جمعه, جون 5, 2026
Home Blog Page 382

چین؛د رشوت اخیستو په تور د کرنې پخواني وزیر ته د اعدام سزا اورول شوې

0

د چین پخوانی د کرنې او کلیو چارو وزیر تانګ رنجیان ته د بډو اخیستو په تور د جیلین ولایت محکمې د مرګ سزا اورولې ده.

د شین‌هوا دولتي اژانس راپور ورکړی چې دغه حکم د دوو کلونو په تعلیق سره ورکړل شوی دی.

رپوټ وايي تانګ د ۲۰۰۷ تر ۲۰۲۴ پورې په بېلابېلو دندو کې نږدې ۳۷ میلیونه ډالر په نغدو او شتمنیو کې بډې اخیستې وې.

هغه د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې، د فساد ضد ادارې د څېړنو له پیل شاوخوا شپږ میاشتې وروسته، له دندې لیرې او د کمونېست ګوند له غړیتوبه هم وشړل شو.

د یادونې ده چې د چین ولسمشر شي جین‌پینګ له ۲۰۲۰ کال راهیسې د فساد ضد پراخې تصفیوي هڅې پیل کړي دي.

د پاکستان ځانګړی استازی؛د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو لپاره تهران ته ولاړ

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان تهران ته تللی دی.

د ده د سفر موخه د افغانستان د روان وضعیت په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې او د سیمې وروستیو بدلونونو ارزونه ده.

دا پلاوی داسې مهال ځي، چې کابل ته هم د پاکستان یو پلاوی راغلی.

پاکستان؛راولپنډۍ کې د یوې افغانې جوړې جسدونه موندل شوي

د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې د یوه افغان او د هغه د مېرمنې مړي موندل شوي دي.

پولیس وایي چې نارینه لومړی خپله مېرمن وژلې او وروسته یې ځان‌وژنه کړې ده.

دا پېښه د پیر ودهایي سیمې په بنګش کالونۍ کې رامنځته شوې، او د نیشن ورځپاڼې د راپور له مخې، دواړه جسدونه د افغان وګړو وو.

پولیس وایي چې امیرداد جعفري دوه میاشتې وړاندې له افغانستان څخه پاکستان ته راغلی و او له ثنا سره یې واده کړی و.

د پولیسو د لومړنیو څېړنو له مخې، دا جوړه د ټولنیزو شبکو له لارې سره اشنا شوې وه.

ویل کېږي چې د طلا د ژمنې نه پوره کېدو له امله د دواړو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې وه.

ملګري ملتونه:د کونړ زلزله ځپلو ته دې نوي کورونه ورغول شي

د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره (UN-Habitat) وايي، چې د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې خلک له هر څه بې‌برخې کړي او اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د زلزله ځپلو کورونه بېرته ورغول شي.

یادې ادارې نن پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې زلزله‌ځپلو هرڅه له لاسه ورکړي دي.

دغې ادارې ټینګار کړی، چې د بې‌کوره شویو خلکو لپاره باید داسې کورونه جوړ شي، چې د طبیعي افتونو، په ځانګړي ډول زلزلو پر وړاندې مقاومت ولري.

حنیفه ګیروال:د افغان میرمنو د کار او زده کړې حقوق باید خوندي شي

د افغان میرمنو د حقونو فعالې حنیفه ګیروال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې په نړۍ غږ وکړ چې د طالبانو له لورې د افغان ښځو سره د سخت چلند له امله اقدام وکړي.

میرمن ګیروال چې ملګرو ملتونو کې د یو پینل مشري کوله زیاته کړه چې میرمنې په سیستماتیک ډول له خپلو حقوقونو بې برخې کیږي او نړۍ یوازې ننداره کوي.

نوموړې زیاته کړې، چې نړۍ طالبانو ته د تعامل په نوم پیسې ورکوي او د حکومت بقا یې تنظیموي.

میرمن ګیروال د میرمنو د کار او زده د حق په اړه د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

غزه؛د اسرائیل په تازه بریدونو کې ۹۱ کسان وژل شوي

0

د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسراییلي پوځیانو له لوري د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۹۱ تنه وژل شوي دي.

د راپور له مخې، یواځې ۴۸ کسان د غزې ښار کې وژل شوي دي.

