»

هغه ټینګار وکړ چې اسراییل به هم‌مهاله په نظامي او دیپلوماتیکو لارو خپلو هدفونو ته دوام ورکړي.

پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی:مولانا خانزیب د تشدد او ظلم پر وړاندې مبارزه کوله

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ملتپاله دیني عالم او د عوامي ملي ګوند د مرکزي کمیټې د غړي او د علماوو د برخې د مشر مولانا خان زیب په شهادت خواشینې ښودلې.

پخواني جمهور رئیس مولانا خانزیب د تشدد او ظلم پر وړاندې نه هیریدونکی مبارز یاد کړ چې په وینا یې د زده کړې، سوله ایز او ښه ژوندانه لپاره یې هلې ځلې کولې.

حامد کرزي د مولانا خانزیب وژنه په کلکه غندلې او کورنۍ سره یې خواشینې ښودلې.

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي:د پاکستان ریاست مهم پښتانه یو په بل پسې په نښه کوي

د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کاروونکو ویلي، چې مولانا خانزیب د ریاست خلاف د شعوري بیدارۍ لپاره وژل شوی دی.

دوی پر خپلو ادرسونو لیکلي، چې پاکستان هیڅ وخت هغه پښتانه نه پریدي، چې د قام د بیدارۍ لپاره کار کوي.

د یادونې ده چې مولانا خانزېب تېره ورځ باجوړ کې ووژل شو.

حامد کرزی:ایران باید د دواړو هېوادونو شریکو مصالحو ته پام وکړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د هغو افغانانو له همکارۍ مننه کړې چې له ایرانه د راستنو شوو کډوالو په انتقال او رسیدنه کې یې ونډه اخیستې.

نوموړي د میرویس عزیزي له خیریه بنسټ څخه هم مننه کړې، چې د یو میلیارد افغانیو مرسته یې اعلان کړې او له ټولو شتمنو او خصوصي سکتور څخه یې غوښتي چې د مهاجرینو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

کرزي له ایراني لوري هم غوښتي، چې د افغان مهاجرینو د اجباري ایستلو پرېکړه له سره وارزوي او د دواړو هېوادونو ګډو مصالحو ته پام وکړي.