پنجشنبه, مې 21, 2026
Home Blog Page 387

ملګري ملتونه:ژمی په چټکۍ را روان دی او د کونړ زلزله ځپلي بې‌سرپناه دي

د کډوالو چارو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تازه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان ختیځ د وروستۍ زلزلې له امله سخت زیانمن شوی او ګڼ کلي په بشپړ ډول نړېدلي دي.

سرچینه زیاتوي، زرګونه کورنۍ له سرپناه پرته پاتې دي او په داسې حال کې د شپې ورځې تېروي چې ژمی په بیړه رارسېږي او د مرستو نشتوالی د ژوندونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

یاد بنسټ خبرداری ورکړی، که پر وخت نړیواله مرسته ور ونه رسېږي، د تلفاتو کچه به لا زیاته شي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ تر څنګ د څه باندې دوه نیم میلیونه کډوالو راتګ روان کړکېچ نور هم ژور کړی دی.

عالي کمېشنرۍ له نړیوالو بنسټونو او مرستندویه ټولنو غوښتنه کړې، چې بې له ځنډه دې د افغان ولس په ځانګړي ډول د زلزله ځپلو سره بیړنۍ مرسته وکړي.

د اسلامي نړۍ ټولنه:د افغانستان ختیځ کې زلزلې غمجن کړي یوو

د اسلامي نړۍ ټولنې په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان ختیځ کې د زلزلې له امله د ګڼو خلکو د مړینې خبر سخت غمجن کړي دي.

په اعلامیه کې د ټولنې د عمومي مشر محمد بن عبدالکریم العیسي له قوله راغلي، چې ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا دعا کوي او له لوی خدایه غواړي چې افغان ولس د راتلونکو ناورینونو او زیانونو څخه خوندي وساتي.

ندا محمد ندیم:پوهنتونونه دې د کونړ د زلزله‌ځپلو لپاره مالي مرستې راټولې کړي

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم ټولو پوهنتونونو ته سپارښتنه کړې چې د کونړ د زلزله‌ځپلو د ملاتړ لپاره له استادانو او محصلینو مالي مرستې راټولې کړي.

هغه ویلي، په هر پوهنتون کې دې ځانګړې کمېټه جوړه شي څو راټولې شوې مرستې د اړمنو کورنیو لاسنیوي ته ورسوي.

په همدې لړ کې د کابل له مرکزي پوهنتونونو لسګونه محصلان او یو روغتیايي ټیم د دوشنبې په ورځ کونړ ته استول شوي دي، څو د زلزله‌ځپلو خلکو تر څنګ عملي مرسته او خدمت وکړي.

د امریکا سفارت چارسمبالي؛د افغانستان ختیځ کې د زلزله ځپلو په اړه خواشیني ښودلې

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالي ډان برون د افغانستان په ختیځ کې د شوې زلزلې له امله خپله خواشیني څرګنده کړې ده.

هغه پر اېکس لیکلي، چې په دې غمجنه شېبه کې له افغان ولس سره د همدردۍ احساس کوي او د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي شریکوي.

د یادونې ده چې دغې زلزلې کونړ کې شاوخوا ۸۰۰ نفر ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل.

پاپ فرانسیس؛د افغانستان د زلزلې قربانیانو لپاره دعا او له اغېزمنو کورنیو سره همدردي کړې

واتیکان اعلان کړی چې د کاتولیک مشر پاپ فرانسیس د افغانستان د ختیځ د وروستۍ زلزلې د قربانیانو لپاره دعا کړې او له زیانمنو کورنیو سره یې همدردي څرګنده کړې ده.

په یوه پیغام کې چې د واتیکان د بهرنیو چارو وزیر کاردینال پیترو پارولین خپور کړی، راغلي چې پاپ د درنو تلفاتو له امله ژور خپګان ښودلی او د اغېزمنو کورنیو ترڅنګ ولاړ دی.