د غزې سیمه‌ییز حکومت د رسنیو دفتر وايي، ډېری قربانیان په هغو سیمو کې وژل شوي چې اسراییل تر دې وړاندې د “خوندي سیمو” په توګه اعلان کړې وې.

یاد بریدونه داسې مهال ترسره کېږي، چې نړیوالې ټولنې پر اسراییل د ملکي تلفاتو د زیاتوالي او بشري قوانینو د نقض له امله سختې نیوکې کړې دي.

د امریکا کارولینا ایالت؛وسله وال کس د ډزو له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د شمالي کارولینا ایالت په ساوت‌پورت ښار کې د یکشنبې په ورځ د ډزو له امله درې تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د ABC ټلویزیوني شبکې د راپور پر بنسټ، ډزې له یوې کښتۍ شوې دي.

د ساوت‌پورت ښاروال دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې مجرم نیول شوی او دا مهال تر پوښتنو لاندې دی.

تر اوسه د دې برید علت نه دی روښانه شوی.

اروپایي درې هېوادونه:ایران دې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې پرېږدي

0

بریتانیا، فرانسې او جرمني په یوه ګډه اعلامیه کې پر ایران باندې د بندیزونو د فعالېدو په تړاو ټینګار کړی چې ایران هېڅکله باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو یا پراختیا هڅه ونه کړي.

دغو هېوادونو د ملګرو ملتونو له غړو غوښتي چې د بندیزونو د پلي کولو ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران له خوا د ژمنو د پرله‌پسې نقض له امله، درې اروپایي هېوادونه مجبوره شول د میکانیزم ماشه فعال کړي او د ملګرو ملتونو ټول پخواني پرېکړه لیکونه بېرته نافذ شي.

اعلامیه زیاتوي چې د ایران د غني شویو یورانیمو ټولې زېرمې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له څارنې بهر دي او تهران د لوړ غلظت لرونکي یورانیمو د ساتلو لپاره هېڅ غیرپوځي دلیل نه لري.

د دوی په وینا، هېڅ هېواد چې د وسلو د پروګرام نیت ونه لري، په دې کچه یورانیم نه غني کوي.

اروپایي درې هېوادونو ټینګار کړی چې د بندیزونو بېرته راتګ د ډیپلوماسۍ د پای معنا نه لري او دوی به د خبرو او سیاسي لارو چارو تعقیب ته دوام ورکړي.

هغوی له ایران غوښتي چې له هر ډول پاروونکو کړنو ډډه وکړي او خپلو د اټومي تړونونو د پلي کولو ژمنو ته بېرته را وګرځي.

خواجه اصف:د افغانستان په کورنیو چارو کې د اسلام‌اباد لاسوهنه ستره تېروتنه وه

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف اعتراف کړی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د اسلام‌اباد لاسوهنه ستره تېروتنه وه.

هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د روسیې پر ضد جګړه کې د افغانانو ملاتړ ته اړتیا نه وه او دا پرېکړه د پاکستان لپاره منفي پایلې لرلې.

اصف د هغه وخت د پوځ مشر جنرال ضیاالحق «ډیکتاتور» بللی او ټینګار یې کړی چې هغه د امریکا د رضایت او اړیکو د پراختیا لپاره ګامونه پورته کړي وو، چې وروسته یې د سیمې وضعیت لا پیچلی کړ.

فضل محمود فضلي:د افراطیت د ملاتړ کوونکو پر مرسته تکیه د افغانستان غمیزه اوږدوي

د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، هغه کسان چې د افراطیت د مرکزونو د څارنې لپاره د هماغو هېوادونو مرسته غواړي، کومو چې په خپله دغه مرکزونه جوړ کړي او د افراطیت فکري مفکورې یې پیاوړې کړې دي.

ښاغلي فضلي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه کسان په حقیقت کې یا په ژوره ناپوهۍ اخته دي او یا د هماغو هېوادونو د افراطي مدرسو د پروژو ترڅنګ د لېبرالو بهیرونو د پروژو همکاران دي.

نوموړی زیاتوي، دا کار په لوی لاس د هېواد د ځوان نسل لیدلوری ګډوډوي او مغشوشوي.

د هغه په وینا، د جهادي او افراطي مدرسو د نړیوالو لېبرالو ملاتړو او بسپنه ورکوونکو په تشخیص کې ګنګسیت د افغانستان روانه غمیزه لا پسې اوږدوي.