شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 374

ډونالډ ټرمپ؛له وال‌سټریټ ژورنال ۱۰ میلیارده ډالره تاوان غواړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وال‌سټریټ ژورنال او د هغه مالکانو څخه لږ تر لږه ۱۰ میلیارده ډالر تاوان غوښتی او دعوه یې کړې چې یوه مقاله کې یې د هغه شهرت ته زیان رسولی دی.

ټرمپ دا شکایت د میامي فدرالي محکمه کې ثبت کړی، چې پکې داو جونز، نیوز کورپورېشن، او دوه خبریالان هم شامل دي.

مقاله ادعا کوي چې ټرمپ په ۲۰۰۳م کال کې جفري اپستین ته د زېږون مبارکي استولې وه، چې پکې “شهواني انځور” او پټې اړیکې یادې شوې وې.

ټرمپ دا ادعاوې “جعلي” بللي دي او ویلي یې دي چې دا کار د هغه حیثیت ته د ضرر رسولو لپاره شوی.

د داو جونز ویاند ویلي، دوی د خپل راپور دقت باندې بشپړ باور لري او قانوني دفاع ته چمتو دي.

د آلمان لومړی وزیر:د طالبانو د رسمیت پېژندنې نیت نه‌لرو

د آلمان لومړی وزیر فریدریش میرتس وایي، د طالبانو رژیم په رسمیت نه‌ پېژني او دا موضوع د آلمان د بهرني سیاست په اجنډا کې نشته.

نوموړي ویلي، که څه هم له طالبانو سره د تخنیکي کچه اړیکې شته؛ خو دا اړیکې دیپلوماتیک رسمیت نه لري.

میرتس زیاته کړې، چې د آلمان او افغانستان ترمنځ دیپلوماتیک روابط په بشپړ ډول نه‌دي پرې شوي؛ خو دا تعاملات د حکومتونو ترمنځ نه، بلکې د هېوادونو ترمنځ محدوده تخنیکي همغږي ده.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو د رژیم دیپلوماتیک رسمیت‌ پېژندنه «اصلاً نه‌شي کېدای».

نور الدین عزیزي:د صنعتي سیمو قانون توشیح شو

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وایي، د صنعتي سیمو د قانون توشیح او له بهره راستنو شویو سوداګرو ته د اسانتیاوو مقرره د شیخ هبت‌الله له لوري تصویب شوې ده.

هغه وايي، تېر کال په هېواد کې ۲۷ سوداګریز نندارتونونه جوړ شوي او ۱۷ نړیوالو نندارتونونو کې یې کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

عزیزي زیاتوي چې اوس د افغانستان سوداګري له ۱۰۰ څخه زیاتو هېوادونو ته غځېدلې او د بېلابېلو هېوادونو سره یې ۱۶ اقتصادي هوکړې هم لاسلیک کړي دي.

د سوریې حکومت:دروزو کې د نښتو پای ته رسېدو لپاره ځانګړي ځواکونه استول کېږي

0

د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې د سویډا په جنوبي سیمه کې د دروزي ټولنې او ځایي قبیلو ترمنځ د نښتو د پای ته رسولو لپاره به ځانګړې ځواکونه واستول شي.

دا اقدام د امنیتي او سیاسي تدابیرو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

همداراز، د کورنیو چارو وزارت ځواکونه د درعا ـ سویډا پر لویه لاره لیدل شوي، چې د وروستي امر په تمه دي.

اسرائیل هم سوریایي ځواکونو ته د محدودې داخلې اجازه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دروزو کې د قومي نښتو له امله تر ۳۰۰ زیات کسان ووژل شول.

د زن آنلاین پوهنتون؛د افغان نجونو لپاره د آنلاین زده کړو وړاندیز اروپایي پارلمان ته سپارلی

د “زن آنلاین پوهنتون” د افغان نجونو لپاره د آنلاین زده کړو د رسمي پېژندنې لیکلی وړاندیز اروپایي پارلمان ته سپارلی دی.

دا وړاندیز د پوهنتون له خوا، د ۱۷ زره محصلینو په غوښتنه، د فرید سالنګي له لوري وړاندې شوی دی.

د دغې غوښتنې هدف د هغو نجونو لپاره د زده‌کړې فرصت برابرول دي چې له حضوري تعلیم څخه محرومې شوې دي.

د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راپارولي؛ خو دا پرېکړه لا هم نه ده بدله شوې.

د اوکراین لومړۍ وزیره:امریکا سره پر یوې هوکړې کار کوو چې د کییف د ډرون جوړونې صنعت کې پانګونه وکړي

0

د اوکراین نوې لومړۍ وزیرې یولیا سویریدینکو ویلي، هېواد یې له امریکا سره د یوې هوکړې پر جزییاتو کار کوي، څو واشنګټن د کییف د ډرون جوړونې کورني صنعت کې پانګونه وکړي.

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې ولسمشر زېلېنسکي له نوې کابینې وغوښتل چې د وسلو صنعت پراخ او له نړیوالو شریکانو سره همکاري زیاته کړي.

امریکایي لوري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اسرائیل؛له سوریې سره اوربند وکړ

0

اسرائیل او سوریې د ترکیې، اردن او نورو ګاونډیو په ملاتړ د سویډا ولایت کې د اوربند هوکړه کړې.

ترکیه کې د امریکا سفیر تام باراک ویلي، ټولې خواوې دې وسلې پر ځمکه کېږدي او د یووالي لپاره دې کار وکړي.

اسرائیل سوریایي ځواکونو ته د سویډا محدودې داخلې اجازه ورکړې چې د شخړو د پای ته رسولو هڅه وکړي.

دمشق هم ویلي چې د امنیت او ثبات د راوستلو لپاره ځانګړي ځواکونه لیږي.

اسرائیل ژمنه کړې چې د دروزی اقلیت ملاتړ به کوي.

وروسته تر هغې، چې دروزو کې قبیلوي شخړې رامنځته شوې، اسرائیل پر سوریې بریدونه پیل کړل.

نامعلومه وسله‌والو؛د فاریاب د ولایتي شورا پخوانی غړی وژلی

د فاریاب د ولایتي شورا پخوانی غړی او د عبدالرشید دوستم پخوانی قوماندان، محب الله میرازد په میمنه ښار کې ترور شوی دی.

سرچینې وایي چې وسله‌والو پر نوموړي ډزې کړې او له سیمې تښتېدلي دي.

نوموړی تازه د طالبانو حکومت د بلنې له لارې افغانستان ته راستون شوی و.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

ډونالډ ټرمپ:ژر به ۱۰ نور یرغمل شوي اسرائیل ازاد شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې ژر به ۱۰ نور یرغمل شوي له غزې څخه آزاد شي.

هغه دا خبرې سپینې ماڼۍ کې کړې او د خپل ځانګړي استازي، ستیف ویتکاف، هڅې یې وستایلې.

دا په داسې حال کې ده چې د حماس د نظامي څانګې ویاند ویلي که د اوربند خبرې بریالۍ نه شي، حماس به نور له موقتي اوربند سره موافقه ونه کړي.

کرېکټ بورډ:د شپږیزه لیګ لسم پړاو نن پیلېږي

0

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د شپږیزې لیګ لسم پړاو به نن (شنبه) په دوو سیالیو پیل شي.

په لومړۍ لوبه کې امو نهنګان له بست ساتونکو سره مخامخ کېږي، او دویمه سیالي به د مس عینک اتلانو او سپین‌غر لوبډلې ترمنځ وي.