یاده زلزله د سنبلې په ۹مه د شپې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې کونړ ولایت ولړزاوه چې په کې لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

سراج الدین حقاني او محسن نقوي؛د زلزلې او سېلابونو په اړه غمشریکي کړې

د طالبانو حکومت او پاکستان د کورنیو چارو وزیرانو ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوې دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د کونړ او ننګرهار د وروستۍ زلزلې د قربانیانو په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د درملنې او بشري مرستو ډاډ یې ورکړی دی.

نوموړی زیاتوي چې خلیفه سراج‌الدین حقاني د پاکستان د همدردۍ مننه کړې او د خیبرپښتونخوا او پنجاب د سېلاب ځپلو خلکو سره یې خپله غمشریکي هم څرګنده کړې ده.

شارجه کې شل اوریزې سیالۍ؛افغانستان په ۳۸ منډو متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

د درې اړخیزو شل اوریزو سیالیو په لړ کې د افغانستان ملي کرکټ لوبډلې نن د متحده عربي اماراتو پر وړاندې بریا خپله کړه.

د سیالۍ پچه کوربه لوبډلې وګټله او افغان لوبغاړي یې د توپ وهنې لپاره میدان ته راوبلل.

افغانستان په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

د هدف په تعقیب د اماراتو لوبډله د افغان توپ اچونکو پر وړاندې له سختو ستونزو سره مخ شوه او په ۸ ویکټو له لاسه ورکولو وروسته یې یوازې ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

په پایله کې افغانستان دغه لوبه په ۳۸ منډو وګټله.

ضیاءالحق امرخیل:که نن د نجونو د تعلیم برکت نه وای، ښځینه ټپیانې به بې مرستې پاتې وې

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د نجونو د تعلیم پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د خویندو زده‌کړې د ټولنې لپاره حیاتي اړتیا ده.

ښاغلي امرخېل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، نن چې ښځینه روغتیایي کارکوونکې د زلزله‌ځپلو ښځینه ټپیانو په درملنه بوختې دي، دا د تعلیم برکت دی، او که بې‌تعلیمه پاتې شوې وای، ټپیانې ښځې به له سختو کړاوونو سره مخ وې.

نوموړي لیکلي:«موږ چې د خویندو پر تعلیم ټینګار کوو، دغسې حساس ضرورتونه یې درک کوو.
هیله ده، د نجونو د تعلیم موضوع جدي وګڼل شي او د ټولنې دغه نیمه برخه له خپل بنيادي حقه نورې محرومې نشي.»

امرخېل غوښتنه کړې چې د نجونو د تعلیم موضوع باید جدي ونیول شي او د ټولنې دغه نیمه برخه دې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومه نه شي، ځکه د ده په باور، د محرومیت زیان یې ټول ملت ته رسېږي.

امریکا او اروپايي اتحادیې؛له زلزله ځپلو افغانانو سره خواخوږي او د بیړنیو مرستو ډاډ ورکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې په اړه د افغانانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه زلزلې درنې مرګ‌ژوبلې اړولې دي.

همدارنګه اروپايي اتحادیې هم د تسلیت پیغام استولی او ټینګار یې کړی چې بشري ملګري یې په کونړ او ننګرهار کې فعال دي او متاثره شویو کورنیو ته بیړنۍ او حیاتي مرستې رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ګڼو نړیوالو سازمانونو او خیریه بنسټونو هم د مرستو د لېږلو ژمنې کړې دي، څو د زرګونو بې‌کوره شویو او ټپیانو د عاجلو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وکړي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر:له کونړ څخه ننګرهار ته سلګونه ټپیان انتقال شوي او زرګونو ته مرستې رسېدلې

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایي، چې له سهار راهیسې یې ۸۶ پروازونه کړي چې له کونړ څخه یې ۷۳۹ زلزله ځپلي ټپیان د دغه ولایت حوزوي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال کړي.

له یاد دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کونړ کې یې ۳۶۷ کسان ژغورلي او ۶۱۰۰ نفرو ته یې پخه غذا رسولې.

بل خوا د رسمي ارقامو له مخې تر دې دمه ۸۲۵کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

په سیمه کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي؛ خو دا ارقام وروستي نه دي، انګیرل کېږي چې د ارقامو په زیاتوالي کې تغیر راشي.